Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:926401
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

د خندق غزا

دخندق ياداحزاب غزا دشوال په مياشت ٥ هـ کښې وشوه داپه هغې اهمو و اقعاتو اوغزواتو کښې شامل ده دچااثراتو چې داسلام او دمسلمانانو په تاريخ د دعوت اسلامى په مستقبل ددين حق په ترقۍ او داسلام په پرمختګ کښې ډيراهم کردار ادا کړو دايو فيصله کن جنګ ؤ اوداسې سخت ازميښت دکومې تجربه چې مسلمانانو ته ددې نه وړاندې نه وه شوې . په قران کريم کښې په دې واقعه داسې ايات نازل شويدے ترجمه . کله چې هغوى په تاسو دبره اولاندې اړخونونه حمله وکړه اوکله چې سترګې اوګرځيدلے او زړونه دهيبت او ويرې دلاسه مروته رااوختل او تاسو دخدای پاک په نسبت قسماقسم ګمانونه اوزغلول دلته مومنان اواز مائيلى شو اوډير سخت او خوزولے شو .

ددې غزا اصل سبب يهوديان وو قيصه داسې ده چې دبنى نضير او بنى وائل څه خلق مکې ته لاړل او قريشو سره ئې ساز باز وکړو چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم خلاف ئې ولمسوى قريشو ته ددارنګ جنګونو تجربه وه هغوى د ډير وړاندې نه ددې نه تښتولى شوى وو نو په دې وجه ئې همت نشوکولے ولې ديهوديان ددې وفد صورتحال ډير سازګار او خوشنماجوړ کړو او دوى ته وړاندې کړو او ورته ئې ووئيل چې په دې لړکښې مونږټول ستاسو ملګرى يو اوترکومې چې دادين دبيخه ونه باسو اوختم ئې نه کړو په قلاره به نه کښينو په دې خبره قريش ډير خوشحاله شو او دې نه پس بياهغوى ډير په خوشحالۍ او جوش سره ددوى دعوت قبول کړو ټول په دې متفق او متحد شو اوتيارۍ ئې شروع کړې وفد دهغه ځايه عطفان قبيلې ته راغے او دوى ته ئې هم په دې جنګ کښې دشريکيدو دعوت ورکړو وفد دوى په مختلفو قبائيلو کښې وګرځيدو اوپه مدينه دحملې دا نوے منصوبه به ئې په پوره تفصيل سره دوى ته وړاندې کړه او دقريشو درضامندۍ نه ئې هم دوى ټول خبر کړل .

ددې کوششونو په نتيجه کښې ددوى په مينځ کښې يوه معاهده وشوه چې دهغې په اهمو شرکاو کښې قريش يهود اوعطفان وو دوى په څه نورو شرطونو هم اتفاق وکړو چې پکښې يواهم شرط داهم ؤ چې عطفان به په دې دمتحد لښکر کښې شپږ زره سپايان ورکوى ددې په بدله کښې به يهود دعطفان ته دخيبر دباغونو دټول کال فصل ورکوى مطلب دا چې قريشو څلور زره جنګياليان ددې دپاره برابر کړل عطفان شپږ زره چې ټول شمير ئې لس زره شو دلښکر لوو جرنيل ابوسفيان وټاکلے شو . حکمت دمومن ورک مال دے. کله چې حضور صلى الله عليه وسلم ته ددې اطلاع وشوه داخلق دغه شان په اتفاق اتحاد په مدينه حمله کول غواړى اودا اراده ئې کړيده چې دمسلمانانو وجود هميشه دپاره ختم کړى نو مسلمانانو ډير په غور دې خبرې ته پام وکړو او دجنګ دپاره تيار شو دوى په مدينه کښې دقلابندۍ په شکل کښې مدافعانه جنګ ته ترجيح ورکړه داسلام دلښکر شمير دے وخت درې زره ؤ .

په دې موقع سلمان فارسى دمدينې مخې ته دخندق کنستو مشوره ورکړه دادايرانيانو مشهوره جنګى حکمت عملى وه حضرت سلمان فارسى عرض وکړو يارسول الله په ايران کښې به مونږ ته داسونو دسور لښکر دحملې خطره وه نو مونږ به د هغوى دمقابلې دپاره خندقونه کنستل . حضور صلى الله عليه وسلم ته ددوى رائې ډيره ښه ښکاره شوه او دمدينې قطبى لويديزاړخ ته چې کوم ميدان دے په هغې کښې ئې دخندق کنستو حکم ورکړو داهغه ښکاره اوپرانستې برخه وه دکوم ځاى نه چې دښمن ته دراننوتو موقع ترګتو کيدے شوه . حضور (ص) خندق کنستو کار په خپلوملګرو کښې څه په دې ډول وويشلو چې دهر لسو کسانو په برخه کښې څلويښت لاسه جوړيدو دخندق اوږدولے قريباً پنځه زره لاسه ؤ ژور والے ئې داووۀ لاسونو نه ترلسو پورې اوپلنوالے ئې دنهو لاسونونه لږ غوندې زيات ؤ

په مسلمانانو کښې دهمدردۍ اوبرابرۍ يوه نوې چپه

حضور (ص) دخندق په کنستوکښې دمسلمانانو سره پخپل ځان شريک شو او ټولو په شريکه په پوره همت او استقامت سره داکار سرته ورسولو يخنى ډيره زياته وه خوراک به ددوى ته دومره ورکړے کيدو چې ژوندى پرې پاتې شى کله به هغه هم بيانه موندے کيدو حضرت ابوطلحه وائى چې مونږ حضور (ص) ته د لوږې شکايت وکړو او خپله خيټه مو ورته ښکاره کړه چې مونږ پرې يوه ګټه تړلے وه ددې په ليدو حضور صلى الله عليه وسلم دخپلې ګيډې مبارکې نه قميص مبارک لرې کړو مونږ وکتل چې په هغې دوه ګټې تړلې شوې وې . ولې سره ددې ټول ښۀ خوشحاله وو دالله تعالى شکر به ئې ادا کولو اود الله تعالى ثنا او صفت به ئې داشعارو اوبيتونو په شکل کښې کولو اودګيلې يوټکے به هم ددوى په خلونه ؤ . حضرت انس(رض) روايت کوى چې يوځل حضور (ص) خندق ته نزدې راغلو اووې ليدل چې مهاجرين اوانصار سحر وختې په ډيره سخته يخنۍ کښې په خندق کښې اخته دى دوى سره غلامان او مزدوران نه وو چاچې ددوى په ځائې کار کړے وے دوى (ص) چې ددوى داسخت محنت او لوږه وکتله نو دخلې مبارکې نه ئې داکلمې ووتلې ( اے لويه خدايه ژوند په حقيقت کښې داخرت دے پس انصار او مهاجرين وبخښے ) دوى چې داواوريدل نو په جواب کښې ئې ووئيل . مونږ هغه يوچاچې دمحمد(ص) سره دجهاد بيعت ترهغه وخته کړے دے ترکومې چې مونږ ژوندى يو . حضرت انس وړاندې وائى چې يو موټے وربشې چې به چرته وموندې شوې هغه به ميده کړے شوې لږ غوندې واز ده به پکښې واچولې شوه حالانکې ددې په ذائقه دواړوکښې به فرق راغلے ؤ

دتنګۍ اومحاصرې په تيارۀ کښې داسلامى فتوحات رڼا

دخندق په کنستوکښې يوځائې غټ کمر ښکاره شو چې کودالے پرې کار نشو کولے خلقوددې اطلاع حضور (ص) ته ورکړه هغوى (ص) داپخپله وکتو کوداله ئې واخسته بسمه الله ئې ووئى اويوداسې ګزار ئې ورکړو چې دريمه برخه ترينه ماته شوه دې وخت حضور (ص) ووئيل الله اکبر، ماته دشام کنجیانی راکړے شوې ددې نه پس بله حصه هم دوى ماته کړه اوې وئيل الله اکبر ماته دفارس کنجیانی راکړې شوې په خدای مې دې قسم وى زۀ دمدائن سپين محل په خپلو سترګو وينم بياپه دريم ځل دوى (ص) بسمه الله وکړه اوګزار ئې پرې وکړو اوپاتې ګټه هم زرې زرې شوه حضور وفرمائيل الله اکبر ماته ديمن کنجيانې راکړې شوې په خدای مې دې قسم وى زۀ دې وخت په دې ځائې کښې دصنعاء ښار دروازه وينم داوينا په داسې وخت کښې وشوه کله چې مسلمانانوته دخپل ژوندى اوروغ پاتې کيدو يقين هم نۀ ؤ يواړخ ته لوږې دوى ډير بې دمه او بې کوره کړیوو اوبل اړخ ته يخنۍ هلاکول کول او دريم اړخ ته دښمن ؤ

دخندق په غزاکښې دحضور (ص) ځنې معجزې

په دې غزا کښې دحضور (ص) يو څو معجزې ښکاره شوې کله چې به مسلمانانو ته په خندق کنستوکښې مشکل راپيښ شو او څه څيز به خنډ جوړشو نو دوى (ص) به په لوښى کښې لږې اوبه راوغوښتې په دې کښې به ئې خپلې لاړې مبارکې واچولې او څه چې به الله تعالى په دى وئيل غوښتل دوى (ص) به هغه دعا کوله کله چې به دا اوبۀ په هغې ګټه پونه کړې شوې نوهغه به دشګې د ډهيرى پشان نرمه شوه. په خوراک کښې به ښکاره برکت کيدو چې لږ خوراک به دډيرو خلقو دپاره کافى ګرځيدو نه صرف کافى بلکې پوره لښکر به موړشو .

حضرت جابر بن عبدالله وائى چې مونږ به خندق هره ورځ کنستلو چې يوه لويه او سخته ګټه ښکاره شوه ټول خلق دحضور صلى الله عليه وسلم په خدمت کښې حاضر شو اووې وئيل چې ډيره سخته ګټه ښکاره شوې ده اودخندق په کنستو کښې خنډ جوړيږى . حضور (ص) وفرمائيل زۀ خندق ته ورکوزيږم بياهغوى په داسې حالت کښې اودريدل چې په ګيډه مبارکه ئې يوه ګټه تړلې شوې وه دغه وخت حالت داؤ چې ددريو ورځو راهسې مونږ هيڅ نه وو خوړلى حضور (ص) کوداله اوچته کړه اوهغه ګټه ئې پرې ووهله ګټه دشګې پشان رااوخوئيده ماووئيل يارسول الله (ص) ماته دلږ وخت دپاره کور ته دتلو اجازت راکړئ کورته په رسيدو ماخپل ټبر ته ووئيل چې ماحضور (ص) په داسې حالت کښې ليدلے دے چې دهغې دکتو په ماکښې توان نشته تاسره دخوراک څښاک څه سامان شته هغې ووئيل چې هو لږې وربشې دى او يو ورغومے دے ماورغومې حلال کړو وربشې موميده کړې اوغوښه مو په کټوۍ کښې باندې کړه کله چې مادرسول الله صلى الله عليه وسلم په خدمت کښې حاضريدل غوښتل نودې وخت کښې وړۀ غږلى (خمیره) شوى وو او کټوئ په نغرى باندې وه اوپخيدو ته نزدې وه زۀ واپس راغلم اوحضور صلى الله عليه وسلم ته مې عرض وکړو مالږ غوندې دډوډۍ انتظام کړے دے تاسواو يو دوه کسان نور هم زماسره لاړشئ حضور ( ص) تپوس وکړو چې څومره خوراک به وى ماورته تفصيل اوښودلو.

حضور (ص) چې داواوريدل نووې فرمائيل داخو ډير شے دے اوښه ده په خپل کورکښې اووايه چې کټوۍ دې دنغرى نه ترهغه وخته نه راکوزوى اونه دې دتنور نه ډوډۍ را اوباسى ترڅو چې زۀ نه يم راغلے بيا هغوى (ص) اوفرمائيل خلقو ځئ چې ځو ډوډۍ تياره ده چنانچه ټول انصار اومهاجرين اودريدل زۀ خپلې بى بى ته لاړم اوورته مې ووئى چې خبر ئې رسول دخدای مهاجرين او انصار او نور ټول خلق چې هلته دهغوى سره دى دځان سره کړى دى اوراروان دى هغې ووئى دډوډۍ په باره کښې هغوى څه پوښتنه کړې وه ماورته ووئى هوکړې ئې وه حضور (ص) وفرمائيل خلقو دننه ځئ خو ګڼه ګوڼه مۀ جوړوئ هغوى به دډوډۍ ټکړې جوړولې دپاسه بۀ ئې پرې غوښه ايښوده اودغوښې او ډوډۍ اخستو نه پس به ئې کټوئ اوتنور پټولو او دخپلوصحابه کرامو مخې ته به ئې خوراک وړاندې کولو بيابه ئې زړوکے (دسترخوان) لرې کولو او ډوډۍ به ئې ماتوله غوښه به ئې اخستله اوصحابه کرامو ته به ئې ورکوله تردې چې ټول ډير ښه ماړه شو ولې بياهم ډوډۍ پاتې شوه بيا حضور (ص) دجابر بى بى ته ووئى اوس تۀ وخوره او نوروله هم ورکړه ځکه چې په داوخت ټول خلق اوږى دى .

په يوبل روايت کښې د حضرت جابر نه دا الفاظ رانقل کړے شوى دى چې زۀ د حضور (ص) په خدمت کښې حاضر شوم او ورو غوندې مې ورته ووئى يارسول الله مونږ يوځناور حلال کړے دے او زمونږ سره لږې شان وربشې وې هغه مو ميده کړى دى تاسو او يوڅو نور کسان راشئ حضور په اوچت اواز ووئى اے دخندق خلقوجابر ديولوی دعوت انتظام کړے دے

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com