Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:924537
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

 

شپږ کلمی
 
لومړی کلمه طیبه:
لاَاِلَهَ اِلاَ اللهُ مُحَمَدُرَّسُولُ الله
ژباړه:
له خداى تعالى پرته بل دعبادت وړ ( معبود ) نشته، محمد صلى الله عليه وسلم د الله جل جلاله رسول دى.
 
دوهمه كلمۀ شهادت:
 
اَشٌهَدُاَن لااِلَهَ اِلاَّاللهُ وَاَشٌهَدُاَنَّ مُحَمَّدًا عَبٌدُهُ وَرَسُوٌلٌهٌ
ژباړه:
زه شاهدي وركوم چې د الله جل جلاله نه پرته بل خداى د عبادت وړنشته، هغه يو دى، سيال نه لري اودا شاهدي وركوم چې محمدصلى الله عليه وسلم يې بنده او رسول دى.
 
دريمه د تمجيد كلمه:
 
سُبٌحَنَ اللهِ وَالٌحَمٌدُلِلهِ وَلاَاِلَهَ اِلاَاللهُ وَاللهُ اَكٌبَرُ وَلاَحَوٌلَ وَلاَقُوَّةَ اِلاَّبِاللهِ الٌعَلِيِّ الٌعَظِيٌمٌ
ژباړه:
خداى پاك دى ، ستاينې هغه لره دي، له خدايه پرته د عبادت وړ بل ذات نشته، خداى پاك لوى دى،له ګناوو دساتنې اود نېكو كارونو دكولو توفيق يواځې هغه وركوي، هغه دلويي او شوكت څښتن دى.
 
څلورمه د توحيد كلمه:
 
لاَاَلَهَ اِلاَّاللهُ وَحٌدَهُ لاَشَرِيٌكَ لَهُ لَهُ الٌمُلٌكُ وَلَهُ الٌحَمٌدُ يُحٌيِ وَيُمِيٌتُ وهو حی لا یموت اَبَداً اَبَداً ذُوٌالٌجَلاَلِ وَالاِكٌرَامِ بِيَدِهِ الٌخَيٌرٌ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَئٍ قَدِيٌر.
ژباړه:
له خدايه پرته دعبادت وړ بل ذات نشته، سيال نه لري، پاچاهي اوستاينې هغه لره دي، ژوندي كول اومړه كول يې په واك كې دي، تل ترتله به ژوندى وي، دعزت او شوكت څښتن دى اوښېګڼه يې په واك كې ده،په هرڅه قادر دى.
 
پنځمه كلمه د استغفار:
 
اَسٌتَغٌفِرُاللهَ رَبِّيٌ مِنٌ كُلِّ ذَنٌبٍ اَذٌنَبٌتُهُ عَمَداً اَوٌ خَطَاءً سِراًّ اَوٌ عَلاَنِيَةً وَاَتُوٌبُ اِلَيٌهِ مِنَ الذَّنٌبِ الَّذِيٌ اَعٌلَمُ وَمِنَ الذَّنٌبِ الَّذِيٌ لاَاَعٌلَمُ اِنَّكَ اَنٌتَ عَلاَّمُ الٌغُيُوبِ وَسَتَّارُ الٌعُيٌوبِ وَ غَفَّارُ الذُنُوٌبِ وَلاَحَوٌلَ وَلاَقُوَّةَ اِلاَّ بِاللهِ الٌعَلِيِ الٌعَظِيٌم.
ژباړه:
زه له هغه ذاته بښنه غواړم چې زما خداى دى، له هرې هغې ګناه څخه چې په قصد اويامې په هېره سره كې وي، دهغه په دربار كې له هرې ګناه څخه چې ماته معلومه وي اويانه وي توبه باسم، په تحقيق سره خدايه! په پټو رازونو خبر يې! دعيبونو پټوونكى ، دګناوو بښونكى يې! له ګناه څخه د ساتنې او ښوكارونو دكولو توفيق يواځې ته وركوې! په تحقيق سره د لويي اوشوكت څښتن يې!
 
شپږمه له كفره د بې زارۍ كلمه:
 
اَللَّهُمَّ اِنِّيٌ اَعُوذُبِكَمِنٌ اَنٌ اُشٌرِكَ بِكَ شَيٌئاً وَاَنَااَعٌلَمُ بِهِ وَاَسٌتَغٌفِرُكَ لَمَالاَاَعٌلَمُ بِهِ تُبٌتُ عَنٌهُ وَتَبَرَّئٌتُ مِنَ الٌكُفٌرِ وَالشِّرٌكِ وَالٌكِذٌبِ وَالٌغَيٌبَةِ وَالٌبِدٌعَةِ وَالنَّمِيٌٌمَةِ وَالٌفَوَاحِشِ وَالٌبُهٌتَانِ وَالٌمَعَاصِيٌ كُلِّهَا وَاَسٌلَمٌتُ وَاَقُوٌلُ لاَاِلَهَ اِلاَّ اللهُ مُحَمَّدُرَّسُولُ اللهِ
ژباړه:
خدايه! زه پرتا پنا غواړم له دې څخه چې له تاسره بل څه سيال وګڼم اوزه پرې پوهېږم اوله هغه شرك څخه چې پرې نه پوهیږم، خدايه! تاته توبه باسم له هر كفر، شرك، درواغو، غيبت، بدعت، چغل خوري،سپكو سپورو، تور لګولو اوټولو ګناوو څخه او ما ايمان راوړى اووايم چې : له خداى تعالى پرته بل دعبادت وړ ( معبود ) نشته، محمد صلى الله عليه وسلم د الله جل جلاله رسول دى.
 
 
 
 
 
 
 
 
 
Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com