Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:924486
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

 


سورة فاتحه فضيلت

لومړى : د الحمدلله سورة د زهرو دوا ده . (سنن سعیدمنصورله ابوسعیدڅخه

دويم
: د الحمدلله سورة او آیت الکرسي چي په کوم کور کي یو څوک و وایي په دغه ټوله ورځ کي به د هغه کور پر وګړيو د کوم انسان یا پیري بد نظر و نه لګیږي . (مسندالفردوس له عمران بن حصین رح څخه

درېيم
: افضل القرآن الحمدلله رب العالمين . د قرآن کریم له افضل تریني برخي نه د الحمدلله سورة هم نازل شوی دی (ابن راهویه له علی رض څخه

څلورم
: د الحمدلله په سورة کي د هري ناروغي لپاره شفاء شته .(دارمي اوبیهقي له عبدالملک بن عمرڅخه

الحمدلله رب العالمين هی السبع المثانی والقرآن العظيم الذي اوتيته
.د الحمدلله سورة سبع مثا ني او قرآن عظیم دی کوم چي ما ته راکړل شوی دی . (بخاري دابوسعیدرافع بن المعلی په روایت سره ،القرآن باب فضل فاتحة الکتاب )

په دې حدیث مبارک کي مثاني د مثناة جمع ده چي مثناةٌ یا له تثنیة څخه جوړه صیغه ده ځکه چي د لمانځه په هر رکعت کي دغه سورة تکراریږي همدا راز دغه سورة پر ثناء او دعا دواړو با ندي مشتمل دی او یا له ثنا څخه مشتق دی ځکه چي دا سورة د خدای
(ج) د نومونو او صفتو نو په ذریعه د الله تعالی پر تعریف او لوي باندي مشتمل دی او په دې حدیث کي د الحمدلله سورة ته له دې کبله قرآن کریم و ویل شو چي دا سورة د بشپړ قرآن کریم د ټولو مقصدونو یو جامع سورة دی ځکه هغه ته (ام القرآن ) د قرآن کریم مور هم وایې.

د حسن بصري وینا ده چي الله تعالی د تېرو شویو ټولو کتابونو علوم په قرآن کریم کي امانت ايښي دي بیا یې د قرآن کریم علوم د الحمدلله په سورة کي امانت ايښي دي ځکه نو کوم څوک چي په حقيقي ډول د الحمدلله سورة زده کړي ګوا کي هغه د ټول قرآن کریم تفسیرحاصل کړ
. (الکلمات الحسان ۱۵، ۱۶ مخ )

نبي کریم صلی الله علیه وسلم قسم وکړ وې وفرمایل

داسي هیڅ سورة نه په تورات کي نازل شوی دی نه په انجیل کي نه په زبور کي نه په قرآن کي، په دې سورة کي اووه آیاتونه دي چي په بیا بیا تکراریږي او دا سورة قرآن عظیم دی چي ما ته راکړل شوی دی
. (ترمذي له ابوهریرةڅخه )

سعید بن جبیر وایي چي ما له ابن عباس رضي الله تعالى څخه د سبع مثاني په اړه و پوښتل هغه وفرمایل
: سبع مثاني د الحمدلله سورة دی کوم چي الله تعالی د امت محمدي لپاره ځانګړى کړى مستثنی کړې یوه خزانه ګرځولې ده او دا سورة تر امت محمدي بل یوه امت ته هم نده ورکړل شوې .(ابن جریراونور)

که چا د الحمدلله د سورة تلاوت وکړ هغه ګواکي د تورات ،انجیل ،زبور او قرآن کریم ټولو کتابونو تلاوت وکړ
(درمنثور،فضائل ابی عبید)

د الحمدلله له سورة سره اووه لکه ملائکي د جبرائيل امین په مشري کي دا ډول راکښته شوې چي د ځمکي نه تر آسمانه پوري فضاء له دوى څخه ډکه وه په ټولو مخلوقاتو کي د دې ملائکو د تسبیح آواز خپور شو او د دې هیبتناک حال په لیدو سره نبي کریم صلی الله علیه وسلم په داسي حال کي چي سبحان الله والحمدلله یې ویل پر سجده پرېوت
.(بصائرذوی التمیز)

الله تعالی د الحمدلله سورت ته آیت الکرسي، شهدالله اوقل اللهم تر بغير حساب پوري دغو څلورو واړو آیاتونو ته په خطاب سره وفرمایل
: زما پخپل عزت او لوړ شان سره قسم دی چي کوم څوک چي تر هر لمانځه وروسته ستاسي تلاوت کوي زه به هغه ته ټول ګناهونه ور وبخښم او په جنت الفردوس کي به هغه ته ځای ورکوم او هره ورځ به د خپل باطني نظر څخه د ده په لوري اویا ځله د رحمت نظر کوم او هره ورځ به د هغه اویا حاجتونه او اړتیاوي ورپوره کوم چي له هغو نه کم درجه حاجت دګناهونو بخښل دې . (مسندالفردوس له ابی ایوب څخه )

یو وخت حضرت جبرائيل علیه السلام د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په خدمت کي حاضر شوی وو او یو ناڅاپه له لوړي خوا نه د یوې زوروري چاودني په څیر غږ واورېدل شو جبرائيل امین د اسمان په لوري خپل سر پورته کړ وې ویل
:-
دا د ا سما ن د هغي دروازې غږ دی چي نن پرانیستل کیږي تر نن مخکي هیڅ کله نده پرا نیستل شوې بیا له هغي دروازي نه یوه ملکه راکښته شوه چي نن راکوزه شوې ده تر نن مخکي هیڅ کله نده راکښته شوې بیا هغه ملکه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په خدمت کي حاضره شوه سلام یې وکړ او وې ویل ته د دوو داسي روښناییو زېری واخله کومي چي تر تا مخکي یوه نبی ته هم ندي ورکړل شوې چي یو د الحمدلله سورة او بل د سورة بقري آخرني دوه آیتونه دي ته چي له دوى څخه کوم شی وغواړې هغه به درکول کیږي .(مسلم له ابن عباس رضي الله تعالى څخه ) فائده: د ابن عباس رضي الله تعالى په دې حدیث کي چي د الحمدلله د سورة او د بقرې د آخېرني آیاتونو په اړه کومه جمله راغلې ده :( لن تقرأبحرف منهاالااعطيته ) په دې جمله کي د بحرف (با) د استعانت مرسته غوښتني لپاره ده او معنا یې دا ده چي د الحمدلله د سورة او د بقرې د آخرني آیاتونو نه چي کوم حرف د مرستي غوښتلو لپاره و وایي له هغه
څخه هغه مطلوب غرض او مقصدپوره کیږې .(الکلمات الحسان ۱۸مخ )

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com