Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:929330
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

د بدر فيصله کن جنګ

دجنګ بدر اهميت

دهجرت په دويم کال دروژې په مياشت کښې دبدر هغه فيصله کن جنګ وشو په کوم چې دملت اسلاميه دقسمت او دحق ددعوت دمستقبل فيصله وشوه په کوم چې دپوره انسانى نسل دقسمت انحصار ؤ.

ددې نه پس تر ننه چې مسلمانانو ته څومره فتوحات او کاميابۍ هم وشوې او ددوى څومره حکومتونه او بادشاهۍ جوړې شوې هغه ټولې دهغې ښکاره فتحې په نتيجه کښې شوى دى، کومه چې دبدر په ميدان کښې دې ورکوټې ډلې ته حاصله شوه. ځکه خو خدای پاک دې جنګ ته يوم الفرقان (فيصله کن ورځ) وئيلى دى: الله تعالى فرمائى .

((کۀ چرې تاسو په خدای او دهغه په مدد ايمان لرئ کوم چې دحق او باطل په مينځ کښې دفرق کولو په ورځ (يعنې په جنګ بدر کښې) چې دواړه لښکرې ديو بل سره ونښتې په خپل بنده (محمد) نازل کړو) (سورة انفال ايت ٤١)

ددې جنګ پس منظر دادے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دا اطلاع وشوه چې ابو سفيان دشام نه دقريشو يوه لويه تجارتى قافله اخستے راروان دے مکې ته ځى، په دې کښې ډير غټ مال او اسباب دے دا هغه وخت دے کله چې دمسلمانانو او مشرکينو په مينځ کښې دجګړې سلسله جارى وه او قريشو د اسلام دمخ په وړاندې تلونکى قوت په مقابله، دحق په لاره کښې خنډان ودرولو او دمسلمانانو دپاره دهر قسمه مشکلات پيدا کولو کښې هيڅ کسر نۀ ؤ پريښى دوى خپل ټول مال وسائل، دجنګ سامان او نور ضرورى اسباب ددې دپاره وقف کړى وؤ او ددوى جنګى دستې دمدينې پُولو او دڅرند ځايونو ته رارسيدلې وې.

کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دا اطلاع راغله چې داسلام بدترين دشمن ابوسفيان دومره لوی قافلې سره راروان دے نو دوى صلى الله عليه وسلم خلقو ته دورمخکښې کيدو او ددې دمقابلې حکم ورکړو ولې ددې زيات اهتمام او فکر ونکړے شو ځکه چې دغه بهر حال يوه تجارتى قافله وه دچا  د لښکر حمله نۀ وه. بل خوا ابوسفيان ته داخبر ورسيدو چې حضور صلى الله عليه وسلم ددې قافلې دمقابلې دپاره دمدينې نه راروان شوے دے نو دۀ فوراً خپل استازے مکې ته واستولو اوقريشو ته ئې فرياد وکړو چې ددۀ مدد وکړى کله چې دا فرياد او چغې مکې ته ورسيدې نو قريشو دپوره جنګ تيارۍ شروع کړو او ډير په تيزۍ ئې يو لوی لښکر دمقابلې دپاره راروان کړو ددوى په سردارانو کښې هيڅ يو سردار وروستو پاتې نۀ شو چې په دې کښې نۀ وى شريک شوے دوى دخواؤ شاه ټول قبائل په دې کښې شريک کړل دقريشو دمختفلو شاخونو سړى په دې کښې شامل وؤ او ځنې ډير په مشکله وروستو پاتې وؤ. دا لښکر ډير په غُصه او انتقامى جذبې سره روان شو.

دانصارو پيشکش او ددوى اطاعت شعارى او قربانى

کله چې حضور صلى الله عليه وسلم ته دا طلاع ورسيده چې دقريشو دا زبردست لښکر راروان شويدے نو دوى صلى الله عليه وسلم خپلو ملګرو سره مشوره وکړه ولې په دغه وخت کښې ددوى صلى الله عليه وسلم داخبره په حقيقت کښې دانصارو سره وه ځکه چې دوى دحضور صلى الله عليه وسلم سره په دې خبره بيعت کړے ؤ، چې دوى په په مدينه کښې دهغوى صلى الله عليه وسلم پوره حفاظت او مدد کوى کله چې دوى صلى الله عليه وسلم د مدينې نه دراروانيدو اراده وکړه نو دوى صلى الله عليه وسلم دامعلومول وغوښتل چې دې وخت انصار څه موقف لرى. په اول کښې خو مهاجرينو خپله خبره وکړه او ډير په شان ئې دحضور صلى الله عليه وسلم د حمايت يقين ورکړو دوى صلى الله عليه وسلم دوباره مشوره وکړه مهاجرينو بيا ددوى صلى الله عليه وسلم تائيد وکړو نو انصارو محسوسه کړه چې دحضور صلى الله عليه وسلم دخبرې اشاره دوى ته ده. په دې سعد بن معاذ رض فوراً ګويا شو، او وې وئيل چې، يا رسول الله صلى الله عليه وسلم! شايد ستاسو دخبرې مخ زمونږ اړخ ته دے او تاسو زمونږ خبره اوريدل غواړئ، يا رسول الله صلى الله عليه وسلم! شايد ستاسو دا خيال مخې ته راځى چې ګنې انصارو صرف په خپل وطن او زمکه ستاسو دمرستې ذمه اخستې ده زۀ دانصارو داړخ نه عرض کوم او ددوى دجانب نه داخبره کوم چې تاسو چرته غواړئ ځئ دچاسره چې غواړئ، تعلق ورسره ساتئ، او دچاسره چې غواړئ تعلق ختموئ، زمونږ مال ودولت نه چې څومره غواړئ واخلئ او مونږ ته چې څومره راکوئ راکړئ، په دې وجه تاسو چې څه واخلئ هغه به مونږ ته دهغې نه زيات په زړۀ پورې وى کوم چې تاسو پريږدے تاسو چې څه حکم کوئ زمونږ رائې به ستاسو دحکم تابع وى په خدای مو دې قسم وى چې کۀ تاسو روان شوئ تر دې چې برک عمدان ته ورسئ بيا به هم مونږ تاسو سره ځو، او په خدای مو دې قسم وى کۀ چرې تاسو دې سمندر ته ودانګئ نو مونږ په هم تاسو سره دې ته دانګو.

حضرت مقدار ووئيل مونږ به تاسو ته داسې نۀ وايو څنګه چې دموسى قوم حضرت موسى ته وئيلى ؤ ((چې تۀ او ستا خدای ځئ او جنګ کوئ مونږ به دلته ناست يو) مونږ خو به ستاسو چارچاپيره جنګيږو.

کله چې حضور صلى الله عليه وسلم داخبرې اترې واوريدې نو مخ مبارک ئې دخوشحالۍ نه وزلقيدو، او دخپلو ملګرو په دې خبرو ډير خوشحاله شو، دوى صلى الله عليه وسلم وفرمائيل، (ځئ او بشارت حاصل کړئ)

په هلکانو کښې دجهاد او شهادت شوق

کله چې مجاهدين دبدر ميدان اړخ ته روان شو نو يو زلمے چې نوم ئې عُمير بن وقاص ؤ او عمر ئې شپاړس کاله ؤ، دمجاهدينو سره روان شو دوى ته ويره وه چې هسې نه حضور صلى الله عليه وسلم دے ورکوټے وګڼى نو ځکه دۀ دحضور صلى الله عليه وسلم دنظر نه ځان بچ کولو، ددۀ مشر ورور سعد بن ابى وقاص رض ددۀ دپټيدو راپټيدو سبب معلوم کړو نو عُمير رض ووئيل چې زۀ ويريږم هسې نه چې حضور صلى الله عليه وسلم ما کم عمره وګڼى او واپس مې کړى زۀ په دې جهاد کښې شريکيدل غواړم کيدے شى خدای پاک زمونږ شهادت نصيب کړى دۀ ته چې څنګه ويره وه هغسې وشوه حضور صلى الله عليه وسلم په دې خاطر چې دے لا دجنګ عمر ته نۀ دے رسيدلے دے ئې واپس کول غوښتل نو دے په ژړا شو، په دې حضور صلى الله عليه وسلم ډير متاثره شو او دوى صلى الله عليه وسلم ورته دشرکت اجازت ورکړو چنانچه هغه په دې جنګ کښې شهيد شو او خپل منزل مقصود ته ورسيدو.

دمسلمانانو او کافرانو دجنګى طاقت زبردست فرق

رسول الله صلى الله عليه وسلم ډير په تيزۍ ميدان جنګ اړخ ته روان شو ددوى صلى الله عليه وسلم دملګرو شمير صرف ٣١٣ ؤ دسامان جنګ دکمبوت اندازه خو ددې نه کولے شى چې داسلام دمجاهدينو سره صرف دوه اسونه او اويا اوښان وؤ په يو يو اوښ دوه دوه درې درې سړى به وار په وار سوريدل په دې کښې دسرلښکر، عام سپائى، افسر او ماتحت هيڅ څه تفريق نۀ ؤ په دې نظام کښې پخپله حضور صلى الله عليه وسلم پخپل ځان حضرت ابوبکر رض حضرت عمر رض او نور لوی لوی صحابه کرام شريک وؤ.

دجهاد عمومى بيرغ (اللواء) مصعب بن عميررض ته، دمهاجرينو بيرغ (رايه) حضرت على او دانصارو بيرغ سعد بن معاذ رض ته ورکړے شو.

کله چې ابوسفيان ته دا اطلاع ورسيده چې اسلامى لښکر راروان شوے دے نو دے لاندې دسمندر غاړې ته راغلو او دا اطيمنان ئې وکړو چې اوس څه خطره نيشته، او قافله هم مضبوطه وه. قريشو ته ئې دا پيغام وليږلو چې تاسو واپس شئ ځکه چې تاسو خو دقافلې دحفاظت دپاره راتلئ او دا مقصد حاصل شويدے ولې هغوى دواپس تلو نه انکار وکړو او دابوجهل ضد دوى دواپس تلو نه منع کړل هغه دې خبرې ته بلکل تيار نشو چې بغير دجنګ کولو واپس شى دقريشو دلښکر شمير ديو زر نه زيات ؤاو په دې کښې دخوښې لوی لوی سرداران، جنګيدلى زلمى، منلى شوى شاه زلمى، او تجربه کار سپايان شامل وؤ حضور صلى الله عليه وسلم چې دا وليدل نو وې فرمائيل، چې مکې نن دخپل ځيګر ټولې تکړې ستاسو په وړاندې ايښى دى.

دمشورې اهميت

دقريشو لښکر بدر ته په رسيدو ددريو اړخ ته پړاؤ واچولو او مسلمانانو بل اړخ ته په دې مينځ کښې حُباب بن المندر دحضور صلى الله عليه وسلم په خدمت کښې حاضر شو او وې وئيل، يا رسول الله صلى الله عليه وسلم! په دې منزل زمونږ پړاؤ دخدای په حکم دے چې پکښې څه ردوبدل زمونږ دپاره جائز نۀ دے يا ددې تعلق دجنګى حکمت عملۍ او تدبير او نظام سره دے؟ حضور صلى الله عليه وسلم وفرمائيل، نه دادتدبير او حکمت عملۍ خبره ده او په دې کښې ددښمن فوځ په دوکه کښې داچولو ټولې حربې استعماليدے شى هغه ووئيل، يا رسول الله صلى الله عليه وسلم! بيا زما رائې داده چې دلته پړاؤ اچول په دې وجه مناسبت نۀ دى هغوى يو بل ځای وښودلو، کوم چې دجنګ دپاره زيات موزون او مناسب ؤ، حضور صلى الله عليه وسلم وفرمائيل تا معقوله خبره وکړه، ددې نه پس حضور صلى الله عليه وسلم سره دخپلو ملګرو هغه بل ځای ته لاړو او هلته ئې پړاؤ واچولو دا ځای اوبو ته ډير نزدې ؤ.

رسول الله صلى الله عليه وسلم او صحابه کرامو دشپې شپې دټولو نه اول ځان هغه اوبو ته لنډ کړو او دهغې نه ئې تلاؤونه تيار کړل، دوى صلى الله عليه وسلم کفارو ته هم ددې ځای نه داوبو څښلو اجازت ورکړو.

په دغه شپه الله تعالى دباران ورولو بندوبست هم وکړو کوم چې کفارو او مشرکينو ته ډير ګران پريوتو، او دهغوى پرمختګ بند شو دمسلمانانو دپاره دادرحمت باران ثابت شو ځکه چې شګه ئې کښينوله او هواددوى په حق کښې خوشګواره او سازګاره شوه او ددوى زړونو ته ئې اطمينان او سکون نصيب کړو الله تعالى فرمائى :

((او په تاسو مو داسمان نه اوبۀ وورولې چې تاسو په دې (دلامبولو په ذريعه) پاک کړئ او شيطانى پليتى ستاسو نه لرې کړى او ددې دپاره هم چې ستاسو زړونه مضبوط کړى او په دې ستاسو پښې په ځای ودروى))

رسول الله صلى الله عليه وسلم د سرلښکر په حيث

په دې موقع دحضور صلى الله عليه وسلم غير معمولى او بې مثاله قائدانه حيثيت( د دوى دابدى او عالمګير رسالت سره، کوم چې ددې هر څه بنياد او دالهام او هدايت سرچينه وؤ) په پوره ډول ښکاره او جلوه ګر ؤ. ددوى حکيمانه صف بندى او تنظيم، دخطراتو او ناساپه حملو دمخنيوى تدبير، ددښمن دجنګى طاقت، دهغه نفرى ددۀ پړاؤ او دمختلفو دستور دمقررتيا صحيح اندازه داهغه څيزونه دى دکومو نه چې دحضور صلى الله عليه وسلم دغير معمولى جنګى مهارت اندازه لګى، او ددې ضرورى تفصيلات دسيرت په کتابونو کښې بيان کړے شوى دى))

دجنګ تيارے

دحضور صلى الله عليه وسلم دپاره په يو ځای کښې چې دميدان جنګ مخې ته ديوې غونډۍ دپاسه ؤ يوڅپر جوړ کړے شو ددې نه پس دوى صلى الله عليه وسلم ميدان جنګ ته راغلل او ځای په ځای ئې دخپلو لاسونو په اشارو ووئيل چې کۀ دخدای رضا وى دلته به فلانے سړے وژلے کيږى، دلته به فلانے سړے هلاکولے شى، دلته به فلانے سړے قتل کولے شى وغيره چانسی  يو ځای هم ددې نه بل شان ونشوه او ددوى صلى الله عليه وسلم خبرې ټکى په ټکى صحيح ثابتې شوې. او په هغه ځايونو کښې هيڅ فرق رانغے کوم چې دوى صلى الله عليه وسلم تعين کړے ؤ.

کله چې دواړه لښکرې يو بل ته مخامخ ودريدې نو حضور صلى الله عليه وسلم وفرمائيل، اے الله! دادقريشو خلق خو نن په پوره غرور او تکبر سره راغلى دى دوى تاسره جنګ کوى او ستا رسول صلى الله عليه وسلم دروغژن ګڼى.

دادجمعې شپه وه او دروژې دمياشتې اوولسم تاريخ ؤ چې سحر شو نو قريش دخپلو ټولو جنګى پلټنو سره مخې ته راغلى وؤ او دواړه فريقه يو بل ته په جنګىډول مخامخ ولاړ وؤ.

دخدای په دربار کښې آه وزارى دعا او مناجات

رسول الله صلى الله عليه وسلم صفونه درست کړل بيا ((عريش)) ته واپس راغے ورسره حضرت ابوبکر هم ؤ ددې نه پس دوى صلى الله عليه وسلم دخدای په حضور کښې دژړا اوفرياد او دعاکولو هيڅ يوه وسیله باقى پرې نښوده، دوى صلى الله عليه وسلم ته ښه معلومه شوه کۀ چرې نن دمسلمانانو دقسمت فيصله دتعداد او قوت په اصولو ده نو نتيجه معلومه ده دا هغه نتيجه ده کومه چې ديوې طاقتورې او لوې ډلې په مقابله کښې کمزورے او کم شميره ډلې ته هميشه وړاندې راځى دوى صلى الله عليه وسلم چې کله دتلى په دواړو چابړو نظر واچولو نو ورته دمشرکينو چابړے ښکاره دروند معلوم شو په دواړو کښې هډو څه تناسب نۀ ؤ دوى صلى الله عليه وسلم دمسلمانانو په چابړى هغه پارسنګ کيښودودکوم په وجه چې هغه ناساپه دروند شو دوى صلى الله عليه وسلم دهغې شهنشاه برحق په وړاندې خپل فرياد وکړو او ترينه دامداد او حمايت طلب ګار شودچاحکم او فيصله چې څوک وروستو کولے نۀ شى، دوى صلى الله عليه وسلم ددې وړوکى اسلامى لښکر (کوم چې دهر قسم سازوسامان نه محرومه وؤ) په حق کښې خدای پاک ته سفارش وکړو دوى صلى الله عليه وسلم وفرمائيل، ( اے الله !کۀ چرې نن تا داوړوکے غوندې ټولے فنا کړو نو بيا به دزمکې په مخ ستا عبادت کوونکے هيڅوک هم پاتې نۀ شى) دوى صلى الله عليه وسلم په بې خودۍ دالله تعالى نه دا دعا غوښتله او دائې وئيل ( اے الله! تا چې زما سره دکوم څيز وعده کړې ده هغه پوره کړې اے الله ستا دمدد ضرورت دے) دوى صلى الله عليه وسلم خپل دواړه لاسونه اوچت کړى وؤ او دا دعا ئې کوله تر دې چې څادر مبارک ئې داوږو مبارکو نه راپريوتو حضرت ابوبکر دوى صلى الله عليه وسلم ته تسلى او اطميمان ورکولو هغه دحضور صلى الله عليه وسلم دادومره زياته ژړا فرياد او ناقلارى نشوه برداشت کولے.

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com