صلح حديبيه
دحضور(ص) خوب او مکې ته د ورننوتو دپاره دمسلمانانو تيارى
حضور (ص) په خوب کښې وليدل چې دوى مکې ته ننوتل او دبيت الله طواف ئې وکړو دادرښيتنې خوبونه وو ولې چې په دې کښې دزمانې ،مياشت او کال څه تعين نۀ ؤ دوى (ص) په مدينه کښې صحابه کرامو ته داخوب واورولو ددې ښه خبر په اوريدو ټول خلق ډير خوشحاله شو مکه او کعبه د کومې محبت چې ددوى په خټه کښې اغږلے شوے ؤ اوددوى په رګونو کښې ننوتے ؤ دډيرې مودې راهسې ددوى نه پاتې شوې وه دوى په زړونو کښې دطواف ډير شوق ؤ اوډير په تلوسه دوى دهغې په انتظار کښې وو چې کله به دانيکبختيادوباره دوى ته حاصله شى . په مهاجرينو کښې دمکې شوق خو په قدرتى ډول ډيرزيات و ځکه چې دوى دلته پيدا شوى وو اولوي شوى وو او ددې محبت لکه چې ددوى په خټه کښې اغږلے شوے ؤ سره ددې دوى دډيرې زمانې راهسې ددې د ديدار او زيارت نه محرومه ووکله چې حضور (ص) دوى ته داخبر ورکړو نو دوى ته په دې کښې يو زره شک هم نۀ ؤ چې ددې خوب تعبير به هم دے کال را اوځى دې خبرې ددوى شوق نور هم رابرسيره کړو او دوى ټول ددوى سره دتلو دپاره تيار شو ډير په ګرانه يونيم سړے پاتې کيدو ته تيار ؤ دعمرې احرام هم تړلے ؤ چې خلقو ته ددې علم وشى چې دوى صرف دبيت الله دزيارت دپاره تشريف اوړى .
هلته په رسيدو حضور (ص) دخزاعه قبيلې يو مخبر دقريشو دپتې لګولو دپاره مقرر کړو کله چې هغوى دعسفان مقام ته اورسيدو نو مخبر دوى ته خبر ورکړو چې دکعب بن لوئى قبيلې ددوى (ص) دمقابلې او پرمختګ بندولو دپاره احابيش راجمع کړى دى او ښۀ پوره فوځ ئې منظم کړے دے ددوى اراده وه چې دجنګ په وجه دوى (ص) بيت الله ته درسيدو نه منع کړى حضور (ص) خپل پرمختګ جارى وساتلو کله چې دوى (ص( هغه ژورے علاقې ته ورسيدل دکومې نه چې هغوى اړخ ته کوزيدل شروع کيږى نو د دوى (ص) اوښه (قصواء) کښيناسته خلقو چې وکتله نو وې وئيل چې قصواء لټه شوے قصواء لټه شوے حضور (ص) وفرمائيل قصوا لټه شوے نۀ ده او داددې خوئى هم نۀ دے دادهاتيانو ايسارونکى ايساره کړې ده اوقسم مې ددوى په هغې ذات دچاپه قبضه کښې چې زما ژوند دے چې دغه خلق په کو مه يوه منصوبه هم داسې پيش کړى په کومې کښې چې دالله د تعظيم خيال ساتلے شوے وى اوزمانه دصله رحمۍ سوال کوى نو زۀ به ددوى داسوال ضرور پوره کوم بيادوى (ص) اوښۀ اوټوکله هغې دغه وخت ټوپ کړو اوپاسيده ولې مخ ئې حديبيې اړخ ته واړولو او روانه شوه اود دې په اخرى غاړه داوبو ديوډوغل په خواکښې چې پکښې لږې غوندې اوبۀ وې اودريده خلقوحضور (ص) ته دتندې ګيله وکړه هغوى (ص) دخپل تيکى نه يوغشے راوويستو اوحکم ئې وکړو چې داپه دغه ډوغل کښې وغورځوى ددې په غورځولو سره اوبۀ په دې کښې را اوخوټکيدے اوټول خلق ښه ماړه شو
په مکه کښې دمسلمانانو دداخليدو په وجه دقريشو پريشانى
قريشو ته چې کله دحضور (ص) دراتلو اوپه دغه ځائې کښې دقيام کولو خبر ورسيدو نودوى ډير وويريدل دوى (ص) په دې موقع مناسبه وګڼله چې دخپلو صحابه کرامو نه يوتن وليږى اودوى ته تسله ورکوى نو هلته دليږلو دپاره ئې حضرت عمر رض راوغوښتو هغه حاضرشو اوعرض ئې وکړو چې يارسول الله ص په مکه کښې دبنىعدى بن کعب يوسړے هم نشته څوک چې دهغوى دشرارت کولو په وخت کښې زماحمايت وکړى تاسو دحضرت عثمان دليږلو حکم وکړئ ځکه چې دوى ټول خاندان دغلته موجود دے اودې دپيغام رسولو فريضه هم په ډير ښه شان سره سرته رسولے شى دوى (ص) عثمان وبللو او قريشوته ئې وليږلو او ورته ئې ووئى چې لاړشه او ورته ووايه چې مونږ دجنګ کولو دپاره نۀ يو راغلى بلکې دعمرې کولودپاره راغلى يو دوى ته داسلام دعوت هم ورکړه هغوى (ص) دوى ته داهدايت هم وکړو چې په مکه کښې کوم مومنان سړى اوښځې دى هغوى ته لاړشه او ورته دفتحې زيرے ورکړه او ورته داخوشخبرى هم ورکړه چې الله تعالى په مکه کښې خپل دين غالب کوونکے دے تردې چې دايمان پټ ساتلو ضرورت به هم پاتې نشى
دعشق او وفا امتحان
حضرت عثمان رض روان شو مکې ته ورسيدو دې دابو سفيان او دقريشو د سر مشرانو ته راغے اودحضور(ص) دغه پيغام ئې ورته وراورسولو کله چې دۀ خپله خبره خلاصه کړه نو هغوى حضرت عثمان رض ته ووئې چې تۀ که طواف کول غواړې نو وکړه دۀ جواب ورکړو ترکومې چې حضور (ص) طواف ونه کړى زه به ترهغې طواف ونه کړم . هرکله چې حضرت عمثان واپس راغے نو مسلمانانو ووئى چې ابوعبدالله تاخو مزې وکړې او دزړۀ ارمان دې اوريژولو هغه ووئې تاسو خودډيرې بدګمانۍ نه کار واخستو په خدائې مې دې قسم وى که زۀ يوکال هم هلته ايسار شوے وے او حضور په مدينه کښې وے بيابه هم ترهغې وخته ماطواف نه وے کړے ترکومې چې هغوى (ص) طواف نه وے کړے ماته خوقريشو دطواف دعوت راکړے ؤ ولې ماقبول نۀ کړو
بيعت رضوان
دلته رسول الله صلى عليه وسلم ته داطلاع وشوه چې حضرت عثمان شهيدکړے شوے دے نو دوى (ص) خلقوته دبيعت دعوت ورکړو ټول خلق په ډير جوش وخروش سره دوى (ص) ته راجمع شو دوى (ص) دے وخت ديوې ونې لاندې ناست ؤ دوى (ص) په دې خبره بيعت واخستو چې څوک به هم تيښته نۀ کوى حضور (ص) خپل لاس مبارک په خپله ونيوه اووې فرمائيل داحضرت عثمان داړخ نه دے داهغه بيعت رضوان ؤ کوم چې په حديبيه کښې دکيکرديوې ونې لاندې سرته ورسيدو او ذکر يې د قران پاک په دې ايت کښې شوے دے
ترجمه: ( اے پيغمبره) کله مومنانو ستاپه لاس دونې لاندې بيعت کولو نو خدائې پاک ددوى نه خوشحاله شو اوکوم صداقت اوخلوص چې ددوى په زړونو کښې ؤ هغه هغه معلوم کړو نو په دوى ئې تسلى نازله کړه اوفتح ئې ورله زر ورکړه
مذاکرات،ثالثى اوصلحې کوشش
داصورتحال لاجارى ؤ چې په دې بديل بن ورقاء الخزاعى دخزاعه ديو څوکسانو سره راورسيدو اودرسول دخدائې صلى الله عليه وسلم سره ئې په دې معامله کښې خبرې اترې کول غوښتل اوتپوس ئې وکړو چې ددوى دراتلو مقصد څه دے ؟ حضور (ص) وفرمائيل چې مونږ دچاسره دجنګ کولو دپاره نۀ يو راغلى مونږ خوصرف دعمرې په نيت راغلى يو قريش خو جنګ دوړاندې نه ستړى کړى دى که دوى غواړى نو زۀ څه موده دوى سره اوټاکمه او دوى دې زما او زمادملګرو لارخالى کړى اوکه غواړى نو زمونږ په ډله کښې دې شامل شى ګوندې دوى ته خوبه دارام دپاره لږوخت ترلاسه شى خوکه دجنګ نه سيوابل څه ضرورت دوى ته قبول نه وى نو په هغې ذات مې دې قسم وى دچاپه قبضه کښې چې زما ژوند دے زۀ به دخپلې دې معاملې (دين) په سلسله کښې جنګ کوم تردې چې زماسردتنې نه جدا شى ياالله خپل دين غالب کړى
خالد بن وليد او عمروبن العاص
دحديبيې صلح دزړونو فاتحه ثابته شوه خالد بن وليد څوک چې دقريشو دتورو دفوځ سرلښکر ؤ چاچې لوي لوي جنګونه ګټلى وو دصلحې حديبيې نه پس مسلمان شو حضور صلى الله عليه وسلم دۀ ته د سيف الله ( خدائې توره ) لقب ورکړو دې دخدائې په لار کښې په هر ډول کامياب بامراده، سرخرو اوسرفراز شو اوالله تعالى ددۀ په لاس دشام علاقه فتح کړه . عمرو بن العاص هم چې يو لوئى سرلښکر اوجرنيل ؤ اووروستو دمصر دتاريخ په حيثيت ښکاره شو په دغې زمانه کښې اسلام قبول کړو دواړه دصلحې حديبيې نه پس مدينې منورې ته حاضر شو او داسلام دولت ئې حاصل کړو اوبلندې مرتبې ئې حاصلې کړې
بادشاهانو او اميرانو ته داسلام بلنه ورکول
دبلنې حکيمانه طريقه
دسولې نه وروستو حالات په قدرتى ډول پرسکون شو اسلامى دعوت ته لږه غوندې دساه اخستو موقع ترلاسه شوه دپرمختګ او وړاندې تللو لارې پراخه شوې په دې موقع حضور صلى الله عليه وسلم ددنيا بادشاهانو ته اودعربو اميرانوته ډير خطونه وليکل او دوى ته ئې ډير په حکيمانه انداز کښې داسلام بلنه ورکړه په دې لړکښې هغوى دډيرې پورې نه کار واخستو اودهريو بادشاه دپاره ئې دداسې استازى انتخاب وکړو چاچې دهغه دمرتبې او حيثيت مطابق خبرې اترې کولے شوې او دهغې ځائې دژبې او ملکى حالاتو نه خبر وو . صحابه کرامو عرض وکړو چې داخلق څه داسې خط نۀ منى چې په هغې مهر نه وى حضور (ص) ددې دپاره يوخاص مهر جوړکړو چې حلقه ئې دسپينو زرو وه او په مينځ کښې محمدرسول الله (ص) نقش ؤ
د رسول خدائې خطونه
په دې بادشاهانو کښې چاته چې حضور (ص) خطونه وليږل دروم دشهنشاه هرقل ، دايران دبادشاه کسرى پرويز، دحبشې دبادشاه نجاشى اودمصر دبادشاه مقوقس نومونه په خاص ډول دذکر وړ دى . هرقل ته حضور صلى الله عليه وسلم خپل خط ددحية الکلبى په لاس وليږلو اوهغه بياد ((بصرى)) درئيس اوسردار په ذريعه داخط مبارک هرقل ته وليږلو ددې خطمتن داسې ده .
بسم الله الرحمان الرحيم دمحمد(ص) داړخ نه چې دالله رسول اوبنده دے داخط دهرقل په نوم دے چې دروم رئيس اعظم دے هغه سړے به په سلامتۍ کښې وى څوک چې هدايت قبلوى ددې نه پس زۀ تااسلام اړخ ته رابلم اسلام قبول کړه نو په امن کښې به پاتې شې او الله به تاته دوچند اجر درکړى اوکه تادا بلنه منظوره نه کړه نوستادملک د استوګنو ګناه به هم ستاپه سر وى اے دکتاب خاوندانو په يوه داسې خبره اتفاق وکړئ کومه چې په مونږ اوتاسوکښې يوشان ده اوهغه داده چې مونږ به دخداي نه سيوادبل چا عبادت نه کوو اوپه مونږ کښې به څوک دخداي نه سيوا بل څوک خداي نه جوړوى که تاسو دا نۀ منئ نوبياګواه اوسئ چې مونږ ئې منو
دکسرى پرويز په نوم دخدائې رسول داسې خط وليږلو
بسم الله الرحمان الرحيم د محمد رسول الله(ص) داړخ نه دکسرى رئيس دفارس په نوم سلام دې وى په هغه چا چې هدايت ئې قبول کړو اوداګواهى ئې ورکړه چې الله صرف يو دے اوبله دا چې الله زۀ دټولې دنيا دپاره پيغمبر راليږلے يم چې هغه هر يوژوندے کس د خدائې نه وويروى تۀ اسلام قبول کړه نو په امن کښې به پاتې شې ګنى دمجوسيانو وبال به ستا په غاړه وى
دنجاشى په نوم داخط ؤ
بسم الله الرحمان الرحيم دمحمد داړخ نه چې دالله رسول دے داخط دنجاشى په نوم دے چې دحبشې رئيس اعظم دے سلام دې وى په هغه چاچې هدايت ئې قبول کړو ددې نه پس زۀ تاته ثناصفت بيانوم دهغې الله چې سيوا ترې بل معبود نشته څوک چې بادشاه دے قدوس دے ،سلام دے ، مومن دے او مهيمن دے او ګواهى ورکوم ددې خبرې چې عيسى بن مريم دالله روح اوکلمه ده . کومه چې دۀ په پاک نفس اوپاکې مريمې کښې پوک وهلې ده نوددۀ د روح او ددۀ دپوک وهلونه عيسى ددې په ګيډه شو لکه چې ادم هغه په خپل لاس جوړکړے زۀ تاته په يوالله چې شريک ئې نشته دايمان راوړلو اودهغه داطاعت او دوستۍ بلنه درکوم اوداچې تۀ مااومنې اوپه ماچې کومه وحى راغلې ده په هغې ايمان راوړې بې شکه زۀ دالله رسول يم اوزۀ تااوستا فوځ دهغې الله اړخ ته رابلم کوم چې غالب اولوي دے ماخپل پيغام درورسولو اودخپلې خير خواهۍ اظهار مې وکړو نودانصيحت قبول کړه اوسلام دې وى په هغه چاڅوک چې هدايت قبلوى
دقبطيانو دسردار اود بادشاه مقوقس په نوم دامضمون ؤ
بسم الله الرحمان الرحيم د محمد چې دلله رسول دے داړخ نه دمقوقس رئيس قبط په نوم سلامتى دې وى په هغه چاچې هدايت ئې قبول کړو ددې نه پس زۀ تاته داسلام بلنه درکوم اسلام قبول کړه نو په امن کښې به پاتې شې او الله به تاته دوچند اجر درکړى اوکه تادابلنه قبوله نه کړه نودملک داستوګنو ګناه به هم ستا په غاړه وى اے د کتاب خاوندانو په يوه داسې خبره اتفاق وکړئ چې په مونږ اوتاسو کښې يوشان ده اوهغه دا چې مونږبه خدائې نه سيوا د بل چا عبادت نه کوو اوپه مونږ کښې به څوک ديوخدائې نه سيوابل څوک خدائې نه جوړوى که تاسودا خبره نۀ منئ نوبياګواه اوسئ چې مونږ خوئې منو
دا بادشاهان څوک وو؟
مونږ ته ددې پيغمبرانه اقدام داهميت اوعظمت کوم چې د خطونو په ذريعه وکړے شو ترهغې وخته اندازه نه شى کيدے ترکومې چې مونږ ته ددې څلور واړو سړو هرقل، کسرى ، نجاشى اومقوقس ددوى دوخت په تاريخ کښې ددوى دمرتبې ، حيثيت، ددوى دبادشاهو درقبې لوي والى او ددوى دشان وشوکت اودبدبې علم نه دے حاصل که څوک داووائى چې صدۍ عيسوى دسياسى تاريخ نه خبر نه وې اودوى ته ددې ملکونو په حقله ضرورى معلومات حاصل نه وو نو هغه دومره قدرې پوهيدے شى چې داليکونه ديوڅومقامى حکامو اورياست د واليانو په نوم ليکلى شوى دى څوک چې په هره زمانه اوهرځائې کښې موندے شى . ددې په مقابله کښې چې کوم سړے ددې زمانې په سياسى نقشه کښې ددې بادشاهانو داهميت نه واقف وى ددوى دتاريخ اوسيرت او کردار نه واقف وى اوددوى په قوت،اقتدار، رعب او دبدبه په ښۀ شان سره پوهيږى هغه به محسوسه کړى چې دومره لوي اقدام او جرات هغه نبى کولے شى څوک چې په دې کار دخداي داړخ نه مامورکړے شوے وى په هغه ددې دعوت اوپيغام پوره ذمه وارى وى په دۀ دکمزورۍ اودويرې سيورے هم نه وى پريوتے او د اسمانونو او زمکو دبادشاه اوشهنشاه په دۀ داسې رڼاوى چې دتاج وتخت خاوندان ورته ګوډاګيان ، بې روحه کالبوتونه معلوميږى څوک چې دبادشاهانو په جامه کښې دحکومت په کرسۍ کښينولے شوى وى نوځکه دلته ددغې وخت دتاريخ اوداعتبارى مورخينو دشهادتونو په مددسره ددوى پيژندګلو کولے شى
قيصر روم هرقل اول (٦١٠-٦٤١ء)
بازنطينى شهنشاه قيصر روم هرقل اول ديو لوي سلطنت خاوند ؤ چې دايران دشهنشاهۍ په ملګرتيا ئې دهغه وخت ټوله اباده دنيا په خپل مينځ کښې برخې کړې وه او دچاسکه چې په نيمه دنياکښې چليده په درې براعظمونو يورپ ، ايشياء او افريقه کښې ددۀ خوشحاله، دولتمنده او مخ په وړاندې او اباد مقبوضات او نو ابادى وې . دې بادشاهۍ درومة الکبرى ځائې نيولے ؤ دکوم دحکم لاندې چې پوره پخوانۍ دنيا پاتې شوې وه . دابادشاه ديونانى کورنۍ يوغړے ؤ په کپوډيشيا کښې پيدا شو اوپه قرطاجنه کارتهيج کښې ئې پالنه وشوه دے دافريقې د يوحاکم زوي ؤ په دۀ کښې څه خبره داسې نۀ وه چې دهغې نه ددۀ دغير معمولى ذهانت حوصله مندۍ او قائدانه صلاحيت پته لګيدے کله چې فوقس په زورګيرۍ دباز نطينى سلطنت شهنشاه موريقس ماريس دچاچې په کسرى پرويز ډير احسانات وو په ٦٠٢ کښې قتل کړو نو ايرانيانو له په بازنطينى سلطنت دحملې کولو بهانه جوړه شوه او دوى دادمونډه اوويستو ددې عظيم الشان بازنطينى سلطنت اخرى سلګۍ وې چې هرقل د قرطاجنه نه رااوبللے شو دۀ فوقس قتل کړو اوپه ٦١٠ کښې ئې دحکومت واګې ترلاسه کړې په دې وخت کښې ټول ملک دمرګ اوژوند په کشمکش کښې ؤ او اوچ کالى، وبائى مرضونه، غربت او مالى نقصاناتو داديواليه کړے ؤ هرقل د خپل حکومت وړومبنى کلونه ديوپرسکون او امن خوښونکى انسان په ډول تير کړل او څه غټ کار ئې ونکړو .
ولې په ٦١٦ کښې په دۀ کښې ناڅاپه يوانقلاب راغے ( داهغه کال دے په کوم کښې چې قران پاک په يوڅوکلونو کښې دننه دننه دروم دغلبې پيشنګوئى کړې وه ) اوپه لږ وخت کښې يوعيش پرست او ارام طلب بادشاه په يو پرجوشه او غيرت مند قائد اوجرنيل کښې بدل شو دې خيال ددۀ په اعصابو په پوره ډول غلبه وکړه ددۀ قومى غيرت په جوش کښې راغے نو دۀ دايران د راګرځولو اراده وکړه او خپله په زور اخستے شوې زمکه او خپل تلے عزت ئې واپس واخستو . دايران په مشهوروښارونو ئې قبضه وکړه دايران په زړۀ او ځيګر ئې قبضه وکړه اودسلطنت په مرکز باندې ئې جنډې اودرولې او دعظيم او دپخوانى ايران شهنشاهۍ عزت او عظمت ئې خاورې ايرې کړو اودائې داسې ټوټې ټوټې کړه چې داسې معلوميده چې سلطنت اوس په ختميدو دے اودال ساسان دحکومت پښې خوئيدلى دى دے فاتح واپس راغے . اوپه ٦٢٥ کښې قسطنطنيه ته په فاتحانه انداز کښې ورننوتو اوپه ٦٢٩ کښې ئې صليب مقدس د کوم چې ايرانيانو وړے ؤ ) هلته دوباره داودرولو اودخپل نذر دپوره کولو دپاره بيت المقدس ته روان شو.
خلقو د تعظيم اواحترام په ډول ددۀ په لار کښې قالينو نه خورول ګلونه به ئې شيندل اوعطر به ئې پرې پورې کول . دصليب د دوباره اودرولو په خوشحالۍ کښې ئې هلته ديولوي جشن انتظام وکړو او په دې فتح ډيرې خوشحالۍ وکړے شوې . داهغه وخت ؤ چې هرقل ته دحضور صلى الله عليه وسلم مبارک خط ورسيدو چې پکښې ورته داسلام قبلولو بلنه ورکړے شوې وه ولې ددې نه پس هرقل دخپلې سستۍ ،غفلت اوارام طلبۍ هغې حالت ته واپس راغے په کوم چې دے وړاندې ؤ تردې چې د اسلام مجاهدينو ددۀ دسلطنت دزوال فيصله وکړه او دايشيا او افريقې نه دے ختم کړے شو او دالوئى سلطنت صرف په يورپ اوايشيائې کوچک کښې راغونډ شو بهرحال ددغې زمانې په لويو شهنشاګانو کښې ددۀ شمار ؤ درقبې په لوي والى جنګى طاقت، ابادۍ او دپرمختګ په لحاظ سره ددۀ برابرى صرف دايران شهنشاه خسرو دويم کوله په ٦٤١ کښې ددۀ په قسطنطنيه کښې انتقال وشو اوهم هلته ئې ښخ کړو
کسرى پرويز دويم
کسرى پرويز دويم دهرمز څلورم زوي ؤ او دخسرواول چې په نوشيروان عادل ياديدو نمسے ؤ عربو به دۀ ته کسرى پرويز وئيل ددۀ دپلار دقتل نه وروستو په ٥٩٠ کښې ددۀ تاج پوشى وشوه . بهرام چوبين ددۀ خلاف بغاوت وکړو خسروماتې وخوړه اوساسانى مملکت ئې پريښودو او دبازنطينى حاکم موريقس نه ئې پناه وغوښته او دخپل ملک په واپس اخستوکښې ئې ددۀ نه مرسته وغوښته موريقس ددۀ مدد په ډيرو فوځونو وکړو خونړوجنګونو نه پس بهرام ماتې وخوړه او خسرو دخپل پلار نيکۀ په تخت دوباره قبضه وکړه په ٦١٢ کښې خسرو په بازنطينى سلطنت باندې دخپل روحانى پلار او محسن موريقس بدله ددۀ دقاتل او دتخت قيصرى غاصب قوقس نه داخستو اراده وکړه اودقوقس قتل هم دے دنور پرمختګ نه منع نۀ کړو اودے تر قسطنطينې مخ په وړاندې لاړ اودخپل زوړ دښمن سلطنت ئې داسې لوټې لوټې کړو چې مثال ئې نشى موندے . د ٦١٥ پورې ددۀ دفتوحاتو اواقبال ستورے په پوره ډول ځليدو تردې چې هرقل ايرانيان دخپل ملک نه وشړل او دساسانى حکومت په زړۀ او ځيګر ئې حملې شروع کړې خسرو خپل ملک ته په مخه ښه ووې اوپه يوه محفوظه اوډيره لرې علاقه کښې ئې پناه واخسته ولې ډير زر د ٦٢٨ په بغاوت کښې ځائې ته ورسولے شو ( قتل کړے شو) دايران دتاريخدانانو په دې خبره اتفاق دے چې خسرو دويم دټولونه لوي او دډير لوي شان وشوکت شهنشاه ؤ ددۀ په دورکښې ساسانى مملکت دخپلې ترقۍ ، خوشحالۍ ،پرتکلفه ژوند، دعيش وعشرت دلواز ماتواوارائش وزيبائش په لحاظ دترقۍ په اخرى پوړۍ ؤ دهندوستان دقطبى لويديز ( شمالى مغربى) رياستونو پورې ددۀ سکه چليده ددۀ دنوم سره به داشاندار تمهيد تړلے کيدلے شو ، په خدايانو کښې غيرفانى انسان او په انسانانو کښې لاثانى خداي ددۀ نوم دې اوچت وى دنمر سره دې راخيژى اودشپې دسترګو دې رڼاوى ددۀ په دورکښې چې ملک څومره ترقى کړې وه او دۀ څومره شان وشوکت حاصل کړے ؤ ددې پحقله دمشهور مورخ علامه ابن جريرطبرى الفاظ دادى .
دابادشاه ډير زيات سخت ګير ؤ دفيصلې قوت ئې ډيرزيات ؤ دډير لرې نظر خاوند ؤ دشجاعت اوبهادرۍ دفتحې اوکاميابۍ دکارنامو د دولت د زياتى اودبخت دملګرتيا او زمانې دموافقت چې څومره اسباب ده ته حاصل وو بل هيڅ يو بادشاه ته حاصل نه وو ددۀ لقب پرويز مشهور ؤ چې معنى ئې په عربى ژبه کښې کامياب يعنې فاتح او نيک بخت ده دتهذيب وتمدن په پرمختګ او نوو نوو نکتو راپيداکولو کښې لاجوابه ؤ دخوراک څښاک په ډګرونو کښې ئې نوى نوى څيزونه ايجاد کړى وو . په عطرو اوخوشبو يانو استعمالولو کښې دے اخرى پائى ته رسيدلے ؤ ددۀ په زمانه کښې دتاوانى او قسماقسم خوراکونو اعلى قسمه شرابواواعلى قسمه عطرو استعمالولو په خلقو کښې يوخاص ذوق پيدا شوے ؤ دنغمې اوسروداو دټنګ ټکور هنر ددۀ په زمانه کښې ډيره غټه ترقى کړې وه دخلقو ددې څيزونو سره ډيره زياته دلچسپى پيدا شوې وه ددۀ د دولت دجمع کولو اود قيمتى اونااشنا څيزونو درايو ځاي کولو ډير شوق ؤ کله چې په ٦٠٧ء ٦٠٨ کښې ددۀ خزانه دزوړځائې نه دطيسفون ( مدائن) نوى ځائې ته يوړے شوه نو ددې مقدار ٦٣٧ ملينه يعنى څلور کروړه او اتيالکه ) مثقاله سرۀ زر وو چې داووه ديرشو کروړو اوپنځوسو لکو دسرو زرو د فرنکو برابروى ددۀ دتخت نشينۍ په ديارلسم کال ددۀ په شاهى خزانه کښې ٨٨٠ ملينه يعنې اتيا کروړه مثقاله سرۀ زر موجودوو دۀ اووۀ ديرش کاله حکومت وکړو او ددۀ نه پس ددۀ زوي شيريه په تخت کښيناستو
|