Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:926172
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

اختر او قربانى

د اسلام د دين ستر لارښود نبى کريم (ص) فرمائى چې د لوي اختر په ورځ د انسان په نيکو اعمالو کښې ټولو نه سيوا خوښ عمل قربانى ده او دا قربانى به د قيامت په ورځ خپلو ښکرونو، ويښتو اونوکانو سره راځى او دا قربانى بلا شک د الله پاک په نزد زمکې ته د وينې رسيدو نه مخکښې د مقبوليت مقام ته رسى پس تاسو په خوشحالۍ سره قربانى کوئ.

قربانى:

قربانى يو مهتم الشان عبادت دے حضور (ص) ترلسو کالو پورې په مدينه منوره کښې قربانى کړې وه صحابه کرامو د حضور(ص) نه پښتنه وکړو يا رسول الله (ص) ددې قربانۍ حقيقت څۀ دے؟

وې فرمائيل چې دا ستاسو د روحانى پلار حضرت ابراهيم (ع) سنت دے، صحابه کرامو (رض) بيا پښتنه وکړو يا رسول الله (ص) په دې به مونږ ته څۀ اجر ملاويږى؟

حضور (ص) وفرمائيل چې د هر ويښتۀ په بدله کښې يوه نيکى ملاويږى حديث مبارک کښې راځى چې دا قربانى به د قيامت په ورځ په پل صراط ستاسو سورلى وى.

معلومه شوه چې دا د ابراهيم (ع) سنت الله تعالى په امت محمديه مقرر کړے دے چې هر کله هغوى حضرت ابراهيم (ع) خپل زوې چې يوولسو کالو په عمر ؤ او الله تعالى ورته شپږ نوى کلنۍ کښې ورکړے ؤ حضرت اسماعيل (ع) پړ مخ څملولو ددې دپاره چې په دې شفقت د حکم خداوند خلاف نۀ شى بعضې تفاسيرو کښې ليکلى دى چې اسماعيل (ع) پلار ته ووئيل چې ما مضبوط وتړه چې زۀ حرکت ونۀ کړے شم خپلې کپړې زما نه لرې ساته چې د وينو په څاڅکو لوندې نۀ شى او د چاړۀ په چلولو کښې تيزى کوئ ځکه چې مرګ په ما باندې اسان شى او ما پړ مخ څملوه ځکه چې په دې محبت په تعميل حکم کښې مانع نۀ شى ابراهيم (ع) چاړۀ د دوى په څټ کيښوده، صرف د وينې راوتل او د روح وتل پاتې وو ابراهيم (ع) پوره قوت سره چاړۀ چلوى مګر د چاړې څۀ مجال ؤ چې يو ويښتۀ ئې پرې کړے وے، هر کله چې پلار او زوې قربانۍ ته غاړه کيښوده او امتحان چې مقصود ؤ هغه پوره شو غیبی اواز راغے.

"قدصدقت ا لرويا" اے ابراهيمه (ع)! تۀ په امتحان کښې کامياب شوې.

اسماعيل (ع) پريږده او دا جنتى ګډ ذبح کړه، ابراهيم (ع) هغه ګډ ذبح کړو.

قران کښې ددې تفصيل موجود دے دغه رسم د قربانۍ د حضرت اسماعيل (ع) د يادګار په طور هميشه دپاره قائم کړے شو.

چې تاسو هم سنت ابراهيمى باندې عمل کوئ د ځناورو قربانى پيش کوئ او هر وخت د ابراهيم (ع) په شان د خپلو حقيقى جذباتو د قربانولو دپاره تيار اوسيږئ.

د حضور (ص) فرمان دے چې د قربانۍ په ورځو کښې الله تعالى ته ډير محبوب عمل قربانى ده او سره د طاقت نه د نۀ کوونکو په حقله ئې سخت وعيد فرمائيلے دے چې څوک د قربانۍ طاقت لرى او قربانى ونۀ کړى هغه دې زمونږ عيدګاه ته قريب نۀ راځى ددې خبرې خاص خيال ساتل ضرورى دى چې د قربانۍ نه مقصود محض د الله تعالى رضا ده او اخلاص او تقوى وى وينه توئيول او غوښې خوړل مقصود نۀ دى.

قران مجيد کښې وضاحت سره دا بيان موجود دے ترجمه: الله تعالى ته نۀ غوښې رسى اونۀ وينې بلکې هغوى ته تقوى او خلوص رسى او په حديث مبارک کښې وضاحت سره راغلى دى الله تعالى ستاسو صورتونو او رنګونو ته نۀ ګورى بلکې ستاسو زړونو او عملونو ته ګورى چې تر کومه پورې اخلاص پکښې موجود دے.

قربانى مونږ ته دا سبق د تسليم او انقياد راکوى يعنې چې مونږ مکمل طور خپل ځان دالله په حواله کړو. لکه چې د حضرت ابراهيم (ع) ددې ثبوت پيش کړے ؤ، چې د الله تعالى د طرف نه ورته حکم وشو چې اطاعت اختيار کړه.

ترجمه: ما د رب العالمين اطاعت اختيار کړو چې زمونږ مونځ قربانى، اودۀ کيدل، ويښيدل، پاڅيدل، خوړل، څښل او پوره زندګى د اطاعت او فرمانبردارۍ مکمل تصوير وى او زمونږ ټول حرکات سکنات د احکام الهى پابند وى او ددغې اطاعت سبق الله تعالى په دې الفاظو سره ښودلے دے.

اے پيغمبر (ص) وفرمايه چې يقيناً زما مونځ قربانى ژوند اومرګ ټول د الله دپاره دى چې هغه د جهان مالک دے د هغۀ څوک شريک نشته او ددغې ماته حکم شوے دے او زۀ په ټولو منونکو کښې اول منونکے يم.

خلاصه د کلام داده چې د هر انسان دپاره د ابراهيم (ع) نه د ايثار او قربانۍ سبق اخستل پکار دى ځکه چې خپل ژوند د خالق کائنات تابع کړو کۀ په هره مرحله کښې د قربانۍ ضرورت پيښ شى نو چې بغير د تامل نه د الله په حضور کښې هر څۀ پيش کوى اودا دعوه چې زۀ د ابراهيم (ع) په ملت يم د اثبات درجې ته ورسوى

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com