Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:924402
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

 

د حیض او نفاس مسايل او حکمونه
 
د حیض مسايل او حکمونه
مسئله - حيض هغو وينو ته وايي چې وروسته له نهوكلونوپه مختار قول وعليه الفتوى (ردمحتار) بې له ولادته دښځې له رحمه ځي .
مسئله - له نهو كلونو وروسته كه هر كله ښځې وينه وليده نو په سملاسي ډول به لمونځ ,روژه او جماع پريږدي (که واده شوې وه )كه څه هم د وينو دليدولومړى ځل وي .
مسئله - دحيض په مهال جماع كول او ترنامه لاندې او په ورنونو باندې خوند اخيستل هم حرام دي .
مسئله - دحيض په مهال كې لمونځ نه فرضيږي ځكه يې نو قضا هم نشته او روژه فرضيږي ځكه يې قضا هم راوړل ضروري دي .
مسئله - دحيض لږ ترلږه موده درې شپې او ورځې ده او ډير تر ډيره يې لس شواروزه ده .
مسئله - كه وينې تر دريو ورځو لږې وې نو داحيض نه بلكې دې ته استحاضه يا مرض ويل كيږي ,نو له دې وينو وروسته كه كومې ميرمنې لمونځ پريښى وو نو قضابه يې راوړي .
مسئله - همداراز كه له لسو ورځو وينې تيرې شي نو داهم حيض نه بلل كيږي له لامبلو وروسته به لمونځ كوي ,روژه به نيسې او له لامبلو مخكې جماع هم ورسره روا ده .
فايده : هر حيض ته تير شوى نژدې حيض عادت بلل كيږي .
مسئله - كه وينې ودريږي وروسته له لسو شواروزو او دكوم لمانځه يواځې دومره مهال وو چې تكبير اولى پكې ځاييدو نو لمونځ پرې فرضيږي او قضا به يې راوړي ,او جماع له لامبلو مخكې ورسره رواكيږي .
مسئله - كه وينې وروسته له عادته له لسو شواروزو مخكې ودريږي او دكوم لمانځه دومره وخت پاتې وو چې غسل (سره له اغوستلو دكاليو)او تكبير اولى دواړه پكې ځايدل نو ددې مهال لمونځ په ميرمن فرضيږي او قضابه يې هرو مرو راوړي ,او جماع له لامبلو مخكې ورسره روا ده ځكه چې دا حكما پاكه ده و او كه دومره وخت وو چې لمونځ او تكبير اولى دواړه نه پكې ځاييدل نو لمونځ نه پرې فرضيږي او ترڅوچي يې لامبلي نه وي جماع هم نده ورسره روا .
مسئله - كه وينې له عادته مخكې ودريږي نو ودې لامبي لمونځ به كوي ,روژه به نيسي او جماع نه ده ورسره روا ترڅو چې عادت يې تير نه شي .
مسئله - كه وينې له لسو شواروزو تيرې شي او دښځې عادت معلوم وو نو دعادت شپې يې حيض بلل كيږي او نورې له عادته ډيرې مرض ګڼل كيږي نو دهغو ورځو دلمانځه قضا به راوړي كومې چې له عادته زياتې وي . او كه يې عادت نه درلود او دوينو لومړى ځل وو نو لس شواروزه به حيض بلل كيږي او تردې زياتې به مرض بلل كيږي و نو غسل دې وكړي لمونځونه به كوي ,روژه به نيسي اوله لامبلو مخكې جماع ورسره روا ده .
مسئله - كه په لومړي ځل يوې ښځې ته يوه ورځ وينه ورغله او څوارلس شپې پاكه وه او شپاړلسمه ورځ بيا وينه ورغله نو داټولې شپې وينې بلل كيږي نو لس شپې يې حيض او نوري يې مرض ګڼل كيږي .
مسئله - كه عادت درلودونكې ښځې ته له عادته يوه ورځ مخكې وينه ورغله او لس شپې پاكه وه او دوولسمه ورځ بيا وينه ورغله او عادت يې دساري په توګه لس شپې وو نو پداسې حالت كې به هغه لس شپې چې ښځې په ظاهري ډول پاكې تيرې كړي هغه پاكې شپې به حيض او هغه دوه لومړنۍ او آخيرنۍ شپه چې په ظاهره ويني وې هغه دوه ورځې به مرض ګڼل كيږي .لنډه داچې دعادت شپې كه پاكې وې او كه وينې وې كه په پيل كې وې يا هم په منځ كې هغه حيض بلل كيږي .
مسئله - كه پاكي راغله په منځ د دوو وينو كې او داپاكي له پنځلسو شپو لږه وه نو نو هغه پاكي وينې بلل كيږي .
مسئله - حايضه ميرمنه كه بيګاه ناپاكه ويده شوه سهار چې راجګه شوه پاكه وه نو دماسخوتن دلمانځه قضا به راوړي . والله اعلم باالصواب
 
د نفاس مسايل او حکمونه
 
مسئله - نفاس هغو وينو ته وايي چې له ميرمنو څخه له ولادته وروسته ځي .
مسئله - دنفاس لږه موده نده څرګنده , او زياته موده يې څلويښت شواروزه ده . كه له څلويښتو شواروزو نه وينې زياتې شوې او ښځې عادت درلود نو دعادت موده يې نفاس ده اوله عادته زياتې شپې يې په مرض كې شمارل كيږي , ځكه به نو دهغو لمونځونو چې دخپل عادت په زياتو شپو كې يې قضاكړي قضايي راوړي .
دساري په توګه ديوې ميرمنې دنفاس عادت 35 شپې دي او دې ميرمنې ته له 40 شواروزو نه زياته وينه ورغله نو اوس به دا ښځه 35 شپې دخپل عادت په بڼه په حيض كې شماري او دنورو ورځو دلمونځونو قضايي به راوړي .
مسئله - كه په لومړي ځل كومې ميرمنې ته داپيښه وروشي او وينه يې له 40 شواروزو زياته شي نو د داسې ميرمنې حكم دادى چې 40 شپې به نفاس شميري اوتر دې زياتې به مرض ګڼل كيږي ځكه به نو دا لامبي او لمونځ به كوي ,روژه به نيسي او له لامبلو مخكې جماع هم ورسره روا ده .
مسئله -دلمانځه په نه كولو او دروژې په نه نيولو او دجماع په نه كولو كې دنفاس حكم دحيض دحكم په څير دى ,البته كه كومه ميرمنه دنفاس په موده كي 15 شپې پاكه شوه او بيا يوه ورځ وينه ورغله نو دا 15 ورځې هم په نفاس كې شمارل كيږي نه په پاكي كې .وعليه الفتوى .
مسئله - كه كومې ميرمنې ته يوه ورځ وينه ورغله او 38 شپې پاكه وه بيا بله ورځ بيا وينه ورغله نو داټوله موده په نفاس كې شمارل كيږي .
مسئله - كه يوې ميرمنې يوه ټكړه وزيږوله او هغې يوشى درلودل لكه لاس ,يا پښه ,يا نوكونه ,يا ويښتان,يا ګوته نو دا ټكړه داولاد په حكم كې راځي او له دې وروسته كومې وينې چې راځي په هغې دنفاس حكمونه جاري كيږي ,او كه يې كومه نښانه نه وه نو بيا به ګورو چې آيا دا وينه درې شواروزه جاري وه كه نه او آيا تردې وينو مخكې دې ميرمنې طهر صحيح يعنې پوره پنځلس ورځې پاكې تيري كړي كه نه كه دا دواړه حالتونه موجود وو وينه هم لږ تر لږه درې شواروزه روانه وه او له دې وينې مخكې ميرمنې طهر صحيح هم تير كړى وو نو بيا پدې وينو دحيض احكام جاري كيږي او كه له نومړو شرطونو نه كوم يو هم نه وو نو بيا دا وينې مرض ګڼل كيږي او دحيض حكمونه هم نه ورباندې جاري كيږي .
 
 
 
 
 
 
Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com