د لوئې اختر قربانى
الله پاک خپلوبندګانو سره د اوياؤ ميندو نه هم ډيره مينه کوى دا يو منلے شوے حقيقت دے چې مور د خپل بچى سره ډيره مينه کوى او هم ددې مينې په رڼا کښې هغه مدام خپل بچى ته په خوشحالۍ ورکولو کښې بوخته وى او چرې هم خپل ماشوم په مصيبت اوبد وخت کښې نۀ شى ليدلے مور خپل ځان په تکليف او مصيبت کښې اچوى خو چرې هم خپل ماشوم مصيبت ته نۀ پريږدى.
چونکې الله تعالى د خپلو بندګانو سره د اوياؤ ميندو نه هم ډيره مينه کوى نو ظاهره خبره ده چې الله تعالى هم دخپلو بندګانو د خوشحالولو دپاره د خوشحالۍ ډيرې موقعې ټاکلى دى د خوشحالۍ په هغو موقعو کښې يو لوئې اختر هم دے.
لوئې اختر مونږ د حضر ابراهيم (ع) چا چې د خانه کعبې بنياد کيښودے دے چا چې په خپله زمانه کښې د بت پرستۍ خلاف نعره پورته کړې وه څوک چې د خپل ملک نه بهرجلا وطن شوے ؤ د اور لمبو ته غورځولے شوے ؤ لنډه دا چې هغوى ډير مصيبتونه او تکليفونه برداشت کړى دى. خو چرې هم ئې دحق نه تيښته نۀ وه کړې.
چا چې د الله پاک په حکم مبارک د خپل ځيګر ټکړه(حضرت اسماعيل (ع)) ذبح کول هم غوره ګڼلې وه په ياد کښې کوؤ.
د لوئې اختر د مانځۀ او نورو لوازماتو سره سره د ټولو نه اهمه د غټ اختر قربانى ده کومه چې ډيره لويه او ژوره فلسفه لرى.
چې د دين اسلام د نورو فرائضو د ادا کولو دپاره الله تعالى شرائط او ضوابط مقرر کړى دى هم دغه شان د غټ اختر د قربانۍ دپاره الله تعالى څۀ شرائط مقرر کړى دى د قربانۍ دپاره شرائط د ټولو نه وړومبے د الله تعالى په ذات او يو والى د زړۀ له کومې يقين ساتل دى دويم دا چې هر مسلمان به قربانى په حلال مال کوى دريم دا چې د قربانۍ مطلب او مقصد به صرف او صرف د الله تعالى رضا وى بله غټه او اهمه خبره دا ده چې د قربانۍ وينه صرف او صرف د الله تعالى په نامه د توئيولو خيال ساتل.
د لوئې اختر دقربانۍ او د زکات نصاب بلکل يو دے کوم چې ٥٢ تولې سپين زر يا٧ تولې سپين زر دى چې پرې ثابت يو کال تير شو خو د دواړو ترمنځه فرق صرف د فرض اوواجب وى يعنې مطلب دا چې زکات فرض او قربانى واجب ده.
د اسلامى فقه په اصطلاح کښې فرض هغه کار وى کوم چې الله تعالى د اړخه مقرر وى او په يو مسلمان باندې ئې کول په هر حال کښې لازم وى او واجب هغه کار وى کوم چې د فرضو غوندې حيثيت نۀ لرى او په نۀ کولو سره يو تن د الله تعالى په نزد کښې ګناهګار ګڼل کيدے شى.
کۀ په يوې شريکې کورنۍ کښې د يوې ښځې يا سړى سره د نصاب برابر مال وى نو هغه دې بلکل ځان ته بهانې نۀ کوى چې خاوند يا د کور بل څوک مشر موجود دے ځکه زۀ قربانى نۀ شم کولے بلکې حقيقت دا دے چې دوى له هم قربانى کول واجب ده.
ډير کسان په شريکه هم څاروى اخستے شى خو ټول به ډير په سوچ سره دا خيال ضرور کوى چې د ټولو شريکو کسانو مال حلال دے بعضې خلق په معاشره کښې داسې هم وى څوک چې د وکيل او د بينک د نوکر سره په شريکه قربانى کول جائز نۀ ګڼى. خو زۀ ددې رد کؤم ځکه چې په حقيقت کښې اصل مجرم وکيل او د بينک نوکر نۀ بلکې اصل مجرم د ملک سسټم دے چونکې زمونږ ملک د سودى نظام لاندې کار کوى ځکه ددې ملک ټول دولت کۀ مستقیمًًا خلق په سود کښې شامل کوى ځکه اصل مجرم وکيل ګرځول بلکل نامناسب ده ,لنډه دا چې په دې لړ کښې د يو سوچه فکر لرونکى مومن په حيثيت زمونږ فرض جوړيږى چې مونږ ټول مسلمانان د خپل ملک نه د سود د خاتمې لپاره جهاد وکړو او د خپل ملک نه د سود جنازه پورته کړو کومه چې زمونږ د الله تعالى وينا هم ده، نۀ چې مونږ ټول زور وکيل او د بينک نوکر لره ورکړو په شريکه قربانۍ کښې به مونږ ددې هم ډير خيال ساتو چې د قربانۍ غوښه په اندازه نۀ بلکې په تله تقسيم شى ځکه چې هر چا ته خپل حق پوره پوره ترلاسه شى.
يو تن کۀ چرې ښۀ په باقاعدګۍ سره د لوي اختر قربانى کوى خو يوه موقعه داسې راغله چې هغۀ دومره بې وسه دے چې د قربانۍ کولو وس دس نۀ لرى نو چونکې هغه کس په دې موقعه د قربانۍ نصاب نۀ لرى ځکه په هغۀ قربانى کول هم واجب نۀ ده.
د مور پلار د مرګ نه وروسته او د حضور (ص) په نوم هم قربانى کول جائز ده بعضې فقها وائى چې د حاجى دپاره په وطن کښې هم قربانى کول واجب ده خو بعضې فقها داسې هم وائى چې يوه قربانى کول هم جائز ده.
د څو پورې چې د قربانۍ دغوښې د تقسيم سوال دے نو هغه دا ده، چې د قربانۍ غوښه درې برخې کول پکار دى يوه برخه ځان دپاره دويمه ګاونډيانو کښې او دريمه برخه خپلو خپلوانو کښې تقسيمول پکار دى او يوه غټه او ګڼه کورنۍ د قربانۍ ټوله غوښه صرف د خپل کور دننه هم استعمالولے شى ځکه چې کۀ چرې يو بې وسه کس دخپلو بچو او کور واله ؤ سره رزق د الله تعالى په نامه وخورى نو هم د الله تعالى په نزد يو خيرات او صدقه ده.
چونکې شرعه ظاهرې ته ګورى هم دا وجه ده چې د قربانۍ څاروے ړوند، ګوډ او ناجوړه نۀ بلکې ډير ښۀ او سربه پکار دے، حتى چې د مکې مکرمې مشرکانو به هم د بتانو په نوم ډير ښۀ او سربه څاروى قربانى کول ځکه چې د لوئې اختر قربانى يو رسم نۀ بلکې په مونږ باندې د الله تعالى حق دے او د پاک الله تعالى يو مقدس حکم دے.
د لوئې اختر په قربانۍ کښې به مونږ غټ خيال د څاروى د عمر هم ساتو وړوکے څاروے لکه د مثال په طور ګډ يا چيلے چې کم ازکم د شپږو مياشتو وى او غټ څاروى لکه اوښ ، غوا، ميښه وغيره به کم از کم د دوؤ کالو وى.
اوس مونږ راځو د څرمن استعمال ته لمړے مونږ څرمن دخپل کور دننه خپل ځان سره هم استعمالولے شو دا بلکل جائز ده چې د قربانۍ د څرمن نه مونږ دخپل کور د استعمال څيزونه لکه غلبيل موسله وغيره جوړه کړو ددې نه علاوه د قربانۍ څرمن مونږ د خپل چم، ګاونډ کونډو، يتيمانو، ته هم ورکولے شو زما په خيال د څرمن او نور هر قسمه زکات او صدقات خالص حقدار هغه ادارې دى څوک چې خالص د الله تعالى رضا لرى څوک چې زمونږ د خوږ مذهب اسلام سربلندۍ او د ملک او قوم روښانه سباؤن خپل مقصد او منزل ګڼى.
د غټ اختر د قربانۍ د ټولو نه لويه فلسفه د اطاعت دوه سلسلې دى يوه دا چې د الله تعالى اطاعت او فرمانبردارى وکړے شى اوبله د مور پلار اطاعت او فرمانبردارى کول دى کله چې حضرت ابراهيم (ع) دالله په حکم خپل بچے ذبح کولو نو ددې نه مونږ ته دا سبق حاصليږى چې څۀ رنګ حضرت ابراهيم (ع) د الله تعالى په حکم خپل بچے ذبح کړو هم دغه رنګ مونږ ته هم پکار دى چې د خپل رب هر حکم ډير په خوشحالۍ او د زړۀ له کومې ومنو د الله تعالى بندګى په صدق سره وکړو او چرې هم د الله تعالى په لار کښې د ورکړې نه مخ وانۀ ړوؤ.
بلکې ډير په سخاوت سره ئې د الله تعالى په لار کښې ورکړه او دخپل تن من او دهن سره د الله تعالى په لار کښې قربانيانې وکړو بله دا چې مونږ د الله تعالى د اطاعت سره سره د خپل مور پلار هم د زړۀ د کومې او مضبوط اخلاص اطاعت وکړو ځکه چې د لوي اختر قربانى مونږ ته د هغه عظيم بچى ياد تازه کوى چا چې د خپل پلار د اطاعت په لار کښې په خپله مرۍ چاړۀ راښکلو نه هم مخ وانۀ ړولو خپله مرۍ ئې چاړې ته مخکښې کړه خو د خپل پلار وينا ئې لاندې وانۀ چوله.
د نن سبا ټول زلمى د حضرت اسماعيل (ع) غوندې جوړ شى الله پاک دې زلمى هم په خپل قدرت د حضرت اسماعيل غوندې د خپل مور پلار او د خپل ځان تابعدار جوړ کړى (آمين