Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:924440
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

 

د لمانځه ژباړه
 
تكبير (الله اكبر)
 ژباړه : الله ډير لوی دى .
ثنا : (سبحانك اللهم وبحمدك وتبارك اسمك وتعالى جدك ولا اله غيرك)
ژباړه :اى الله ! مونږ ستا د پاکی اقرار كوو, او ستا تعريفونه بيانوو ,او ستا نوم دډير بركت څښتن دى ,او ستا بزرګي ډيره لوړه ده ,او له تاپرته هيڅ دعبادت وړ نشته .
تعوذ: (اعوذ بالله من الشيطان الرجيم )
 ژباړه :
زه په الله سره پناه غواړم له شيطان رټلي څخه
تسميه : (بسم الله الرحمن الرحيم)
 ژباړه :پيل كوم په نامه دخدای جل جلاله چې ډېر مهربان او خورا رحم كوونكى دى
سورة فاتحه : (الحمد لله رب العلمين . الرحمن الرحيم .ملك يوم الدين .اياك نعبد واياك نستعين . اهدنا الصراط المستقيم . صراط الذين انعمت عليهم .غير المغضوب عليهم. ولاالضالين . آمين .)
ژباړه :ټول تعريفونه الله لره دي ,كوم چې پالونكى دمخلوقاتو دى , ډير مهربان او خورا رحم كوونكى دى , دقيامت دورځې څښتن دى , (اى الله) مونږيواځې ستا عبادت كوو,او يواځې ستا څخه مرسته غواړو , مونږته حقه لار راوښايه , دهغو كسانو لارپه كومو چې تاسې انعام كړى , نه دهغو كسانو لارپه كومو چې ستا غضب نازل شو,او نه دګمراهانو لار, قبوله كړې ته خدايه دعا زمونږ .
سورة اخلاص قل هوالله احد . الله الصمد . لم يلد ولم يولد. ولم يكن له كفوا احد)
ژباړه :(اى نبي!) ووايه : چې الله يو دى ,الله بې نيازه دى , نه له هغه څخه څوك زيږيدلی , او نه هغه له چا څخه زيږيدلى , او نه يې څوك سيال شته .
دركوع (دټيټيدو دمهال )تسبيح سبحان ربي العظيم)
پاكي بيانوم دخپل لوی پالونكي .
دقومې (له ركوع نه دپورته كيدو دمهال ) تسميع : (سمع الله لمن حمده)
واوريده الله تعالى دهغه چا (خبرې) چاچي دهغه تعريف وكړ.
دقومې (ولاړې) تحميد: (ربنا لك الحمد)
 اى زمونږ پالونكيه : يواځې تالره دي ټول تعريفونه .
دسجدې تسبيح : (سبحان ربي الاعلى)
پاكي بيانوم دخپل لوی پالونكي .
تشهد بالتحيات؛ التحيات لله, والصلوات ,والطيبات ,السلام عليك ايها النبي , ورحمة الله وبركاته , السلام علينا, وعلى عبادالله الصالحين ,اشهد ان لااله الاالله , واشهد ان محمدا عبده ورسوله .
ژباړه :ټول قولي ,فعلي ,او مالي عبادتونه الله تعالى لره دي , سلام دې وي پر تا او رحمت دالله او دهغه بركتونه ,سلام دې وي په مونږ او دالله په نيكو بندګانو باندې , ګواهي وركوم چي پرته له الله څخه بل معبود نشته او ګواهي وركوم چې محمد (صلى الله عليه وسلم ) دالله تعالى بنده او دهغه رسول دى .
درود شريف : (اللهم صل على محمد, وعلى آل محمد, كما صليت على ابراهيم , وعلى آل ابراهيم انك حميد مجيد, اللهم بارك على محمد وعلى آل محمد كما باركت على ابراهيم وعلى آل ابراهيم انك حميد مجيد.)
ژباړه :اى الله ! رحمت نازل كړه په محمد(صلى الله عليه وسلم) او دهغه پر آل (اولادونو)باندې ,لكه څنګه چي تا رحمت نازل كړى دى په ابراهيم عليه السلام او دهغه پر آل باندې , بيشكه ته دتعريف وړاودلويۍ څښتن يې . اى الله !بركت نازل كړه په محمد(صلى الله عليه وسلم )او دهغه پر آل باندي ,لكه څنګه چي تابركت نازل كړى پر ابراهيم عليه السلام او دهغه پر آل باندي ,بيشكه ته دتعريف وړ او دلويي څښتن يي .
له درود وروسته دعا : (اللهم ربنا آتنا في الدنيا حسنة وفي اآخرة حسنة وقنا عذاب النار .)
ژباړه : اى الله ! ماته په دنيا او آخيرت كې نيكي راكړه , او مونږ وساته داورله عذابه څخه .
او په ځينو رواياتو كي دادعا هم راغلې ده (اللهم اني ظلمت نفسي ظلما كثيرا ولايغفر الذنوب الا انت , فاغفرلي مغفرة من عندك وارحمني انك انت الغفور الرحيم .)

ژباړه : اى الله ! مونږ پخپل نفس ډير تيرى كړى ,او له تاپرته هيڅوك هم ګناهونه نشي بښلای ,اوس ته پخپله ځانګړې بښنې سره ما وبښه او رحم راباندې وكړه , بيشكه ته بښونكى او مهربان يې .
سلام : (السلام عليكم ورحمة الله)
سلام دې وي پر تاسو او دالله رحمت .
دلمانځه وروسته دعا : (اللهم انت السلام ومنك السلام تباركت يا ذالجلال والاكرام .)
ژباړه : اى الله !يواځې ته سلامتي وركوونكى يې , او هم ستا له لورې سلامتي ده ته دډيربركت څښتن يې ,اى دلويۍ او پت خاونده .
 
Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com