Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:925970
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

 په اسلام کی دمور او پلار حقوق

دابى امامه نه روايت دے چې يو سړى درسول الله صلى الله عليه وسلم نه تپوس وکړو چې دمور پلار حق څه دے په بچى باندې؟ نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمائيل دادواړه ستا جنت دى او دوزخ هم دى، يعنې سبب دجنت دتلو دى او سبب ددوزخ دتلو هم د ىکۀ درنه خوشحاله وؤ نو دجنت سبب دى او کۀ درنه خفه وؤ نو سبب ددوزخ دى

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دى چې زياته نيکى داده چې دپلار دوستانو سره سړے تعلق وساتى

دمور پلار خدمت کوونکى دمصيبت څخه بچ کيږى، يو اوږد حديث دے چې درې تنه په غار کښې راګير شول ددې مختصر معنى ته غوږ شئ ((دغه درې کسو باندې غار بند شو يو بل ته ئې ووئيل خپل نيک اعمال الله ته وړاندې کړئ چې غار خلاص شى يو ووئيل الله زۀ شپونکے وم اوګډې بيزې چې به مې ولشلې نو اول به مې خپل مور پلار ماړۀ کړه وروسته خپل بچيان او دادالله درضا لپاره نو دغار خُلې نه ګټ معمولى لرې شو اسمان ئې وليد بل ووئيل الله زۀ دخپلې ترۀ لور سره په زنا قادر شوم او دالله دويرې مې زنا ونۀ کړه نو لږ نور هم ګټ کولاؤ (ازاد) شو، بل ووئيل الله زما سره مزدور ؤ مزدورى ئې ماسره پاتې شوه هغه وريژې وې نو ماورله وکرل زياتې شوې سره دحفاظت نه نو ماورله غواګانې واخستلې نو هغه راغے او بيا ئې ټول هر څه يوړل او دا کار مادالله دويرې او دالله دخوشحالۍ دپاره کړى وؤ ځکه تۀ ورباندې پوئى ئې، نو ګټ لرې شو او هغه دغار څخه بهر شول وروڼو دحديث څخه معلومه شوه چې دمور پلار خدمت به دخپلو بچو نه مخکښې کوئ او الله به دے دمصائبو څخه ساتى

دمور پلار سره نيکى دعمر درازۍ او رزق پراخۍ سبب دے، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى څوک چې په دې خوشحاليږى چې ددۀ عمر اوږد شى او رزق ئې پراخه شى نو دمور پلار سره دې نيکى وکړى او صله رحمى دې خپلوانو سره قائمه کړى

رسول الله صلى الله عله وسلم فرمائيلى دى چې دوه خبرې دى چې قبلولے شى او دې کښې هيڅ شک نشته دمظلوم ښيرې، دمسافر ښيرې او دپلار ښيرې دخپل زوې پحق کښې

رسول الله صلى الله عله وسلم فرمائى الله چې وغواړى نو دهرې ګناه سزا قيامته ته وروسته کوى مګر دمور او پلار نافرمانى نۀ وروسته کوى ځکه ددې جرم کونکى ته په دنيا سزا ميلاويږى. داتجربه شوې خبره ده چې چا دخپل پلار سره بد سلوک کړے نو هغه سره ئې زامن هم بد سلوک کوى دمور او پلار نافرمانه جنت ته نۀ داخليږى ، رسول الله صلى الله عله وسلم فرمائى چې جنت ته منان (يعنې قطع کوونکے دصله رحمۍ) نۀ داخليږى او نۀ دمور پلار نافرمانه او نۀ هميش څښونکے دشرابو

مور پلار په نعمتونو کښې داسې نعمت دے چې لرې شى نو بيا ئې دراتلو کوم امکان نۀ وى لهذا ددې نعمت ډير خيال ساتل پکار دى

او ددې خيال عبادت هم ا والله پرې هم خوشحاليږى لکه الله ج فرمائى

((رب ستا فيصله کړې چې ديو الله عبادت وکړئ او دمور پلار سره نيکى کوئ کۀ چيرته يو ددوى نه بوډا شو او يا دواړه نو داسې کلمه ورته مۀ وايه چې دوى پرې خفه کيږى او مۀ ئې رټئ دواړو ته نرمه او دعزت وينا کوه او دواړو ته درحمت وزر ښکته کړه او داسې ووايه چې اے ربه په دوى رحم وکړه لکه چې زما تربيت ئې په ماشوموالى کښې کړيدے))

پورتنى ايت کښې د ((اف)) کلمه ((وړه کلمه چې مور او پلار ته ترې ضرر رسى)) نو منع والے ئې وکړه نو دهغه چا به څه حال وى چې په خپل پلار شرميږى ځکه زيات تعليم يافته او خپلو ملګرو په مخ دهغه پلار راشى نو هغه ترې انکار وکړى او دهغه چا به څه حال وى چې پلار ته ستغې ستغې خبرې کوى او همداسې ورته کنځل کوى او يا ورته وائى تۀ ساده ئې مجلس کښې خبرې مۀ کوه

دمور پلار شکر دالله شکر سره پيوسته دے

الله ج فرمائى زما شکر اوباسئ او دمور پلار هم شکر ادا کړئ او زما طرف ته ستاسو راتلل دى. ابن عباس رض وائى چې درې ايتونه دنورو دريو پورې پيوسته دى يو نۀ قبليږى تر څو بل نۀ وى ادا شوے

دالله ج قول دے. (دالله ج او درسول ص اطاعت وکړئ. نو څوک چې دالله اطاعت کوى او دهغه درسول نۀ کوى نو دانۀ قبليږى

٢: دالله ج قول دے ( مونځ ادا کوئ زکات ورکړئ. څوک چې مونځ کوئ او زکات نۀ ورکوئ نو دا مونځ نۀ قبليږى

٣: دالله ج قول دے( زما او دمور او پلار شکر ادا کړه څوک چې دالله شکر ادا کوي او دمور پلار نۀ ادا کوي نو نۀ قبليږى

دمور پلار خبره منل سبب دجنت دے

درسول الله ص نه روايت دے چې پوزه دې په خاوره ککړه شى بيا دې ککړه شى بيا دې ککړه دهغه چاچې مور پلار دواړه يا يو ددوى بوډا توب وخت کښې ژوندى وى او دے جنت ته داخل نه شى. مطلب دحديث شريف دادے چې کۀ چيرته چا دمور او پلار دشريعت مطابق خبره ومنله نو الله ترې خوشحاليږى او چې الله خوشحاله شى نو خپل جنت کښې به ورته ځائې ورکوى. کۀ مور پلار درنه خوشحاله وى نو الله هم خوشحاله وى او کۀ خفه وى نو الله هم خفه وى

درسول الله صلى الله عليه وسلم نه روايت دے فرمائى چې خوشحالى (رضا) درب په رضا او خوشحالۍ دمور پلار سره وى او غُصه (خفګان) درب دمور پلار په خفګان او غُصې سره وى))

دحديث نه معلوميږى چې مور پلار درنه خوشحاله وى نو الله هم خوشحاله وى

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com