Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:929266
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

د جنګ بدر اثرات

حضور صلى الله عليه و سلم کامياب او فتح مند مدينې ته واپس راغے په مدينه او ددې په خواؤ شا کښې ددوى صلى الله عليه و سلم په دښمنانو ددې فتحې نه پس ددوى رعب او دبدبه قائمه شوه. او دمدينې خلقو په ډير غټ شمير کښې اسلام قبول کړو، ددې نه وړاندې چې رسول الله صلى الله عليه و سلم چې دخوشحالۍ ددې زيرى ورکولو دپاره کوم خاص دوه استازى ښار ته وليږل په دوى کښې عبدالله بن رواحه هم ؤ هغه به دمدينې خلقو ته زيرے ورکولو او وئيل به ئې . اے د انصارو ډلې! دحضور صلى الله عليه و سلم ژوندى پاتې کيدل او سلامتى او دکفارو قتل او نيول دې تاسو ته مبارک وى، دقريشو کوم سرداران او جنګى قائدين چې په دغه جنګ کښې مړۀ شو دۀ به ددوى ديو يو دنوم اعلان کولو او کور په کور به ئې دا زيرے ورکولو. بچو ددۀ سره په خوشحالۍ او شوق سره قسما قسم شعرونه وئيل او ترانې به ئې وئيلې، ځنو خلقو ددې خبرو په ريښتينوالى يقين کولو او ځنو شک، په دې کښې حضور صلى الله عليه و سلم پخپله مدينې ته راغے بيا ئې قيديان راوستل ددوى نګران دحضور صلى الله عليه و سلم غلام ((شقران)) وؤ کله چې حضور صلى الله عليه و سلم د ((روحا)) مقام ته راورسيدو نو مسلمانان ددوى صلى الله عليه و سلم داستقبال دپاره مخې ته ووتل او دوى صلى الله عليه و سلم ته او ددوى صلى الله عليه و سلم ملګرو ته ، چې الله تعالى ورله فتح او برے ورکړے ؤ،ددغې برى مبارکبادى ئې ورکړه

دمکې دمشرکينو په کورونو کښې ماتم جوړ شو او په مړو ژړا انګولا شروع شوه. داسلام ددښمنانو په زړونو کښې رعب کښيناستو  او ابوسفيان نذر منلے ؤ، چې ترکومې حضور صلى الله عليه و سلم او مسلمانانو سره دوباره جنګ ونۀ کړى تر هغې به دے په خپل سر دتيلو يو څاڅکے هم پورې نۀ کړى دمکې کمزورو او دباؤ شوؤ مسلمانانو په دې فتح داطمينان ساه واخسته او هغوى په خپلو ځانونو کښې طاقت او عزت محسوس کړو

په دې جنګ کښې ابو عزيز بن عمير بن هاشم هم قيد راوستے شو، دادمصعب بن عُمير رض سکه ورور ديو مور پلار اولاد وؤ، مصعب بن عمير دمسلمانانو بيرغ بردار ؤ، او ددۀ ورور دکفارو دلښکر بيرغ بردار

واقعه داسې وشوه چې کله مصعب ددۀ دخوانه تير شو نو دغه وخت يو انصارى ددۀ لاس تړل، مصعب انصارى ته ووئيل چې لږ غوندې کلک ئې وتړه، ددۀ مور ډيره مالداره ده ددۀ نه دفدئې دښه مال ترلاسه کيدو اميد دے، ابو عزيز چې دا واوريدل نو خپل ورور مصعب ته ئې مخ واړولو او ورته ئې ووئيل، وروره! تۀ ورور ئې او بيا دامشوره ورکوې؟ مصعب بن عمير ورته ووئيل! تۀ زما ورور نۀ ئې ورور مې هغه دے چې تړى دې

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com