لوي اختر
الله تعالى په خپلو مخلوقاتو کښې بهترينو خلقو باندې چې پيغمبران دى، عجيبه عجيبه ازمائشونه کړى دى او ددې په بدله کښې ئې بيا دغه ازمائشونه ترقيامته پورې د ټول انسانيت دپاره يو نمونه ګرځولې ده، په دې کښې يوه د لسمې ذى الحجې ورځ هم ده، په کومه ورځ چې الله تعالى د حضرت ابراهيم (ع) امتحان د هغۀ په زوې حضرت اسماعيل (ع) باندې واخستو او امتحان هم دا سې ؤ چې دهغې اوريدلو سره عقل حيران شى، او د حضرت ابراهيم (ع) فرمانبردار او اطاعت باندې افرين ووائى کله چې حضرت ابراهيم (ع) ته د خپل رب طرف نه حکم وشو چې خپل ګران زوې حضرت اسماعيل (ع) حلال کړه نو دا حکم پلار او زوې دواړو په خوشحالۍ سره ومنلو، حضرت ابراهيم (ع) د خپل زوې حضرت اسماعيل(ع) په مرۍ چاړې راښکلو ته کيښناستو نو د حضرت ابراهيم (ع) په امتحان کښې د کاميابۍ په بدله کښې الله(ج) يو څاروے راوليږلو او حضرت ابراهيم (ع) سره دخپلې عاشقۍ ثبوت ورکړو او هم ددې په بدله کښې حضرت ابراهيم (ع) ته "اوانى جاملک الناس اماما" لقب ميلاؤ شو، او قيامته پورې ئې ديادګار په طور د قربانۍ په نوم سره دا کارنامه ژوندۍ وساتله.
د لسمې ذى الحجې په مقابله کښې بله يوه ورځ هم داسې نشته چې مسلمانان ئې د خپل مذهبى رسوم په طور ونمانځى او دومره فضيلت ورته حاصل شى څومره چې دې ورځې ته حاصل دے او هر کال په دې ورځ د دنيا لکونه مسلمانان د بې شميره څاروؤ وينه د الله په در کښې تويوى او دحضرت ابراهيم (ع) دغه يادګارى ورځ رايادوى.
رسول الله (ص) د هجرت نه وروستو هر کال قربانى کړې ده تر وفات پورې ئې يو کال هم نۀ ده پريښودلې چې د حضور (ص) په دې عمل سره او مواظبت سره د قربانۍ کولو وجوب هم ثابتيږى. او په يو بل روايت کښې په قربانۍ نۀ کولو باندې د رسول الله (ص) وعيد هم راغلے دے.
د حضور (ص) ارشاد دے چې څوک قربانى نۀ کوى هغه دې زمونږ اخترګاه ته نۀ راځى ددې يادګارى ورځې په باره کښې په احاديثو کښې فضائيل هم راغلى دى او د اجر او ثواب په اعتبار سره ډير ثوابونه د قربانۍ په بدله کښې بيان شوى دى لکه په يو روايت کښې حضرت زيدبن ارقم (رض) فرمائى چې نبى (ع) نه صحابه کرامو پښتنه وکړو چې دا قربانى څۀ شے دے؟
حضور (ص) وفرمائيل چې دا ستاسو دپلار حضرت ابراهيم (ع) سنت دے.
صحابه ؤ ترې نه بيا پوښتنه وکړو چې زمونږ دپاره په دې کښې څۀ ثواب شته؟
نو حضور (ص) جواب ورکړو چې د هريو ويښتۀ په بدله کښې يو نيکى ده او د وړۍ متعلق ئې وفرمائيل چې دهغې هم د يو ويښتۀ په بدله کښې یوه نيکى ده (مشکوة).
د قربانۍ په ورځو کښې قربانى کول يو لوې او بهترين عمل دے په حديث کښې راغلى دى چې د قربانۍ په ورځو کښې قربانۍ نه زيات محبوب الله تعالى ته بل هيڅ څيز نشته او د قربانۍ کولو په وخت کښې کومه قطره د وينې چې زمکې ته پريوځى نو د پريوتو نه مخکښې هغه دالله په نزد مقبول وى (مشکوة).
د قربانۍ کولو په فضائيلو کښې د ترمذى يو روايت دے چې حضور (ص) فرمائى چې د ذى الحجې په لسمه يعنې د لوي اختر په ورځ د ابن ادم يو عمل هم الله ته د قربانۍ کولو نه زيات خوښ نۀ وى او د قربانۍ څاروے به د قيامت په ورځ د خپلو ويښتو او ښکرانو سره ژوندے راځى او د قربانۍ وينه په زمکې پريوتو نه مخکښې د الله تعالى په نزد قبول وى نو اے د الله تعالى بندګانو د زړۀ نه پوره په خوشحالۍ سره قربانى کوئ.
د قربانۍ فضائيلو سره پکار دا هم ده چې اجمالى طور باندې هر مسلمان دقربانۍ مسائيلو نه ځان خبر کړى او دا اهمه فريضه په ښې طريقې سره وکړى. قربانى کول په چا واجب ده په هغه کس چې صاحب نصاب وى يعنې د هغۀ په ملکيت کښې د ضرورت څيزونو نه علاوه دوه پنځوس نيم توله سپين زر يا ددې په مقدار نغدې يا مال تجارت وى په هغۀ قربانى واجب ده، کۀ يو سړى د قربانۍ کولو نذر منلے وى نو په هغۀ باندې هم واجب ده کۀ د يو کس دوه کورونه يا دوه ګاډى وى او پکښې يو يو د ضرورت نه زيات وى نو په دې صورت کښې قربانى هم واجب ده.
په هغه ښځې باندې قربانى هم واجب ده د کومې سره چې مهر معجل په دومره اندازه کښې وى چې نصاب ته رسى او يا د استعمال نه علاوه کپړې يا نور سامان دومره وى چې نصاب ته رسى د صحيح قول مطابق په ماشوم او مجنون باندې قربانى واجب نۀ ده اګر کۀ له مالداره ولې نۀ وى.
د قربانۍ کولو وخت:
د ذى الحجې لسمې ورځې نه تر دولسمې ورځې غروب افتاب پورې د قربانۍ وخت دے په دې ورځو کښې چې کله هم قربانى کوى نو کولے شى خو بهتره ورځ وړومبۍ ده په ښاريو کښې د اختر مونځ نه مخکښې قربانى کول صحيح نۀ دى، په بانډو کښې چې د اختر مونځ پکښې هم نۀ کيږى په هغه ځاې کښې د صبح صادق نه وروستو قربانى کولے شى.