Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5
دتجوید زدکړه
چې داپه حقیقت کې ډېره لویه اوبرکت ناکه تحفه ده د دې مبارک کتاب خـــــورا زیات نــومـونه دي داګڼ نـــومــــونه د دې کتــــاب په فضیــــلت اواهمیــت دلالــــت کــــوي چيــــرته ورتــــه د مبارک په لفظ اشــاره شوی اوچيـرته ورته شفــاء ویلې شوې اوچيــرته ورته رحمت اوچيــرته ورته برهان خطاب شـــوې اوکله په کتاب عزیزاوبصائرنومول شوې البته د دې ټولونومونوسره سره شپږداسې نومونه دي چې ترټولوډېرمشهوردي . ۱ القـرآن ...په ســـورت بقـــــرة کې الله پاک فرمایلي دي (شَهْـرُرَمَضَانَ الذی اُنزل فیه القرآن ۲ الذکر... په سورت حجرکې الله پاک فرمایلي دي (انا نحـن نزلنا الذکرواناله لحافظون ۳ الکتاب.. په سورت بقرةکې الله پاک فرمایلي دي (آلم ذالـــک الکتـــاب لاریب فیـه ) ۴ الفــــــرقان..په سورت فرقان کی الله پاک فــرمایلی دي (تبارک الذی نزل الفـــرقان علی عبده لیکون للعالمین نذیرا ) ۵ الوحی.. په سورت انبیــــاء کی الله پاک فــــرمایلي دي (قل نمـــا انذرکـــم بالـوحی ) ۶ الروح...په سورة شورى کې الله پا ک فرمایلي دي (وکذالک اوحینا الیک روحـــامن امرنا ) دا کتـــاب الله پاک د ټول انسانيت لپـــاره اوپه ځانګـــړې توګـــه د اســلامي امت لپاره دهدایت اولارموندنې په موخه نازل کړې لکه څرنګه چې په سورت بقـرة کې الله پاک فرمایلي د ي . (هدىللمتقیـن )اوپه سورت آلعمـران کی الله پاک فــــرمایلې دي (هذابیان للنـــاس وهدیً وموعظةً للمتقیـــن) ګواکي دا سترکتاب چې د انسـانانود ژوند د چارود سمـــــون لپاره یومکمل د ستوراومکمله ظابطه ده چې له هغې پرته ورته کامياب ژوند تيــرول ممکن ندي په ځانګړې توګه د دې امت اړيکـه خود دې کتاب سره داسې ده لکه څــرنګه چې د انســـان د وجود سره د هغې د زړه تعلق دې کلـــه چې دانسان زړه قــــوې ترو،تازه اوتوانا وي د هغې په نتيجــــه کې د هغې بدن هم ترو،تازه وي اوکلـه چې د انسان زړه ضعیفـه اویا مریض وي دهغې سره دهغې ټول بدن د ضعف اوکمـــزورې سره مخامخ وي ا� �په دې ترتيب د انســــان د بدن ښکلا ورو ورو له مېنځه ځي ، نوله همدې کبله کلـه چې اســــلامي امت په دې کتاب کلکې منګــــولې لګــولې وې اودایي دخپل ژوند اصلی هدف اومقصد ګـــرځـــولې و او په خپــل ژوند کې عملي کــــړې و د دې کتاب په برکت الله پاک دوی ته عزت او وقارورپه برخـــه کــــړاوځمــــکې اواسمـــان دوی لپـــاره خپلې خزانې رابرسيره کړې که دوی به هــرڅـومره لـــږ و الله پاک بياهم دوی ته په هرمیدان کی کامیـــابی وربښلــــه ،دعلــــم اود پوهې په ساحـــه کې هغوی د ټول انسانیت امامان وګــــرځيــدل، اود اخلاقـواو د حسن معـــاملی په ساحــــه ک� � د خلکـو مشران او پیشــوایان بللې کيــدل، غــــریبې اوفقیـــرۍ د هغـــوې له مينځ څخـــه کــډه وکــــړه همدا ډول کـــه چېرته مــوږغواړو چې عـــزت ترلاسه کـړوزموږ پریشانۍ اومصیبتونه ستــــونزى اوآفتونه له مينځـــه ولاړشي اوعـــافیت،برکت اوسـرلــــوړی موپه برخه شي اوپه ټولنه کې مــوامن اوامـــان اوســوله راشي د دې لپاره دا کتـــاب خپلـــول غـــواړي اود دې شرعيت عملى کول پکـــاردی او دا د ژوند د ستـورجوړول غواړي. په هرمسلمان نارينه اوښځينه د قرآن کـــــریم شپږ عمده حقوق دي چې باید اداې کړي . ۱ ــ لومړې: حق به په دې کتاب پوخ ایما ن اوباورلـــرل چې :دا دالله پاک له لـــــورې نازل شوې کتاب دې اود بشريت د دنيا اواخرت د ټولوکاميابېو اوسرلوړې ضامن دې . ۲ دوهم : د قرآن کــــریم صحیح اودرست د تجوید د قــــواعدو سره برابر تلاوت کول . ۳ دریم :د قرآن کریم په معنی اومفهــــوم اود هغې په اوامــرو اونواهیوباندې ځان پوه کول. ۴ څلورم: د قرآن کـــــریم په احکاموعمل کـول اودا د خپل ژوند د ستورالعمل ګرځول . ۵ پنځم: د قرآن کــــریم د زده کـــړې اوپرهغې د عمل کولو وروسته نورو خلکـوته د دې رسول اوپه ټولنه کي د دې ر ڼا عامول. ۶ شپــــږم: د قـــــرآنی نظــــام دعملـــي نفـــاظ لپــاره پرلپسې کـــوښښ اونه ستــــړې کېدونې هلې ځلې کــــول . د دی شپږوحقـــوقو اداکـــول په هـــرنارینه اوښځيـنه فـــرض دې ترڅودا عمده حقوق په درسته توګه ادا شـــوی نه وي ترهغې موږ د دې عظیمې خـــزانې څخـــه هغـه ګټه پورته کول ناشوني دي کومه ګټه چې ورڅخه زموږ اسلافو پورته کړې وه . محتـــرمو: د علــم تجوید په دی مختصـــره رســـالـه کی مـوږد دي علم قواعد د سوال او جواب په بڼـه کی په خـورا اسان اسلـــوب وړاندى کـــووترڅــو وکولاى شود تجويد د قواعدو د زدکړې په نتيجه کې د قرآن کـريم د صحيح اودرست تلاوت کــــولو جوګه شو په پاې کى دالله رب العالميــن په پاک دربارکې د عاجــزې لاسونه پورته کوو چې الله پاک دا کوښښ په خپل دربارکې قبول کـــړي اوزمـــوږلپاره ېي د دنيا اوآخـــرت د کاميابۍ وسيلــه اود ټولومسلمـــانانولپـــاره په ځانګــړې توګه د متعلمينــو اومحصيلينو لپاره نافع اوګټوروګرځوي امين يارب العالمين د تجوید دعلم پیژندنه ۱ــ د تجویدعلم څه ته وايي؟ ج: ــ د تجوید معنی ده تحسین الشئ .یعنی یوشی ښایسته کول . ۲ ــ تجوید په اصطلاح کی څه ته وايي ؟ ج:ــ د قــرآءو په اصطـــلاح کی د قــرآن کــریم هرتورې د هغې له مخرج څخه په ښه ډول له ټولولازمواوعارضوصفتونوسره ادا کولوته تجویدویل کیږي . ۳ــ د تجوید موضوع څه ده ؟ ج:ــ د تجوید د علم موضوع د قرآن کریم توری، الفاظ اوکلمات دي . ۴ــ د تجوید د علم غرض ،غایه اوهدف څه دی؟ ج:ــ د تجوید دعلم غـــرض ،غایه اوهدف د قــــرآن کریم د حروفو ،الفاظو اوکلماتوپه صحیح ډول سره اداکول دي . ۵ ــ د تجوید دعلم فضیلت څه دي ؟ ج:ــ د تجـــوید علـــم ترټولــوبهتـــرین اوافضل ترین علم دې ځکـــه چې د دې اړوند د ټولوبهترین اوافضل ترین کتاب (قرآن کریم ) سره دي . ۶ ــ د تجوید زده کول او نوروته ښودل ، څه حکم لري ؟ ج:ــ د تجویدعلم دومره زده کول چې دهغې په پايله کی هــــرمسلمان نارینه اوښځينه دقرآن کـــریم صحیح تلاوت وکـــړلای شي، فـــرض عین دی اوپه تجــوید کی وړتيا ترلاسه کول فرض کفایي دي . ۷ ــ د دې څه دلیل دي ؟ ج:ــ د دې دلیلونه لاندنې نصونه دي : ۱ــ په سورة بقــره کی الله پاک فرمایلي دي (الذین اتیناهم الکتـــاب یتلونه حق تلاوته) ژباړه: هغـــه خلک چی هغوی ته موږ کتاب (قرآن کــــریم ) ورکړې دوی دا کتاب داسې لولي څرنګه چی د دې دلوستلوحق دی . ۲ ــ په سورت مزمل کې الله پا ک فرمایلي دي (ورتل القران ترتیلا)اوتاسې قرآن کریم په ورو ورو لولی . ۳ ــ په سورة فرقان کې الله پا ک فرمایلي دي (ورتلنه ترتیلا) اولـــــوستلې دي مونږه دې قرآن لره په ورو ورو. ۴ ــ په یوروایت نبي اکرم (ص)فرمایلي دي(ان الله تعالی یحب ان یقرا لقرآن کما انزل یقینا الله پاک داخوښوی چي قرآن کریم په هغه طریقه ولوستل شي په کــــومه طریقـه چې نازل کړای شوی دی . ۵ــ په یوبل روایت نبی اکرم (ص)فرمایلي دي (اقراءالقرآن بلحون العرب واصواتها کله چی تاسې قرآن کریم لولې نودعربوپه لهجو یي لولې . ۶ــ په همــــدې ډول امـــام جــــزري (رح) په خپـــل کتـــاب المقــدمة الجـــزریة کی لیکلي (الاخذبالتجوید حتم لازم ومن لم یجود القرآن آثم ٬ لانه به الاله انزلاوهکــذا الینا وصلا) . تجوید زده کـــول لازمي او ضــــروري دي څــوک چې د تجوید نه پرته قـــرآن لولي هغه ګنهګاردې ځکــه چې قرآن کریم الله پاک د تجوید سره نازل کــــړې او په همـدې ډول د تجوید سره موږ ته رارسیدلې دي . ۸ د تجویدګټه څه ده ؟ ج:د تجـــوید دعلـــم ګټه داده چې د دې علـــم په وجــــه انســـان د الله پاک رضــــا اود دواړوجهانوبرياوې ترلاسه کوي . ۹ د تجوید دعلم بنسټ ايښودونکي څوک دي ؟ ج:من حیث الادا یعنی قرآن کریم دتجوید دقواعدواوضوابطوسره د ټولو نه لومړى کس پخپــــله نبی اکرم (ص)و ځکــــه چې دوی قــــرآن کـــریم دحضــــرت جبریل (ع) نه په هغـــه کیفیت اورېدلې په کــــوم کیفیت باند چی الله پا ک هغه ستاسی په زړه مبارک باندی نازل کــړی اولــــه دی څخــــــه ورستــه بیا په همــدی کیفیت باندی نبی اکــــرم (ص)صحابه کرامو ته ددی تعلیم ورکړلو. ۱۰ـ دا خومعلومه شوه چې من حیث الادا پخپله نبي اکرم (ص)تجوید وضع کړی مګر د قواعدو د تجوید د تدوین له اړخه نه د دی فن بنسټ ايښودونکي څوک دي ؟ ج:دعلم تجوید په بنسټ ايښودونکوکې دلاندنیو قاریانو نومونه ډېرمشهوردې : ۱ــ ابوالاسودالدؤلي . ۲ــ ابوالقاسم عبدالله ابن سلام . ۳ــ خلیل ابن احمد الفراهیدي . ۴ــ ابوعمـــروحفص الدوري . ۵ــ موسی بن عبیدالله ابن خاقان البغدادي . ۶ــ ابومزاحم خاقاني . ۱۱ ــ د تجوید د علم دتدوین سبب څه و ؟ ج:د تجــــوید د علـــم بنسټيزسبب دعـربو اوعجمـــو په خپلــوکی اختلاط وه ٬ځکه چې صحابی کــرام پخپله دعــربي ژبې والــه و هغـــوی ته د تجـــوید دقواعدو دومره اړتيا نه پيداکيدله مګر وروسته وروسته چی بيلا بيل اسلامی فتوحات رامینځ ته شول عرب اوعجم پخپلـوکې سره ګډ شــول اوعجم په عــربی ژبه سم نه پوهيــدل اوقرآن کریم یی هم سم نشو لوستلی داهغـه وخت و چې په دی وخت کې د تجــوید دعلــم دقواعدو اړتيا پېښه شوه اودتجوید دعلم دقواعدوبنسټ کیخودلې شوه٬ ۱۲ــ د تجو ید دعلم څوارکان دي اوکوم کوم دي ؟ ج:ــ په بنسټيز ډول د تجوید علم څلورارکان لري : ۱ــ مخارج الحروف پيژندل . ۲ــ صفات الحروف پيـژندل . ۳ــ حروف تهجي اودهغې تفصیلي احکام پيژندل . ۴ــ د ډېرمشق په کولوسره ژبه دحروف تهجیوپه سم ويلوباندې عادتول. ` یوڅواړين اصطلاحات ۱۳ــ دقرآن کریم تلاوت څودرجې لري ؟ ج:دقرآن کریم تلاوت دری درجې لري چی په لاندې ډول دي. ۱ ــ ترتیل ۲ــ تدویر ۳ــ حدر ۱۴ ــ ترتیل څه ته وايي ؟ ج: په ورو ورو د مخــــارجواوتورو په سم ويلو سره دقرآن کریم تلاوت ته ترتیل ویلکيږي . لکه څرنګه چه په عاموغونډو کې تلاوت کیږي. ۱۵ ــ تدویرڅه ته وايي ؟ ج:ــ د ترتیل لـــه اندازې څخـــه لږ غوندې تيــزد تجـــویدي قواعدوپه پام کې نيـــولوسره د قـــرآن کـــریم تلاوت ته تدویرویلکيــږي . لکــه څرنګه چې په عاموجهری لمونځونو کې تلاوت کیږي . ۱۶ حدرڅه ته وايي ؟ د تدویرله اندازی څخـــه لــږ غــوندې تيــزد تجــویدي قـــواعـــدو په پام کي نيولوسره د قرآن کریم تلاوت ته حدرویلکيږي . لکه څرنګه چې دتراویحوپه لمانځه کې تلاوت کیږي . په لومړي سرکی باید مــوږپه دې اوپوهیږو چې د قراءو په آن غلطې په دوه ډوله دي چې په لاند ډول دي . ۱ــ لحن جلی : ۲ــ لحن خفی : ۱۷ــ د لحن لغوي معنا څه ده ؟ ج:ــ لحــن په لغت کې غلطـــۍ ته ویلکیږي . ۱۸ــ لحن په اصطلاح کې څه ته ویلکیږي ؟ ج:ــ په اصطلاح کی د قـــرآن کـــریم تــوري اوکلمات د تجوید خلاف لوستل اویاهم قرآن کــریم غلط لوستلوته لحن ویلکیږي . ۱۹ــ لحن په څوډولـــه دی ؟ ج:ــ په بنسټیزډول باندی لحن په دوه ډوله دی . ۱ ــ لحن جلی : ۲ ــ لحن خفی : ۲۰ ــ لحن جلی څه ته وایي ؟ ج:ــ لحن جلی هغه غټې اوښکاره غلطۍ ته ویلکیږي چی دقاریانواومجویدینو نه سربیره عام خلک هم پرې پوه شي . ۲۱ ــ لحن جلي په څو ډوله دی ؟ ج:ــ د لحن جلي پنځه ډوله دی چی په لاندې ډول دي . ۱ــ کله چی د یوتوري پرځائ بل توري ولوستل شي د ساري په ډول لکــه د(قلب )پرځــای(کلب) اویا د( والصیف )پرځای (والسیف) اوداســـې نور و لوستل شي . ۲ــ کله په (زور. زېر .پېښ) کی تېروتنه کول یعنې دیوحــرکت پرځای بل حرکت لـــوستل لکـــه د (انعمتَ) پرځای (انعمتُ) ولولې؛یعنې د (ت) د زور پرځای د (ت) پيښ ولولې . ۳ــ کلـــه یوتوري د خپل اصلي حالت نه زیات لـــوستل؛ لکه د(نعبدُ) پرځای (نعبدو) اود (نستعین) پرځای (نستاعین) ولوستل شی . ۴ــ کله یوتوري د خپل اصلی حالت نه لږ لـــوستل لکه د (فتکــــونا ) پرځای (فتکون )اود(ولاتقربا)پرځای (ولاتقرب)اود(عرفو)پرځای (عرف ُ) اوداسې نورهم لوستل شي . ۵ــ کله هــــم یومتحرک توري سا کن لـــوستل ؛لکــه : د (واذانْعَمْنَا ) پرځای (واذانَعَمَنَا ) اود(خلَقْنَا ) پرځای (خَلَقَنَا) اوداسې نور لوستل . ۶ــ کله هم یومتحرک توري ساکن کول؛ لکه: د (خَتَــمَ اللهُ) پرځای (خَتْمَ الله ُ) وغیره لوستل . ۷ــ کله د یومشدد توري پرځای مخفف اود مخفف حرف پرځای مشدد حرف لوستل؛ لکه: د (انَّ)پرځای(انْ) اود(ملَّةَ)پرځای مِلَةَ اوداسی نور . ۲ــ د لحن جلي څه حکم دی ؟ ج:لحن جلي کول ګناه ده اوله دی څخه ځان ژغورل واجب دي . کله؛ کله په دی ډول غلطیوسره لمونځ هم فاسدیږي . ۲۳ ــ لحن خفی څه ته وایی ؟ ج:ــ خفی په لغت کی پټ اوناڅرګنده ته وايي شی اولحـــن په لغت کی غلطۍ ته ویلی شي د قراءو په اصطلاح کی لحن خفی هغـــه پټی اوناڅرګنده غلطۍ ته ویلې شي چی عــام خلک پرې نه پوهیږي بلکـــه یوازې قاریان اوتجـــوید پوهان پرې پوهیږي؛ خودې سره پدې خبرې ځان پوهول پکاردي چې د لحن خفی ســره د حرف په ذات کې څه بدلون نه راځـې بلکی د هغې پورې اړوند صفت کې کمې یا زیاتې راغلی وي . ۲۴ ــ دلحن خفی یوڅـــوبیلګـــې بیان کــړی ؟ ج ــ چيرته چی غُنَّه وي؛ هلـته غُنَّه نه کــول . ۲ ــ یا چرته چی غُنَّه نه وی هلتـــه غُنَّه کــول. ۳ ــ د زور یاپیښ واله ډکــه (ر) باریکـه ویل . ۴ــ یاحرکات د خپل اصلي مقدارنه کم لوستل. ۲۵ــ د لحن خفی حکم څه دی ؟ ج:ــ لحن خفی کول مکروه دی؛ له دې څخه ترخپلې وسې پورې ځان ساتل اړین اوضـــــروري دي ځکــه چې تل لپاره لحـــن خفي کــول هم دالله پاک د خپګان سبب ګرځي . د تعوذ اوتسمیه احکام ۲۶ــ تعوذ څه ته وایي ؟ ج:ــ (اعوذباالله من الشیطان الرجیم ) ته تعوذ وايي اواستعاذه هم بلل کيــږي . ۲۷ــ د قرآن کریم له تلاوت څخه مخکی دتعوذ څه حکم دی؟ ج:ــ د قرآن کریم دتلاوت څخه مخکې تعوذ ویل اړین اوضــــروری دی؛ که هغه تلاوت د ســورت له پیل نه وی او که د سورت د مینځ نه؛ ځکه چی دالله پا ک حکم دی ( فاذاقراءت القرآن فاستعذ باالله من الشیطان الرجیم ) پس کله هم چی تاسې د قرآن کریم تلاوت کوئ د الله پاک نه د شیطان رټل شوي پناه غواړئ. ۲۸ــ تسمیه څه ته وايي ؟ ج:ــ ( بسم الله الرحمن الرحیم ) ته تسمیـــه وایي او بسمـــله هــم بلل کیـږی . ۲۹ ــ د تعوذ تسمیی اود تلاوت پیل په څوډوله دی ؟ ج: ــ په درې ډوله ده ۱ــ پیل د تلاوت سرد سورت ۲ــ پیل د تلاوت مینځ د سورت ۳ــ مینځ د تلاوت سردسورت . کله چی د تلاوت پیل د سورت له ســـرڅخه وي؛ پدی صــــورت کــې تعوذ اوتسمیه دواړه ویل اړین اوضروري دي . ۲ــ کلـــــه چی د تلاوت پیل د سورت له مینځ نه وه ؛ پدی صورت کی تعوذ ویل اړین اوضـــروري دي اوپه تسمیه ویلو کی خوښه ده که لولئ اوکه نه . ۳ــ هغه مهال چې د تلاوت په مینځ کـــی نوی سورت پیل شي ؛ پدې سورت کې یوازې تسمیه ویل اړین او ضروري دي . ۳۰ــ هغه مهال چی د تلاوت پیل د سورت له سرڅخه وشي پدې صورت کې په تعوذ اوتسمیه کې څوحالتونه روا دي ؟ ج:ــ هغه مهــــال چی د تلاوت پیل د سورت دسرنه وشی پدې صورت کی د تعوذ اوتسميي څلورصورتونه روا دي . ۱ـ فصل کل ۲ ـ وصل کل ۳ـ فصل اول وصل ثانی ۴ـ وصل اول فصل ثانی ۱ ــ فصل کل : تعوذ ؛ تسمیه ا وسورت درې واړه بیل بیل لوستل . لکه : (اعوذ باالله من الشیطا ن الرجیم ) (بسم الله الرحمن الرحیم ) (قل هوالله احد) ۲ــ وصل کل : تعوذ ؛تسمیه اوسورت درې واړه یوځای لوستل . لکه : (اعوذ باالله من الشیطان الرجیم بسم الله الرحمن الرحیم قل هوالله احد) ۳ــ فصل اول وصل ثاني :یعنې تعوذ ځان ته لوستل ؛ تسمیه او سورت دواړه یوځای کول . لکه :(اعوذباالله من الشیطان الرجیم )بسم الله الرحمن الرحیم قل هوالله احد ) ۴ــ وصل اول فصل ثاني :یعنې تعوذ اوتسمیه یوځای کول اوسورت ځان ته لوستل . لکه :(اعوذباالله من الشیطان الرجیم بسم الله الرحمن الرحیم )(قل هوالله احد ) ۳۱ــ کله چی د تلاوت په منځ کې نوی سورت شروع شي په دې صـــورت کې د تېرسورت په ختميدو اود تسميه اود بل سورت په شـــروع کيــدو کې څوحا لتونه روا اوڅوحالتونه نا روا دي . ج:ــ په دې کې هم ټول څلورحالتونه جوړیږی چی په هغې کې درې حالتونه روا اویوحالت ناروا دی . ۱ــ فصل کل ۲ ـ وصل کل ۳ـ فصـــل اول وصـــل ثاني ۴ـ وصـل اول فصل ثاني ۳۲ ــ پدې کې درې روا حالتونه کوم دي ؟ ج:ــ پدې کې درې روا حالتونه په لاندې ډول دي . ۱ـ فصل کل ۲ ـ وصل کل ۳ـ فصل اول وصل ثاني . فصل کل :یعنې د تيـــرشوي سورت اخـــره تسمیه اود نوي سورت پيل درې واړه ځان ؛ ځان ته لوستل . لکه :(غیرالمغضوب علیهم ولالضآلین )(بسم الله الرحمن الرحیم )(الم ذالک الکتاب لاریب فیه ). وصل کل:یعنې د تیـــرشوي سورت اخـره تسمیه اود نوي ســـورت پیل درې واړه یوځای لوستل . لکه :(غیرالمغضوب علیهم والالضآلین بسم الله الــــرحمن الــــرحیم الم ذالک الکتاب لاریب فیه ) فصل اول وصل ثاني :یعنې تعـــوذ ځان ته لــــوستل اوتسمیــه اونوې سورت دواړه سره یوځای کول . لک: (غیرالغضوب علیهــــم والالضــآلین )(بسم الله الرحمن الرحیم الم ذالک الکتاب لاریب فیه ) اوپه دې کـــــې یوصـــورت ناروا دی چې هغه (وصل اول فصـل ثاني دی ) وصل اول فصل ثاني :یعنې د تيـــرشوي ســورت اخــــــراو بسم الله یو ځای لوستل او نوی سورت ځان ته لوستل . لکه :غیرالمغضوب علیهــم والالضــــآلین بسم الله الرحمن الرحیم )(الم ذالک الکتاب لاریب فیه ) نوټ:ــ د دې حالت د ناروا کيــدو وجـــه دا ده چــې لــــه دې څخـــــه دا نه معلومیږي چې د بسم الله اړيکــــه د نـوي سورت ســـره ده اوکه د تیرشوي سورت ســــره د دې شبه له کبله داحالت ناروا وګڼل شو. ۳۴ ــ کله چې د تلاوت پيل د سورت له مینځ څخه وي پدې حالت کې د تعوذ اودتسمیي څو حالتونه روا اوڅو حالتونه ناروا دي ؟ ج:ــ پدې حالت کې دتعوذ اوتسمیي څلورحالتونه جوړیږي چې په هغې کې دوه حالتونه روا اودوه حالتونه نه ناروا دي . ۳۵ــ په دې کې جائزصـــــورتونه کوم دي ؟ ج:ــ پدې کې روا حالتـــونه ۱ ـ فصل کل ۲ـ وصـــل اول فصـل ثاني دي . ۱ ــ فصل کل:یعنې تعــوذ تسميـه اوهغـــه آیت چی دهغې څخــه د تلاوت پیل کیږې ځان ؛ ځان ته په درې سآه ګانو کې ولوستل شې . لکه :(اعوذ باالله من الشیطان الرجیم )(بسم الله الرحمن الرحیم )(یاایها الناس اعبدوربکم الذی خلقکم والذین من قبلکم لعلکم تتقون ) ۲ــ وصل اول فصل ثاني :یعنې تعوذ اوتسمیه یوځای ولوستل شي اوهغه ایت چې دهغې څخه تلاوت پیل کیږي ځان ته ولوستل شي . لکه :(اعوذ باالله من الشیطان الـــرجیم بسم الله الرحمن الرحیم )(یاایها الناس اعبدوربکم الذی خلقکم والذین من قبلکم لعلکم تتقون ) ۳۶ پدې کې کوم حالتونه ناروا دي ؟ ج:پدې کې دوه حالتونه ناروا دي .۱ـ وصل کل ۲ فصل اول وصل ثاني. ۱ـ وصل کل:یعنی تعوذ تسمیه اوهغـه ایت چی دهغی څخه تلاوت شروع کیږي درې واړه یوځای ولوستل شي . لکه :(اعوذ باالله من الشیطان الــــرجیم بســـم الله الرحمن الرحیم یاایها الناس اعبدوربکم الذی خلقکم والذین من قبلکم لعلکم تتقون ) ۲ــ فصل اول وصل ثاني :یعنې تعوذ ځان ته لــوستل ؛ تسمیه اوهغه ایت چې د تلاوت پیل ترې نه کیږي یوځای لوستل. لکه :(اعوذ باالله من الشیطان الرجیم )(بسم الله الرحمن الـــرحیم یاایهــا الناس اعبدوربکم الذی خلقکم والذین من قبلکم لعلکم تتقون ) ۳۷ ــ کلـــه چې د تلاوت پیل د ســــورت د مینځ څخه وي پدې کې تعوذ ویل اړین او ضـــروري دي اوپه تسمیه ویلــو کی لوستونکې خـــوښمن دي. پدې حالت کې څه وکړلای شي ؟ ج:ــ پدې حالت کی وصل :یعنې تعوذ دایت سره یوځای لـوستل اوفصل یعنې تعوذ په ځان ته سآه کې لوستل اوایت په ځان ته سآه کې لوستل دواړه روا دي البته د وصل کولوپروخت کې باید د اخیال وساتل شي کــه چې د آیت په پیل کـــې دالله پاک ذاتي یا صفتي نوم نه وي .کــه چیـــرته د آیت په پیل کی دالله پا ک ذاتي یا صفتی نوم راشي پدې حالت کـــې بیا فصــل کـــول اړین دي لکه :( اعوذباالله من الشیطان الرجیم )( الله نورالسموات والارض مثلــه نوره کمشکاة فیهامصباح ) دمخارجوبیان ۳۸ــ مخارج څه ته وایي ؟ ج:ــ مخــــارج د مخرج جمع ده په عـــربې ژبه کـــې مخـــرج د وتلو ځای ته وايي . ۳۹ ــ د تجوید په اصطلاح کې د تورو د مخارجو څخه څه مطلب دې ؟ ج:ــ د تجــوید په اصطلاح کې د تورو د مخارجو څخه مطلب د خولې هغه ځانګړې برخې دي چې له هغې څخه توري ادا کیږي . ۴۱ ــ مخارج ټول څومره دي ؟ ج:ــ د امام فراء په آن مخارج ټول (۱۴) دي اود امام سبویه په آن مخارج ټول(۱۶) دي اود امام خلیل ابن احمد نحوي په آن مخارج ټول (۱۷) دي . ۴۲ــ د قراء اود تجوید د علم پوهانو په آن کوم یو قول زیات غــوره دې ؟ ج:ــ جمهورو یعنې اکثرو علماءو د امام خلیل ابن احمد قول ته زیاته پاملـــرنه کړ . د غاښونوبیان څرنګه چې د ډېرومخارجو اړیکه دغاښونوسره ده که د تورو د مخـــارجو د بشپړ بیان نه مخکې که په خوله کې شته غاښونه وپيژندل شي نود تورو په مخارجو پيژندلو کې به اساني وي . ۴۲ــ ټول غاښونه څودي اودهغې بشپړتیا څه ده ؟ ج:ــ په عام ډول د یو سالم انسان په خوله کې (۳۲) غاښونه وي چې په هغې کې (۱۶) په بره ژامه او(۱۶) په ښکته ژامه کې وي . دښکتنیو(۱۶) غاښونوبشپړتیا په لاندې ډول ده . مخامخو څلورو(۴) غاښونوته ثنایا وايي بیا ثنایا په دوه ډوله دي . ۱ــ ثنا یا عُلیا ( مخامخ پورتني ) ۲ــ ثنایا سُفلی ( مخامخ ښکتني ) ۴۳ ــ ثنایا عُلیا څه ته وايي ؟ ثنا یا عُلیا (پورتنیو) مخامخو دوو غاښونوته ویل کیږي . ۴۴ــ ثنایا سُفلی څه ته وايي ؟ ج :ــ ثنایا سُفلی (ښکتنیو) مخامخو دوه غاښونو ته ویل کیږي . ۴۵ ــ رباعیات څه ته وايي ؟ ج: ــ رباعیات هغه څلوروغاښونوته وايي چې د ثنایاوغاښونو سره نږدې کیڼ اوښې اړخ ته لاندې اوپاس دي .دې رباعیاتو ته قواطع هم ویل کیږي . ۴۶ ــ انیاب څه ته وايي ؟ ج :ــ انیاب هغه څلورو نوکه لرونکو غاښونو ته وايي چې ده رباعیاتو غاښونو سره نږدی کیڼ اوښې اړخ ته لاندې او پاس دي . دې انیاب ته کواسر هم ویل کیږ . ۴۷ــ ضواحک څه ته وايي ؟ ج :ــ ضواحک هغه څلورو غاښونو ته وايي کوم چې د انیابو دغاښونو سره نږدی کیڼ او ښې اړخ ته لاندې اوپاس دي. ۴۸ ــ طواحن څه ته وايي ؟ ج :ــ طواحن هغه دولسوغاښونو ته وايي کوم چې له ضواحکوغاښونو سره نږدی کیڼ ا وښې اړخ ته درې درې غاښونه لاندې او پاس دي . ۴۹ــ نواجذ څه ته وايي ؟ ج :ــ نواجذ هغه څلورو غاښونو ته وايي کوم چی له طواحنوسره نږدی کیڼ او ښې اړخ ته لاندې او پاس دي . یادونه : غاښ ته په عربي ژبه کې ضرس وايي چی جمع یی اضراس راځي . د ضواحکو ، طواحنو؛ نواجذو ټولګه (۲۰) غاښونه جوړیږی چې اضراس ورته وايي . توري اودهغې مخارج ۵۰ ــ دعربي ژبې ټول توري څومره دي اودهغې مخارج (وتن ځایونه) ټول څودي؟ ج:ــ دعربي توري ټول (۲۹) او مخارج (وتن ځایونه) یې (۱۷) دي . ۵۱ ــ مخرج په څو ډوله دې . ج:ــ مخرج په دوه ډوله دې چې په لاندې ډول دي . ۱ــ مخرج محقق ۲ــ مخرج مقدر ۵۲ ــ مجرج محقق څه ته وايي . ج:ــ کله چی د ژبې اوشونډو په ټاکلېو برخوکې په یوځانګړې اوټاکلې ځاکی کی اواز ودریږیي دي ته مجرج محقق ویل کیږي . ۵۳ ــ مخرج مقدرڅه ته وايي ؟ ج:ــ کله چې د ژبې حلق اوشونډو له ټاکلوبرخوڅخه په یوځانګړی اوټاکلې ځایي کې غږودریږي دي ته مخرج مقدر ویل کیږی؛ لکه:(خیشوم اوجوف دهن ) اوداسې نور . ۵۴ــ ټول مخارج (۱۷) دي دهغې بشپړتیا څه ده ؟ . ج:ــ په هغې کې لومړې مخرج د(اقصی حلق ) دې داقصی معنی دحلق هغه برخه ده چې له خولې څخه لرې اوسېنی ته بالکل نېږدی ده له دې څخه دوه توري(ء هـ )اداکیږي . ۲ــ دوهم مخرج د وسط حلق (دحلق مینځ) دې . :یعنې دحلق مینځ ته وسط وايي له دې څخه هم دوه توري (ع ح ) اداکیږي . ۳ ــ دریم مخرج د(ادنی حلق) دې.د ادنی معنی ده نږدې دې :یعنې دا دحلق هغه برخه ده چه خولې ته نږدې ده له دې څخه هم دوه حروفه (غ خ ) اداکیږی . ۴ ــ څلورم مخرج د(ق) دې کله چې دژبې بېخ اولهـات دواړه پاس تالـــوسره ولګیږي له دې څخه (ق)حرف ادا کیږی. یادونه :په عربي ژبه کې لهات هغه غوښې ته ویلکیږې کومه چې په حلق کی رازوړنده وي اودهغی ســر تېره وي دېته په عــــربې ژبه کې (اللســــان الصغیـــر)وړه ژبه هم ویل کیږې . ۵ ــ پنځم: مخرج د (ک) دې .دلهات سره بالکل پیوست د(ق)مخرج څخه لږ غوندې رالاندې د(ک )مخرج دې اوله دې څخه د(ک) حرف اداکیږي . ۶ ــ شپږم :مخرج د(ج ش ی) دې . کله چې دژبې مینځینۍ برخه د دې په مقابل کې پاس تالوسرو ولږې له دې څخه د(ج ش ی ) حروف اداکیږی . ۷ ــ وم : مخرج د(ض) دې .کله چې دژبې اړخ دپورتنیو غاښونودبیخونوسره د(نواجذ نه ترضواحکه )پوری ولګیږي له دې څخه د (ض)حرف اداکیږي . ۸ ــ اتم :مخرج د(ل) دې .کله چې دژبې څوکه دژبې دزنې شاتنې برخې سره د ثنایا ؛رباعیاتُ اوضواحکُ دپورتنیووریوسره ولګې له دې څخه د(ل)حرف اداکیږی . ۹ ــ نهم :مخرج د(ن) دې کله چې دژبې څوکه دثنایا رباعیاتُ اوانیابُ دپورتنیووریو سره ولګیږي له دې څخه د(ن)حرف اداکیږي . ۱۰ ــ لسم :مخرج د(ر) دې . کله چې دژبې څوکه دزنې شاتنې برخې سره دثنایا علیا رباعیات سره ولګې له دې څخه د(ر) حرف اداکیږي . ۱۱ ــ یولسم :مخرج د(ط د ت) دی .کله چې دژبې څوکه دثنایا علیا د بېخونوسره ولږي له دې څخه د(ط د ت)حروف اداکیږي. ۱۲ ــ دولسم :مخرج د(ظ ذ ث ) دی .کله چې د ژبې څوکه د ثنایا عُلیا د څوکوسره یوځای شي له دې څخه د (ظ ذث) حروف اداکیږي . ۱۳ ـــ د یارلسم:مخرج د (ص ز س ) دی کله چې د ژبې څوکه د ثنایا علیا او سفلی د ننئ غاړې سره یو ځای شي له دې څخه د(ص ز س) حروف ادکیږی . ۱۴ ــ څوارلسم .مخرج د (ف) دی .کله چې دلاندینۍ شونډې لونده برخه د ثنایا علیا د څوکوسره یوځای شي له دې څخه د(ف) حرف اداکیږي . ۱۵ــ پنځلسم: مخرج د(ب م و) د ی .کله چې دواړه شـونډې سره رایوځای شې له دې څخه د (ب م و) حروف اداکیږي. چی دهغی تفصیل په داسې ډول دی .کله چې د دواړوشونډولــونده برخه یوځـــای شي له دې څخـــه د (ب)حــــرف اداکيــــږي اوکلـه چې د دواړو شونډو وچه برخه یوځای شي له دې څخه د (م) حرف اداکیږی .اوکله چې دواړه شونډې راغونډی شي له دې څخه د (و)حرف اداکیږي . ۱۶ ــ شپاړشم :مخرج د (خیشوم ) دی خېشوم دپوزې ډ ډې اوخرینې برخې ته ویلې شې :چې له هغې څخه نون (غنه)اداکیږي . ۱۷ــ ولسم :مخـــرج د (جوف دهن) دی جــوف دهن دشـــونډو نه واخلــه ترحلقه پورې دخولې ډ ډی برخې ته وایي چې له هغې څخــــه (حروف مده)اداکیږی .چې دهغې تفصیل په دې ډول دې .الف مده د (جوف حلق) نه او.واومده د (جوف شفتن) اویاء مده نه د(جوف لسان)نه اداکیږي . دحروف ډولونه اودهغې ځینې القاب ۵۵ په تهجې توروکې د ځینو تورو ځینې القاب کوم دي ؟ ج:د تهحې توروڅخه دځینوتورو ځینې القاب په لاندی ډول دي . ۱ ــ لهات:(ک ق)ته حروف لهاتیه وايي دې ته لهاتیه توري ځکه وايي چی دا دلهات څخه اداکیږي . ۲ ــ شجریه :(ج ش ی) ته شجریه توري وايي .په عربې ژبه کې د شجرډیرې معناوې دي چې په هغې کې یی یوه معنا د دواړوژامومینځ ده اودا درې واړه توري هم د خولې له مینځنې برخې څخه اداکیږي له دې امله دې تورو ته د شجریه توري ویل کیږي . ۳ ـ ذلقیه :(ذ، ل ،ن)ته ذلقیه توري وايي په عربې ژبه کې (اذلاق) دخویدلو اود غاړې په معنا دې دې تورو ته ذلقیه تورې ځکه وايي چې دا توري هم د ژبې له غاړې اوڅوکی څخه اداکیږي . ۴ ــ نطعیه :(ط ،د، ت) ته د نطعیه توري وايي . نطعیه له نطع څخه اخیستل شوې اونطع په عـــربي کې د تالـــوهغی برخې ته وايي چې وړې وړې دانې لـــري چې بـرني مخامخـــو غاښونو ته نږدې وي له دې ځای څخه دا توري اداکیږي له دې امله ورته د نطعیه توري ویل کیږي . ۵ ـــ لثویه :(ظ، ذ، ث) ته د لثویه توري وايي .لثویه له لثه څخه اخیستل شوی اولثه په عربي ژبه کې وریو ته وايي دې تورو ته د لثــــویه توري ځکـــه وايي چــــې د دې تورود ادا کـــولوپه وخت کې دې ســــره د ثنایا علیا د وریو د خل وي له دې امله ورته د لثویه توري ویل کیږي . ۶ ــ اسلیة :(ص، ز،س) ته د اسلیة توري وايي .اسلیة له اسل څخه اخیستل شوې اواسل په عربي ژبه کې د ژبې تیرې څوکې اوبرخی ته وايي اودا توري هم له همد غه ځای څخه اداکیږي له دې امله دې ته د اسلیة توري ویلکیږي . ۷ ــ شفویه :(ب ،م، و)ته د شفویه توري وايي شفـــویه له شُفــه څخه اخیستل شوی اوشفه شونډې ته وايي دې تورو ته شفویه ځکه وايي چې دا له شونډوڅخه ادا کیږي . ۵۶ ــ هرتورې له خپل مجرج څخه د اداکولو اویا د هرمخرج دپېــژندلو لنډه اواسانه طریقه کومه ده ؟ ج:هغه مهال چې ته د یوتوري مخرج معلـــومول غــواړه ، د هغې طریقه داده چی هغه به ساکن کړی اوله هغه څخه وړاندې به همزه متحرکه راوړئ اوبیا به پری تلفظ وکــړئ په کــوم ځای کی چی اوازپای ته ورسیږي هماغه دهغې مخرج دی .لکه(اَبْ، اِبْ، اَقْ، اِقْ)اوداسې نورهم . همداډول د تورو ښه تمرین وکړئ چې د مخارجوپه ادا کولوکې موبشپړه وړتیا ترلاسه شي . د حروف د صفاتو بیان ۵۷ :صفات تعریف کړئ ؟ ج:صفات د صفت جمع ده دقراءووپه اصطلاح کې ده صفت نه موخه هغه کیفیت دې کوم چې د تورو د مخرج نه د ویلو پروخت هغې پورې تړل کیږی چې له هغه څخه د تورو لوړ والی ،ټیټ والی سخت والی ،نرم والی ،غټ والی اونری والی اوداسې نور معلومیږي . ۵۸ :د حروف صفات په څوډوله دي ؟ ج:د حروف صفات په دوه قسمه دي چې په لاندې ډول دي . ۱ــ صفات لازمه ۲ــ صفات عارضه ۵۹ : لازمه صفات څه ته وايي ؟ ج:د لازمه صفاتوڅخه موخه هرهغه صفات دي کوم چې په تورو کې هروخت اوپه هرحال کې موندلې شي چې له هغې څخه پرته تورې نشی ویل کیدایی . یادونه :دهرڅخه مطلب داچې که تورې (مفتوح وي اوکه مکسوراویا که مظموم او که منون یعنې تنوین واله وي په دې ټولوحالاتو کې به پکې هغه صفت شتون ولري. ۶۰ عارضه صفات څه ته وايي ؟ ج: عارضه صفات په تورو کې هغه صفاتوته ویل کیږي کوم چې په تورو کې په ځینو حالاتو کیی پیداکولای شي اوپه ځینوحالاتو کې نشی پیداکولای . یادونه :ځینې قراءوو د عارضه صفاتو تعریف داسی کړی عارضه صفات هغه صفاتو ته وايي چې د هغې د لوستلوپه وخت کې خو تورې اداکیږی مګر دهغې ښایستوب له منځه ځي . ۶۱ :د لازمه صفاتو بشپړتیا په څه ډول ده ؟ ج: لازمه صفات ټول ولس (۱۷) دي او په دوه ډوله دي . ۱ــ صفات لازمه متضاده ۲ـــ صفات لازمه غیرمتضاده . ۶۲ : لازمه صفات متضاده څه ته وايي ؟ ج:د لازمه صفات نه موخه هغه صفات دي چې په هغې کې دهریوپر وړاندې ضد صفت شتون ولري په دې کې داخبره هم د یادولو وړده چې دوه متضاد صفتونه هم په یووخت په یوتوري کې نشی پیداکولای اونه هم یوتورې له دې څخه خالې کېدای شي . ۶۳ : لازمه متضاده صفات ټول څودي ؟ ج: لازمه متضاده صفات ټول (۱۰) دي چې په هغې کې د هریونوم اوتفصیل یی په لاندې ډول دی . ۱ــ :همس ۲ــ: جهر۳ــ:شدت ۴ــ:رخوت ۵ــ:استعلاء۶ــ:استفال ۷ــ:اطباق ۸ــ:انفتاح ۹ــ:اذلاق ۱۰ــ:اصمات دی . ۱ــ همس :د همس معنا نرم اوټیټ غږدې د دې صفت مطلب دادې چې د دی د تورو د اداکولوپروخت به غږ په خپل مخرج کی په ډېرې نرمې سره ودریږی اوساه به په کې جاري پاتی وي لکه (یلهث) داصفت چې په کومو توروکې موندلې شي هغې ته مهموسه توری وایی چې هغه ټول لس (۱۰) توری دې اود هغې مجموعه دا ده (فحثّه شخص سکت ) . ۲ــ جهر:دا د همس ضد دی .د جهرمعنا د لوړ اوقوی غږدې ددی صفت مطلب دادی چې د دې د تورو د لوستلو پروخت به غږ د خپل مخرج نه په دومره قوت سره راوځی چې غږاوسا ه داوړه ورسره ودریږي داصفت چې په کوموتورو کې موندلې شي هغې ته (مجهوره ) توری ویل کیږي مجهوره توری ټول (۱۹) دي اود هغې مجموعه دا ده(عظم وزن قاری ذی عضّ جدّ طلب ). ۳ــ شدت :د شدت معنی د کلک اوقوی غږ دی د دې مطلب دا دې چی د دی تورو دلوستلو پروخت به غږپه خپل مخرج کې په دومره قوت اوکلک والي سره ودریږې چې هغه ورسره پرې شي داصفت چې په کوموتوروکې موند لې شي هغې ته د ( شدیدیه ) توری وايي د شدیدیه ټول توري (۸) دي چې د هغې مجموعه داده (اجد قطٍ بکت ) ۴ ــ رخوت :رخوت د شدت ضد دی .د رخوت معنا د نرمۍ اویا نرم غږده د دې صفت مطلب دا دې چې د یادو تورو د اداکولوپروخت به غږپه خپل مخرج کی په ډیرې نرمۍ سره ودریږي اوساه به جاري وي دا صفت چې په کوموتورو کی موندلې شي هغې تورو ته د (رخویه )توري وايي . درخویه ټول توري (۱۶) دي چې د هغې مجموعه داده (خذ غثّ حظ فض شوص ذی ساه ) . یادونه : توسط :د شدت اورخوة منځیني حالت ته توسط وايي .د دې مطلب دا دې چې د دې تورو د ادا کولوپروخت به غږنه خو دو مره سخت وي لکه :د شد ید یه توري او نه به دومره نرم وي لکه: درخویه توری بلکې دا به د شد یدیو اورخویوتورو مینځنی حالت وي یعنې په دې کې به څه ناڅه اغیزه د شد ت اوڅه ناڅه اغیزه به پکې د رخوت وي دا صفت چې په کوموتورو کې موند لې شي هغې ته (متوسط) توری وايي متوسط توری ټول (۵) دي چې د هغې مجموعه د اده (لن عمر) په دې موخه چې د دووصفتونو مینځنې حالت دې په دې موخه قراء دا په صفات عشرو کې ونه شمېرلو . ۵ ــ استعلاء:د استعلاءمعنا د لـــــوړوالي ده د دې مطلب دا دې چې د دې د تورو د اد کولوپروخت به دژبی یو برخه اوخواته بیخ یی بره تالوخوا ته پورته کیږي چې دهغې په موخه دا توری ډک لوستل کیــــــږي دا صفت چې په کومو تورو کې موندلې شي هغې ته مستعلیه توری وايي مستعلیه ټول (۷) توری دي چې د هغې مجموعه داده (خصّ ضغطٍ قظ ) . ۶ ــ استفال :استفال د استعلاءضد دې استفــــال دټیټ والي اوښکته والي په معنا دی د دې صفت مطلب دا دې چې د دې د تورو د ادا کولوپروخت به ژبه بره تالوخوا ته نه پورته کیږي بلکې ښکته به پاتې وې چې د هغې له امله دا توری باریک یعنی (نری) لوستل کیږي دا صفت چې په کوموتورو کې موندلې شی هغې تورو ته مستفله وايی مستفله ټول (۲۲) توري دي یعنې د مستعلیو د (۷) تورو څخه علاوه باقي ټول د استفال توری دي چې د هغې مجموعه دا ده (ثبت عزمن یجود حرفه اذسل شکا) . ۷ ــ اطباق : په عــــربي ژبه کې د اطبــــاق معنا د پټوالی ،راغـونډوالی اویا په ښه ډول د یوځای والې ده د قراء په اصطلاح کې له دې صفت څخه مـــــراد دا دې چې د دې تورو د اداکولوپروخت به د ژبی اکثــره برخه پاس تالوسره په ښه ډول لګی اوی ا نخلی چې د هغې په وجه دا توري ډک ادا کیږي دا صفت چي په کـــوموتورو کې موندلې شي هغې ته مطبقه توری وايي مطبقه ټول (۴) توری دی چې دهغې مجموعه دا ده (صط ضظ) . ۸ ــ انفتاح :انفتاح د اطباق ضد دې انفتــــاح د بیلوالې اوعلیحده والې په معنا دې د قراء په اصطلاح کی له دې صفت څخـــه مـطلب دا دې چې د دې د تورو د ویلو پروخت به د ژبې زیاتر برخه د تالوڅخه علیحده پاتې وي دا صفت چې په کوموتورو کې موندلې شی هغې ته منفتحه توری وايي منفتحه ټول (۲۵) توری دي یعنې د اطباق د (۴) څلـــوروتوروڅخه سربیره پاتې ټول دانفتــــاح توری دي چې د هغې مجموعه دا ده (من اخذ وجه سعة فزکاحق له شرب غیث ) . ۹ ــ اذلاق:اذلاق په عـــربي ژبه کې خوید لــواویا دغاړی نه دویلو اویا د تېزوالي په معنا دې د قـــراءوو په اصطلاح کې د دې مطلب دا دی چې په کـــوموتورو کې چې دا صفت مــوندلې شي هغه د ژبې اوشــونډود څــوکـــونه په ډېرې تیزۍ اونرمۍ ســـره ویل کیږې بله داچې دا صفت چې په کوموتوروکې شتون ولري هغې ته مذلقه توری وايي مذلقه ټول (۶) توری دي چې د هغې مجموعه دا ده (فرّمن لب ) . ۱۰ ــ اصمات :اصمات د اذلاق ضـــد دی اصمــات په عربي ژبه کې غلیتوب کلکوالي او منع کولو ته وايي د قـــراءوو په اصطلاح کې د د ې مطلب دا دې په کـــوموتورو کې چې دا صفت شتون ولری هغه به د خپل مخرج نه په ډېرې ګـرانې کلکوالي اوسخت والی ســـره ویلې شی اودې تورو ته مصمة وايي مصمته ټول (۲۳) توری دي چې د هغې مجموعه دا ده (جزغش ساخط صدثقة اذوعظه یحضک ) . ۶۳ ــ غیرمتضاد لازمه صفات لازمه یعنی (منفرده ) څه ته وايي ؟ ج: لازمه غیرمتضاده صفات د تورو هغه لازمی صفت دی چې په ځینو تورو کې يي پیداکیدل اړین اوضروري وي مګر په هغې کې د یو بل ضد صفت نه وي . ۶۴ ــ لازمه غیرمتضاد صفات ټول څو اوکوم کوم دي؟ ج: لازمه غیرمتضاده صفتونه مشهور(۷) دي چې د هغې نومونه په لاندې ډول دي . ۱ ــ:قلقله ۲ ــ:صفیر ۳ــ:لین ۴ــ :انحراف ۵ ــ :تکرار(تکریر)۶ ــ :تفشی ۷ ــ استطالت ــ : مګرځینو قاریانوورســره د(غنه)صفت هم اضافه کــــړی او وایي چې لازمه غیرمتضاد صفتونه ټول (۸) دي چې په دې کې د هریوبشپړتیا په لاندې ډول ده . ۱ــ :قلقله :په عربي ژبه کې قلقله د ټکان وهلو حرکت ورکولو اوخوزولوپه معنا ده د قراءووپه اصطلاح کې د دې معنا داده چې د قلقله تورو د اداکولوپروخت په مخرج کی یوډول ټکان اوحـــرکت پیداکیــــږي چې د هغې له امله غږ وخوځیږی د قلقله ټول توری (۵) دي چې د هغې مجمـوعه دا ده (قطب جد) په کوموتورو کې چې دا صفت موندلې شې هغې ته مقلقله توری وايي :لکه: (واق بطش کسب یهیج مجید) . ۲ــ :صفیر:دصفیرمعنی دشپیلی یادتیزاوازده ددی مطلب دادی چی دحروف صفیرو داداکولوپروخت اوزدخپل مخرج نه دشپیلی په شان اربهرکیږی حروف صفیریه ټول(۳)دی چی دهغی مجموعه دا ده (صزس)داصفت چی په کومو حروف کی موندلی شی هغی حروف ته حروف صفیره ویلکیږی . ۳ ــ :لین: لین په لغت کې نرمې ته وايي اود تجوید دعلم په اصطـلاح د کې ددی صفت مطلب دادې چې د دې تورو داداکــولو پروخت باید دا دومــره په نرمه وویل شې که څوک پری مد کول وغواړي چې مد پری وکـړای شي په کــوموتورو کې چې داصفت لیدل کیږي هغه ټول (۲) دي (ساکن واو چې مخکې ترې نه فتحه وي )اوساکنه یا چې مخکې ترې نه فتحه وي ) دواومثال .لکه :غَوْلٌ اود یا مثال. لکه: قُــرَیْشٌ هغه مهال چې د ساکن واو نه مخکې فتحه راشې دیته واولین ویلکیږي او چې د یا ساکنې نه مخکې فتحه راشې دیته یالین ویلکیږی . ۴ ــ انحرف :انحراف په لغت کې د تاوېدلویا ګرځېدلویادمائله کېدلوپه معنا دی د دې صفت مطلب دا دې چی د دې صفت د اداکولوپروخت دژبې غاړه دبل مخرج خوا ته تاویږې اویامائله کیږي دا صفت چې په کوموتورو کې لیدل کیږي هغه ټول (۲) دي چې دهغې مجموعه ده (لر) دې تورو ته منحرفه توري ویل کیږي یعنې کله چې (ر) تورې اداکولاې شې پدغه وخت کې به دژبې غاړه د (ل) مخرج ته مائله کیږي اوکله چې د (ل) تورې اداکولای شي پدغه وخت کې به د ژبې غاړه د (ر) مخرج ته مائله کیږې . ۵ ــ تکرار.یاتکریر:تکراریاتکریرپه لغت کی دیوشی بیا بیاکولوته وايي اودتجوید دعلم په اصطلاح کې د دې مطلب دا دې کله چې د (ر) تورې ادا کولای شې د (ر) د توري داداکولوپروخت په ژبې باندی یوډول لرزه پیداشي چې له هغې څخه دامعلومیږې ګواکه کې د (ر) تورې د خپل مخرج نه بیا بیا اداکیږي د اصفت یوازې د (ر) په توري کې لیدل کیږي له دې امله دیته مکررتورې ویل کیږي . ۶ ــ تفشّی:تفشّی په لغت کی خورېدلوته وايي اود تجوید دعلم په اصطلاح کې د دې مطلب دا دې کله چې د (ش) تورې اداکولای شې د شین د توري داداکولوپروخت غږپه خوله کې خور وورشي له همدې امله شین ته د تفشّی تورې ویلکیږي. ۷ ــ استطالت :د استطالت معنا ده دیوشي اوږدول اود علم تجوید په اصطلاح کې د دې مطلب دا دې کله چې د (ض) تورې اداکولاې شي د (ض) دتوري د ادا کولو پر وخت به ژبه د مخرج له اول نه تراخره پورې مسلسل لګیدلې وي چې د هغې په وجه د (ض) توري د اداکولوپروخت به اوازوږدیږي اوپه هغې کې به اوږدوالې پیداکیږي له دې امله د (ض) توري ته مستطیله تورې ویل کیږي . ۸ ــ غُنّه :غنه خیشوم اودپوزې نه چې کوم غږ رابهرکیږي کوم چې په حرف نون اومیم کی موندلې شي په کومو تورو کې چې دغنه صفت موندلې شي هغې ته د آغن توري ویلکیږي . ۶۵ ــ: عارضه صفات څه ته وايي اودهغی بشپړتیا په څه ډول ده ؟ ج: عارضه صفات په (۸) تورو کې په مختلفوحالاتو کې لیدل کیږي چې هغه توري دادي (ا . ل .ر.ن.م.واوساکن .ء .ی. ) او په صفات لازمو کې لاندینې امورټول شامل دې مثلا(تفخیم ؛ترقیق؛اظهار؛ادغام ؛اخفا اقلاب اومدوغیره چې دهغې تفصیل به انشاءالله نیږدې راشي . دالف؛ لام ؛او را ؛قاعدی ۶۶ ــ الف:په کوم وخت کی مفخم یعنی (ډک)اوپه کوم حال کی مرقّق یعنی (نری ) ویلی شي ؟ ج : هغه مهاال چې د الف نه وړاندې د مستعلیود تورو نه یوتورې راشي پدغه وخت کې بیا الف مفخم (ډک ) ویل کیږي ؛لکه عصا؛ قال؛ اعطی؛ او داسې نورهم . اوکه چیرته د الف نه وړاندی د مستعلیو د تورو نه علاوه بل یوتورې راشې پدغه وخت کی بیا الف مرقَق ویلی شی لکه ؛شاء ؛ جاء؛ ماء وغیره . ۶۷ ــ لام :په کوم حالت کی ډک اوپه کوم حالت کی تش ویل کیږي ؟ ج: هغه مهال چې د جلاله د لفظ (الله ) اواللّهم د لام نه وړاندی (زوریا پیښ) راشي پدغه وخت کې به لام مفخم یعنې ډک لوستل کیږی ؛لکه هُوَالله ؛ یا رفعهُ الله ؛ اوکله چې د جلاله لفظ نه وړاند (زیر) راشي پدغـــه وخت کې د جـــلاله لفظ تش ویل کیږي ؛لکـــه ؛اغــــوذبِاالله قلِ اللّهم؛ اوداسې نور .لدې څخه علاوه د (امام حفص)په قراءت کې باقې ټول لامونه تش لوستل کیږي . ۶۸ ــ را: په کوم حالت کې (ر) ډکه اوپه کوم حالت کې تشه ویل کیږې ؟ ج: را: دری حالتونه لري چې په لاندې ډول دې . ۱ ــ تفخیم (ر) ډکه لوستل ۲ــ ترقیق (ر) تشه لوستل ۳ ــ په بعضو قرآني توروکې یي ډکه اوتشه لوستل دواړه جائزدي . په لاندې حالتونوکې ( را ) ډکه لوستل کیږې . ۱ ــ کله چې په (ر) باندې زور وي . لکه :رَبّک ؛نَصَرَکُمْ . ۲ ــ کله چې په (ر) باندې پیښ وي . لکه :رُبَما؛ رُزِقْنَا . ۳ ــ کله چې (ر) ساکن وي اود هغې نه په وړاندې توري باندې زور وي .لکه :زَرْعٍ ؛مَرْقَدِنا. ۴ ــ کله چې (ر) ساکن وي اوهغې نه په وړاندې توري باندې پیښ وي . لکه : تُرْجَعُوْنَ ؛ اَلْخُرْطُوْم . ۵ ــ کله چې (ر) ساکن وي اود هغې نه وړاندې کسره (زیر)عارضې وي لکه : اِرْتَبْتُمْ . ۶ ــ کله چې (ر)ساکن وې اود هغې نه وړاندې واقع شوې کسره (زیر) په بله کلمه کې وي ؛ لکه الّامَنِ ارْتَضَی . ۷ ــ کله چې (ر) ساکن وي اود هغې نه وړاندې کسره (زیر) وي اود هغې پسې ورسته تورې مستعلیه وي ؛ لکه : قِرْطَاس ٌ. ۸ ــ کله چې ( ر) ساکن وي اودهغې نه وړاندې تورې هم ساکن وي اود هغې نه وړاندې توري باندې (زور) وي ؛ لکه : اَلْاَبْصَار ۹ ــ کله چې (ر) ساکن وي اود هغې نه وړاندې تورې هم ساکن وي اود هغې نه وړاندی توري باندې (پیښ) وی ؛ لکه : اَلنَّاقُوْر . په پورتنیو ټولو حالاتو کې راپر (ډکه) ویل کیږي له دې څخه ورسته د (ر) هغه حالتونه ذکرکوو چې په هغې کې (ر) باریکه (نری) ویلکیږې . ۱ ــ کله چې د(ر) لاندې زیروي ؛ لکه :رِزْقًا ؛رِجَاْلٌ ؛لِتُشْرِکَ . ۲ ــ کله چې (ر) ساکن وي اووړاندې ترې نه زیروي .لکه: شِرْعَةً ؛مِرْفَقًا ؛فَکَبّرْ . ۳ کله چې (ر) ساکن وي اووړاندې تورې تری هم ساکن وي اوله هغې څخه وړاندې زیروي . لکه :؛ بِکْر ؛السِحْر. ۴ ــ کله چې (ر) ساکن وې اوله هغې څخه وړاندې یا ساکنه وي. لکه :خَبِیْر؛خَیْر بَصِیْر . ۵ ــ کله چې (ر) باندې اماله وي .لکه : مِجْرِیْهَا . یادونه ــ په لاندې قرآني تورو کې دواړه حالاتونه (تفخیم ااوترقیق ) روا دي . ۱ــ لکه : د مصر تورې دا تورې ټول څلور ځله استعمال شوې البته د یادولو وړده چې په سورت بقرة کی چې د مصراً کوم تورې استعمال شوې په هغې کې د قرآءاختلاف نشته په دې توري کې د وصل اووقف په دواړو حالتونو کې تفخیم کیږی . ۲ــ د اءن اسری ، فاءسری توري . ۳ــ د نذر توري چې په سورت قمر کې شپږ ځله استعمال شوي . ۴ــ د اذایسر توري چې په سورت فجرکې استعمال شوي . ۵ ــ د الجوار تورې کو م چې په قرآن کریم کې دري ځله استعمال شوي . ۶ــ د عین القطر تورې کوم چې په سورت سبا کې استعما ل شوي . یادونه ــ په قرآنې تورو کې یو اځې په هغه ځايي کې (تفخیم اوترقیق )روادې کله چې وقف کيږې لیکن کله چې وصل کیږي د وصل په حالت کې به (ر) د خپل مخکینې حرکت تابع وي . ۷ــ د کل فرقٍ په توري کې د وقف اواوصل دواړه حالتونه روا دي . دنون ساکن اودنون تنوین قاعدي ۶۹ ــ د نون تنوین اونون ساکن څوقاعدی دي ؟ ج:ــ د نون تنوین اونون ساکن څلورقاعدې دي چې په لاندې ډول دي . ۱:ــ اظهار ۲:ــ ادغام ۳:ــ اقلاب ۴ :ــ اخفا چې د دې خورا بشپړتیا په لاندې ډول ده . ۷۰ :ــ نون ساکن کوم نون ته وایي ؟ ج:ــ ساکن نون هغــه نون ته وايي چې په هغې باندې څــه حــرکت نه وي بلکې هغه باندې جزم وي لکه (مِنْ، عَنْ ،اَنْ ) اوداسې نور . ۷۱ :ــ نون تنوین څه ته وايي . ج:ــ نون تنوین هغـه زیاتې نون ته وایي کــــو م چې د توري د پاســـه د دوو زورونو، زیرونو ،او پیښـــونو په شکل مــــوند لې شي ، لکه (رزقاً،ریبٍ ،هودٌ ) او داسې نور . ۷۲ :ــ کلــه چې د نون تنوین اونون ساکن حالتـــونه له یو بل څخه جلا دي نوبیا د دې دواړو قاعدې ولې یو ډول دي ؟ ج:ــ صحیح خبره ده چې د نون تنوین اونون ساکن حالتونه له یو بل څخه جلا دي لیکن د دې دواړو ویل اوغــږ یوډول دې نوله دې کبله د دې دواړو قواعد اواحکام هم یو دي د بیلګې: په توګـــه : لکـه :کتابٌ ، کتابُنْ ،قلمٌ ، قَلَمُنْ قراءةٌ قراءتُنْ او داسې نورهم دلته که موږ لګ فکـــر وکـړو نوپوهه به شوو چې نون تنوین اونون ساکن په لیکلوکې بدل دي لیکن په ویلو کې یو ډول دي . ۷۳:ــ د نون تنوین اونون ساکـــن په قاعدوکې ترټولو لومړې قاعده د اظهارده اظهاره څـــه ته وايي ؟ ج:ــ اظهــارپه لغت کې د ښکاره کـــولوپه معنــا دې لیکن د قــراءو په اصطـــلاح کې اظهـــاردیته وايي چې د نون تورې د خپــل ټاکلې شوي مخرج نه د خپلو ټولو صفتونو سره په خه ډول ادا شي اوپه هغې کې غنه هم وکړاي شي . ۷۴ :ــ د اظهـار توری ټول څــومــره اوکــوم کــوم دي ؟ ج:ــ اظهار ټول شپـږ توري لري چې په لاندې ډول دي . (ء ،ه ،ع، ح، غ، خ ) داشپـږ توری حلقي هم بلل کیږي . ۷۵ :ـــ اظهارپه کوم وخت کې کيږي ؟ ج:ــ کله چې د نون تنوین اونون ساکــن څخه ورسته د حلقي لــــه تورو نه یو تورې راشي په هغه حالت کې بیا اظهار کول اړین اوضروري دي .چې د هغې بیلګې په لاندې ډول دي . هغه مهال چې داظهارتوري له نون ساکن څخه ورسته راشي . د بیلګې په ډول . لکه :( مَنْ اَمَنَ ،مِنْهُمْ ،اَءنْعَمْتَ ،وَانْحَرْ، مِنْ غِلٍ، وَالْمُنْخَنِقَةُ ) اوداسې نورهم . هغه مهال چې داظهارتوري له نون ساکن څخه ورسته راشي . د بیلګې په ډول :رَسُـــوْلٌ اَمِیْنٌ ،فَـــرِیْقاٌهَدَی ،سَمِیْــعٌ عَلِیْــمٌ ،غَفُــوْرٌحَلِیْمٌ،مَاٌغَدَقاٌ،یَوْمَیذٍ خَاشِعَـةٌ، اوداسې نورهم .د دې بیلګـــو په څیــرد اظهارنورې بیلګې په قرآن کریم کې ولټوې چې خه مو زده شي . ۷۶:ــ د نون تنوین اونون ساکن دوهمه قاعده داغام ده ادغام څه ته وايي ؟ ج:ــ ادغام په لغت کی ادخــال الشئ فی الشئ یعنې (یوشئ په بل شـې کـې داخلولو ) ته وايي د قرآءو په اصطلاح کې په نون تنوین او نون ساکن کې ادغام دیته وايي چې نون تنوین اونون ساکن به د ادغام په توري کې مــدغم کـــړې اوهغې ســره به یی یو ځايي ولولې په دې ډول به د دې دواړو تورو نه یو مشدد تورې جوړ شې . ۷۷ :ــ د ادغام توري ټول څو دي ؟ ج:ــ د ادغام ټول توري شپــږ دې چې د هغې مجموعه (یرملون ) ده یعنې (ی ر م ل و ن) . ۷۸:ــ ادغام کول په کوم وخت کې کول اړین دي ؟ ج:ــ هغه مهال چې د نون تنوین اونون ساکن څخه ورسته د داغام د تورو نه یو تورې راشي په دغه وخت کې ادغام کول اړین اوضروري دي . ۷۹:ــ په نون تنوین اونون ساکن کې چې کوم ادغام کیږې داپه څوډوله دي ؟ ج:ــ په نون تنوین اونون ساکن کې چې کوم ادغام کیږي دا په دوه ډوله دي . ۱:ــ ادغام مع الغنـــه ( ادغام سـره له غنه نه )۲:ــ ادغام بلاغنه (ادغام بې له غنه نه ) ۸۰ :ــ ادغام مع الغنه څه ته وايي ؟ ج:ــ هغه مهال چې د نون تنوین اونون ساکن څخه ورسته د ادغام د دغه څلورتورو (ی ،ن ، م ، و،) څخـــه یو تورې راشي هلتـــه به ادغـــام مع الغنــه کیـــږی . ۸۱:ــ ادغام مع الغنه د مثالونو سره روښانه کړې ؟ ج:ــ د ادغـــام مع الغنه مثالـــونه د نون ساکـــن څخـــه ورستـــه په دې ډول دي . ۱:ــ مَنْ یَّقُوْل ُ ۲:ــ مَنْ نَّشَاءُ ۳:ــ مِنْ مَّالٍ ۴:ــ مِنْ وَّلِیٍّ ) او داسې نورهــم . د ادغام مع الغنه مثالونه د نون تنوین څخه ورسته په دې ډول دي . ۱:ــ خَیْراً یَّرَه ۲:ــ رَسُـوْلاً نَّبِیَا ۳:ــ قَمَـراً مُّنِیـْراً ۴:ــ نُوْحٍ وَّعَــادٍ ــ اوداسې نورهم . ۸۲:ــ ادغام بلا غنه په کوم وخت کیږي ؟ ج:ــ هغه مهال چې د نون تنوین اونون ساکن څخه ورسته د یرملون له تورو څخه دا دوه تورې (ل ،ر ) راشې هلته اغام خوکیږي خو بې له غنه څخه . ۸۳ :ــ اغادم بلاغنه له مثالونو سره روښانه کړې ؟ ج:ــ د ادغام بلاغنه مثالونه د نون ساکن څخه ورسته په دې ډول دي . ۱ :ــ مِنْ لَّــدُنْهُ ۲:ــ مِنْ رَّبِّهِـــمْ او داســـې نورهــــم ، د ادغام بلاغنــــه مثالــونه د نون تنوین څخه ورسته په دې ډول دي . ۱:ــ لِیَوْمٍ لاَّرَیْبَ فِیْه ۲:ــ غَفُوْرٌرَّحِیْمٌ اوداسې نورهم . ضــروري یادونه :په باب د ادغام کې د نون تنوین او نون ساکن لپاره شرط دا دې چې نون تنوین اونون ساکــن به په یو کلمه کې وي او د ادغام تورې به په بله کلمه کې وي کله چې نون تنوین اونون ساکن اود ادغام تورې په یوه کلمــه کې وي په دې حالت کې بیا ادغام نه بلکې اظهارپکې کیږې په قرآن کریم کې یوازې څلـورکلمې داسې دي چې هلته ادغام نه بلکې مطلق اظهار کیږي .دساري په توګــه (دُنْیَا ،قِنْوَانٌ ،صِنْوَانٌ .بُنْیَانٌ) ۸۴:ــ د نون تنوین اونون ساکن دریمه قاعده د اقلاب ده اقلاب څه ته وايي ؟ ج:ــ اقلاب په لغت کې دیو شی بدلولـــو ته وايي د قراء په آن اقلاب دنون تنون اودنون ساکن په میم باندې بدلــولو ته وايي داسې بدلـــول چې دبدلـــولوسره سره پکې غنه هم وشي. ۸۵:ــ په نون تنوین اوپه نون ساکن کې اقلاب په څه ډول کیږي ؟ ج:ــ هغـــه مهال چې د نون تنــوین اونون ساکـــن څخـــه ورستــه د اقلاب تورې (ب) راشې په دې حالت کې نون تنوین اونون ساکن په (م) باندې بدلیــږي . ۸۶ :ــ اقلاب له مثالونو سره روښانه کړی ؟ ج:ــ د اقلاب مثالونه له نون ساکن څخه ورسته په دې ډول دي . ۱:ــ مِنْ م بُطُـــوْنِ ۲:ــ مِنْ م بَقْلِهَــــا ۳:ــ اَمْ نْبَتَتْ فَاِنْ م بَغَتْ اوداســــې نورهــــم . د اقلاب مثالونه له نون تنوین څخه ورسته په لاندې ډول دي . ۱:ــ خَبِیْرٌم بَصِیْرٌ ۲:ــ قَوْلاٌ م بَلِیْغاً ۳:ــ بَصِیْرٌ م بِالْعِبَاد ۴:ــ قَـوْماً بُوراً اوداسې نورهم ۸۷ :ــ د نون تنوین اونون ساکن څلومه قاعده د اخفا ده اخفا څه ته و ايي ؟ ج:ــ اخفاء په لغت کې پټـولوته وايي اود قــراءو په اصطلاح کې له اخفاء څخه مراد دا دي چې نون تنوین اونون ساکن پټ ادا کـړای شي .اخفاء د ادغام اواظهارمنځني حالت ته وايي یعنې نه خـــو نو ن په مکمل ډول ظاهــــریږی اونه په مکمـــل ډول مدغمیږې بلکه د اظهاراو ادغام په منځ منځ کې ادا کیږي . ۸۸ :ــ په نون تنوین اونون ساکن کې اخفاء په څه ډول کیږی ؟ ج:ــ هغه مهال چې د نون تنوین اونون ساکن څخه ورسته د اخفا ء له (۱۵) تورو څخه یوتورې راشي هلته به اخفاء کیږي . ۸۹:ــ د اخفاء (۱۵) تورې کوم دي . ج:ــ د اظهار او ادغام له شپــږو شپــږو (۶) توروڅخـه علاوه چې ټول (۱۲) تورې کیږې باقي توري د اخفاء دي چې په لاندي ډول دي . (ت،ث، ج ،د،ذ،ز،س،ش،ص،ض،ط،ظ،ف،ق،ک، علامه جزری(رح) د اخفا توري په یو شعر کې په دې ډول راغـــونډ کړي د دې لپاره چې زده کونکو ته يي په زد کړه کې اسان وي . صف ذا ثناکم جاء شخص قد سما دم طیبا فی تقیً ضع ظالماً ۹۰ :-- اخفاء ده مثالونو سره روښانه کړی ؟ ج:-- د اخفا مثالونه د نون ساکن څخه ورسته په دې ډول دي . ۱ :- أنتم ۲ :- فمن ثقلت ۳:- من جــوع ۴:- أنداداً ۵:- من ذهب ۶ :- تنزع ۷:- من سبیل ۸:-أنشائکم ۹:- منصوراً ۱۰:- منضود ۱۱:- عن طائفة ۱۲ :- أنظر ۱۳ :- فان فاءوا ۱۴ :- من قوم ۱۵ منکم. او داسې نور هم . د اخفا مثالونه د نون تنوین څخه ورسته په دې ډول دي . ۱:- جنتٌ تجري ۲:- قولاً ثقیلا ۳ :- فصبرٌ جمیل ۴:- لکلٍ درجت ۵:- ظلٍ ذی ثلث ۶:- صعیداً ذلقاً ۷: قیـــلاً سلامــاً ۸:- باْسٌ شــدید ۹:- بریحٍ صـر صـر ۱۰ :- لکلّ ٍ ضـــعف ۱۱ :- ذریّةٌ طیبــة ۱۲ :ـ ظــلاً ظلیلاً ۱۳:- مآءً فـــراتا ۱۴ :- فتــحٌ قـریب ۱۵:- اجرٌکبیر . اوداسې نور هم ... دمیم اونون مشدد حکم ۹۱:- د میم مشد د او نون مشد د حکم څه دي ؟ ج:- هغه مهال چیرته چې په قرآن کریم کې میـــم او نون مشدد راشې هلته د یو الف په اندازه غنه کول (پوزی ته آواز وړل ) ضــــــروري دي . دبیلګې په ډول . لکه : انَّ ، ثُمَّ . اوداسې نور . دا خبره هم باید له یاده ونه ویستل شې چې د ادغام ،اقلاب او اخفا د دې ټولو د غنه اندازا د یو الف برابر ده . د میم ساکن قاعدې ۹۲ :- میم ساکن څو قاعدې لري او هغه کومې دي؟ ج:- د میم ساکن درې قاعدې دي چې په لاندې ډول دې . ۱:- ادغام ۲:- اخفا ۳:- اظهار . ۹۳:- د میم ساکن د داغام حالت په څه ډول دي ؟ ج:- د میم ساکن څخه ورسته چې کله بل یو میم د دې ســره پیوست راشې په دې حالت کې هغه لــومــړنې ساکـن میـم به په دوهــم راتلــونکي میـم کې مدغم (یو ځائ) کیږي لکه ولکمْ مّاکسبتم – و لکمْ مّایشاؤن اوداسې نورهم . ۹۴:- د میم ساکن دوهم قاعده د اخفا ده په میم ساکن کې اخفا په کوم حالت کې کیږي ؟ ج:- هغه مهال چې د میـــم ساکـن څخه ورسته د (ب) تورې راشې په دې حالت کې به میم پټ لوستل کیږي ده قــرأءو په اصطلاح کې دې ته اخفاءِ شفوی وایي ځکه چې ده ب او میم دوړه توري له شونډو څخه ادا کیږي . ۹۵:- اخفاءِ شفوی په څه ډول ادا کیږي؟ ج:- د اخفاءِ شفوی کولو په وخت کې به دواړه شونډې رایوځای کیږې او غـــــږ به له پوځې څخه رابهر کیږي د اخفاء شفوی د کولو پروخت به د دواړو شونډو تر مینځ لږ غوندې ډ ډ والی پاتې وي . ۹۶:- اخفا شفوی د مثالونو سره روښانه کړیۍ ؟ ج:- د اخفاء شفــــوي بیلګې په لاندې ډول دي . ۱ـ:لکه: وَمَاهُمْ بِمُؤمِنِیْن ۲- تَرْمِیْهِمْ بِحِجَارَةٍ ۳- وَ مَنْ یَّعْتَصِمْ بِاللهِ ۴- وَمَاهُمْ بِسُکرَی ۵- آمَنْتُمْ بِه ۶- وَمَا اَنْتَ عَلَیْهِمْ بِوَکِیْل اوداسې نورهم . ۹۷ :- د میم ساکن دریمه قاعده د اظهار ده اظهار څه ته وایي ؟ ج:- اظهار په لغت کې ښکاره کولو ته وایي او د میم ساکن په باب کی له اظهار څخـه مراد دا دې چې د میم ساکن څخه ورسته د ( ب او میم ) له تورو څخه علاوه بل هـریو تورې راشي په دې حالت کې به میم ښکاره ویل کیږي باید دا خبــــره هــم له یاده ونه باسو چې د تجـــوید په اصطلاح کــې دې ته اظهــار شفـــوی وایي ځکه چې میم هم له شونډو څخه ادا کیږي . ۹۸ :- اظهار شفوی د بیلګوسره روښانه کړۍ ؟ ج:- د اظهار شفـــوی بیلګې په لاندې ډول دي . ۱- عَلیهم غیر المغضوب ۲- لکم دینکم ۳- لم یلد ولم یولد ۴- الم یجعل ۵- الم نشرح او داسې نورهم . د مدا حکام ۹۹ مد څه ته وایی؟ ج:- مد په لغت راښکلو ته وایی او د تجوید په اصطلاح کی د مد معنی دا ده چې د مد توری د آواز په اوږدولو سره ویلو ته مد وايي . ۱۰۰:ــ د مده توري ټول څو اوکوم دي ؟ ج:ــ د مد توري ټول درې دي چې په لاندې ډول دي . هغه مهال چې (الف) ساکن وي اوله هغې څخه وړاندې فتحه (زور) وي او (و) ساکن وي اوله هغې څخه وړاندې ضمه (پیښ) وي او(ي)ساکنه وي اوله هغي څخه وړاندې کسره (زیر) وي د دې ټولویوځايي مثال په دې ډول دې . لکه:نُوْ حِیْهَاْ اوداسې نورهم . ۱۰۱:ــ دمد اسباب ټول څو اوکوم دي ؟ ج:ــ د مد اسباب ټول درې دي چې په لاندې ډول دي . ۱:ــ همزه ۲:ــ سکون (جزم) ۳:ــ تشدید . ۱۰۲ :ــ د مد د اوږود والي اندازه څومره وي ؟ ج:ــ د مدونو داوږود والي اندازې مختلفې دي ځکه چی مدونه مختلف دي په چا کې طول ،په چا کې توسط ،اوپه چا کې قصر کیږي ، ۱۰۳:ــ طول ،توسط ،قصر: څه ته وايي . ج:ــ د تول طول ، توسط ،قصر بشپړتیا په لاندې ډول ده . ۱:ــ په طول کې به مد د څلورو څخه تر پنځوالفونو په اندازه اوږ دولې شي . ۲:ــ په توسط کې به مد د دوو څخه تر درې الفونو په اندازه اوږدولې شي . ۳:ــ په قصر کې به مد د یو څخه تر دوو الفونو په اندازه اوږدولې شي . ۱۰۴:ــ مد :په څوډوله دي ؟ ج:ــ بنیادي ډول سره د مد دوه ډوله دي چې په لاندې ډول دي . ۱:ــ مد اصلي ۲:ــ مدفرعي . ۱۰۵:ــ مد اصلي څه ته وايي ؟ ج:ــ مد اصلې هغه مد ته وايي چې هغه د توري په ذات کې موندلې شی اوپه زکرشوو اسبابوکې دهیچا پورې تړلې نه وي که مد اصلي ادا نشي د مده تورې نه ادا کیږي بلکې هغه بیکاره پاتې شې له دې وجې نه د مد اصلی په هرحالت کې د یوالف په اندازه وږدول اړین اوضروري دي د قرآءو په اصطلاح مد اصلي ته مد ذاتي هم وايي لکه ـــ: قَالَ ــ :قِیْلَ ــ: قُوْلُوْا او داسې نورهم . ۱۰۶:مد فرعې څه ته وايي ؟ ج:ــ مد فرعی هغه مد ته وايي چې په هغې کې د مده حروف د خپلې اصلې اندازې څخه لږزیا ت راښکل کیږي او دازیاتي اوږدوالې به د مد داسباب نه تریوسبب پورې تړلې وي . ۱۰۵ :ــ مد فرعي په څوډوله دې اوهغه کوم کوم دي ؟ ج:ــ په اجمالي ډول مد فرعي په (۴) ډوله دي اوپه بشپړډول داټول (۹) ډوله جوړیګي. د مد فرعی اجمالي ډولونه دا دي . ۱ :ــ مد متصل (واجب مد ) ۲:ــ مد منفصل (جائزمد) ۳:ــ مد لازم ۴:ــ مدعارض د مد فرعي بشپړ ډولونه په دې ډول دي . ۱ مد لازم کلمي مثقل ۲:ـ مد لازم کلمی مخفف ۳:ـ مدلازم حرفی مثقل ۴:ــ مد لازم حرفی مخفف ۵:ــ مد لین .په دې ډول د مد فرعی داټول ډولونه (۹) شول . ۱۰۶:ــ مد متصل (واجب مد) څه ته وايي ؟ ج:ــ هغه مهال چې همزه د مدو له تورو څخه ورسته په یوه کلمه کې راشې دې مد ته مد متصل وايي :یعنې د مده توري اواسباب دواړه په یوه کلمه کې راشي، لکه:مَآءً .َسَآءٍ مِن ا لسَّمَا ءِ ،سُوْ ءٌ .جِیْءَ .او داسې نورهم په همدې ډول مد متصل ته مد واجب هم وايي َ دا ځکه چې په دې کې مد کول ضروري او واجب دي . ۱۰۷ :ــ مد منفصل څه ته وايي ؟ ج:ــ هغه مهال چې همزه د مدو له تورو څخه ورسته په بله کلمه کې راشي دې ته مد منفصل وايي ، یعنې د مده توري اواسباب دواړه له یوبل څخه په بیلو بیلوکلمو کې راشي د بیلګی په ډول .لکه بِمَآ اُنْزِل َ ، تَفِیءَ اِلی اَمْرِالله ، اِنَی اَعْلَم ُ ، قَآلُوْ اَمَنَا اوداسې نورهم . ۱۰۸:ــ مد لازم څه ته وايي ؟ ج:ــ هغه مهال چې د مدو له تورو څخه ورسته سکون ، یا ،شد .اصلې راشې دې مد ته مد لازم وايي سکون اوشد اصلې دیته وايي چې دوصل اووقف دواړو حالتونو کې وجود ولري اوله منځه ولاړ نه شي . ۱۰۹ :ــ مد لازم په څو ډوله دې ؟ ج:ــ د مد لازم څلورډوله دي چې په لاندې ډول دي . ۱:ــ مد لازم کلمی مثقل ۲:ــ مد لازم کلمـــی مخفف ۳:ــ مد لازم حرفی مثقل ۴:ــ مد لازم حــرفي مخفف ۱۱۰:ــ مد لازم کلمی مثقل څه ته وايي ؟ ج:ــ هغه مها ل چې د مد و له تورو څخه ورسته شد په یو کلمه کې راشې دې ته مد لازم کلمې مثقل وايي .دبیلګی په ډول .لکه :وَلاالضَالِّیْنَ .اَلْحَا قَّة ،تَأْمُرُوْنِّیَ .اوداسې نورهم . ۱۱۱:ــ مد لازم کلمې مخفف څه ته وايي ؟ ج:ــ هغه مهال چې د مدو له تورو څخه ورسته سکون په یوه کلمه کی راشي دې ته مد لازم کلمې مخفف وايي . د بیلګې په توګه ،لکه :آلْئَنَ ،په دې بیلګه کې دالف مده څخه ورسته لام راغلې چې په هغې باندې د وقف اووصل دواړو حالتونو کې سکون لازم دې . ۱۱۲:ــ مد لازم حرفي مثقل څه ته وايي ؟ ج:ــ هغه مهال چې د مدو له تورو څخه ورسته شد د کلمې پر ځايي په حرف کې واقع شې دې ته مد لازم حرفې مثقل وایی او دا حالت د حروف مقطعاتو پورې خاص دې د بیلګې په ډول لکه :آلم ، په دې کې دلام مد : طسم ،کې د س مد د مدلازم حرفی مثقل د ادا کولو طریقه په دې ډول ده (الف لام میم ،طا سین میم .او داسې نور هم . ۱۱۳:ــ مد لازم حرفي مخفف څه ته وايی ؟ ج:ــ هغه مهال چې د مقطعاتو په توروکې له حروف مدو څخه ورسته سکون راشې هلته چې کوم مد کیږې هغې مد ته مد لازم حرفې مخفف وايي .د بیلګې په ډول لکه : (ق ) قآفْ (ص) صآدْ اوداسې نورهم . ۱۱۴ :ــ حروف مقطعات څه ته وايي ؟ ج:ــ د مقطعاتُ له تورو څخه مراد د قرآن کریم د سورتونو په سر کې چې کوم حروف تهحې دې چې په بیل بیل ویل کیږي حروف تهجې ټول د(۳۹ ) سورتونو په سر کې راغلي دي د هغه تورو شمیرکوم چې د مقطعاتُ د تورو په شکل کې دسورتونو په سر لوستلې شې ټول (۱۴) دي چې دهغې مجموعه په دې ډول ده .من قطعک صله سُحَیْرا . ۱۱۵:ــ مد عارضې څه ته وايي ؟ ج:ــ هغه مهال چې د مدو اود لین له تورڅخه ورسته که سکون اصلې نه وي بلکې سکون عارضې وي یعنې د وقف له کبله یو تورې ساکن شوی وي په دې حالت کې چې کوم مد کیږي دې مد ته مد عارض للسکون ویل کیږي . ۱۱۶:ــ مد عارضې په څو ډوله دی ؟ ج:ــ مد عارضې په دوه ډوله دي چې په لاندې ډول دي . ۱:ــ مد عارض لین ۲:ــ مد عارض للسکون . هغه مهال چې په قرآني کلماتو کې د لین له تورو څخه ورسته سکون عارضي راشي په دې کې چې کوم مد کیږي دې مد ته مد عارض لین وايي د بیلګې په ډول لکه :خَوْف، الصَیْف .او داسې نور هم . اوهغه مهال چې په قرآنې کلماتو کې د مدو له تورو څخه ورسته سکون عارضې راشې په دې کې چې کوم مد کیږي دې مد ته مد عارض للسکون وايي دبیلګې په ډول لکه :هَادٍ ،الرَحِیْم ،تَعْمَلُوْن ،اوداسې نورهم . د اد غام بیا ن د اد غام یوه بیلګه د نون تنون اونون ساکن په باب کې تېره شوې ده چرته چې به د نون تنوین اونون ساکن څخه ورسته د یرملون له تورو څخه یوتورې راتلو هلته اد غام کیدلو له دې څخه علاؤه په باب د تجوید کې ادغام د یومستقل باب حیثیت لري. ۱۱۵:ــ له نون تنوین اونون ساکن څخه علاؤه ادغام په څوډوله دې ؟ ج:ــ له نون تنوین اونون ساکن څخه علاؤه په بنیادې ډول ادغام په دوه ډوله دې چې په لاندې ډول دي . ۱:ــ ادغام صغیر ۲:ــ ادغام کبیر . ۱۱۶:ــ اد غام صغیر څه ته وايی ؟ ج:ــ هغه مهال چې مدغم له اول څخه ساکن وې او مدغم فیه متحرک وې په دې کې چې کوم ادغام کیږې دیته ادغام صغیروايی د بيلګې په توګه .لکه :قَدْ دَخَلُوْ په دې بیلګه کې چې په قد کې کوم دال دې هغه له اول څخه ساکن دې اوپه دَخلو کې چې کوم دال دې هغه متحرک دې په دې حالت کې لومړساکن دال په دوهم دال کې مدغمیږي . ۱۱۷:ــ اد غام کبیرڅه ته وايي ؟ ج:ــ هغه مهال چی مدغم اومدغم فیه دواړه متحرک وي اومدغم او مدغم فیه دواړه له یوه جنس هم وي په دې کې چې کوم ادغام کیږي دیته ادغام کبیروايي د بیلګې په توګه .لکه :مَکَّنِّی . د امام حفص دروایت په آن د ادغام دغه نوعه په قرآنکریم کې ډيره کمه موندل کیږي . ۱۱۸:ــ د قرآن کریم په څومره کلمو کې ادغام کبیرکیږي ؟ ج:ــ د امام حفص په آن د قرآن په پنځو (۵) کلموکې اد غام کبیرکیږي چې په لاندې ډل دي . ۱:ــ نِعِمَّا .ــ په (سورت البقرة اوسورت النساء ) کې . ۲:ــ اَتُحَآ جُوْني ــ .په (سورت الانعام )کې . ۳:ــ لَا تَأ مَنَّا ــ په (سورت یوسف کې ). ۴:ــ مَکَّنِّی ــ په (سورت کهف )کې . ۵:ــ تَأ مُرُوْنی ــ په (سورت زمر )کې . ۱۱۹:ــ د مخرج په اعتبارسره ادغام په څو ډوله دي ؟ ج:ــ ادغام د مخرج په اعتبار په درې ډوله دې چې په لاندې ډول دي ؟ ۱:ــ ادغام مثلین ۲:ــ ادغام متجا نسېن ۲:ــ ادغام متقاربین . چې دا ټول به وړاندې په بشپړ ډول ذکرشي . ۱۲۰:ــ د کیفیت ( تمام اونقصان ) په اعتبارادغام په څو ډوله دي ؟ ج:ــ د کیفیت په اعتبار د ادغام دوه ډوله دي چې په لاندې ډول دي . ۱:ــ ادغام تام ۲:ــ ادغام ناقص . ۱۲۱:ــ ا دغام تام اوناقص څه ته وايي ؟ ۱:ــ اد غام تام هغه ادغام ته وايي چې مدغم اومدغم فیه په خپلو کې داسې مدغم کړای شي چې د مدغم حالت بالکل پاتې نشي .دبیلګې په توګه : لکه اِذظَّلَمُوْ ،مِن رَّسُوْلٍ ،قُل رَّبِّ .او داسې نورهم . ۲:ــ اد غام ناقص هغه ادغام ته وايی په کوم کې چې مدغم په مدغم فیه کې داسې کړای شي چې د مدغم ټول صفا ت له منځ ولاړ نشي بلکې یو نه یو صفت يي باقي پاتې وي . دبیلګې په توګه :لکه : اَنْ یُّغْوِیَکُمْ ،مَنْ یَّقُوْلُ . ۱۲۲:ــ ادغام مثلین څه ته وايي ؟ ج:ــ د مثلین معنی ده یوشان هغه مهال چې په داسې دوو تورو کې ادغام کیږی چې هغه له یوشان وي دې ادغام ته ادغام مثلین وايی .داخبره هم باید یاده ولرو په مثلینوکې چې کوم ادغام کیږي دا ادغام تام بلل کیږي نه ادغام ناقص .د بیلګې په توګه .لکه :اِذْ هَب بِّکِتَابِی ،مَنْ نَّشَاءُ اوداسې نورهم .په قرآن کریم کې فقط څوارلس توري (۱۴) داسې دي چې په هغې کې ادغام مثلین شوې دي چې د هغې څوارلسو تورو مجموعه په دې ډول ده .فَعِ وَکَلِّمْ تَهْدِ بِنَذِیْرٍچې د دې ټولو تورو بیلګې په لاندې ډول دي . ۱:ــ ف: فلایسرف فی القتل . ۲:ــ ع: مالم تستع علیه صبرا . ۳:ــ و: والذین اوو ونصروا . ۴:ــ ک: یدرکّم الموت : ۵:ــ ل: وقل لعبادی یقول التی هی احسن . ۶:ــ م: ولکم ماکستبم . ۷:ــ ت: کانت تعبد . ۸:ــ ه: مالیه هلک (وصلاً ) . ۹:ــ د: قد دخلوا . ۱۰:ــ ب: اذ هب بکتابی . ۱۱:ــ ن: من نصرین . ۱۲:ــ ذ: اذ ذهب . ۱۳:ــ ی: یا بُنی ّ . ۱۴:ــ ر: واذکرربک . ۱۲۳:ــ ادغام متجانسین څه ته وايي ؟ ج:ــ د داسې دوو تورو را یو ځایي کول چې د دواړو مخرجونه یو وي لیکن صفات يی له یو بل څخه بدل وي په داسې دوو تورو کې ادغام کولو ته ادغام متجانسین وايي .د بیلګې په توګه .لکه :قد تبین ، اذ ظلموا او داسې نورهم . یاونه :ــ د حلقی دا شپږتوري (ء،ه،ع،ح،غ،خ،) اود شجریه توري (ج ،ش،ی) اګرچې متجانسین دي لیکن دا دواړه قسمه توري له دې قاعدې څخه مثتثنی دي . ۱:ــ د بیلګې په ډول .لکه :عن اشیاء .د لته که موږ دې مثال ته وګورپه دې مثال کې د ش ادغام په ی جائزنه دې اګرکه دواړه توري متجانسین دي . ۲:ــ اویا فاصفح عنهم په همدې ډول که دلته موږ دې بیلګې ته وګورو دلته هم د ح ادغام په ع کې جائزنه دې اګرچې دا هم دواړه متجانسین دي . په قرآن کریم کې په لاندنیوشپږو ځایونو کې ادغام متجانسین تام شوې . ۱:ــ د (ت) ادغام په (د) کې .لکه :أثقلت دعواالله . ۲:ــ د (د ) ادغام په (ت) کې.لکه :قد تبین الرشد . ۳:ــ د (ت) ادغام په (ط) کې.لکه :وقالت طائفة . ۴:ــ د (ذ ) ادغام په (ظ ) کې .لکه:اذ ظلمو . ۵:ــ د (ث) ادغام په (ذ ) کې .لکه :یلهث ذالک . ۶:ــ د (ب)ادغام په (م ) کې .کله :ارکب معنا . په قرآن کریم کې څلور داسې ځایونه دي چې هلته ادغام متجانسین ناقص شوی . د بیلګې په توګه .لکه :۱:ــ بسطت ۲:ــ أحطت ۳:ــ مافرطت ۴:ــ مافرطتم په دې کلمو کې اګرکه ادغام شوی خوناقص ادغام شوې له دې امله داغام کولوڅخه ورسته بیا هم د (ط) په توري د استعلا صفت لا پاتې دې . ۱۲۴:ــ ادغام متقاربین څه ته وايي ؟ ج:ــ د داسې دوه تورو په خپلوکې مدغمول چی خپلوکې د مخرج په لحاظ نیږدې وي دې اغام ته ادغام متقاربین وايي ادغام متقاربین په قرآن کریم کې راغلې خودا په ځینو ځایونو کې دادغام تام اوپه ځینو ځاینو کې ادغام ناقص په کفیت راځي د بیلګې په توګه ۱:ــ لکه :د نون ادغام په (واو) کې لکه من وال .۲:ــ اویا د نون ادغام په (ی) کې .لکه : ، من یشاء .۳:ــ اویا د (نون) ادغام په (ر) کې .لکه :من ربک ۴:ــ اویا د (ق) ادغام په (ک) کې .لکه : الم نخلقکم .البته په داسې ځایونو کې ادغام کول بهتردي . د داغام په باب کې دلام تعریفي زدکړه ۱۲۵:ــ دتعریف لام څه ته وايي ؟ ج:ــ د تعریف لام هغه لام ته وايي چې د نکرې اسم څخه معرفه جوړه وي چې دې لام ته د (ال )لام هم وايي . ۱۲۶:ــ د تجوید په علم کې د تعریف لام په څو ډوله دې ؟ ج:ــ د تجوید په علم کې دتعریف لام په دوه ډوله دې چې په لاندې ډول دي . ۱:ــ لام قمري ۲:ــ لام شمسي . ۱۲۷:ــ لام قمري څه ته وايي او په ادغام اواظهارکولو کې د دې څه حکم دې ؟ ج:ــ قمري لام هغه لام ته وايي چې په قمري تورباندې داخلیږې له دې امله ورته لام قمري وايي .د قمري توري ټول څوارلس دي چې د هغې یوځايي په دې ډول ده (اِبْغِ حَجَّک َ وَخَفْ عَقِیْمُه ْ) د لام قمري حکم دادې کله چې لام تعریفي په پورتنیو تورو کې په یو توري باندي داخل شې هلته به لام قمري ښکاره ویل کیږي چې دهغې بیلګې په لاندې ډول دي . ۱:ــ الارض ۲:ــ البر ۳:ــ الغفور ۴:ــ الحق ۵:ــ الجنة ۶:ــ الکوثر ۷:ــ الواقعة ۸:ــ الخیل ۹:ــ الفلق ۱۰:ــ العلی ۱۱:ــ القمر ۱۲:ــ الیوم ۱۳:ــ المستقیم ۱۴:ــ الهدی اوداسې نوره هم . د لام قمري دتسمیي یو وجه دا ده څرنګه چې لام قمري ښکاره ویلې شې په همدې ډول د دې نور توري هم ښکاره ویل کیږي . د لام قمري د تسمیي وجه چا داسې هم بیان کړې ده څرنګه چې دشپې په وخت کې د سپوږمې سره ستوري موجود وي په همدې ډول دلام قمري سره کله چی لام قمري له قمري تورو څخه وړاندي راشي اویا په قمري توروباندی داخل شي په دې حالت کې لام قمري هم له منځه نه ځی بلکې په خپل ځايي باندې پاتې کیږي . ۱۲۸:ــ لام شمسي ته وايي او د دې څه حکم دی ؟ ج:ــ لام شمسي هغه لام ته وایي چې په شمسي توروباندی دا خلیږي نوله دې امله ورته لام شمسي وايی د شمسي ټول توري څوارلس دي .لکه :(ت،ث،د،ذ،ر،ز،س،ش، ص،ض،ط،ظ،ل،ن،) ، ۱۲۹:ــ لام شمسي دبیلګوسره ورښانه کړي ؟ ج:ــ د لام شمسي بیلګې په لاندې ډول دي . ۱:ــ الطلاق ۲:ــ الثلث ۳:ــ الدیار ۴:ــ الذاکرون ۵:ــ الرجس ۶:ــ الزبد ۷:ــ السابقون ۸:ــ الشمس ۹:ــ الصادقین ۱۰:ــ الضالین ۱۱:ــ الطیبات ۱۲:ــ الظانین ۱۳:ــ اللعنة ۱۴:النبی او داسې نورهم . په پورته ذکرشو تورو سره چې الف لام تعریفي راشي هلته به ادغام کيږي . ۱۳۰:ــ لام شمسي ته لام شمسي ولې وايی ؟ ج:ــ د لام شمسي وجوهات په لاندې ډول دي . ۱:ــ د لام شمسي یوه وجه دا ده لکه څرنګه چې په لام شمسي باندي د الف لام تعریفي په داخیلیدلوسره ادغام کیږي په همدې ډول دشمسي په نورو تورو باندي چي الف لام تعریفی داخل شي هلته به هم ادغام کیږي . ۲:ــ بله وجه یي دا ده چې څرنګه دنوردراختلوسره ستوري پټیږي په همدي ډول چې کله لام تعریفي په شمسي توروباندې داخل شي په دغه وخت کي الف لام تعریفي نه ویل کیږي . د ضمیري هاء بیان ۱۳۱:ــ د ضمیر ها څه ته وايي ؟ ج:ــ هغه مهال چې کله د یوې کلمې په اخره کې ګردې (ه) راشي چې په واحد مذکرعائب باندې دلالت کوي دیته دضمیر(ه) وايي اودیته د کنایة (ه) هم وايي . ۱۳۲:ــ د ضمیر(ه) په کومو حالاتوکې مظموم اوکوم حالت کې مکسوروي ؟ ج:ــ هغه مهال چې د ضمیرله توري څخه وړاندې توري باندې زیروي اویا له دې څخه وړاندي توري ساکن وي په دې حالت به هم د ضمیر(هاباندې زیرویل کیږي .د بیلګې په ډول لکه :بِهِ الله ،بِعَبْدِهِ . یادونه :په قرآن کریم کې له دې څخه څلورکلمې مثتثنی دي چې په لاندې ډول دي . ۱:ــ لومړی: د (اعراف اوشعرا) په سورتونو کې د (وَاَرْجِهْ) کلمه . ۲:ــ دوهم : د (دنمل)په سورت کې د (فَألْقِه ْ) کلمه دلته که دې کلمې ته وګورو چې د (ه)ضمیرنه مخکې توري باندې زیردې مګربیا هم د (ها ضمیر د زیرپه ځايي ساکن ویل کیږي . ۳:ــ دریم : د (کهف ) په سورت کې د (وَمَا أنْسَانِیْهُ ) کلمه . ۴:ــ څلورم : د(فتح ) په سورت کې د (عَلَیْهُ الله)کلمه . دلته په دې دواړو کلمو کې اګر که د(ها) د ضمیرنه وړاندې توري ساکن دي د قاعدې په آن باید دې باندې زیر(کسره) وی لیکن په دې ځکه پیښ (ظمه) ویل کیږي چې دا په هم ډول روایت شوي دي . هغه مهال چي د (ها) دضمیرنه مخکې زور یا پیښ اویا (ی) ساکنه وي اویا له ی ساکنه څخه علاوه بل یوساکن توری راشې په دې حالت کې به د (ها) په ضمیرپیښ ویل کیږي د بیلګې په ډول .لکه : لَهُ الْمُلْکُ ،اِسْمُهُ الْمَسِیْحُ ،خُذُوْهُ .اوداسې نورهم . یادونه : له دې قاعدې څخه د قرآن کریم یوه کلمه مثتثنی ده کومه چې په سورت نورکې راغلې .چې هغه د (وَیتقه) کلمه ده که موږهغه قاعدې ته وګوروچې بره موذکرکړه نوپکارده چې په دې کلمه باندې پيښ (ظمه) و ویل شي لیکن بیاهم په هغې باندې زیر(کسره) ویل کیږي . ۱۳۳:ــ د تجوید په اصطلاح کې صله څه ته وايي اوصله په کوم حالت کې لوستل کیږي.؟ ج:ــ د صلې معنا دا ده کله چې د (ها) ضمیردومره راښکلې شي چې د هغې له کبله کله چې د (ها) په ظیمر پیښ وي چې له هغې څخه واو مده اوکله چې پرې زیروي چې له هغې څخه یا مده جوړشي .دبیلګې په توګه .لکه :اِنّهُ کَانَ تَوَّابا ،لَهُ دَعْوَةُ الْحَقِّ اوداسې نورهم . ۱۳۴:ــ د صله او غیر صله په حوالې سره د (ها) دضمیرڅوډوله دي ؟ ج:ــ د صله اوغیرصله په حوالې سره د (ها) ضمیر په څلورډوله دي.چې په لاندې ډول دي . ۱:ــ هغه مهال چې د(ها) ضمیر د دوه ساکنینوپه منځ کې راشي په دې حالت کې صله نه کیږي .لکه :أُنْزِلَ فِیْهِ الْقُرآنُ ،تَذْرُوْالرِّیاَّح . ۲:ــ هغه مهال چې د (ها)ضمیر د دوو توروپه منځ کې راشي چې یوتوری یي ساکن اوبل يي متحرک وي په دې حالت کې به هم صله نه کیږي .لکه :فَيْهِ آیَاتٍ ، خُذُوْهُ فَاعْتِلُوْه ُ .البته له دې څخه د قرآن کریم هغه کلمه مثتثنی ده کومه چې په سورت فرقان کې راغلې .لکه :وَیَخْلُدْ فِيْهِ مُهَانا .د لته که موږقاعدې ته وګورو نو د قاعدې په آن دلته صله نه کیږي لیکن د امام حفص په آن د لته صله کیږي . ۳:ــ هغه مهال چې د (ها) ضمیر د دوو متحرکوتوروپه منځ کې راشي هلته به د (ها) په ضمیرکې صله کیږي .یعنې که د (ها) په ضمیرباندي پیښ وي هلته به داسې صله کیږي چې واومده ورځنیې پیدا شي .د بیلګې په توګه .لکه :اِنَّهُ کَانَ تَوَّبا ،اِنَّه ُ هُوَالْغَفُوْرُالرَّحِيْم اوکه د(ها) په ضمیرباندي زیروو هلته به داسې صله کیږی چې (یا) مده ورځینې پيدا شي.لکه :فِی اَهْلِه ِمَسْرُوْراً .لیکن له دې قاعدې څخه د قرآن کریم هغه کلمه مثتثنی ده کومه چې په سورت زمرکې راغلې ده ،لکه:یَرْضَهُ لَکُم ْ که چرته موږقاعدې ته وګورونوپکار ده چې دلته صله وشې لیکن دلته صله نه کیږي ځکه چې داپه همدې ډول رانقل شوې دې . ۴:ــ هغه مهال چې د (ها) له ضمیرڅخه وړاندې تورې متحرک وي او ورپسې تورې ساکن وې هلته به هم صله نه کیږي لکه :فِيْهِ هُدی .اودیته ورته نورهم . د تلاوت شروع کول اوپه هغې کې ودریدل ۱۳۵:ــ وقف اوابتداڅه ته وايي ؟ ج:ــ وقف :په لغت ودرید لو ته وايي . اود تجوید د علم په اصطلاح کې هغه کلمه په کـــومه باندې چې ســـاه ود ریږي د تلاوت په نیت په داسې کلمې باندې غږ اوســــاه دومره وخت ودرول په څومره وخت کې چې انسان عادتا ساه اخلې دیته وقف وايي . ابتداء په لغت کې شروع ته وايي . اود تجوید دعلم په اصطلاح کې له ابتداء څخه موخه دا ده چې په کومې کلمې باندې چې اوازقطع شوې اوله دې ځايي څخه بیا تلاوت شروع کوو دا به څرنګه اوپه کومه توګه شروع کوو ایا له همدغه کلمې څخه یي بیا پیل کړوچې په کومه کلمه مو غږقطع کړې اویا که له دې څخه د وړاندې کلمې څخه پيل وکړو د یته ابتداء وايي . ۱۳۶:ــ د قرآن کریم په تلاوت کې دصحیح وقف اوصحیح ابتدا څه اهمیت دې ؟ ج:ــ د قرآن کریم په تلاوت کې صحیح وقف اوصحیح ابتدا کول ډیراړین دي ځکه چې د قرآن کریم په معناؤو باندې پوهیدلولپاره صحیح وقف کول یولازمي امردی ځکه چې د صحیح وقف نه کولو اود صحیح ابتدا نه کولوله کبله په معنا کې فسا د راځې چې دهغې ځینې بیلګې په دې ډول دي .لکه قاري چې په داسې ځایونو کې وقف وکړي.لکه یاایهاالذین آمنوا لاتقربوا الصلواة ، فویل للمصلین .د خو دوقف ځینې بیلګې وی . اوکه چرته قاري صحیح ابتداء ونکړي د هغې ځینې بیلګې په دې ډول دي .لکه :ان الله ثالث ثلاثه .له دې کلماتوسره دا کلمات اضافه نګړي .لکه :لقد کفرالذین قالوا ان الله ثالث ثلاثه . اویا په دې ډول ابتدا وکړي .لکه :یدالله مغلولة . او د دغه کلماتوسره مخکې او ورستې کلمې یوځای و نه لولې چې په دې ډول دي .وقالت الیهود یدالله مغلولة غلت ایدیهم ولعنوابما قالوا.د لته په دې مثالونوکې که دلته دغه کلمات پوره ونه لوستل شې په معنا کې غټ فساد رامنځ ته کیږې نوله دې امله د وقف اود ابتدا قواعد زده کول ډیرزیا ت اړین دي که چرته یوتن له دې امله دا ونه پیژني چې په عربي نه پوهیږي په دې حالت کې دې د وقف د دغونخوخاص خیال ساتي چې له دغه غلطیو څخه بچ پاتې شي . ۱۳۷:ــ اجمالی وقف څه ته وايي ؟ ج:ــ د اجمالی وقف لپاره دغه لاندیني وصول په پام کې نیول پکاردي . ۱:ــ تالی :د تلاوت کونکې د حالت په پام کې نیولو سره وقف کول . ۲:ــ د قرآن کریم د کلماتو او جملو معناوی پام کې نیولوسره وقف کول . ۳:ــ د تلاوت د کیفیت او ویلو په اعتبارسره وقف کول . ۱۳۸:ــ د تالی :د تلاوت کونکې د حالت په پام کې نیولو سره وقف په څوډوله دي ؟ ج:ــ د تلاوت کونکې د حالت په پام کې نیولوسره وقف په څلور ډوله دی چې په لاندې ډول دي . ۱:ــ وقف اختیاری ۲:ــ وقف اضطراري ۳:ــ وقف انتظاري ۴:ــ وقف اختباري چې د دې ټول بشپړتیا په لاندې ډول ده . ۱:ــ وقف اختیاری :هغه وقف ته وايي کله چې قاري بي له څه عذره په یوداسې ځايي کې وقف وکړې چې له هغې څخه پوره معنا اومفهوم ترلاسه کیداي شي او اوریدونکې ته د نورې وینا ضرورت پاتې نه وي . ۲:ــ وقف اضطراری : هغه وقف ته وايي کله چې قاري د څه عذر اومجبورې په بنا وقف وکړي .لکه د ټوخي له امله اویا د ساه د ختمیدو له امله اویا په روان قرآت کې د یوآیت د هیردو له کبله قاري ودریږي دیته وقف اضطراري وايي . ۳:ــ وقف انتظاري :هغه وقف ته وايي کوم چې د قرآءتونو اودروایتونو د مختلفو طریقو د پوره کولولپاره کیږي دیته وقف انتظاري وايي چې عموما د قرآء ت د علم طلبه اوعلماء يي ترسره کوي . ۴:ــ وقف اختباري : هغه وقف ته وايي کوم چې د قرآن کریم په یولفظ کې د وقف د معلومولولپاره کیږي اویايي یوامتحا ن اخیستونکی د رسم الخط د پیژندنې لپاره په شاګردانوباندې کوي . ۱۳۹:ــ د قرآن کریم د کلماتو او جملو معناوی پام کې نیولوسره وقف په څوډوله دي ؟ ج:ــ د قرآن کریم دمعنا اومفهوم په اعتبارسره دوقف څلورډوله دي چې په لاندې ډول دي . ۱:ــ وقف تام ۲:ــ وقف کافي ۳:ــ وقف حسن ۴:ــ وقف قبیح .چې د دې هریو بشپړتیا په لاندې ډول ده . ۱:ــ د وقف تام معنا دا ده په کوم ځايي کې چې موقوف علیه وقف وکړې چې د دې الفاظو د راتلونکو الفاظو سره هیڅ قسمه لفظې یا معنوي تړاو نه وي . لکه په :اولئک هم المفلحون باندې وقف کول دی پسې چې کوم راتلونکې الفاظ دي .لکه :ان الذین کفرو سواء د دې سره هیڅ قسمه تړاو نه لري نه لفظې اونه معنوې له دې امله دیته قف تا م وايي . ۲:ــ د وقف کافي معنا دا ده چې لوستونکې په یوداسې ځايي باندې وقف وکړي چې د دې الفاظو د راتلونکو الفاظوسره څه لفظې تړاوخونه وي لیکن معنوي تړاويي ورسره وي .لکه په :وبالآخرة هم یوقنون .باندې وقف کول دلته که وګورو د دې الفاظو دراتلونکو الفاظوسره لفظې تعلق نشته لیکن معنوي تعلق يی شته چې هغه دمؤمنا نو دبحث جریان دې ځکه چې تر دې دمه لاتروسه د اهل ایمان والوبحث روان دې او خلاص شوي نه دې دلته چې کوم وقف کیږي دیته وقف کافې وايي . ۳:ــ وقف حسن : هغه وقف ته وايي کله چې لوستونکې په داسې ځای باندې وقف وکړی چې د دې د راتلونکو الفاظو سره لفظې اومعنوي دواړه قسمه تړاو موجود وي او په داسې ځای باندی وقف کولو سره مفهوم په ښه توګه اد اکیږي .لکه :الحمدلله لوستل اورب العلمین پریخودل ځکه چې دلته د الحمدالله د رب العالیمن سره هم لفظي تړون دي اوهم معنوي دلته چې کوم وقف کیږې دیته وقف حسن وايی . ۴:ــ وقف قبیح :هغه وقف ته وايي .کله چې لوستونکې په داسې ځای باندې وقف وکړي چې د دې د راتلونکو الفاظو سره لفظې اومعنوې دواړه قسمه تړاو موجود وي لیکن په داسې ځای کې د وقف کولوسره په معنا کې ډیر زیا ت بدلون راځې .لکه :فویل للمصلین ، لاتقربوالصلواة ،الم ترکیف ،اوداسې نورهم دلته دوقف کولوله کبله معنا نه پوره کیږي بلکه معنا ورسره ډیربدلیږي په داسې ځای باندې وقف کولوته وقف قبیح واي . ۱۴۰:ــ دبره ذکرشوو څلورو واړو (تام ،کافی،حسن،قبیح) وقفونو څه حکم دي ؟ ج:ــ د قف تام ،اود وقف کافي حکم دا دې په کوم ځاي کې چې لوستونکې وقف کړې وي په دوهم ځل تلاوت کولو کې باید له همدغه ځای څخه د تلاوت پیل وشي اود تیروشوو الفاظو دراګرځولو ضرورت نشته . اود وقف حسن حکم دا دې که چرته وقف د آیت په اخره کې شوې وي په دې حالت کې دتیروشوو الفاظو دراګرځولو ضرورت نشته بلکې د نوې ایت څخه به خپل تلاوت ته ادامه ورکړې اوکه چرته دا وقف په منځ دایت کې شوې وي په دې حالت کې بیا باید اعاده وکړلای شي . اود وقف قبیح حکم دادی چې په دې کې به لوستونکې په هر حا لت کې اعاده کوي یعنی په کوم ځاي کې چې لوستونکې وقف وکړي په دوهم ځل شروع کولو کې به لوستونک ې له ورستینیو کلماتو څخه اعاده کوي . ۱۴۱:ــ د تلاوت د کیفیت او ویلو په اعتبارسره وقف په څوډوله دې ؟ ج:ــ د تلاوت د کیفیت او ویلو په اعتبارسره د وقف څلورډوله دي چې په لاندې ډول دي . ۱:ــ وقف بالاسکان ۲:ــ وقف بالروم ۳:ــ وقف بالاشمام ۴:ــ وقف باالابدال چې په دې کې دهریوبشپړوالې په لاندې ډول دي . ۱:ــ وقف بالاسکان : هغه مهال چې لوستونکې په یو داسې ځايي باندې وقف وکړي چې هغه متحرک وي کله چې یولوستونکې په یومتحرک توری باندې وقف کوي هغه به ساکن کوي د قراءوو په آن داسې وقف کولوته وقف بالاسکان اویا وقف بالسکون وايي .دبیلګې په ډول لکه .الرحیم ،المجید ،بصیر،کریم ،تعملون . اوداسې نورهم وقف بالاسکان په دري واړو حرکتونو(زور .زیر، پیښ ) باندې کیږي او دیته ورته په تنوین (دوه زورونو ،دوه زیرونو .دوو پیښونو) باندې هم کیږي . ۲:ــ وقف بالروم :هغه وقف ته وایي لوستونکې چې په کوم توری باندې وقف کوي په هغه توري باندې د شته حرکت څه نا څه برخه ولولې . یعنې لوستونکې د توري د پاسه حرکت په داسې ډول ولولې چې نیږدې ناست کسان ورباندې پوه شې اولرې کسان ورباندې پوهه نه شی .په وقف بالروم کې دا خبره هم دیادولو وړ ده چې وقف بالروم یواځې په (زیر ،اوپیښ ) کې کیږي اوپه (زور) کې نه کیږي دلته دا خبره هم باید له یاده ونه ویستل شې په کوم (زیر اوپیښ) باندې چې وقف بالروم کیږي هغه به اصلي وي عارضي به نه وي .دبیلګې په ډول .لکه :الغفور ، لیعبدون ،واخشون ، الحلیم . اوداسې نورهم . ۳:ــ وقف بالاشمام : هغه وقف ته وايی کله چې لوستونکې په یوې کلمې باندې وقف وکړي او په هغې باندې وقف کولوسره خپلې شونډې راغونډې کړي او د کلمې اخرنې حرکت د پیښ په ډول ولولې . دیته وقف بالاشمام وايي په دې کې د اخبره د یادولو وړ ده چې وقف بالاشمام اوریدلې نه شې بلکې لیدونکې يي د ویونکو له شونډ څخه معلومولې شي یعنې لوستونکې چې په کومه کلمه باندې اشمام وکړلود هغې په اخري توري باندې پیښ دې . په وقف بالاشمام کې باید داخبره هم له ذهن څخه ونه ویستل شې چې وقف بالاشمام یواځې په پیش کې کیږي خودا چې په کوم پیښ کې چې اشمام کیږې هغه به اصلي وي عارضي به نه وي .دبیلګې په � �وګه .لکه :نستعین .الرحیم .اوداسې نورهم . ۴:ــ وقف بالابدال :هغه وقف ته وايي کلـــه چې لـــوستوکې په داسې ځايي کې وقف وکړي چې هلته خو یا (ة) مدوّره وي اویا دزور واله تنوین وي کله چې لوستونکې په (ة) مدوّره باندې وقف کوی نو(ة) مدوّره به د وقف په حالت کې په (ه )باندې بدلوي اوکله چې لوستونکې د زورونو واله په تنوین باندې وقف کوې هغه به په الف باندې بدلوي د بیلګې په ډول.لکه : غاشیة ، ناعمة ،ا نداداً ،نسآءً . او داسې نورهم .ً د سکته په اړه معلومات ۱۴۲:ــ سکته څه ته وايي ؟ ج:ــ کله چې لوستونکې خپل اوازبند کړی اود ساه له ماتوالي پرته لګ وخت همداسې غلې ودریږي دیته سکته وايي .اوپه اصطلاح کې دیته قصیره سکته یا قلیله سکته اویا لطیفه سکته وايي . دامام حفص په آن په قرآن کریم کې فقط په څلور ځایونو کې دا سکته کیږي .چې څلور واړه ځایونه په لاندې ډول دي . ۱:ــ (عِوَجاً سکته قَیِّماً ) په سورت الکهف .کې . ۲:ــ (مِنْ مَّرْقَدِنَا سکته هَذَا) په سورت یسین .کې . ۳:ــ (مِنْ سکته رَاقٍ ) په سورت قیامه کې . ۴:ــ (بَلْ سکته رَانَ ) په سورت المطففین . د وقف د کولو رمزونه پیژند ل ۱۴۳:ــ په قرآن کریم ځاي پرځاي ځینې داسې رمزې علامات لیکلې شوي له دې څه مطلب څه دی ؟ ج:ــ په قرآن کریم کې دا رمزي نښې له دې لپاره لګولې شوي چې لوستونکې ته دلوستلوپه وخت کې اسانتیا اودقرآن کریم د تورو په سمه توګه لوستلوکې دهغه سره مرسته وکړي چې دهغونښوبشپړتیا په لاندې ډول ده . ۱:ــ (م) چیرته چې په قرآن کریم کې د تلاوت کولوپر وخت د (م) نښه راشي دا د لازمی وقف نښه ده که چرته لوستونکې په داسې ځايي کې ونه دریږي دې سره په معنا کې بدلون راځي . ۲:ــ ( ) چیرته چې په قرآن کریم کې د تلاوت کولو پر وخت کې ( )ګرده دائره راشې دا د آیت د خلاصون نښه ده دآیت دخلاصیدوپه حالت کې ودریدل ډیربهتراوښه کاردې دلته داخبره هم دیادولو وړده که چرته د دغه ګردې دائرې له پاسه ځینې توري راشي . د بیلګې په ډول لکه : (ج .لام ،م ) اوداسې نور په دې حالت کې بیا وصل کول اویا دریدل د دې رمزونو په رڼا کې کیږي . ۳:ــ (ط)چیرته چې په قرآن کریم کې د تلاوت کولوپه وخت کې د (ط) نښه راشي دا ده مطلق وقف نښه ده په داسې ځاي کې ودریدل بهتردي . د دې وقف معنا داد ه چې دلته د ویونکې وینا پوره شوي له دې څه اخوا که هغه وینا کوي هغه به بیله وینا وي . ۴:ــ ( ج) چیرته چې په قرآن کریم کې دتلاوت کولوپروخت کې د(ج) نښه راشې دا ده جائز وقف نښه ده لوستونکې کولای شي چې په داسې ځاي کې وقف وکړي اویا یی ونکړي یعنې وقف کول اونه کول دواړه پکې روا دي . ۵:ــ (ز) چیرته چې په قرآن کې د تلاوت کولوپروخت کې د (ز) نښه راشې دا د جائز (روا) وقف نښه ده دلته لوستونکې کولاي شي چې ودریږي لیکن نه ودریدل په کې بهتر دي . ۶:ــ (ص) چیرته چې په قرآن کریم کې د تلاوت کولوپروخت کې د (ص) نښه راشي دا ده رخصت وقف نښه ده لوستونکې کولاي شي چې په داسې ځای کې هم وقف وکړي دا نښه په عام ډول په اوږدو آیتونو کې راځې . یادونه : تردې دمه چې د وقفونو کومې نښې ذکرشولې دا هغه نښې وي کومې چې متقدمینو(مخکنیو) علماءوو اوقاریانو وضع کړې وي له دې څخه علاوه ځينې نورې علامې شتون لري چې متاخرینو علماءوو اوقاریانو وضع کړي چې دهغې بشپړتیا په لاندې ډول ده . ۱:ــ صلی: دا له (الوصل اولی) .څخه اخستل شوي معنا يي دا د چې په داسې ځايي کې نه ودریدل بهتردي . ۲:ــ (صل) دا له (قدیوصل) څخه اخستل شوي . د دې مطلب دا دی چې دلوستلوپروخت دا کله نا کله یو ځای لوستل کیږي .یعنې لوستونکې کله په داسې ځاي کې ودریږي اوکله نه ودریږي لیکن ودریدل پکې بهتردي . ۳:ــ ق: دا له (قدقیل یا له قیل علیه الوقف) څخه اخستل شوي دي .په د اسې ځايي کې دودریدلو په اړه د علماءوو اوقاریانوترمنځ دوه رايی دي یوه رایه د ځینو علماءو دا ده چې دلته ودریدل بهتردي ځکه چې دقیل صیغه دضعف صیغه ده اوځینی نوربیا وایي دلته نه ودریدل بهتردي . ۴:ــ قف : دا له (یوقف علیه مایقف علیه الوقف) څخه اخستل شوې دي د دې مطلب دا دي چې په داسې ځايي کې به د تلاوت په دوران کې ودریدلې شي دا نښه په داسې ځاي کې لیکل کیږي چرته چې په عام ډول لوستونکې ته داخیال ذهن ته راځې چې دلته وقف کول خه نه دي . ۵:ــ وقف النِّبِیِّ : دا توري په قرآن کریم کې پرهغه ځاي کې لیکلې کیږي په کوم ځاي کې چې له یوروایت څخه دامعلومیږي چې نبی اکرم (ص) د تلاوت کولو پروخت پر دې ځای باندې وقف کړې وه په داسې ځایونو کې وقف کول مسنون دي . ۶:ــ مع : دا له معانقه :څخه اخستل شوې . دلته د دریو دریو تورو نښې په داسې ځايي کې لیکل کیږي . دا عموما په داسې ځاینو کې لیکل کیږي چې هلته دیو آیت دوه تفسیرونه یا دوه معناؤي ممکن وي دلته دا علامه دمعنا له لحاظه کولای شې یعنې دیوي معنا له لحاظه په یو ځایي کې وقف کیږي اوله بلې معنا له لحاظه په بل ځایي کې وقف کیږي د دې مطلب دا دې چې لوستونکې به په یوځايي کې وقف کوي که چیرته یي په لومړي ځايي کې یی وقف وکړلونوبيابه په دوهم ځاي کې وقف نه کوي اوکه چیرته يي په لومړي ځايي کې وقف ونکړلونوبیا به په دوهم ځايي کې وقف کوي اوکه چیرته لوستونکې په دواړو ځاینوباندې ونه در� �ږي دا هم صحیح دي . دبیلګې په توګه لکه: ذَالِک َمَثَلُهُمْ فِی التَّورَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِی الْاِنْجِيْلِ کَزَرْعٍ اَخْرَجَ شَطْأه ........... په دې مثال کې که چرته لوستونکې په فی التوراة باندې ودریږي بیا په دوهم ځل باندې ورته په فی الانجیل باندې ودریدل درست نه دي اوکه چرته په انجیل باندې ودریږي بیا ورته په فی التوراة باندې ودریدل درست نه دي . ۷:ــ لا :دا ده (لاتقف ) څخه اخیستل شوی د دې معنا داده چې په داسې ځای کې مه دریږه علماءو لیکلې په قرآن کریم کې چې چیرته د (لا) نښه راشې دا ځای په حقیقت کې دوقف قبیح ځای وي که چیرته یو لوستونکې په داسې ځای کې وقف وکړلو نو په دوهم ځل تلاوت شروع کولو کې به ورسره له ورسته نه اعاده کوي دلته دا خبره هم د یا دولو وړ ده که چیرته د(لا) نښه د آیت په سرراشی په دې حالت کې بیا راجح قول دا دې چې د نوي ایت له سره بایده تلاوت شروع شې په دې حالت کې له ورسته څخه د اعادې ضرورت نشته . منزل سپاره اورکوع ۱۴۴:ــ د قرآن کریم په حاشیه باندې د منزل د توري د لیکلوڅخه معنا ده ؟ ج:ــ په اصل کې د اسلافو یعنې صحابی کرامو رضوان الله تعالی علیهم اجمعین اوتابعینو دا همیشنې معمول و چې هغوې به په هفته کې یو ځل قرآن کریم لوستلو له دې کبله هغوی د خپل ځان لپاره د تلاوت کولویوه خاصه اندازه معینه کړې وه کومه به چې هغوی هره ورځ لوستله همدغه خاصې اومعینې اندازې ته منزل ویل کیږی له همدی کبله ټول قرآن کریم د وو ورځوپه حساب په وو منزلونو باندې تقسیم شوی اودیته حزب هم ویل کیږي . ۱۴۵:ــ د قرآن کریم د دې (۳۰) سپارو تاریخې حیثیت څه دی ؟ ج:ــ د قرآن کریم دا تقسیم په (۳) سپارو باندې دا دکوم معنوي ترتیب یا مضامینوپه اعتبارسره نه دې شوی ځکه چې په ځینواوقاتو کې سپاره په داسې یوځای باندې ختمه شې چې هلته لا خبره پوره شوی نه وي او چیرته له یو صحیح حدیث څخه هم دا نه معلومیږی چې د قرآن کریم دا تقسیم دې دصحابوپه زمانه کې شوې وي لیکن د ځینوخلکودا رایه ده چې د حضرت عثمان (ض) په وینا قرآن کریم په (۳۰) صحیفو کې لیکلې شوې وه چې د نن ورځی قرآن کریم هم د هغه سلسلې یوه برخه ده والله اعلم امام بدردین زرکشي په خپل کتاب مناهل العرفان کې د قرآن کریم د دي (۳۰) سپارو په اړه داسې لیکلې چې دقرآن کریم دا (۳۰) سپارې کیدل ډیرمشهور دي او د مدرسو په قرآني نسخوکې ډیري مشهورې دي له دې څخه دامعلومیږي چې دا دماشومانوپه اسانی د حفظ کولواود تراویح په لمانځه کې هره ورځ په یوي خاصې اندازې باندې د تلاوت کول په وجه په ورستیوادواروکې په (۳۰) باندې تقسیم شوی دي . الله سبحانه وتعالی اعلم . ۱۴۶:ــ د قرآن کریم په حاشیه باندې د (ع) د توري د لیکلو څه مطلب دی ؟ ج:ــ د قرآن کــــریم په حاشیه باندې د (ع) تورې له رکـــــوع څخه اخستل شوې د دې علامی مطلب دا دې چې د قرآن کریم دآیتونویوه خاصه اومعلومه اندازه چې د مظمون اومضوع په لحا ظ ټاکلې شوی وي کـــومه چې باید د لمانځه په یو رکعت کې و لوستل شي له همدې کبله دغه خاصې معینې ټاکلې شوی برخی ته رکوع وایي لمونځ کونکې له پکاردي کله چې هغه په لمانځه داسې ځايي له راورسي باید هغه رکوع ته ولاړشي په قرآن کریم کې ټولې پنځسوه څلویښت رکوع ګانې دي که چیرته د تراویح په لمانځه کې په هررکعات کې یوه یوه رکوع ولوستل شې دې سره د روژ په وویشتم باندې قرآن کریم خلاصیدلې شي البته د دې خبری علم چا ته نشته چې په قرآن کریم کې رکوعات چا وضع کړی کیداي شي ځینې علماءو له پورتنیو حکمتونو له کبله وضع کړی وي .. والله اعلم . په قرآن کریم کې د ځینو کلماتو صحیح لوستل ۱۴۷:ــ په قرآ کریم کې ځینې کلمې داسې شتون لري چې لیکل شوی په یو ډول دي اولوستل کیږي په بل ډول دا کومې کلمې دی ؟ ج:ــ په قرآن کریم کې پنځه کلمې داسې دي چې په هغې کې لام اوالف(لا) لیکلې شوې لیکن د لوستلو پروخت پکې بیا ورسره (الف) نه لوستل کیږي چې هغه کلمې په لاندې ډول دي . ۱:ــ په سورت ال عمران کې د( لاْ الی الله) کلمه . ۲:ــ په سورت توبه کې د (ولاْأوضعوا) کلمه . ۳:ــ په سورت نمل کې د (لاْأذ بحنه ) کلمه . ۴:ــ په سورت حشرکې د (لاْ أنتم ) کلمه . ۵:ــ په سورت صافات کې د(لاْالی الجحیم )کلمه . او ځینې کلمې داسې دي چې هلته یواځې (الف) لیکلې شوی لیکن ویل کیږي نه چې هغه هم په لاندی ډول دي . ۱:ــ په سورت آل عمران اوسورت انبیاء کې د (افاْئن) کلمه . ۲:ــ چیرته چې په قرآن کریم د (ملْائه ) کلمه راشي . ۳:ــ اویا چیرته چې په قرآ ن کریم کې ده (ماْئة اوماْتین ) کلمه راشې ، ۴:ــ په سورت کهف کې د (لشاْئ) کلمه . ۵:ــ په سورت زمر اوسورت فجرکې د (وجاْئ ) کلمه . دا کلمې په اصل کې په دې ډول لوستل کیږي : أفئن ، ملئه ،مئة ،مئتین ، لشئٍ ،حیء . په همدې ډول په قرآن کریم کې څلورکلمې داسې هم شتون لري چې په (ص)لیکلې شوی لیکن د (ص) پرځاي پکې سین لوستل کیږي چې هغه په لاندې ډول دي . ۱:ــ په سورت بقره کې د (یبصط ) کلمه . ۲:ــ په سورت اعراف کې د (بصطة ) کلمه . په دې کلمو کې د(ص) پرځاي سین لوستل کیږي .لکه :یبسط ، بسطة . ۳:ــ په سورت طه کې د ( المصیطرون ) کلمه دا کلمه په صاد اوسین دواړوسره لوستل روا دي . ۴:ــ په سورت غاشیه کې د (بمصیطر) کلمه داکلمه به د سین سره نه بلکې پخپله د صاد سره لوستل کیږي . ۵:ــ په همدې ډول په سورت یوسف کې د( لاتامنَّا ) کلمه کله چې دا کلمه لوستلې شي د دې کلمې د لوستلوطریقه دا ده کله چې لوستونکې دا کلمه لولې د دې کلمې په لوستلو کې به په نون مشدد غنه کې غږ اوږد اودومره راغونډ کړی چې له هغې څخه د پیښ په مثل غږپیداشې دي حالت د تجوید دعلم پوهان اشمام وايي . ۶:ــ اوپه سورت هود کې د (مجرها) کلمه . دلته په مجرها کې د (ر) په توري کې اماله کیږي کله چې لوستونکې دا کلمه لولي د دې کلمې په لوستلو کې به د (ر) په تورې کې لګ غوندي میلان پیدا کوي د دغه میلان له کبله د تجوید دعلم پوهان دیته اماله وايي . ۷:ــ او یا په سورت فصلت کې د (ءأَعجمیّ ٌ) کلمه د لته په دې کلمه کې په دوهمې همزي کې تسهیل کیږي د تسهیل معنا دا ده چې په دې کلمه کې به دوهمه همزه په ډیری نرمې سره لوستل کیږي . ۸:ــ اویا په سورت حجرات کې د (بئس الاسم) کلمه په دې کلمه کې چې د لام نه مخکې او وروسته چې کومه همزه ده هغه نه لوستل کیږي بلکې لام د اسم سره یو ځاي کولای شي د بیلګې په ډول .لکه : بئس لسم یعنې دا به په دې ډول لوستل کیږي په قرآن کریم کې (۹) کلمې داسې دي چې دهغې سره خو الف لیکل شوی دي لیکن دغه الف نه خوپه حالت دوصل کې لوستل کیږی او نه په حالت دوقف کې چې دغه (۹) کلمې په لاندې ډول دي . ۱:ــ په سورت بقره کې د (أویعفوا) کلمه . ۲:ــ په سورت مائده کې د (أن تبـوءآ)کلمه . ۳:ــ په سورت رعد کې د ( لتتلــواْ) کمله . ۴:ــ په سورت روم کې د (لیربواْ ) کلمه . ۵:ــ په سورت محمد کې د(ونبلــواْ) کلمه . ۶:ــ په سورت دهر کې د (قواریراْ) کلمه . ۷:ــ په سورت کهف کې د(لن ند عواْ)کلمه . ۹:ــ په سورت فرقان ،عنکبوت ،هود .نجم کې د (ثموداْ ) کلمه . په قرآن کریم کې (۷) کلمې دا سې هم شتون لري کله چې لوستونکې په هغې کې وصل کوي دوصل په حالت کې پکې الف نه ویل کیږي لیکن کله چې لوستونکې په دغو کلموباندې وقف کوي بیا دوقف کولو په حالت کې پکې الف لوستل کیږي چې دغه کلمې په لاندې ډول دي . ۱:ــ په سورت کهـــف کې د (لکِنّـــــَـــاْ) کلمه . ۲:ــ په سورت احزاب کې د (الظُّنُــــوناْ) کلمه . ۳:ــ په سورت احزاب کې د (الرســولاْ) کلمه . ۴:ــ په سورت احزاب کې د (السبیــــلاْ) کلمه . ۵:ــ په سورت دهــــر کې د ( قواریرا ْ) کلمه . ۶:ــ په سورت دهــــر کې د (سلاسلاْ )کلمه . ۷:ــ اوچیرته چې په قرآن کریم کې د (اناْ) کلمه راشې په دې ټولوکلمو کې الف دوصل په حالت کې نه لوستل کیږي اووقف په حالت کې پکې لوستل کیږي . د تلاوت سجده او د هغې احکام ۱۴۸ :ــ د تلاوت سجده څه ته وایي ؟ ج:ــ په قران کریم کې څوارلس (۱۴) ایتونه داسې دي چې ده هغې په لوستلو یا له بل چا څخه په اوریدلو په انسان سجده کول واجبیږی چې هغې ته د سجدې آیتونه ویل کیږي . ۱۴۹:ــ د سجدې آیتونه ټول څومره او په کوم ځای کې دي ؟ ج:ــ د سجدې آیتونه ټول څوارلس (۱۴) دي چې په لاندې ډول دي . ۱: ــ لومړې:ــ د سورت انفال (۲۶) آیت چې د نهمه سپارې د څوارلسمې رکوع ترټولو اخرې آیت دي .لکه .اِنَّ الَّذِیْنَ عِنْدَ رَبِّکَ لَا يَسْتَکْبِرُوْنَ عَنْ عِبَادَتِه وَیُسَبِّحُوْنَه وَلَه یَسْجُدُوُن په دې آیت کریمه کې د وَلَه یَسْجُدُوُن د کلمې په لوستلو سره د تلاوت سجده واجبیږي . ۲:ــ دوهم:ــ د سورت رعد پنځلسم (۱۵) آیت چې د د یارلسمې سپارې په اتمه رکوع کې دی لکه . وَلِلهِ یَسْجُدُ مَنْ فِی السَّمواتِ وَالْاَرْضِ طَوْعاً وَّکَرْهاً وَّظِلالُهُمْ بِالْغُدُوِّ وَالاْصَالِ په دې آیت کریمه کې د وَالاْصَالِ دکلمې په لوستلوسره دتلاوت سجده واجبیږي . ۳:ــ دریم :ــ دسورت نحل پنځوسم (۵۰) آیت چې د څوارلسمی سپارې د دولسمې رکوع په اخره کې راغلې دې : لکه . یَخَافُوْنَ رَبَّهُمْ مِنْ فَوْ قِهِمْ وَیَفْعَلُوْنَ مَایُؤْمَرُوْنَ په دې آیت کریمه کې د مَایُؤْمَرُوْنَ د کلمې په لوستلوسره د تلاوت سجده واجبیږي . ۴:ــ څلورم :ــ د سورت بنی اسرائیل (۱۰۹) آیت چې د پنځلسمې سپارې په دولسمې رکوع کې دی .لکه: وَیَخِرُّوْنَ لِلْاَذْقَانِ یَبْکُوْنَ وَیَزِیْدُهُمْ خُشُوْعًا په دې آیت کریمه کې د خُشُوْعًا د کلمې په لوستلو سره د تلاوت سجده واجبیږي . ۵:ــ پنځم :ــ د سورت مریم (۵۸) آیت چې د شپاړسمې سپارې په اومه رکوع کې دی لکه : اُولئِکَ الَّذِیْنَ اَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مِّنَ النَّبِیِّیّْنَ مِنْ ذُرِّیُّةِ ادَمَ وَمِمَّنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوْحٍ وَّمِنْ ذُرِّیَّةِ اِبْرَاهِیْمَ وَاِسْرَآئِیْلَ وَمِمَّنْ هَدَیْنَا وَاجْتَبَیْنَاَ اِذَا تُتْلی عَلَيْهِمْ ایتُ الرَّحْمنِ خَرُّوْا سُجَّدًا وَّبُکِیَّا په دې آیت کریمه کې د وَّبُکِیَّا د کلمې په لوستلو سره د تلاوت سجده واجبیږی . ۶ :ــ شپږم:ــ د سورت الحج (۱۸) آیت چې د اولسمې سپارې په نهمه رکوع کې دی لکه: اَلَمْ تَرَاَنَّ اللَّهَ یَسْجُدُ لَه مَنْ فِی السَّمواتِ وَمَنْ فِی الْاَرْضِ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ وَالنُّجُوْمُ وَالْجِبَالُ وَالشَّجَرُ وَالدَّوَابُّ وَکَثِیْرٌ مِّنَ النَّاسِ وَ کَثِیْرٌحَقَّ عَلَيْهِ الْعَذَابُ وَمَنْ یُّهِنِ اللهُ مِنْ مُّکْرِمٍ اِنَّ اللهَ یَفْعَلُ مَا یَشَآءُ په دې آیت کریمه کې د یَفْعَلُ مَا یَشَآءُ د کلمې په لوستلو سره د تلاوت سجده واجبیږي . ۷:ــ اوم:ــ د سورت فرقان (۶۰) آیت چې د نولسمې سپارې د دریمې رکوع په اخیرکې دی .لکه: وَاِذَا قِيْلَ لَهُمُ اسْجُدُوْا لِلرَّحْمنِ قَالُوْا وَمَا الرَّحْمنُ اَنَسْجُدُ لِمَا تَاْمُرُنَا وَزَادَهُمْ نُفُوْرًا په دې ایت کریمه کې د وَزَادَهُمْ نُفُوْرًا د کلمې په لوستلو سره د تلاوت سجده واجبیږي . ۸:ــ اتم :ــ د سورت نمل (۲۶) آیت چې د نولسمې سپارې په اولسمې رکوع کې دی لکه : اللهُ لَآ اِلهَ اِلَّا هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِیْمِ .په دې آیت کریمه کې د رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِیْمِ د کلمې په لوستلو سره د تلاوت سجده وا جبیږي . ۹:ــ نهم :ــ د سورت الم سجده (۱۵) آیت چې یوشتمې سپارې په پنځلسمه رکوع کې دې لکه: اِنَّمَا یُوْمِنُ بِایتِنَا الَّذِیْنَ اِذَا ذُکِّرُوْا بِهَا خَرُّوْا سُجَّدًا وَّسَبَّحُوْا بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَهُمْ لَا یَستَکْپِرُوْنَ په دې آیت کریمه کې د وَهُمْ لَا یَستَکْپِرُوْنَ د کلمې په لوستلو سره د تلاوت سجده واجبیږې . ۱۰:ــ لسم :ــ د سورت ص (۲۴) آیت چې د درویشتمې سپارې په یولسمه رکوع کې دی .لکه: قَالَ لَقَدْ ظَلَمَکَ بِسُوْاَلِ نَعْجَتِکَ اِلی نِعَاجِه وَاِنَّ کَثِيْرًا مِّنَ الْخُلَطَآءِ لَیَبْغِیْ بَعْضُهْمْ عَلي بَعْضٍ اِلَّا الَّذِیْنَ امَنُوْا وَعَمِلُوا الصَّلِحتِ وَقَلِيْلٌ مَّا هُمْ وَظَنَّ دَاوُدُ اَنَّمَا فَتَنَّاهُ فَاسْتَغَفَرَ رَبَهُّ وَ خَرَّ رَاکِعًا وَّانَاَب په دی آیت کریمه کی د وَّانَاَب د کلمې په لوستلو سره د تلاوت سجده واجبیږي . ۱۱:ــ یولس:ــ د سورت حم سجده (۳۸) آیت چې د څلورویشتمې سپارې په نولسمه روکوع کې دی .لکه: فَاِنِ اسْتَکْبَرُوْا فَالَّذِیْنَ عِنْدَ رَبِّکَ یُسَبِّحُوْنَ له بِاللَّیْلِ وَالنَّهَارِ وَهُمْ لَا يَسْاَمُوْنَ په دې آیت کریمه کې د وَهُمْ لَا يَسْاَمُوْنَ د کلمې په لوستلو سره د تلاوت سجده واجبیږي . ۱۲:ــ دولسم:ـ د سورت نجم (۶۲ ) آیت چې د اوویشتمې سپارې په اومه رکوع کې دی . لکه: فَاسْجُدُوْا لِلّهِ وَاعْبُدُوْن په دی آیت کریمه د فَاسْجُدُوْا لِلّهِ وَاعْبُدُوْن د کلمې په لوستلو سره د تلاوت سجده واجبیږي . ۱۳:ــ دیارلسم:ــ د سورت انشقاق (۲۱) آیت چې په د یرشمه سپاره کې دې .لکه: وَاذَا قُرِءَ عَلَیْهِمُ الْقُرْانُ لَا یَسْجُدُوْن په دی آیت کریمه کی د لَا یَسْجُدُوْن د کلمی په لوستلو سره د تلاوت سجده واجبیږي . ۱۴:ــ څوارلسم :ــ د سورت علق (۱۹) آیت چې په دیرشمه سپاره کې دې . لکه : کَلَّا لَا تُطِعْهُ وَاسَجُدْ وَاقْتَرِبْ په دی آیت کریمه کې د وَاسَجُدْ وَاقْتَرِبْ د کلمې په لوستلو سره د تلاوت سجده واجبیږي . په پورتنېو آیتونو کې د هر یو آیت په لوستلو سره د تلاوت سجده کول واجبیږي. د تلاوت د سجدې د کولو طریقه په دی ډول ده کله چی یو لوستونکې د سجدې آيت ولولي که چیرته دا په لمانځه کې وي له همدې ځای څخه به سجدې ته ولاړشی اود تلاوة سجده به وکړي په سجدی کې به کم از کم دری ځل سبحان ربی الاعلی ولولي او یا د په کې هغه دعا ولولې کومه چې په احاديثو مبارکوکې د تلاوت دسجدې په اړه راغلې ده. له دی څخه ورسته به لوستونکې له سجدی کولوڅخه راپورته شي او له همدې ځای به خپل تلاوت ته ادامه ورکړي او که چیرې لوستونکې د لمانځه څخه بهر وی او د سجدې آیت ولولي په دې حالت کې به د الله اک� �ر په ویلو سره سجدې ته ولاړ شي او په سجده کې به کم از کم درې ځله سبحان ربی الاعلی ولولي او یا د په کې هغه دعا ولولی کومه چی په احادیثومبارکوکی دتلاوت دسجدې په اړه راغلې ده په دې کې دا خبره هم د یادولو وړ ده کله چې لوستونکی د تلاوت سجده کوي په لومړی سر کې به د الله اکبر په ویلو سره به لاسونه نه غوږو ته پورته کوي او نه به هم په اخر کې سلام ګرځوي . یادونه:ــ که چیرته د سجدی آیت په یو ځای کې په ناسته باندې څو څوځله ولوستل شی په دې حالت کې په لوستونکې باندې یواځې یوه سجده کول واجبیږی البته که همدغه یو آیت په مختلفو مجلسونو کې په مختلفوناستوسره بیا بیا ولوستل شی په هر ځل لوستلو سره په لوستونکې باندې بیا بیا سجده کول واجبیږي . د قرآن کریم تلاوت آداب ۱۵۰:ــ د قرآن کریم د تلاوت کولو آداب څه دی؟ ج:ــ لکه څرنګه چی قرآن کریم الله پاک کلام دې له همدی کبله ددی یو خاص مقام دی د دی تلاوت او لوستلو هم یو خاص کیفیت دی. د دینا د نورو کتابونو به څیر باید دا وه نه لستل شې بلکه د دی لستلو په وخت کی د ځینو آدابو خیال وستال شی چی له هغی ځینی آداب په دی ډول دی ۱ :: پاکوالی :ــ د قرآن کریم د تلاوت تر ټولو مهم آداب دا دی چی انسان باید پاک او په اودسه کی ویی بله څه عذره د قرآن کریم مسح کول او هغه ته لاس وروړل صحیح نه دې په دی اړه الله پاک په سورت واقعه کی فرمایل دی لا یمسه الاالمطهرون دا کتاب پاک او طاهر خلک مسح کولی شی ۲:: دقرآن کریم د تلاوت نه وړاندی باید لوستونکی تعوذ (اعوذ بالله ) ووایی په اړه الله پاک په سورت نحل کی فرمایل دی فاذا قرأت القران فستعذ بالله من الشیطان الرجیم ژباړه هغه مهال چی د قران کریم په تلاوت پیل اوکړی تاسی اعوذ بالله لولی ۳:: هغه مهال چی لوستونکی د قران کریم په تلاوت باندی پیل کوی باید تسمیه (بسم الله الرحمن الرحیم ) وایی په دی اړه الله پاک په سورت علق کی فرمایلی دی اقرأ باسم ربک الذی خلق ژباړ ولوله د خپل رب په نوم کوم چی پیداکړی یی ۴::هغه مهال چی یو لوستونکی د تلاوت په کول پیل کویی باید قرآن کریم په ترتیل اوتجوید سره ولولی په دی اړه الله پاک فرمایی ورتل القران ترتیلا ژباړه او لولی دا قرآن په آرام آرام سره . رسول اکرم (ص) به چی کله هم قرآن کریم لوستلو په ډیر آرام به یی لوستلو ۵ غور او تدبر .هغه مهال چی یو لوستونکی قرآن کریم لولی باید په پوره غور او فکر سره یی ولولی په دی اړه الله پاک په قرآن کریم کی فرمایی افلا یتدبرون القرآن ژباړه ولی دا خلک په قرآن کریم کی غور او فکر نه کوی په بل ځای کې الله پاک فرمایی کتاب انزالنه الیک مبارک لیدبروا آیاته ولیتذکر اولوالا الباب : ژباړه دا دبرکت کتاب موستا طرف ته نازل کړلو د دی لپاره چې د دعقل خاوندان ورڅخه نصیحت واخلې . ۶:ــ د تلاوت دکولو په وخت کې ډیرپه ادب اواحترام سره کیناستل یعنې کله چې یوڅوک قران کریم لولې باید دتلاوت کولو په وخت قبلې طرف ته کینې او په پوره عاجزی سره د قرآن کریم تلاوت وکړی او د تلاوت په دوران کې باید لوستونکې له خپل ځان سره دافکروکړی چې د الله پاک سره خبری اتری کوم . ۷:ــ قرآن کریم په پوره خوش اوازی سره لوستل په دې اړه رسول اکرم (ص) فرایلی زینوا اصواتکم بالقرآن :ژباړه قرآن کریم په خپلو اوازونو ځائیسته کړې په همدې ډول رسول اکرم (ص) په یوبل روایت کې فرمایلې : من لم یتغن بالقرآن فلیس منا (سنن ابی داود ) څوک چې په تاسې کې قرآن کریم په خوږ غږ نه لولې هغه زمونږ له جملې څخه نه دی او داسې نورهم . د کتاب خلاصه ۱۵۱:ــ د تجوید دعلم اصطلاحات څه دي دا راته په مختصرډول بیان کړی ؟ ج:ــ دتجوید د علم اصطلاحات پیژندل اوپه هغې باندې ځان پوهول د تجوید دزدکړی لپاره ډیرزیات اهم او اړین دي . په دې اړه ستاسې مخې ته د تجوید دعلم مختصرغوندې خاکه بیانوم . ۱:ــ تجوید : د یوشی خایسته کولوته وايي / د قرآن کریم صحیح لوستلوته یي هم وايي ۲:ــ مخرج: د تورو د ادا کولوځايي ته وايي /چې جمع يي مخارج راځي . ۳:ــ صفت :د تورو د ادا کولوکفیت ته وايي . ۴:ــ استعاذه : اعوذ باالله ته وايي . ۵:ــ تسمیه : بسم الله الرحمن الرحیم ته وايي ۶:ــ حلق :مری ته وايي . ۷:ــ لسان : ژبې ته وايي . ۸:ــ شفة /شفتان :شونډوته وايي . ۹:ــ جوف دهن:د خولې منځنې ډډ والې ته وايي . ۱۰:ــ خیشوم : دپوزی پاسنې برخې ته وايي . ۱۱:ــ حافة لسان : د ژبې اړخ ته وايي . ۱۳:ــ اسل لسان : د ژبې څوکې ته وايي . ۱۴:ــ حرکت : زور ، زیر ، پیښ ته وايي . ۱۵:ــ جزم : غړوندي ته وايي . ۱۶:ــ تشدید :دیوتوري مشدد ولوته وايي . ۱۷:ــ تنوین : دوه زورونو ، زیرونو ، پیښونو ته وايي . ۱۸:ــ فتحه زور ، کسره زیر ، ظمه پیښ ته وايي . ۱۹:ــ مفتوح : د زور واله توري ته وايي . ۲۰: مکسور :د زیر واله توري ته وايي . ۲۱:ــ مظموم : د پیښ واله توري ته وايي . ۲۲:ــ ساکن : د غړ وندې واله توري ته وايي . ۲۳:ــ وقف : د تلاوت په منځ کې وریدلوته وايي . ۲۴:ــ سکته : د ساه له ماتوالي پرته لګ وخت تلاوت ودرول . ۲۵:ــ ابتدا :ــ په تلاوت کې له ودریدلوورسته په دوهم پیل کول . ۲۶:ــ اعاده :په کومه کلمه چې لوستونکې ودریږي له هماغه ځای څخه په دوهم ځل پيل کول . ۲۷:ــ موحده :ــ په کوم توري چې یو ټکې وی . ۲۸:ــ مثلثه :په کوم توري چې دری ټکې وي . ۲۹:ــ معجمه : هغه توری چې په هغې ټکې وي . ۳۰:ــ مهمله : هغه توري ته وايي چې په هغې ټکې نه وي . ۳۱:ــ متضاده : د یوبل ضد ته وايي . ۳۲:ــ همس :ضعیف اوکمزوري غږته وايي . ۳۳:ــ جهر : قوی او لوړ غږ ته وايي . ۳۴:ــ شدت :سختې یا سخت غږ ته وايي . ۳۵:ــ توسط :دشدت اورخوت منځینې غږ ته وايي . ۳۶:ــ استعلاء: لوړوالې ته وايي . ۳۷:ــ استفال : ښکته ته وايي . ۳۸:ــ اطباق :پټ والې ته وايي . ۳۹:ــ انفتاح : ځان ته والې ته وايي . ۴۰:ــ ازلاق : خویدلو ته وايي . ۴۱:ــ اصمات :منع کولوته وايي . ۴۲:ــ صفیر : د شپیلې په ډول تیزغږ ته وايي . ۴۳:ــ قلقله :ــ حرکت یا خوزولو ته وايي . ۴۴:ــ لین :ــ نرمې ته وايي . ۴۵:ــ انحراف : یوطرف ته مائله کیدل . ۴۶:ــ تکریر: یوڅیز بیا بیا لوستل . ۴۷:ــ تفشي : د اواز خوروالی ته وايي . ۴۹:ــ استطالت : اوږد والې ته وايي . ۵۰:ــ اضراس :د جامې غاښونو ته وايي / چې یوته يي ضرس وايي . ۵۱ :ــ ثنایا علیا :پورتنیومخامخو دوو غاښونو ته وايي . ۵۲:ــ ثنایا سفلې :ښکتنیو مخامخو دوو غاښونو ته وايي . ۵۳:ــ رباعی : ثنایاو سره نیږدی څلورو غاښونو ته وايي .ښکته پورته . ۵۴:ــ ضواحک :انیاب سره نیږدی څلوروغاښونوته وايي :ښکته پورته . ۵۵:ــ طواحن :ضوحکوسره نیږدی دولس غاښونو ته وايی .ښکته پورته . ۵۶:ــ نواجذ : طواحن ته نیږدی اخری څلورغاښونوته وايي . ۵۷:ــ شجر: د تالو اوژبې منځ ته وايي . ۵۸:ــ ذلق : د ژبې غاړی ته وايي . ۵۹:ــ لقه : وریو ته وایي . ۶۰:ــ نطعه : دتالوهغه برخې ته وايي کومه چې مخامخوغاښونو ته نیږی وي . ۶۱:ــ تفخیم : ډک ویلوته وايي . ۶۲:ــ ترقیق : باریک اونری ویلوته وايي . ۶۳:ــ اظهار: ښکاره ته وايي . ۶۴:ــ اد غام : یو تورې دبل توری سره یو ځای کولوته وايي . ۶۵:ــ اقلاب : یو توري په بل توري باندې بدلولوته وايي . ۶۶:ــ اخفا : د توري پټ ساتلو ته وايي . ۶۷:ــ مد : د غږ اوږدولو ته وايي . ۶۸:ــ غنه : دپوزی څخه راوتونکې غږته وايي . ۶۹:ــ تسهیل : نرمی اواسانې سره ویلوته وايي . ۷۰:ــ اماله : زور زیر طرف ته اوالف ی طرف ته مائله کولو ته وايي . ۷۱:ــ مثلین : یو ډول دوه توروته مثلین وايی . ۷۲:ــ متجانسین : د یو مخرج دوه تورو ته وايي . ۷۳:ــ متقاربین : دمخرج اوصفت په اعتبار نیږی توروته وايي . ۷۴:ــ مقطعات :د سورتوپه سرکې بیل بیل ویونکوتوروته وايي : ۷۵:ــ لحن : د تجوید په مقابله کې علطې ته وايي . ۷۶:ــ شمسې توري : چې له هغې نه وړاندې لام تعریفې نه لوستل کیږي . ۷۷:ــ قمري توري : چې له هغې نه وړاندې لام تعریفې لوستل کیږي . ۷۸:ــ ترتیل :ــ قرآن کریم په ورو ورو په خوږ غږسره ویلوته وايي . ۷۹:ــ حدر:ــ قرآن کریم د تجوید دقاعدو سره سره تیزویلوته وايي . ۸۰:ــ تدویر: د ترتیل اوحدرمنځنی حالت ته تدویروايي . ۸۱:ــ صله : د ها ظمیردومره اوږد ویل چې له هغې څخه واو اویا یا پیداشي . ۸۲:ــ موقوف:ــ په کومه کلمه چې وقف شوی وي . ۸۳:ــ د وقف کیفیت : د وقف کولویا ودریدلوطریقه . ۸۴:ــ د ساکنین اجتماع : په یوځای کې دوه ساکن توري رایوځای کیدل . ۸۵:ــ مرسوم/مقطوع: هغه توری چې لیکلې شوی وي لیکن لوستل کیږي نه . ۸۶:ــ غیرمرسوم / موصول : هغه توری کوم چې نه لیکل کیږي . ۸۷:ــ مظهرة نون :هغه نون چې ښکاره لوستلې شي . ۸۸:ــ نون مخفاة :هغه نون چې په هغې کې اخفاء کولای شي . ۸۹:ــ لحن خفی : وړه غلطي یعنې صفات عارضو کې غلطې کول . ۹۰:ــ لحن جلې : غټه غلطې .یعني په مخارجو اوصفات لازموکې غلطې کول . ۹۱:ــ متصل :چیرته چې په یوکلمه کې مد او دهغې سبب رایو ځای شي . ۹۲:ــ منفصل: چیرته چې مد اود هغې سبب دواړه په علحیده کلموکې وي . وصلی الله علی سیدنا ومولانا محمد وعلی اله وصحبه اجمعین ومن تبعهم باحسان الی یوم الدین .
لومړی جلد تفسیر
دوهم جلد تفسیر
ترجمه قرانکریم
تفسیر نوربه دری
Pashto dictionary