Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:929319
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

د غزوۀ موته او فتح مکه واقعات

دغزوه موته اوفتح مکه په مينځنۍ زمانه کښې يوه سريه (لښکر) دذات السلاسل نوم په څلورمه خور ٨هـ کښې وليږلے شوه داځائې دوادى القرى په شا داعه قبيلې په علاقه کښې پروت ؤ اسلامى لښکر په دې موقع ددښمن په پوره خاتمه وکړه او بله سريه سرية الخبط وه ددې سر لښکر ابو عبيده بن الجراح ؤ اودرجب په مياشت ٨هـ کښې وليږلے شوه په دې کښې دمهاجرينو او انصارو درې سوه کسان شريک وو حضور (ص) دادجهينه ديوې قبيلې دسرټکولو دپاره سمندر ته نزدې وليږله په لاره کښې دې مجاهدينو لوږې تندې تيرولې او داونوپه پاڼو به ئې وخت تيرولو دغه وخت سمندر ددوى دپاره عنبر نومې يو لوی مهے(کب) راګوزار کړو چې په هغې دنيمې مياشتې پورې ددوى کار اوچليدو . ددۀ نه دوى تيل هم وويستل اوښه فائده ئې ترې واخسته ددۀ په وجه ددوئى قوت اوصحت په ځائې شو او وجودونه ئې تروتازه شو حضور چې کله دا واقعه اوريده نووې وفرمائيل چې دادالله تعالى داړخه ستاسو ميلمستياوه حضور (ص) پخپله هم ددۀ غوښه وخوړله

دمکې فتحه (رمضان ٨هـ) دمکې دفتحې پس منظر

کله چې ددين حق او دمسلمانانو ددينى تربيت بنيادونه دخدای په حکم په ښه شان سره کلک شو نوالله پاک مسلمانان وازمائيل اوددوئى د زړونو او نيتونو پوره امتحان ئې واخستو دقريشو دظلم او سرکشۍ د حق دقبلولو نه انکار دحق په لاره کښې دخنډ پيدا کولو او مسلمانانو ته پرله پسې دضرر رسولو اودقسماقسم الزاماتو لګولو اوتنګولو جام چې کله ډک شو بلکې چپې وهل ئې شروع کړل نو دمشيت الهى فيصله وشوه چې اوس ددې نه پس حضور (ص) او مسلمانان مکې ته په فاتحانه انداز کښې داخل شى کعبه دبتانو دګنداو د دروغو اوپليتو خبرو ګنداو ناپاکۍ نه پاکه کړى مکه خپلې پخوانۍ مرتبې او حيثيت ته واپس راولى بيت الله شريف دټول انسانيت دپاره دهدايت اوبرکت سرچينه وګرځوى اوددې فيضان رحمت ددنيا دټولوانسانانو دپاره عام کړى

دبنى بکر اوقريشو لوظ ماتول

الله تعالى ددې ښکاره فتحې دپاره خاص اسباب پيداکړل اوپه خپله قريش ئې په ناپوهۍ کښې ددې باعث اومحرک وګرځول اويوه داسې واقعه وشوه کومې چې فتح مکه نه يوازې جائزه ضرورى وګرځوله ( اودالله پاک په قبضه کښې داسمانونو او زمکو لښکرې دى ) دصلحې حديبيې دلوظنامې يوه دفعه داهم وه چې څوک هم دحضور (ص) په لوظ اوپناه کښې راتلل هغه به په داسې کولو کښې ازاد وى نو بنوبکر قريشو ته ترجيح ورکړه او دهغوى مرسته او ملاتړ ئې قبول کړو او حضور صلى الله عليه وسلم دخزاعه مرسته او ملاتړ غوره کړو . په بنو بکر او خزاعه کښې دډير پخوانه دښمنى راروانه وه او دبدل اخستو يوه سلسله جارى وه او دادبعثت نه هم د وړاندې نه راروانه وه اسلام راغے او ددوى په مينځ کښې ئې يو ديوال ودرولو او ددې معاملې نه سيوا په بل هيڅ يو څيز غور کولو ته وزګار نشو کله چې دا روغه وشوه او دا دوه قبيلې په دوو مخالفو ډلو کښې تقسيم شوې نو بنوبکر دا موقعه غنيمت وګڼله اودخزاعه سره ئې خپل حساب کتاب کول وغوښتل دخزاعه دځينو خلقو سره ئې سازباز وکړو او په خزاعه ئې هغه وخت دشپې حمله وکړه کله چې هغوى داوبو ديوې چينې خواته پراتۀ وو جګړه وشوه اودخزاعه بې شميره کسان ووژلے شو . قريشو دبنى بکر مدد په وسله وکړو اودشپې دتيارې نه ئې فائده واخسته دقريشو لويو لويو سردارانو په دې جګړه کښې برخه واخسته دې خلقو خزاعه په ټيلوټيلو حرم ته ورسولو حرم ته په رسيدو دقريشو ځينو خلقو ووې اوس مونږ حرم ته داخل شوى يو دخپل معبود خيال ساتئ دخپل معبود خيال ساتئ جواب ورله ورکړے شو چې نن هيڅ يو معبود نشته اے بنى بکر ! تا سو نن خپل بدل واخلئ ددې نه پس به تاسو ته موقع په ګوتو رانشی

حضور (ص) ته فرياد

په دې موقع عمروبن سالم الخزاعى راغے او حضور صلى الله عليه وسلم سره ملاقى شو اودهغوى (ص) په وړاندې ودريدو او يو څوشعرونه ئې ووى او په دې اشعارو کښې ئې دحضور نه دمرستې او مدد خواست وکړو ورسره ورسره ئې هغوى (ص) ته داخبره هم ورکړو چې قريشو لوظنامه ماته کړې ده او دهغوى (ص) لوظنامه اوتړون ئې ختم کړے ډے اوپه داسې حالت کښې چې هغوى داوبو سره پراتۀ وو دوى په هغوى دشپې حمله وکړه ا ود رکوع او سجدې په حالت کښې مونږ ووژلے شو حضور (ص) چې دا واوريدل نو وې فرمائيل اے عمروبن سالم ستاسو مدد به ضرورکولے شى

په اخرى ځل خپله غاړه خلاصول

حضور (ص) مناسب وګڼله چې ددې خبر نور هم دروغ رښتيا معلوم کړے شى چې دقريشو دوينانور هيڅ حق پاتې نشى . حضور (ص) دوى ته يو سړے وليږلو او ورته ئې دالارښودنه وکړه چې دهغوى په وړاندې درې صورتونه کيږدئ اول دا چې دوى دې دخزاعه دوژلو شوو خلقو ((خون بها)) تاوان ورکړى ياچاچې دالوظنامه ماته کړې ده اوپه خزاعه ئې حمله کړې ده دوى نه دې دبيزارۍ اعلان وکړى دې خلقو دبنى بکر دڅانګې بنو نفاسه سره تعلق لرلو يابيا چې څنګه دو کړى دى هغه به ددوى سره هم کيږى ددوى ځينو سردارانو ووئى چې هو ! مونږ به دبرابرۍ جواب خوښ کړو دغه شان دقريشو دذمه وارۍ نه دمسلمانانو غاړه خلاصه شوه اوپه دوى حجت قائم شو

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com