Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:926005
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

لمنځ ماتېدلو احکام

مسلې:

  1. که يو کس په لمنځ کښې قصدن يا په وېره هم خبرې وکړي نو لمنځ مات شي.

  2. که لمنځ کښې آه يا اف خوله نه اوتو يا په زوره باندې ژړا وکړي نو لمنځ بيا هم مات شي. خو که دا ژړا د جنت يا دوزخ يادولو نه راشي او هغه په سبب خوله نه آواز اوتو نو بيا خير دې.

  3. په لمنځ کښې حاجت بغيره ټوخېدل، يا مرئ پاکول چې تر کومه وجه خوله نه يو نيم ټکې اوتو نو لمنځ مات شي. خو که دا له لاچارې په سببه اوتو نو بيا خير دې

  4. که لمنځ کښې ارمېږې(پرنچیدل) سړي ته ورشي او هغه نه پس ((الحمد الله)) په خپله اوائي نو لمنځ نه ماتېږي. خو ښه به دا وي چې لمنځ مېنځ کښې هيڅ نه وائي. خو که ارمېږې(پرنچیدل) بل څوک اوهي او ((ير حمک الله)) ورپسې ته اوائې نو بيا لمنځ دې مات شو.

  5. په لمنځ کښې قرآن شريف له مخی نه چې تلاوت څوک کوي، هغه لمنځ مات شو.

  6. په لمنځ کښې چې يو تن دومره تاؤ شي چې هغه سينه له قبله نه واؤړي نو هغه لمنځ هم مات شو

  7. که لمنځ کښې يو کس چا د سلام جواب (وعليکم سلام) ورکړي نو هغه لمنځ مات شو

  8. لمنځ کښې که څه اوخرې يا وڅکښې نو هغه نه هم لمنځ مات شي. خو که غاښو کښې څه ښخ وي نو که هغه د چڼې برابر وي نو لمنځ مات شو، او که چڼې نه کم وي نو بيا نه ماتېږي.

  9. که په خوله کښې پان وي، يا نسوار وي، او د هغه خوند له حلق نه لاندې لاړ شي نو لمنځ مات شو

  10. که يو تن خوږ شې وخوري او بيا خوله په اوبو پاکه کړي او لمنځ ته ودرېږي او که چرته خوله کښې هغه خوږ شي خوند بيا جوړ شي نو د دې نه لمنځ نه ماتېږي

  11. که لمنځ کښې چرته د خوشالې خبره واؤرې او په هغه ((الحمد الله)) اؤائيل شي، يا د چا مرګي خبره واؤرې او په هغه ((انا لله و انا اليه راجعون)) اوائيل شي، نو لمنځ مات شو.

  12. که لمنځ کښې يو ماشوم راغلو او د مور پې وڅکښي نو لمنځ مات شو، خو که پې نه اوځي نو لمنځ نه ماتېږي.

  13. که چرته ماشوم يا څوک پرېوځي او په هغه باندې ((بسم الله)) اوائيل شي، نو لمنځ مات شو

  14. په لمنځ کښې که الله اکبر وال ((الف)) ډېر اږد شي او الله اکبار يا آلله اکبر ترې نه جوړ شي، نو لمنځ مات شو

  15. که لمنځ کښې څوک يو خط په نظر کړي، او هغه خط باندې ليکل شوي حروف وګوري، نو که هغه مطلب باندې په زړه کښې پوئ شي نو لمنځ نه ماتېږي، خو چرته هغه حروف خولې نه اوځي نو لمنځ مات شو

  16. که لمنځ کښې چرته يو کس، يا حيوانات مخته تېر شي نو لمنځ نه ماتېږي. خو په دا صورت کښې په هغه کس ډېره ګناه کېږي. نو لمنځ کؤنکښي له پکار دي چې په داسې ځي کښې لمنځ کوي چې د هغه مخته د چا تېرېدو امکان نه وي. خو که چرته داسې ځائ نه پيدا کېږي، نو خپل مخته دې لرګې شخ کړي چې کوم يو لاس اوږد، او يوګوته پیړ وي. که چرته لرګې نه پېدا کېږي نو هم دې قد وړ بل شې دې کېږدي. خو دا دې بالکل مخامخ او سیده دې نه ايږدي بلکه معمولي دې ښي لاس، يا چپ لاس ته برابر کړي

  17. که د څه حاجت په سبب په لمنځ کښې قبلې طرف ته يو پښه مخته يا شاته شي، نو که سينه له قبلې نه نه خوځي، نو بيا خير دې لمنځ نه ماتېږي، خو دا پام ساتل پکار دي چې له سجدې ځي نه مخته نه شي ځکه چې بيا به لمنځ مات شي


Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com