Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:926389
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

دعاء

دحضرت ابوسعيد الخدرى رض نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى چې کوم مومن بنده څه دعا کوى چې په هغې کښې دګناه څه خبره نۀ وى او نۀ په کښې دصله رحمۍ قطع کولو څه خبره وى نو دالله تعالى دطرف نه هغه ته په درې څيزونو کښې يو څيز ضرور ورکيدے شى يا خو چې دۀ څه غوښتلى وى هغه ورته لاس په لاس ورکړے شى. يا ددۀ دعا داخرت دپاره ددۀ ذخيره جوړه کړے شى يا راتلونکے څه تکليف يا مصيبت ددې دعا په حساب کښې منع کولے شى

اصحابو عرض وکړو چې هر کله چې خبره داده چې هره دعا ضرور قبليږى او دهغې په حساب کښې څه نه څه ضرور ورکيدے شى نو مونږ به ډيرې دعاګانې کوؤ رسول الله صلى الله وسلم ورته وفرمائيل: دالله تعالى سره ددې نه هم زيات دى . ( رواه احمد)

تشريح : __ مطلب دادے چې دالله تعالى خزانه لا انتها او غير فانى ده کۀ چرې ټول بنده ګان هر وخت دهغه نه غواړى او هغه دهر يو دپاره دڅه ورکولو فيصله کوى نو دهغه په خزانو کښې دڅه کمے نۀ راځى په مستدرک حاکم کښې دحضرت جابررض يو حديث دے چې په هغې کښې فرمائيلے شوى دى الله تعالى چې هر کله هغه بنده ته چې هغه په دنيا کښې ډيرې داسې دعاګانې کړى وى چې په ظاهره په دنيا کښې نۀ وى قبولې شوې دهغې دعاګانو په حساب کښې کومې چې دآخرت په ذخيره کښې جمع شوے وى هغه په اخرت کښې ورکړى نو دبنده دخُلې نه به بې ساخته ووځى چې (( اے افسوس! زما هيڅ يوه دعا په دنيا کښې نۀ وے قبوله شوے او دهرې دعا مي راته دلته په آخرت کښې راکړے شوے وے ))

درسول الله (ص) دعاګانې

ددې متعلق چې کوم حديثونه تر دې ځائې پورې ذکر شو په هغې کښې ياخو ددعا ترغيب او دهغې دعظمت او برکاتو بيان ؤ يادعا آداب او دهغې متعلق هدايات او موجبات قبوليت بيان فرمائيلى شوى وؤ ياټول مضامين ګويا تمهيدى وؤ اوس درسول الله صلى الله عليه وسلم هغه اصل دعاګانې او دسوزوګداز نه ډک په درګاه خداوند ىکښې دهغه هغه مناجاتو نه ولولئ کوم چې دهغه دمقام معرفت او قلبى کيفيات او وارداتو لره دممکن حده پورې دپوهيدلو بهترينه وسيله او دامت دپاره دهغه (ص) عظيم ترين ورثه ده. او کومو ته چې دټول ذخيره حديث په ځائ سره ګل سرسبد وئيلے کيدے شى

دنبوى دعاګانو داټوله ذخيره په درې حصو کښې تقسيم کيدے شى اول يو هغه چې دهغې تعلق دخاص وختونو او مخصوصو حالاتو سره دے. مثلاً دصبا راختو په وخت کښې دعا، دماښام په وخت کښې، داودۀ کيدو دوخت دعا دخوب نه دبيداريدو دوخت دعا، دسيلۍ يا باران کيدو په وخت کښې دعا، دڅه مصيبت يا پريشانۍ په وخت کښې دعا وغيره وغيره

دويم هغه دعاګانې کومې چې دعام نوعيت دى دڅه خاص وخت او خاص حالت سره دهغې تعلق نه وى دادعاګانې اکثر دجامع قسم نۀ وى

دريم قسم دعاګانې هغه دى، کومې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په مونځ کښې يادمونځ نه دفارغ کيدو يعنې سلام ګرځولو نه پس دالله په حضور کښې کولے. دلته وړومبے دغه ددريم قسم والاو دمونځونو والا دعاګانې درج کولے شى الله تعالى دې درسول الله صلى الله عليه وسلم ددې عظيم ترين او بيش بها ورثې شايان شان قدر او ددې نه دفائدې پورته کولو پوره پوره توفيق راکړى

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com