Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:921502
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

 

پښتو متلونه

اول سلام پسې کلام.
اول ځان پسې جهان.
امانت ځمکه هم نه خيانتوي.
انسان تر کاڼي کلک تر ګل نازک دی.
اوبه په ډانګ نه بيليږي.
اوبه چې له ورښه ووځی بیا نه راګرځی. 
اوبه به تيرې شي کاڼي پاتې کيږي.
اورته خپل او پردى يو دى.
اوسپنه پر اوسپنی ماتېږي.
اوسپنه چې څومره ټکول کيږي هومره کلکيږي.
اوښ په بډه نه وهل کيږي.
اوښ ته ويل غاړه دې کږه ده ويل کوم ځاى مې سم دى.
اول زده کړه بيا کوژده کړه.

آسمان چى څومره غريږي هومره نه وريږي.
اورته چى نږدې کيږي خامخا سوزيږ ي.
اصيل ته اشارت کم اصل ته کوتک.
 آزمويلى سړى نه آزمويي.

اختر پټ ميړه ندى .
باد چى پاسنى وى باران يې ګړندى وي.
مار چې هر څومره خوار شي بيا هم څنګښې نه خوري.
بښنه په لک حساب په کلک.
 بد بوټى بلا نه وهي.
بد به دې په زړه لرم سلام به دې په خوله.
بد تربور په بده ورځ پکار يږي.
بې ډوله مه ګډيږه.
بلاوه وه خو برکت یې نه و.
 بل ته چى گوته نيسې ُنو ځانته درى ګوتې نيول کيږي.
بې عقل دومره پر بل نه کوي لکه په ځان.
 بيکاري هسې بلا ده هم ددين هم ددنيا ده.
بد زوی نه زوى.
بيړه دشيطان کار دى.
بد بوټى بلا نه وهي.
پردي خواړه يا پور وي يا پېغور.
پردى کټ تر نيمی شپی وي.
پړ مې که مړ مې که.
 چیرته چی زړه ځی هلته پښی ځی
پلار ګټلي زوى ته آسانه.
 
پر پردي کور سل ميلمانه هيڅ دي.
 پخپله خر نه لري دبل په آس خاندي.
 په ډيرو ړندو کې يو سترګى پا چا وي.
 
په شرم هغه شر ميږي چى پرې پو هيږي.
 په درنو دروند په سپکو سپک. 
 په يو څپيړه دوه مخونه خوږ يږي.
په يو ګل نه پسرلى کيږي.
په يوه موزه کې دوې پښې نا ځايږي.
 پېشو خو به له اوړو جوړه کړو خو مياو به یی څوک وکړي.
په کور کلى کې نشي. 
 پوردې وي په ورور دې وي.
تر پردي ګلالي زوى خپله بدرنګه لور ښه ده .
تر پراته زمري گرځنده ګېډړه ښه ده.
 تر څو چى رښتيا راځي درواغو به کلى وران کړى وي.
تورې به لا لا وهي مړۍ به عبد الله وهي.
 تر تيارې برخې مه تېرېږئ.
ترکاڼي دبيزو کار نه ده.
جامه چې  دپور شي په ځان اور شي.
چې جنګ سوړشو ميرى تود شو.
چې نه دې وه سيالي مه کور کړه مه کالي.
خپل گور هر چاته تنګ ښکاري.
خر په خندا نه پو هيږي .
خپل عمل د لارې مل دى.
خپله خوله  هم کلا ده هم بلا.
خپل ګرېوان دبل لاس ته مه ورکوه.
څوک ځان غواړي څوک جهان.
څه چې په کټوی کې وي په څمڅی کې را پورته کيږي.
څه ژرنده پڅه څه غنم لانده.
څوکړۍ ږيره د چړې لا يقه ده. 

چى اختر تير شي نکريزې په ديوال وتپه.
 چې باد نه وي ونې نه ښوري.
 چې بد کوي بد به مومي.
چې بد ګر ځې بد به پرځې. 
چې‌غواړې په هغو واوړې.
چې او ګره سړيږي ميلمانه ډيريږي.
چې زه او ته راضي نو څه دى دقاضي.
چې سړى زړيږي حرص زياتيږي.
 چې ډب نه وي ادب نه وي.
چې موړشي سوړ شي.
چې دښمن په شا تلو مري په زهرويې مه وژنه.
ددرواغو منزل لنډ وي.
 دا وړۍ نه شړۍ کيږي.
دلمدو خټو لږی اوبه دارو دي .
دميږي چې مرګ راشي وزرونه وکړي.
 دمرورو برخه تالا وي.
دحجرې غم به کورته راوړم دکور غم به چيرته يو سم.
 دسوال مړۍ له ستوني نه تيريږي.
دو هندوانې په يو لاس کې نه نيول کيږي.
دړ انده له نيولو او د کاڼه له وهلو دی خداى ساته.
دريا ب په لوټه نه خړيږي.
دزرو قدر په زرګر وي.
دزړه زړه ته لار وي.
دزمري کور بې هډو کو نه وي.
د زورورو وهل او د کمزوري کنځل.
دسپو له خوارۍ ګيډړان پر بامو لوبې کوي.
دسوال په اوبو ژرنده نه ګرځي.
دښار دروازې تړل کيږي دخلکو خولې نه.
دظلم عمر لنډ وي. 
 د غريب غاښ په حلوا کې وځي.
دغريب ملا په آذان څو ک روژه نا ماتوي.
دغنمو له برکته اغزى هم او به کيږي.
دکبر کاسه نسکوره ده.
د گو نگي ځوى په ژبه خپله مور ښه پو هيږي.
دگيډړ تر نازه د زمري داړل ښه دي.
د لوگرى لو ته زړه نه کيږي لور په لو ټه تيره کوي. .
دټولو نيمه، نيمه د انا شوه يو نيمه.
دنيا  په اميد خوړل کيږي.
 دوږي سترگى په دستر خوان کې وي.
ديوال نم زړوي خو انسان غم زړوي.
ديوې سپږې لپاره ټول پوستين مه سوزه. 
دفقير چې چيرته ښه وی هلته شپه.

دا گز او دا ميدان.
دميړه يا ترپ دى يا خرپ .
درياب به لو ښو نه وچيږي .
دخوارانو ديگ په صبر پخيږي .
دصبر خواړه خواږه وي .
دقبر خاورې په قبر تماميږي .
دمړي څخه شيطان بيزار دى .
درواغ د ايمان زوال دى .
دښار ووځه له نرخه نه .
دوست ته حال وايه دښمن ته لاپې کوه .
دوست به دي وژړوي دښمن به دې وخندوي .
ډ بره دخوارو په سر ولويږي .
ډمې نڅا نه شوه کولاى ويل ځمکه کږه ده .
ډم چې ډول وهي زور به يې لري .
رښتيا ويل تر خه دي .
رحم په ليوو ظلم په پسو .
ژرنده که د پلار ده هم په وار ده .
روغ صورت نيمه پاچاهي ده .
مگر زه وايم چې روغ صورت جوړه پاچاهي ده .
څوک چى روغ صورت ولرى هر ورځ يى اختر دى .
مگرزه وايم څوک چى روغ صورت ولرې ورځ يې اخترشپه يې برات ده .
زه گورم وتاته ته گورې وماته کار شو ترميځ پاته .
زهر په زهرو وزي .
ړانده يو ځل امسا   ورکوي .
سر که لا اړ شي عادت نه ځي .
سرکه غټ هم وي پټکى غواړي .
سترگي له ستر گو شر ميږي .
سل دي ومره يو دي مه مره .
سپين والى د زړه ښه دى نه دويښتو .
مگر زه وايم سپين والى دويښتو ښه دى نه دسترگو .
سپى ډير دځان لپاره غاپي لږ دکور دپاره .
سر خريلى ښه ده نه ميړه شړلى .
ښه کوه له پاچا مه وير يږه .
شرم لکۍ نه لري .
مگر زه وايم که چيرى شرم لکۍ ولري نو اندازه به يې ګرانه وي .
عقل له کم عقلو زده کيږي .
عقل لعل گوهر دى نه په زور دى نه په زر دى .
غم له غمه نه شر ميږي .
غلبيل کوزې ته ويل چې سورۍ يې .
غر که لوړ دى به سر يې لار ده .
غله ته هر کاڼى سړى ښکاري .
غل په غره کې نه ځايږي .
غله ته وايې غلا  کوه دکور څيښتن ته وايي کور سا ته .
غل غل پيژني او مل مل .
غوښې خانانو وخوړې پر هډوکويې سپي جنگ کوي .
غوښې د هر چا خوښې دي خو پېشو ايمان پرې راوړى .
غر به غره نه ورځي خو سړى په سړي ورځي .
فيل که هر څو مره تږى شي په نس کې ئې يو زنگون اوبه وي .
که ښه يم له يارانو سره يم .
ګيله ،ګيله دخداى ج په هيله .
کم عقل اول ننګ کوي بيا جنگ کوي .
کار چې بې استاده وي؛ خود به بې بنياد وي .
که او به زور لري ځمکه سور لر ي .
که مشر مشر توب غواړي کشر هم ددنيا دود غواړي .
کوڼ دوه واره خاندي .
کار اسان دى خو پيل يې گران دى .
کوت کوت دلته کوي خو هگى هلته اچوي .
کور کې دې جوارى نشته له دماغه دې دپلو بوى راځي .
کار گر کور مړوي لټ مور ژړوي .
کبر جن دخداى دښمن دى .
که هر څو هو ښيار يې نادان پو ښته .
که نړى ودانه ده په مړي قيامت دى .
که ډوډى دبل ده نس خو دې خپل دى .
که سړي غرونه دى ښځى يى اړمونه دي .
کارغه د زرکې رفتار کاوه خپل يې هېر شو .
کوږ بار تر مزله نه رسي .
کونډ ه د زوى په طعمه له ميړه ووته .
کلال يې په کودي کې خوري .
که شپه تياره ده مڼې په شمار دي .
گوړه ، گوړه يادوه خوله به دې خوږه شي .
کيد ړې ته خپل پوست بلا دى .
گاوميښه دگل په بوى څه پو هيږي .
ګټې تر گټو لاندې دي .
گنجى که ډاکټر واى نو لومړى به ئې دخپل سر علاج کړى واى .
 له شنه آسمانه وريدل نه کيږي .
له پور وړي بل خوار نشته .
له خوشې غږيدو پټه خوله ښه ده .
له پېښې تېښته نشته .
 لو څ له اوبو نه ډاريږي .
ليوه هغه ميږه وړى چى له رمى جلا وى .
لو يه مړى ستونى شکوى .
لږ وخوره تل وخوره .
 له يوه لاسه ټک نه خيږى .
له ښاره وو ځه خو له نر خه مه وځه .
لنډ ه ژبه هر ى خواته گرځى .
مه ځه په هغه لار چې نه دې مور ځې او نه پلار .
مرگ حق دى گور او کفن شک دى .
مرگ نه په واړه دى نه په زاړه .
مرگ د ډيرو پرده ده .
مساپري بده بلا ده .
او زه وايم بې وطني ستره بلا ده .
ملا ځان هير کا او بل ته مسلې کا .
ماما چى جيب ته لاس کوي د خورى طعمه ورته وي .
مرغه دانه ويني لومه نه ويني .
موړ د وږي له حاله څه خبر دى .
 مه کوه په چا چې وبه شې په تا .
مار د ځان له ډاره خولې اچوي .
مړى نه خاندي که وخاندي کفن څير وي .
مور که ليو گۍ هم شي خپل ځوى نه خوري .
مه داسې خوږ شه چې څوک دې وخوري .
مه داسې تريخ شه چې ودې غورځوي .
ماهى چې نيسې تر لکۍ يې نيسه .
مار چيچلى له پړي ډاريږي .
ميږي ته چې خداى په قهر شي نو وزرونه ورکوي .
ميا که رښتيا ميا وي خپلې وزې به  یې ميږې کړي واى .
مخ يې پټ کړه رنګ ئې ورک کړه .
ميلمه وي دڅو شپو نه چې پايي تر کلو .
نرمه غاړه توره هم نه غوڅوي .
نوم دلنگر دى کور دى ډگر .
 ورک شه هغه ورور چى له ډمانو اخلې پور .
وړکي خوله لويې خبرې .
وزه له ليوه نه تښتيده د قصاب کره ننوته .
وروري به کوو حساب تر مينځ .
وزه چې څملي خپل ځاى پاکوي .
وږپ پيشو د زمري سره جنګيږي .
 وږي ته چا ويل څلو رڅلور څو کيږي ويل یې اته ډوډى .
واده يم خو خبره نه يم چې په چا .
وزه چى په بام وخيږي نو ليوه ته ښکنځلې کوي .
وچې خاورې په ديوال نه نښلي .
ونې چې ميوه نيسي ډبرې به خوري .
هر څه چې خام وي پخيږي انسان چى خام شو نه پخيږي .
هيڅوک نه وايي چې زما شړومبى تروې دي .
ښه وکړه په اوبو کې يې واچوه

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com