Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:924099
Warning: Undefined array key "menu" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/index.php on line 3
 

 

          

         

         

        

          

         

         

         

         

    

          

         

         

 

          

         

         

  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

 

                                                  
 
د شریعت له لوری د اسلامی ټولینه د تأسیس ضرورت !
الله(ج) مخلوق ته د ربوبیت د ټولو اقسامو منل، تاُید او تطبیق د مخلوقاتو د یو هوسا، نیکمرغه، سرلوړی او په دواړو جهانونو کښي د بریالیتوب طریقه او وسیله د مسلمانانو د سازماندهی، وحدت، دعوت او تبلیغ یو قوق العادة اجتماعی تشکل په نورو مخلوقاتو کښي ګڼلی دی. لکه چی فرمايي( قل انما اعظکم بواحدة ان تقومو الله مثنی و فردای ثم تتفکرو............) او هم داسی فرمايي ( الا ان حزب الله هم المفلحون) او(الا ان حزب الشیطان هم الخاسرون) او ( ومن یتول الله ورسوله والموُمنون فان حزب الله هم الغالبون) ولی دا چی پرته له اسلامي تشکل نه اصلاُ هیڅ یو جمیعت نشی کولای چی خپل د زړه ارمان په ښه توګه خلقو ته ورسوی.

 دینی معلومات
دغه اسلامی ښوونه په سویدن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی د رئیس حاجی محمد عیسۍ خان (ابراهیمی) لخوا ترتیب او د اسلام د دین مینه والو ، مسلمانانو ورونو او خویندو ته د یوی تحفی په توګه وړاندی کوم. الله تعالی دی لستونکو ته د دی دعاګانو او د دی اسلامی ښوونو په یادولو او عمل کولو توفیق ورکړی. او ځما لپاره دی د اجر او نجات ذریعه وګرځوی.
 

 
قرانکریم                                              
                                               
قران عظیم الشان له جملی د هغو اسمانی څلورو کتابونو او سلو صحیفو څخه یو روستنی، مکمل او تصدیق کوونکی د ټولو هغو ړومبنیو سماوی ادیانو او کتابونو څخه دی چی د روژی مبارکی میاشتی د لیلة القدر په شپه په مکمله توګه په یو وخت سره له عرش معلی څخه لمړی آسمان ته نازل شوی او له هغه ځای نه د الله سبحانه تعالی په امر د خپل مناسب وخت او ضرور ت په لحاظ سره د تکړه، تکړه یعنی نسخه، نسخه پعه شکل د جبرایل امین(ع) په وسیله پر حضرت محمد(ص) باندی د ۲۳درویشتو کلونو په موده کښی نازل شویدی. چی وروسته له هغی نه د حضرت عثمان بن عفان(رض) د خلافت په دوران کښي همدغه قران عظیم الشان چی په موچوده شکل سره دی جمع شویدی. نو د الله(ج) د لاندینی ارشاداتو مطابق په ټول قران عظیم الشان باندی ایمان راوړل او عقیده کول د هر یو مسلمان فرض دی(امن الرسول بما انزل الیه من ربه والمومنون کل امن بالله وملُیکته وکتبه ورسله لا نفرق بین احد من رسله)(الم ذلک الکتاب لاریب فیه ....)(نزل علیک الکتب بالحق مصدقا لما بین یدیه وانزل التوراته والانجیل)

 
د افغانانود اسلامي ټولنی کتابخانه
په اسلامي شریعت کښی د عقایدو علم د یو اصل او بنیاد په توګه ګڼل کیږی. نو د هغه د اساساتو څخه خبریدل او پوهیدل په هر یو مسلمان بنده لازم او ضروری دی دا چی غالباُ د ععوامو خلکو لپاره د سترو او غټو کتابونو څخه د اسلامی عقیدی مأخذ میسر نده ترڅو وکولای شی پخپله يي زده کړی. او ددی سربیره ډیر له خلکو نه په غفلت او بی خبری له اسلامی عقیدی څخه په مکمله توګه میلان او توجه یی دنیا ته کړی. او په دی وجه د غیر اسلامی عقایدو تر سوری لاندی ودریږی نو له دی کبله د افغانانو اسلامی ټولنه په سویډن کښی د خپلو نورو اسلامي او اجتماعی عامالمنفعه پروګرامونو په نظر کښی نیولو او عملی کولو خوا خوا سره پخاطر د دعوت، تبلیغ او بالخصوص د اسلام د سپیڅلی دین په لیاره کښی د څوانانو او ماشومانو د استعدادونو د رشد او تقوی پخاطر یو څه اندازه مهم او دعاجلوضرورتونو د حل پخاطر اسلامی دینی کتابونو په حقیقی او انترنیتی شکل سره د مسلمانانو ورونو او خویندو د استفادی په غرض د الله(ج) د الندینو ارشاداتو مطابق (ولتکن منکم امة یدعون الی الخیر ویامرون بالمعروف وینهون عن المنکر........)

 
شعر او ادب
علم او ادب د عالمانو ځیږنه ده او عالمان هغه نیک عمله، لوړمقامه او باعزته کسان دی چی د پوهی په رڼا کښی خپل ځان او خدای(ج) پیژنی. او عالمان په ټولنه کښی د خلکو د لارښوونکو په توګه پیژندل شویدی. او همدغه عالمان دی چی خلک د جهالت له تیارو څخه د پوهی روښنایی ته راباسی. لکه چی وایی
عالمان دی روښنایی د دی دنیا                             عالمان دی د تمام جهان پیشوا
که څوک لار غواړی خدای وهم رسول ته                عالمان دی د  دی لاری رهنما
د انسان عزت په علم و په کمال دی     نه په ملک او نه په شتو د جاومال دی
د پتنګ په شان د پوه مشعل ته ځغله    خدای نه مومی په جهل کښی هیڅکله    
 
 
 

 

Warning: Attempt to read property "parent" on null in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 15 Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com