Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5
كله چې څوك لمونځ كوي نو كله ناكله له هغه څخه په لمانځه كې تيروتنه هم كيږي ,نو كه يو څوك په لمانځه كې تيروځي نو دهغه دلمانځه دسم والي لپاره په هغه باندې دتيروتنې سجده (سجدۀ سهوه) ضروري ګڼل كيږي ,دا چې په كومو تيروتنو سره په لمونځ کوونکي باندې د تير وتنې سجده واجبيږي د دې پوښتنې په ځواب كي ښايي وويل شي چې : 1- كله چې دلمانځه له واجباتو نه كوم يو پاتې شي نو دتيروتنې سجده ضروري بلل كيږي . 2- كله چې دلمانځه دكوم واجب په اداكولو كې تاخير راشي نو هم دتيروتنې سجده ضروري بلل كيږي . 3- كله چې دكوم واجب څيره وربدله شي دساري په توګه په جهري لمونځ كې خفا وشي يا په خفي لمانځه كې قرائت وشي نو پدې صورت كې هم د تيروتنې سجده ضروري ګڼل كيږي . 4- د ډيرى علماوو په آند په فرضو كې د تاخير په صورت كې هم دتيروتنې سجده اړينه بلل كيږي
لومړی جلد تفسیر
دوهم جلد تفسیر
ترجمه قرانکریم
تفسیر نوربه دری
Pashto dictionary