Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:926027
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

فضائل ذکر و اسماء حسنۍ

دحضرت ابو هريره رض نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دى چې

چاسل ځله وويل (لا اله الا الله وحده لا شريک له له الملک وله الحمد وهو على کل شيئ قدير) يعنې نيشته معبود سوادالله نه، هغه ځانله دے او دهغه څوک شريک نيشته، بادشاهى ددۀ ده او ددۀ دپاره هر قسم ستائنه او په هر شى قادر دے) نو دے دلسو غلامانو ازادولو برابر دثواب مستحق شو، او ددۀ دپاره به سل نيکۍ وليکلے شى او ددۀ سل خطاګانې به معاف کړے شى او دا عمل به ددۀ دپاره په دغه ورځ دماښامه پورې دشيطان دحملې نه دحفاظت ذريعه وى او ديو سړى عمل به ددۀ دعمل نه ښه نۀ وى سيوادهغه سړى نه چې دهغه عمل ددۀ نه زيات وى. ( صحيح بخارى ومسلم)

 تشريح:

بيشکه داکلمه دتوحيد چې په دې کښې په کلمه لا اله الا الله باندې څه نور اضافه ده چې په هغې سره ددې دمنفى او مثبت مضمون زياته تشريح او وضاحت کيږى دومره عظيم القدر او بابرکت ده څومره چې په دې حديث شريف کښې ښودلے شوى دى دمرګ نه پس به انشاء الله دا څيز زمونږ ټولو په مشاهده کښې راشى بعضې خلقو ته دداسې حديثونو په باره کښې شکونه او شبهې پيدا کيږى په کومې کښې دڅه کلمې دومره لوئې ثواب ښودلے شوے دے حالانکې پخپله ددوى پخپل ژوند کښې ډير ځله ددې تجربه شوې وى چې دبدۍ او فساد يوه کلمه اور لګوى او دهغې سپيرۀ اثرات دکلونو پورې دخاندانانونو او ډلو ژوند لره جهنم جوړ کړى دغه شان داخلاص نه وتلې يوه اصلاحى کلمه خير،دفساد دپړقيدونکى اور په مړ کولو کښې ديخو اوبو کار ورکوى او بې ارامۍ او ناقرارۍ لرې کوى ژوند باغ وبهار جوړ کړى دانسان دژبې نه وتلې ديوې يوې کلمې چې کوم اثرات زمونږ په دې دنيا کښې کيږى په هغې باندې په غور او فکر کولو سره داخرت ددې نه لوئ دررس نتيجو او ثمراتو پيژندل ډير مشکل نۀ پاتې کيږى.

د ((لا حول ولا قوة الا با لله)) خاص فضيلت دحضرت موسى اشعرى رض نه روايت دے چې

رسول الله صلى الله عليه وسلم يوه ورځ ماته وفرمائيل چې زۀ تاته هغه کلمه وښايم چې دجنت دخزانونه ده؟ ماورته عرض وکړو چې هو، حضرت ضرور وښايئ، هغه وفرمائيل: هغه ((لاحول ولا قوة الا بالله) ده.

تشريح :

ددې کلمې دخزائن جنت کيدو مطلب داهم کيدے شى چې کوم سړے په اخلاص سره دا کلمه ووائى دهغه دپاره به ددې کلمې اجر او ثواب دخزانې په شکل کښې په جنت کښې محفوظ وساتلے شى چې دهغې نه به هغه په اخرت کښې داسې فائده پورته کړے شى لکه دضرورت په موقعو کښې چې دمحفوظو خزانو پورته کولے شى او داهم وئيلے کيدے شى چې دحضور منشاء ددې لفظ نه ددې کلمې صرف عظمت او قدر وقيمت ښودل دى يعنې دا چې دجنت دخزانو دجواهراتو نه دايو جوهر دے ديو شى دډير قيمتى ښودلو دپاره دايو بهترين تعبير کيدے شى. (والله اعلم) دلا حول ولا قو الا بالله، دا مطلب دے چې دڅه کار دپاره سعى او حرکت او دهغې دکولو قوت او طاقت بس دالله نه ملاويدے شى يو بنده پخپله هيڅ نشى کولے. يو بل مطلب چې دې ته نزدې نزدې دے داهم بيان کړے شوے دے چې دګناه نه واپس راتلل او طاعت په ځائې راوړل دالله دمدد او توفيق نه بغير دبنده نه ممکن نه دى. دحضرت ابو هريره رض نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ماته ارشاد وفرمائيلو چې لا حول ولا قوة الا بالله زيات لوله ځکه چې دا دجنت دخزانونه ده.

دحضرت ابو هريره رض نه روايت دے چې

رسول الله صلى الله عليه وسلم ماته وفرمائيل چې زۀ تاته هغه کلمه وښايم چې دعرش دلاندې نه راکوزه شوې ده او دجنت دخزانونه ده، او هغه ده لا حول ولا قوة الا بالله هر کله چې بنده په زړۀ سره دا کلمه ولولى نو الله تعالى فرمائى چې دا بنده دخپل انانيت د تکبر نه دستبرداره شو او زما تابعدار او بلکل فرمانبردار شو.

تشريح :

په دې حديث کښې کلمه لا حول ولا قوة الا بالله ته دمين کنز الجنة نه علاوه من تحت العرش هم فرمائيلے شوى دى داهم په اصل کښې ددې کلمې دعظمت داظهار يوعنوان دے او مطلب دادے چې په ما باندې ددې نزول دعرش الهى نه شوے دے ( والله اعلم)

فائده:

دبعضې مشائخو دطريقت ارشاد دے لکه څرنګه چې دشرک جلى او خفى او دقلب ونفس دنوروکدورتونو لرې کولو او دايمان او معرفت دنور په حاصلولو کښې کلمه لا اله الا الله خاص اثر کوى دغه شان په عملى ژوند درست کولو يعنې دمعصياتو اومنکراتو نه دبچ کيدو او دنيکۍ په لار باندې په تللو کښې دا کلمه لا حول ولا قوة الا بالله خاص اثر لرى

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com