Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:929322
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

تبوک کښ د حضرت کعب (رض) غير حاضري او توبه ويستل

ددې تبوک په جنګ کښې دمعذروينو نه علاوه داتيا ؤ زيات خو منافقين دانصارونه وو او دغه هومره تقريبا بدوى دکلو بانډو خلق وو دې نه علاوه يوه لويه ډله دبهر دخلقو داسې وه چې شريکه شوې وه اؤ صرف دومره نه بلکه دوى به نورو خلقو ته هم د(لا تنفرو فى الحر ) وئيل اؤ منع کول به ئې چې په ګرمۍ کښې مۀ اوځى الله جل شانه فرمائى چې ددوزخ داور ګرمى ډيره سخته ده دوى نه علاوه درې ريښتنې پاخه مسلمانان هم داسې وو چې بغير دڅه قوى غذر نه پۀ دې جنګ کښې شريک شوى نۀ وو يؤ کعب بن مالک دويم هلال بن اميه دريم مراره بن ربيع دا درې واړه حضرات دنفاق يا دعذر پۀ وجه ايسار شوى نۀ وو بلکې خوشحالى ئې دپاتې کيدو سبب جوړ شو کعب ( رض ) خپل حالات کوم چې ورته پۀ دې موقعه پيښ شو په تفصيل اوروى کوم چې مخکښې راځى دمراره بن ربيع ( رض ) باغ ښۀ دميوې نه ډک وو خيال ئې وشو چې که چرې زۀ لاړ شم نو دابه ټول ضائع شى هميشه پۀ جنګونو کښې شريک شوے يم کۀ دا وارې پاتې شم نو څه باک دے ځکه پاتې شو خو کله چې ورته زورونه ورکړے شوه نو چونکې باغ ئې دپاتې کيدو سبب شوے ؤ هغه ټول ئې دالله تعالى پۀ لاره کښې صدقه کړؤ دهلال ( ر ض ) بال بچ اؤ خپلوان چرته تلى وو اتفاقا په دې موقعه ټول جمع شو هغه هم دا خيال وکړو چې هميشه شريک شوے يم که چرې په دې موقعه لاړ نۀ شم نو څه نقصان دے ځکه پاتې شو دزورونې نه پس ئې ټولو سره دتعلقاتو ختمولو اراده وکړه چې دا تعلقات په دې جنګ د نۀ شريکيدو سبب شول دحضرت کعب قصه په حديثونو کې په کثرت سره راغلې دےهغه خپل حالات ډير پۀ تفصيلات سره اوروى فرمائى چې زۀ دتبوک نه وړمبے هيڅ يؤ جنګ کښې دومره قوى اؤ مالدار نۀ ؤم څومره چې دتبوک پۀ وخت کښې ؤم دغه وخت ماسره خپلې ذاتى دوه اوښې وې دې نه وړاندې چرې دوه اوښانې ماسره نۀ وے  دنبى اکرم ( ص ) عادت شريف هميشه دا وو چې کوم طرف ته به ئې دجنګ اراده کؤله دهغې اظهار به ئې نۀ کؤلو بلکې دنورو اړخونو حالات به ئې پوښتل خو دې جنګ کښې چونکې ګرمى سخته وه اؤ سفر هم دلرې وو دې نه علاوه ددښمنانو لښکر هم ډير لوی وو ځکه ئې ښکاره اعلان وکړو چې خلق دې تيارے وکړى په دې وجه دمسلمانانو ددومره لويه ډله دنبى ( ص ) سره شوه چې په رجسټر کښې دهغوى نومونه ليکل مشکل شو اؤ دمجمعې دډير والى په وجه کۀ چا ځان پټولے چې لاړ نشم اؤ پته اونۀ لګى نو هيڅ ګرانۀ نۀ وه دې سره ميوې بلکل پخې وې ما به دسحر نه دسفرد سامان دتيارۍ اراده وکړه ماښام به شو او هيڅ قسمه تيارے به ونۀ شو خو ما به خپل زړۀ کښې خيال کؤلو ماسره خو هر څه موجود دى چې اراده پخه وکړم زربۀ وشى تر دې چې نبى اکرم ( ص ) روان شو او مسلمانان هم ورسره خو زما دسفر سامان تيار نۀ شو بيا مې هم دا خيال ؤ چې يؤ دو ؤ ورځو کښې به ځان تيار کړم وربه شم دغه شان مې نن سبا کؤل تر دې چې نبى ( ص ) هلته درسيدو زما نه تقريبا رانزدې شوه هغه وخت هم ما کوشش وکړو خو سامان ونۀ شو اوس چې مدينه منوره کښې اخوا او ديخوا ګورم نو صرف هغه خلق وينم چې په چا دنفاق بد داغ لګيدلے ؤ يا معذوره ؤ نبى ( ص ) چې تبوک ته ورسيدو پوښتنه ئې وکړه چې کعب نۀ ښکارى څه خبره وشوه يؤ صاحب ووئيل چې اے دالله رسوله هغه دخپل مال او حال مستۍ ايسار کړو حضرت معاذ رضى الله تعاله عنه ووئيل چې غلط دې ووئيل مونږ ته چې څومره معلومه ده هغه ښۀ سړے دے خو نبى ( ص ) بيخى خاموشى اختيار کړه اؤ هيڅ ئې ونۀ وئيل تر دې چې پۀ څو ورځو کښې ما دواپسۍ خبر واؤريدو نو ډير غمژن شو م اؤ ډېر فکر مند شوم پۀ زړۀ کښې مې ددروغو عذرونه راتلل چې دغه وخت به په څه فرضى غذر دنبى ( ص ) دغصې نۀ ځان بچ کړم .

بيا به څه وختې دمعافۍ درخواست وکړم اؤ په دې باره کښې مې دخپلې کورنۍ هر پوهه سړى سره مشوره کؤله خو چې کله راته معلومه شوه چې نبى ( ص ) تشريف راؤړو نو زما زړۀ فيصله وکړه چې ريښتيا ؤ نه بغير هيڅ څيز خلاصے نۀ ورکوى اؤ ماد ريښتيا عرض کؤلو پخه اراده وکړه دنبى ( ص ) عادت شريف و چې کله به ئې دسفر نه تشريف راوړو نو اول به ئې جمات ته تشريف يوړو اؤ دوه رکعته ( تحيت المسجد ) مونځ به ئې وکړو اؤ هلته به ئې لږ ساعت تشريف کيښودو چې خلقو سره ملاقات وکړى دغسې دمعمول مطابق نبى ( ص ) تشريف فرماشو اؤ منافقان به راتلل اؤ ددروغو غذرونه به ئې کؤل اؤ قسمونه به ئې خوړل نبى اکرم ( ص ) به د هغوى ظاهرى حال قبلوؤ او پټ حال به ئې الله تعالى ته سپارلو په دې کښې زۀ هم حاضر شوم سلام مې وکړو نبى ( ص ) دناراضتيا په انداز کښې مسکے شو اؤ اعراض يعنى بې توجهى ئې وفرمائيله ماعرض وکړو چې اے دالله نبى تاسو اعراض وفرمائيلو په الله تعالى مې دې قسم وى نۀ زۀ منافق يم نۀ زما پۀ ايمان کښې څه شک دے ارشاد ئې وفرمائيلو ديخوا راشه زۀ ورنزدې شوم کښيناستم نبى ( ص ) وفرمائيل چې ته څه څيز.

منع کړې ؟ ايا تا اوښآنې پۀ بيعه نۀ وې اخستې ما عرض وکړو اے دالله رسوله کۀ چرې زۀ دنيا دار سره دا وخت وے نو ماته دا يقين دے چې مابه دهغه دقهر غصې نه په مناسب غذر ځان خلاص کړے وے چې ماته دخبرو کؤلو طريقه الله تعالى راکړې ده خو ستاسو په باره کښې ماته معلومه ده چې کۀ چرې نن پۀ دروغو تاسو راضى کړم نو نزدې ده چی الله ( ج) به مانه ناراضه شى والله - ماته هيڅ عذر نۀ وو اؤ څومره فارغ اؤ طاقت مند چې زۀ په دې زمانه کښې ؤم هيڅ زمانه کښې ددې نۀ وړاندې نه ؤم شوے نبى ( ص ) ارشاد وفرمائيلو چې تا رښتيا ووئيل بيا ئې وفرمائيل ښه پاسه ستا فيصله به الله ( ج ) کوى زۀ دهغه ځای نه پاسيدم نو دقوم ډيرو خلقو زۀ ملامته کړم چې تا ددې نه وړاندې څه ګناه کړې وه که چرې تا عذر کړے وے اؤ نبى ص ته دداستغفار ( بخښنې ) درخواست کړے وے نو دنبى ( ص ) استغفار به تا دپاره کافى شوے وو ما دهغوى نه تپوس وکړو چې څوک بل هم داسې کس شته چې هغه سره دا معامله شوى وى خلقو ووئيل چې دو ؤ کسانو نورو سره هم داسې معامله شوې ده چې هغوى هم داسې خبرې وکړې چې کومې تا وکړې اؤ دغسې جواب هغوى ته ورکړے شو چې کوم تاته درکړے شو يؤ هلال بن اميه دويم مراره بن ربيع (رض ) ماوليدل چې دوه نيکان کسان دواړه بدرى دى هغوى هم زما پۀ شان دې حال کښې شريک دى نبى اکرم ( ص ) مونږ درې واړو سره دخبرو نه منع وکړه چې هيڅوک به مونږ سره خبرې نۀ کوى دا دقاعدې خبره ده چې غصه په هغه چاراځى چاسره چې تعلق پيدا شى زور نه هغه چاته ورکؤلے شى چې چاکښې دهغې اهليت وى اؤ په چاکښې چې داصلاح اؤ صلاح قابليت دسره نۀ وى هغه ته زورونه څوک ورکوى کعب ( ر ض ) فرمائى چې دنبى ( ص ) پۀ منع کؤلو خلقو مونږ سره خبرې پريښودې اؤ مونږ نه ئې ډډه وکړه ګويا زمونږ دنيا بدله شوه تر دې چې زمکه سره دخپلې فراخی پۀ مونږ تنګه معلومه شوه ټول خلق پردى شو دراوديوارنااشناشو .

ماسره دټولو نۀ زيات ددې فکر وو که زۀ په دې حال کښې مړ شوم نو نبى ( ص ) به مې دجنازې مونځ کوى کۀ نه ولې چې دنبى ( ص ) دارشاد نه خلاف څوک کؤلے شى غرض مونږ پنځوس ورځې په دې حال کې تيرې کړې زما دوه ملګرى خو دشروع نه په کورونو کښې پټ ناست وو زۀ پۀ ټولو کښې قوى ؤم ګرځيدم راګرځيدم , بازار ته به تلم مانځه کښې به شريکيدم خو ماسره به چا خبرې نۀ کؤلې دنبى ( ص ) مجلس کښې ؤدريدم اؤ مونځ به مې پوره کؤلو اؤ پټ پټ به مې کتل چې نبى ( ص ) ماته ګورى کۀ نۀ کله چې به زۀ مانځه کښې مشغول شوم نو نبى ( ص ) به ماته کتل اؤ کله چې به زۀ هغوى ته متوجه شوم نو نبى به مخ واړولو اؤ زما نه به ئې اعراض وفرمائيلو غرض دغسې حالت تريدو اؤ دمسلمانانو خبرې اترې بنديدل پۀ ماباندې ډير بوجهـ شو نو زۀ دابو قتاده ( رض ) پۀ ديوال باندې اوختم هغه زما پۀ رشته کښې دترۀ زوې وو اؤ ماسره ئې تعلقات هم ډير زيات وو زۀ پورته اوختم سلام مې وکړو هغه دسلام جواب رانۀ کړو ما هغه ته قسم ورکړو اؤ تپوس مې ترې وکړو هغه ووئيل چې الله تعالى اؤ دهغه رسول ښۀ پوهيږى .

دا خبره مې واؤريده نو زما دسترګو نه اوښکې روانې شوې اؤ دهغه ځای نه واپس راغلم په دې دوران کښې زۀ يؤ وارې دمدينې پۀ بازار کښې تلم چې يؤ قطبى چې عيسائى وو اؤ دشام ملک نه مدينې منورې ته خپله غله خرڅو لو دپاره راغلے ؤ دا مې ترې واؤريدل چې څوک راته دکعب بن مالک پته وښائى خلقو ورته زماطرف ته اشاره وکړه هغه ماته راغے اؤ دغسان کافر بادشاه خط ئې ماله راکړو .

په هغې کښې ئې ليکى وو مونږ ته معلومه شوې ده  چې ستا اقا پۀ تا باندې ظلم کړے دے تا دې الله دذلت پۀ ځای ونۀ ساتى اؤ نۀ دې ضائع کړى ته زما خوا ته راشه مونږ به ستا مدد وکړو ددنيا قاعده ده چې دمشر لۀ طرفه کشرانو ته تنبيه زورنه دادب دپاره کيږى . نو دهغه لمسؤنکى نور دهغه دضائع کؤلو کوشش کوى اؤ خير خواه ئې جوړ شى ددې قسمه الفاظو سره ئې نور اوچتوى کعب (ض ) فرمائى چې ما دا خط ؤلوستو انا لله مې ووئيل چې زما حالت دې پورې ورسيدوچې کافر هم زما نه طمع کوى اے دالله رسول ستاتو داعراض لۀ وجې زما دا حالت شو چې کافر پۀ ماکښې طمع کوى په دې حالت کښې څلويښت ورځې پۀ مونږ تيرې شوې وې چې دنبى ( ص ) قاصد ماته دنبى ( ص ) دا ارشاد راؤړو چې خپله ښځه هم پريږده ما پوښتنه وکړه څه غواړى طلاق ورکړم ؟ وې وئيل چې نه بلکې جدائى اختيار کړه اؤ زما دواړه ملګرو ته هم ددې قاصد پۀ واسطحه دا حکم ورسؤلے شو ما خپلې ښځې ته ووئيل چې ته خپلې پلار ګنۍ کره لاړه شه تر هغې چې الله تعالى ددې معاملې فيصله وکړى هلته اوسه دهلال بن اميه ښځه دنبى ( ص ) خدمت کښې حاضره شوه اؤ دا عرض ئې وکړو چې هلال بيخى بوډا سړے دے کۀ څوک خبر اخستونکے ئې نۀ وى نو مړ به شى کۀ تاسو اجازت کوئ اؤ ستاسو پۀ طبعيت ګرانى نۀ وى نو .

زۀ به دهغه څه کار خدمت کؤمه نبى ( ص ) وفرمائيل چې پرواه نيشته خو چی کور والے ونۀ کړې هغې عرض وکړو اے دالله رسوله دې څيز طرف ته خو دهغه هډو خواهش نيشته دکومې ورځې نه چې داواقعه پيښه شوې ده تر نن ورځې پورې دهغه وخت پۀ ژړاکښې تيريږى کعب ( رض ) فرمائى ماته هم ووئيل شو چې دهلال پۀ شان ته هم کۀ دښځې دخدمت اجازت واخلى نو کيدے شى چې درکړے شى ما ووئيل چې هغه بوډا دے زۀ ځوان يم نۀ ده معلومه ماته به څه جواب راکوى ځکه زړۀ ورتيا نۀ کؤم غرض په دې حال کښې لس ورځې نورې تيرې شوې چې مونږ سره خبرې اترې ګډون پريخودے شوے ؤ پوره پنځوس ورځې تيرې شوې په پنځوسمه ورځ مې دسحر مونځ دخپل کور پۀ چت وکړو اؤ ډير غمژن ناست ؤمه زمکه پۀ ما بيخى تنګه وه اؤ ژوند مې پۀ تکليف کښې ؤ چې ناڅاپه دسلع غر د څوکی نه يوه چغه ويستونکى پۀ زوره اواز وکړو چې کعبه تا ته دې خوشخبرى وى نبى اکرم ( ص ) نن دسحر مونځ نه پس زمونږ دمعافۍ اعلان وفرمائيلو چې په دې يؤ سړے پۀ غر وختلو پۀ زروه ئې اواز ورکړو چې هغه اواز ټولو نه وړومبے راؤرسيدو دې نه پس يؤ صاحب پۀ اس باندې سور پۀ منډه راغے ما چې کومې جامې اغوښتې وې هغه مې وويستې اؤ زيرى ورکؤنکى ته مې په زيرى کښې ورکړې پۀ الله تعالى مې دې قسم وى دې دوه ؤ جامونه سيوا نوره هيڅ جامه دغه وخت زما پۀ ملکيت کښې نۀ وه دې نه پس مادوه جامې ( چانه ) وغوښتې وامې غوښستلې اؤ دنبى ( ص ) خدمت کښې حاضر شوم دا رنګې زما دوه ؤ ملګرو ته هم خلقو زيرے يوړو کله چې مسجد نبوى ته حاضر شوم نو کوم خلق چې دنبى ( ص ) په خدمت کښې حاضر وو رامخکښې شو مبارکى ئې راکړه اؤ لاس ئې راسره ميلاؤ کړو چې هميشه به مې ياد وى زۀ د نبى ( ص ) دربار ته لاړم ، سلام مې وکړه نو مخ مبارک ئې خوشحاله خندان وو اؤ دخوشحالۍ رڼا ئې دمخ نه ښکاريدله .

دنبى اکرم ( ص ) مخ مبارک به دخوشحالۍ پۀ وخت دسپوږمۍ پۀ شان ځليده . ما عرض وکړو چې اے دالله رسوله زما دتوبې پوره والے دا دے چې زما څومره جائيداد دے هغه ټول دالله تعالى پۀ لاره کښې صدقه دے چې دمالدارى ددې مصيبت سبب جوړ شوے ؤنبى ( ص ) وفرمائيل چې په دې کښې به درته تنګسيا وشى څه حصه خپل ځان څخه هم وساته . ما عرض وکړو چې ښۀ ده دخيبر حصه دپريښودے شى ماته ريښتيا وئيلو خلاصے راکړو په دې وجه ما لوظ وکړو چې هميشه به ريښتيا وايم ( منثور � فتح البارى ) فائده :: داداصحابو کرامو (ر ض ) داطاعت اؤ ديندارۍ او دالله تعالى نه دويرې نمونه ده چې هميشه به پۀ جنګ کښې دا حضرات شريک وو يؤ وارې پۀ غير حاضرۍ څه څۀ زور نې ورته وشوې اؤ هغه ئې پۀ څومره طمع ورکړه چې ځای دغصې تيزيدو نور زيات پښيمانه شو اؤ دائې هم دالله تعالى زورنه اؤ دنبى ( ص ) دناراضتيا وجه وګڼله چې زما ددين کمزورتيا دې درجې ته ورسيده چې کافرانو ته ددې طمع وشوه چې هغوى مابې دينه کړى مونږ خلق هم مسلمانان يو دالله تعالى اؤ دهغه دپاک رسول ( ص ) ارشاد ات هم زمونږ مخکښيې دى دلوی نه لوی حکم دمانځه واخله چې دايمان نه پس ددې برابر هيڅ يو څيز نيشته څومره ( مسلمانان ) دى چې دا حکم پوره کوى اؤ څوک ئې چې کوى هغه هم څنګه کوى دې نه پس دزکاته اؤ حج به څه تپوس کوې چې په دې کښې خو مال هم خرڅيږى

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com