Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5
د لمانځه واجبات په لاندې ډول دي . ١ ) د فاتحې یا الحمد لله ، د سورت لوستل. ٢ ) د فرض لمانځه په دوه لومړيو رکعتونو او د سنتونو او نفلونو په هر رکعت کې د فاتحې د سورت سره د قرآن کريم د کوم بل سورت او يا څو آياتونو د قرات پېوسته کول . ٣ ) د فرض لمونځ د دوه لومړيو رکعتونو ټاکل د قرات د پاره . ٤ ) په دواړو قعدو کې د تشهُد لوستل . ٥ ) لومړۍ قعده . ٦ ) د وترو په وروستي دريم رکعت کې د قنوت د دعا لوستل . ٧ ) د دواړو اخترونو د لمونځونو تکبيرونه ٨ ) په جهري لمانځه کې د امام لخوا قرائت په زوره لوستل ٩ ) په خُفيه لمانځه کې قرائت په پټه سره لوستل . ١٠ ) د ارکانو تعديل : يعنې ارکان په طمانيه او آرامتيا سره پوره ادا کول . ١١ ) د جماعت په لمانځه کې د امام متابعت.
لومړی جلد تفسیر
دوهم جلد تفسیر
ترجمه قرانکریم
تفسیر نوربه دری
Pashto dictionary