Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:921490
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

 اسلامی اخلاق

دحضرت امام مالک نه روايت دے چې ماته دحضور(ص) داحديث رارسيدلے دے چې هغوى ارشادفرمائيلو زۀ ددې دپاره را ليږلے شوے يم چې اخلاقى خوبۍ کمال ته ورسوم . (امام مالک دا حديث په خپل موطا کښې دغه شان بغير دچا اصحابى دحوالې نه روايت کړے دے ) تشريح: ددې روايت نه معلومه شوه چې داخلاقو اصلاح اودمکارم اخلاق تکميل دهغوى (ص) د خاصو مقاصدو دبعثت نه دى اولکه چې پورته عرض شو په قران مجيد کښې چې کومه تزکيه دهغوى (ص) خاص کار ښودلے شوے دے داخلاقو اصلاح دهغې اهم جزو دے .

( يعنې په تاسو دوستانو کښې ماته زيات محبوب هغه دے اودقيامت په ورځ به هغه خلق ماته زيات نزدې وى چې دچااخلاق په تاسوکښې دټولونه ښه وى ) ګويا درسول الله صلى الله عليه وسلم محبوبيت اودقيامت په ورځ دهغه نزديکيت نصيب کيدلوکښې د اخلاقو دښه والى د دولت خاص دخل دے . دحسن اخلاق په سلسله کښې درسول الله صلى الله عليه وسلم يوه دعا هم ولولئ اودخپل ځان دپاره هم الله تعالى نه دادعا غواړئ .

ترجمه: دحضرت عائشه صديق رضى الله تنها نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به په خپله دعا کښې الله تعالى نه عرض کولو چې اے زما الله ! تا په خپل فضل وکرم سره زما دجسم ظاهرى پيدائش ډير ښه کړے دے دغه شان زما اخلاق هم ښه کړه . (ف)

رسول الله صلى الله عليه وسلم نه دښواخلاقو دعا په ډيرو موقعو باندې په مختلفو الفاظوکښې روايت شوې ده انشاء الله په کتاب الدعوات کښې به دهغوى (ص) هغه دعاګانې نقل کړے شى دلته يوه دعابله هم ولولئ په صحيح مسلم کښې دحضرت على رضى الله عنه نه درسول الله صلى الله عليه وسلم دتهجد دمانځه څه تفصيل روايت شوے دے په هغې کښې دى چې هغوى (ص) مانځه په دوران کښې کومې دعاګانې دالله نه غوښتلې په هغې کښې يوه دعا داده .

ترجمه : اے زما الله تۀ ماته دبهترنه بهتر اخلاقو رهنمائى وکړه ستانه سيوا بل څوک دبهتر اخلاقو رهنمائى نشىکولے . اوبداخلاق زماطرف نه لرے کړے هغه ستاسونه سيوا بل څوک نشى لرې کولے .

داحديثونه دښواخلاقو دفضيلت او اهميت متعلق وو اومخکښې دمختلفو عنواناتو لاندې درسول الله صلى الله عليه وسلم هغه ارشادات درج کيږى چې په هغې کښې هغوى (ص) دخاص خاص اخلاق حسنه ترغيب ورکړے دے يائې دبدو اخلاقو نه دبچ کيدو ترغيب ورکړے دے .

دعبدالله بن جعفر رضى الله عنه نه روايت دے چې يوځل رسول الله صلى الله عليه وسلم ديوانصارى اصحابى باغ ته تشريف يوړلو هلته يواوښ ؤ هرکله چې هغه اوښ دے وليدلو نوداسې وبرړيدلو او داسې د دردنه ډک اواز ئې وويستلو لکه دبچى په جداکيدو سره چې اوښه اواز وباسى اودسترګو نه ئې اوښکې هم جارى شولې رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه له نزدې تشريف يوړلو او خپل لاس مبارک ئې په هغه باندې راښکلو لکه څوک چې په اس يا اوښ باندې دمينې کولو په وخت کښې لاس وهى هغه اوښ غلے شه بياهغوى (ص) تپوس وکړو چې دا اوښ دچادے ددۀ مالک څوک دے ؟ يوانصارى زلمے راغے او عرض ئې وکړو چې حضور (ص) دا اوښ زما دے هغوى وفرمائيل چې ددې عاجزبې زبانه ځناور په باره کښې ته دهغه الله نه نۀ يريږې چې ته ددې مالک جوړکړے ئې دۀ ماته شکايت کړے دے چې تۀ دے اوږے ساتې اوزيات کارترينه اخلې اوتکليف ورکوې .

تشريح:: لکه څرنګه چې حضرت سليمان عليه السلام دالله تعالى په حکم سره په معجزانه طورباندې دمرغو په خبرو باندې پوهيدلو چې دهغې ذکر په قران مجيد کښې هم شوے دے دغه شان به رسول الله صلى الله عليه وسلم هم دځناورو په خبرو په معجزانه طور سره پوهيدلو په دې حديث کښې داوښ په شکايت پوهيدلو اوددې نه وروستو حديث کښې ديوې چرچڼې په شکايت باندې دپوهيدلو چې کوم ذکر دے په ظاهره هغه ددې قبيلې نه دے او ګويا دحضور (ص) يوه معجزه ده دحديث خاص تعليم دادے چې دچاسره څه ځناور وى نودهغه داذمه وارى ده چې دهغه دخوراک او څښاک نه نه غافله کيږى اوپه هغه باندې داندازې نه زيات بوج هم نه اچوى دنيا دانسداد بې رحمۍ ذمه دارۍ اوس هر څه پيژندلى دى ليکن رسول الله صلى الله عليه وسلم داوس نه تقريبآً څوارلس سوه کاله مخکښې دنياته داښودلى وو .

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com