Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5
د لمانځه سنتونه
١ ) د لومړي تکبير وېلو په وخت کې نارينه ولره د غوږو تر نرمیو پورې ، او ښځو لره د اوږو تر سرونو پورې دواړه لاسونه پورته کول . ٢ ) د لاسونو د پورته کولو په وخت کې ګوتې په خپل حال پرېښودل . ٣ ) په لوړ آواز د امام تکبير وېل . ٤ ) د ښي لاس ايښودل په کيڼ لاس باندې په داسې ترتيب سره چې د ښي لاس غټه او خچه ګوتې د کيڼ لاس له مړوند څخه حلقه شي ، او درې نورې ګوتې يې د کيڼ لاس په تخته ، بند ، باندې راشي . ٥ ) د نارينه و د پاره د نامه د لاندې ، د ښځو لپاره په سينه د لاسونو تړل . ٦ ) په خفيه د اعوذُ بِاللهِ لوستل . ٧ ) په خفيه د بِسمِ الله لوستل . ٨ ) په خفيه د ثنا سُبحانَکَ اللهُمه لوستل . ٩ ) د وَلاَالضَآلِين څخه وروسته آمين وېل . ١٠ ) د انتقالاتو تکبير وېل . ١١ ) په رکوع کې درې ځلې (( سُبحَانَ رَبِیَ العَظَيم )) وېل . ١٢ ) په رکوع کې د لاسونو په ګوتو د دواړو زنګنونو ټينګ نيول . ١٣ ) امام لره (( سَمِعَ اللهُ لِمَن حَمِدَه )) او مقتدي لره (( رَبَنا وَلَکَ الحَمدُ )) او يواځې لمونځ کوونکي لره د دواړو وېل . ١٤ ) وروسته له رکوع څخه قومه کول . ( سم نیغ ودرېدل ) ١٥ ) سجده په داسې ترتيب کول ، چې اول به زنګنونه بيا لاسونه ، بيا پوزه او ورپسې تندی د دواړو لاسونو په مینځ کې کیږدي ، څنګلې به له اړخونو نه ، او ګيډه به له ورنونو ، او ورنونه به له پنډيو نه ، او پنډۍ به له ځمکې نه لرې ساتي . او د پښو ګوتې به قبلې ته مخامخ کوي . ښځه به څنګلې د اړخونو ، ګېډه به د ورنونو او ورنونه به د پنډيو ، او پنډۍ په د ځمکې سره نښلوي . ١٦ ) په سجده کې درې ځلې (( سُبحانَ رَبِیَ الاَ علی )) وېل . ١٧ ) د دواړو سجدو په مینځ کې جلسه (( کېناستل ) او په زنګنونو باندې د دواړو لاسونو اېښودل . ١٨ ) د نارينه و د پاره د ښي پښې ودرول او د کيڼې پښې غوړول ، او ورباندې کیناستل . ښځې لره د دواړو پښو ښي خوا ته ويستل او په کيڼ کوناټي کیناستل . ١٩ ) په وروستۍ قعده کې د تشهد څخه وروسته درود او دعا لوستل . ٢٠ ) د اَسَلامُ عَليکُم وَرَحمَتُ اللهِ په وېلو سره مخ ښي او بيا کيڼ طرف ته ګرځول .
لومړی جلد تفسیر
دوهم جلد تفسیر
ترجمه قرانکریم
تفسیر نوربه دری
Pashto dictionary