Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:921514
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

دين وســــــــــاته

میړانه مـــــه پريږده خپـــــل دين وســــاته
په محمــــــــد باندې يقيـــــــن وســـــــــاته

دامريکې ډالــــــــــرپايښـــت نه لــــــــري
داخپـــــل وطـــــن او سرزمين وســـــــاته

مه خرڅـــــــوه ځـــــــان په ډالـــرو باندې
وساته خپــــــــل مذهـــب ائين وســـــــــاته

دمصطفـــــى پــــــه لاره ســــــرورکــــوه
نر شه غازي شـــــــــه ځان پکتيــن وساته

دپلار نيـــــکه ليکه دې مــــــــاته نه کـړې
دمسلمـــــــــان کــــــــورگلورين وســـــاته

څه چـــې ويلي محمـــــــــد رســــــول دي
دزړه په مينـــــه يې سنـــــــگين وســــــاته

دپلار پگړۍ او تــــــوره مــه خـــــــرڅوه
دتورو مـــــــلا ماته کـــړه سپين وســـــاته

مسلمــــــــانان دې ســـــــره وروڼه اشنــــا
ونه غــــولیــــږې ځــــان چنين وســـــــاته

ده کافــــــــــرانو درتـــــــــــــه تړه کــړې
کلام درب العـــــــــــــالميــــــن وســــــاته

صلح کښې خيردى خوچې دين خوندي شي
پــــــــــــه دې کلام باندې اميـــــن وســاته

" بش " داسلام او مسلمـــــان دښمـــن دى
" قتـــــــيله " ځان له دې ناورين وســــاته

د۲۰۰۷ کال دنوامبرلسمه ــ پیښور

د خپلواکۍ توغ

هسکه په میــــــړانه د افغان دســـــــرشمــله شــــولـــه
ځاله د گربتو د جـهـــــــــان په ســــــــرشمله شـــــــوله

څيرې کـــــــــړ میړانې د ظلمت د تورې شپــې ټټـــــر
نن د میړنيـــــودامــــــان (١) دســــــرشمــــله شولــــه

نرغــــــيرت په نـره د بلوڅگر مــرۍ خپـــــــه کــــړله
توره د ځـــــــوانانو دروښــــــــان د ســـــــرشمله شوله

ښکاري سروجنډو کې دغيــــرت دقــــــــربانۍ نخـښـې
ځکه يې ټـــــوټه دارغـــــــوان د ســـــــــــرشمله شـوله

وينود شــــــــملو د لوپټــــــوعـــــــزت ســـــــــاتلى دى
پاڼه دتاريخ مودهر ځوان د ســـرشـمـــــــله شولــــــــــه

خيردى که مو ميندې په تورځنـــو بچــــو بورې شــــوې
څنگ کښې «ادې ســپينه»(٢) د ميدان دسرشمـله شوله

هلته که «ميمانې»(٣) له بلوڅــــگروکونډې پاتې شــوې
دلته «ميوندۍ»(٤) دقهـــــرمان د ســـرشمــــــله شـولـه

مرگ د ننــــــــگيالـــــيو دعــــزت ژوندون گټلـــــى دى
توغ د خپلواکــــۍ مود نشـــــان دسر شمـــــــــله شــوله

گل دخپلواکــــۍ به د شملود ســــــــــرعزت ســـــــــاتـو
ژمنه دپښتــــــومودايمان دسرشمــــــــــــله شـــــــــــوله

ځان دى ، که جــــانان دى، که ايمان دى خووطــــن دى
مينه موقتيــــــــــــــله دجـــــــانان دســـــرشمله شــــوله

(١) غازي امان الله خان      
(٢) سپينه ادې                   

(٣) د پرنگيانو میرمنې
       
(٤) دميوند دجگړې اتله ملاله

غزل

 

چاراتړلي دي ترغاړې زمونږ خپل لاسونه

زخمي زخمي په وينوسره لکه دګل لاسونه

خدايه زما دمينې يار پکې ژوندی وساته

دښکلا چم ته راتېر کړي عزرايل لاسونه

والله که کېږي پرې تسل دميرات شوي زړګي

تابوت کې راوړي پېښورته له کابل لاسونه

لپه دې راکړه داوبو ښه دې دخدای سره دي

ما دې په خوب کې خوږه ياره ښکلول لاسونه

مظلوم ګرېوان ته مې جانان داسې په شنه کې ناست دی

لکه اوږده کړي فلسطين ته اسرائل لاسونه

بيا دشاعرې ښاپېرۍ په لاره پل اخلمه

تړونه ځکه  ښکلومه دغزل لاسونه

ښاغلی سمیع الله تړون صاحب 

 

 

 

 

 

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com