Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:929269
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

دخيبر غزا

دالله تعالى انعام

الله تعالى په حديبيه کښې دبيعت رضوان شرکاو ته چاچې دالله اودهغه درسول الله صلى عليه وسلم حکم منلے ؤ اودالله تعالى حکم اوفرمان ئې دخپلو نفسانى خواهشاتو، رائې او پوهې نه وړاندې کړے ؤ ديوې نزدې فتحې اوډير غټ مال زيرے ورکړو الله تعالى وفرمائيل:

(اے پيغمبره) کله چې مومنانو د ونې لاندې ستا په لاس بيعت کولو نوالله ددوى نه خوشحاله شو او کوم ( صدق اوخلوص) چې د دوى په زړونو کښې ؤ هغه الله معلوم کړو په دوى ئې تسلى نازله کړه ډير زر ئې ورته فتح ورکړه اوډير غټ مال دغنيمت ئې ورته ورکړو خدائې پاک غالب اودحکمت خاونددے.

ددې فتوحاتو مقدمه اوتکيه کلام دخيبر غزا وه خيبر يوه يهودى نو ابادىوه چې پکښې ډيرې مضبوطې قلاګانې وې داد يهودو جنګى مرکز او په جزيره العرب کښې ددوى اخرى قلعه وه دوى به هميشه دمسلمانانو خلاف په سازشونو کښې مشغول اوسيدل اوداخبره ئې چرې هم نه هيروله چې ددوى دنورو ورونو سره کوم څه شوى دى هغه دوى  ته هم راپيښيدےشى دوى ته دغطفان قبيلې په ملګرتيا په مدينه طيبه د حملې کولو سازش کولو اوحضور صلى الله عليه وسلم هم اراده کړې وه چې اوس ددوى اوددوى دسازشونو نه ځان خلاصول پکاردى او ددې محاذنه اطمينان اوبې فکرى حاصلول پکاردى دا علاقه دمدينې قطب ختيز اړخ ته داويا ميله په مزل پرته وه

د اسلام لښکر د نبى (ع) په قيادت کښې

رسول الله صلى الله عليه وسلم دحديبيې نه ووتو دلوی اختر ټوله مياشت دمحرم ( عاشورې ) د مياشتې څه برخه په مدينه کښې قيام اوکړو اود دې نه خيبر اړخ ته روان شو . عام بن الاکوع دلښکر سره ؤ اوداوزن اشعار ئې وئيل

والله لولا الله مااهتدينا ولا تصدقنا ولاصلينا
خدايه که تاراته لار نه وے ښودلے نومونږ به نه په صحيح لار تلىوو نه به موخيرات ورکوو اونه به مومونځ کړے ؤ.
انا اذاقوم بغواعلينا وان ارادوفتنه ابينا
مونږ هغه خلق يوچې کله يوقوم په مونږ حمله کوى اوپه فساد کولو مواماده کوى نومونږ ددې نه صفا انکار کوو
فانزلن سکينة علينا وثبت الاقدام ان لاقينا
نومونږ باندې تسلى نازله کړه او دمقابلې په وخت زمونږ قدمونه مضبوط کړه

حضور(ص) خپل دا ايمانى فوځ دځان سره کړواودلته راغے ددوى شمير څوارلس سوه ؤ اوورسره دوه سوه اسونه وو دوى (ص) هغه کسانو ته دشريکيدو اجازت ورنکړو څوک چې دصلحې حديبيې په موقع وروستو پاتې شوى وو دهغې صحابياتو شميرڅوک چې دمريضانو دعلاج معالجې دزخميانو دمرهم پټۍ اوداوبو اوخوراک ذمه وارې ویشلی ؤ . رسول کريم صلى الله عليه وسلم درجيع په مقام کوم چې ديهودو او دغطفان دقبيلې په مينځ کښې پروت ؤ لښکر ته دپړاو کولوحکم ورکړو مقصد ئې داو چې ددوى اوداهل خيبر په مينځ کښې دسامان ليږلو اوتلو راتلو سلسله ختمه شى ځکه چې دوى دهغوىملګرى وو اومرسته ئې ورسره کوله نتيجه ئې زړۀ پورې راووته اودې خلقو ددوى مرسته اوامداد ونه کړے شو اوپه خپل کورنى معاملاتو اوکاروبار کښې بوخت پاتې شو اود حضور (ص) اوداهل خيبر دپاره ئې لارصفا کړه. حضور (ص) فوځ ته دخوراک ورکولو حکم ورکړو نوصرف ستوان حاصل کړے شو ولې په دغې اکتفا وکړے شوه کله چې دوى (ص) دخيبر مخامخ راغلل نودالله نه ئې دعا وغوښته دفتحې سوال ئې وکړو اوددې ځای دشرنه اوددې ځای داستوګنو د شر نه ئې پناه وغوښته ددوى عادت مبارک ؤ چې کله به هغوى (ص) ديوې غزا اراده کوله نودشپې به ئې حمله نۀ کوله بلکې دسحر پورې به ئې انتظار کولو که اذان به ئې واوريدو نو لږ پښه نيولے به شو اوحمله به ئې نه کوله . دغه شان دوى(ص) دلته هم شپه تيره کړه چې سحر شو نوبانګ ئې وانه وريدو نو دحملې کولو په نيت وړاندې لاړو په لاره کښې دخيبر کرونده ګر اومزدوران خپلې کودالې اولوښى لرګى مخې له ورغلل کله چې دوى حضور (ص) اولښکر وليدونوچغې ئې کړې چې محمد صلى الله عليه وسلم اوفوځ راغے اووتښتيدل حضور  (ص) چې دا اوليدل نو وې فرمائيل الله اکبر خربت خيبر .دخدائې شان دے خيبر برباد شو انااذانزلنا بساحة قوم فساء صباح المنذرين) مونږ چې په چاحمله کوو نوددوى سباډير ناکاره وى ( ددوى بدقسمتى راځى ) څوک چې دوړاندې نه ويرولى او خبردارکړے شوى دى

کامياب اوفتحمند رهنما

حضور صلى الله عليه وسلم دټولونه وړاندې دخيبر قلعه ګانو اړخ ته توجه وکړه اويوه په يوه ئې داقلعه ګانې فتح کول شروع کړل په دې قلعه ګانو کښې يوه قلعه داسې ده کومه چې دنامتو يهودى شاه زلمى مرحب دتخت ځای ؤ دا حضرت على فتح کړه ددې واقعه داده چې داقلعه دمسلمانانو دپاره ډيره سخته او مشکله ښکاريده اوپه دې د دوى قابو نه راتلو دحضرت على سترګې په دې وخت کښې خوږ وې حضور  (ص) اوفرمائيل سباله به بيرغ هغه سړے اخلى دچاسره چې دالله اودهغه درسول (ص) مينه وى ددۀ په ذريعه به داقلعه فتح کيږى ددې لوی منصب ډير لوی لوی صحابه اميدوار وو اودهر يو داخيال ؤ چې کيدے شى چې داسعادت ده ته حاصل شى حضور (ص) حضرت على راو غوښتو ددۀ په سترګوئې ولګولې اوددۀ په حق کښې ئې دعا وکړه هغه هم هغه وخت داسې جوړې شوې چې داسې معلوميده لکه چې هډو خوږ نه وې حضور  (ص) بيرغ ده ته وسپارلو هغه ووې چې ديهودو سره به ترهغې وخته جنګ کوم ترکومې چې مسلمانان نۀ شى حضور صلى الله عليه وسلم اوفرمائيل چې ددې ځای نه روان شه تردې چې ددوى مخې ته پړاو واچوه بياورته داسلام بلنه ورکړه اوپه دې لړکښې چې دوى دالله تعالى کوم حق دے دهغې نه ئې خبر کړه په خداى مې دې قسم وى که چرې ستاپه ذريعه خداى پاک يوتن ته هم هدايت وکړى نوداستادپاره دسلو اوښانو نه هم زيات غوره دى

دشيرخدا اوديونامتو يهودى شاه زلمى مقابله

حضرت على داسلام دبيرغ اولښکر سره خيبر ته ورسيدو نونامتو يهودى شاه زلمى مرحب رجزيه اشعار لوستل اومقابلې ته راووتو دۀ سره دشيرخدا مقابله شوه شيرخدا په دۀ اول يو ډير سخت ګزار وکړو چې ددۀ دزغزې اوسر نه اووتو اوغاښونو ته ئې اورسيدو اوالله تعالى مسلمانانو له برے ورکړو محمدبن مسلمه هم په دې جنګ کښې دخپل همت اوبهادرۍ جوهر وښودل اوبې شميره شاه زلمى اوپهلوانان ئې ووژل

محنت کم مزدورى زياته

دخيبر يوحبشى غلام څوک چې دخپل مالک په چيلو څرولو مقررؤ چې داوکتل چې اهل خيبر وسله اخستې ده اودجنګ دپاره تيار دى نوتپوس ئې وکړو چې ستاسو خلقو څه اراده ده ؟ هغوى ووى چې مونږ دهغې سړى سره دجنګ دپاره ځو څوک چې دنبوت دعويدار دے دنبوت ذکر ددۀ په زړۀ خاص اثر وکړو اودخپلو دريووچيلو سره د حضور صلى الله عليه وسلم په خدمت کښې حاضر شو اوتپوس ئې وکړو چې تاسو څه وائى اودڅه بلنه ورکوئ . حضور  (ص) جواب ورکړو چې زۀ خلق اسلام ته رابلم اوبله داچې تاسو ګواهى ورکړئ چې د الله نه سيوابل معبود نشته اوزۀ دخدائې رسول (ص) يم اودالله نه سيوا دبل چا عبادت مۀ کوئ غلام ووې چې که زۀ داګواهى ورکړم اوالله باندې ايمان راوړم نوماته به څه راکړے شى؟ حضوراوفرمائيل چې که چرې ته په دې عقيده مړشوے نوستا دپاره جنت دے هغه چې دا واوريدل نواسلام ئې قبول کړو اوبيائې ووې چې اے دخدائې نبى (ص) زماسره داچيلۍ امانت دى ددې به څه کيږى ؟ هغوى (ص) وفرمائيل چې تۀ دادحهباء ميدان ته ورسوه اوهلته ئې پريږده الله تعالى به ستا دا امانت اداکړى هغه هم دغسې وکړل دخدائې کارونوته ګوره داچيلۍ دخپل مالک کره پخپله لاړې او يهودى ته معلومه شوه چې زماغلام مسلمان شوے دے په دې موقع حضور (ص) اودريدو اوخلقوته ئې خطاب وکړو نصيحت ئې ورته وکړو اودجهاد شوق ئې پکښې پيدا کړو کله چې دواړه ډلې وتښتيدې نوداسلام په شهيدانوکښې تور رنګے غلام هم ؤ مسلمانانو دے رااوچت کړو اوخپلې خيمې ته ئې راوړو په ځنو روايتونو کښې راځى چې حضور(ص) په خيمه نظرواچولو بيائې خپلواصحابو کراموته مخ کړو اووې وفرمائيل چې الله تعالى دې غلام سره دډير عزت معامله وکړه او دے ئې خيبر ته را اورسولو ماوکتل چې ددۀ سرته دجنت دوه حورې موجودې دى حالانکې دۀ دخدائې دپاره يوسجده هم نه وه کړې

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com