د دعا قبوليت خاص وختونه
ددعا په قبليدو کښې بنيادى دخل خودالله تعالى سره ددعا کوونکى تعلق او هغه اندرونى کيفيت وى چې هغې ته په قران مجيد کښې اضطرار و ابتهال سره تعبير کړے شوے دے. ددې نه علاوه څه خاص احوال اواوقاتو داسې هم وى چې په هغې کښې دالله تعالى درحمت او عنايت خاص طور سره اميد کيدے شى
په لاندينو حديثونو کښې رسول الله صلى الله عليه وسلم ددې احوالواووقافو خاص طور سره نشاندهى فرمائيلې ده
دحضرت عرباض بن ساريه رض نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دى چې کوم بنده فرض مونځ وکړى اوددې نه پس په زړۀ سره دعا وکړى نو ددۀ دعا قبليږى دغه شان چې کوم سړے قران مجيد ختم کړى او دعا وکړى نوددۀ دعا هم قبليږى. (معجم کبير للطبرانى)
تشريح : __ په مانځۀ او خاصکر په فرض مانځه کښې اودقران پاک دتلاوت په وخت کښې چې بنده دالله تعالى سره ډير نزدې او هم کلام وى په شرط ددې چې دمانځه او تلاوت صرف صورت نۀ وى بلکې حقيقت وى ګويا دا دواړه عملونه دبنده مؤمن معراج دے پس ددې دواړوپه ختميدو باندې چې دالله تعالى نه کومه دعا غواړى دے به دهغې مستحق وى چې رحمت الهى پخپله ور وړاندې شى او ددۀ استقبال وکړى
دحضرت انس رض نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى: داذان او اقامت په مينځ کښې دعا نۀ رد کيږى بلکې قبليږى (جامع ترمذى)
دحضرت ابى امامه رض نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى، چې څلور موقعې داسې دى چې په هغې کښې دعا ضرور قبليږى.
١- دخدائې په لار کښې دجنګ په وخت.
٢_ کوم وخت چې داسمان نه باران وريږى.
٣_ دمونځ په وخت کښې.
٤_ او هر کله چې کعبه الله دنظر دوړاندې وى.
(معجم کبير طبرانى)
دحضرت ربيعه رض نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى درې موقعې داسې دى چې کۀ په هغې کښې دعا وکړے شى نو هغه نۀ رد کيږى بلکې لازماً به قبليږى، يو دا چې يو سړے په داسې ځنګل يا بيابان کښې وى چې په هغې کښې دخدائې نه سيوا بل څوک ددۀ ليدو والا نۀ وى هلته هغه د خدائې په حضور کښې ودريږى
دويم هغه چې يو سړے په ميدان جهاد کښې ددشمن دفوځ په مخ کښې وى ددۀ ملګرو ميدان پريښے وى تښتيدلى وى مګر هغه ددښمنانو په مقابله کښې ثابت قدم ولاړ وى او هغه په دې حال کښې دعا وکړى دريم هغه سړے چې دشپې اخرى حصه کښې بستره پريږدى دالله په حضور کښې ودريږى او دعا وکړى نو ددې بنده ګانو دا دعاګانې به ضرور قبليږى
دحضرت جابر رض نه روايت دے بيان کوى چې ما درسول الله صلى الله عليه وسلم نه داخبره اوريدلې ده چې په شپه کښې يو خاص وخت دے چې يو مومن بنده په هغه وخت کښې دالله تعالى نه ددنيا يا اخرت دڅه خير او ښيګړې سوال وکړى نو الله تعالى ئې ضرور هغه ته ورکوى او په دې کښې دکومې شپې خصوصيت نيشته بلکې دالله تعالى دا کرم په هره شپه کښې وى. (مسلم)
تشريح : __ دحضرت ابو هريره رض هغه حديث چې دمعارف الحديث په د ريم جلد کښې دتهجد په بيان کښې دصحيحينو په حواله ذکر شويدے په هغې کښې ارشاد فرمائيلے شويدے چې هر کله دشپې اخرى دريمه حصه پاتې شى نو الله تعالى ددنيا اسمان طرف ته نزول وفرمائى او پخپله دهغه دطرف نه اواز وشى چې څوک شته غوښتو واله چې زه هغه له ورکړم څوک شته دبخشش غوښتلووالا چې زۀ دهغه دبخشش فيصله وکړم څوک شته زمانه ددعا غوښتلو چې زه دهغه دعا قبوله کړم
ددې حديث په رڼا کښې دا معين کيږى دحضرت جابر رض په پورتنى حديث کښې په هره شپه کښې دقبوليت ددعا چې دکوم خاص وخت ذکر شويدے هغه دشپې اخرى حصه ده (والله اعلم)
دپورتنيو حديثونو نه چې ددعا دقبوليت کوم خاص حالات او اوقات معلوم شوى دى هغه دادى دفرض مونځونو نه پس دقران ختم کولو نه پس،دآذان او اقامت په مينځ کښې په ميدان جهاد کښې چې کعبة الله دسترګو دوړاندې وى په داسې ځنګل يا بيابان کښې دمانځه نه پس چې هلته بغير دخدائې نه بل څوک ليدو والا نۀ وى
په ميدان جهاد کښې چې هر کله کمزورو ملګرو هم شا ګرځولى وى تيښته ئې اختيار کړى وى او دشپې په اخرى حصه کښې هغه حديثونه پخپله موقعه باندې مخکښې ذکر شوى دى چې په هغې کښې دشب قدر په شپه کښې او دعرفې په ورځ په ميدان عرفات کښې او دجمعې په خاص ساعت کښې او دروژه ماتى په وخت کښې او په سفر حج اوسفر جهاد کښې دبيمارۍ او مسافرۍ په حالت کښې ددعا ګانو دقبليدو خاص توقع ورکړے شوې ده ليکن ددې خبرې برابر لحاظ ساتل په کاردى چې ددعا مطلب، ددعا الفاظ او صرف ددې صورت نۀ دے بلکې ددې هغه حقيقت دے کوم چې مخکښې ذکر شوى دى