Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:925782
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

 

د جماعت د لمانځه د ادا کولو ترتيب
 
کله چې د لمانځه وخت داخل شو، اذان کيږي ، څو مسلمانان خبر شي او د جماعت د لمانځه د ادا کولو د پاره مسجد ته راشي لکه چې خلک مسجد ته راغلل ، اقامت وېل کيږي . پدې وخت کې لمونځ کوونکي په برابرو صفونو کې اوږه په اوږه ودريږي . واړه هلکان به د لويانو په صف کې نه دريږي ، په اخر کې به دريږي .
امام به په زوره (( اللهُ اَکبَر )) وايي او مقتديان به يې ورو وايي، او بيا به امام او مقتديان دواړه (( سُبحنَکَ اللهمَ )) تر اخره پورې د ځان سره ورو وايي .وروسته به امام قرائت وايي او مقتدي به چپ وي . که امام قرائت په جهر وېلو نو مقتديان به ورته غوږ نيسي او کله چې امام (( وَلاَالضَالِين )) ووايه ، نو مقتديان به ورو ( امين ) ووايي.
له قرائت څحه وروسته امام په زوره (( اللهُ اَکبَر )) وايي او رکوع ته ښکته کيږي ، مقتدي به هم ځان سره يو ځلې (( اللهُ اَکبَر )) وايي او رکوع ته به ځي .
او په رکوع کې به امام او مقتديان درې ځلې (( سَبحانَ رَبِیَ العَظيم )) ووايي .
کله چې امام رکوع څخه راپورته کيږي ، په جهر سره ( ( سَمِعَ اللهُ لِمَن حَمِدَه )) وايي ، ورپسې به مقتديان د (( رَبَنالَکَ الحَمدُ)) په ورو وېلو سره له رکوع نه پورته کيږي .
کله چې امام په زوره (( اللهُ اَکبَر )) ووايه او سجدې ته ولاړ ، مقتدي به هم د (( اللهُ اَکبَر )) په ورو وېلو په امام پسې سجدې ته ځي او په سجدې کې به درې ځلې (( سُبحانَ رَبِیَ الاَ علی )) وايي، او په همدې ډول د امام په متابعت دوه سجدې به پوره کوي .
دوهم رکعت به هم د لومړي رکعت په شان د امام سره ادا کوي . او په اوله قعده کې دې (( التَحِيَاتُ لِلهِ )) تر (( عَبدُهُ وَرَسولُهُ )) پورې ووايي . که لمونځ دوه رکعتي وي نو درود شريف او دَعا دې هم ولولي ، او د امام په متابعت دې سلام وګرزوي او که لمونځ څلور رکعتي يا درې رکعتي وي نو د (( عَبدُهُ وَرَسولُهُ )) له ويلو وروسته دې د امام په متابعت پاڅي او پاتې رکعتونه دې ادا او په اخره قعده کې دې د (( التَحِيَاتُ لِلهِ )) درود او دعا له وېلو نه وروسته د امام په پيروۍ ښي او کيڼ خوا ته سلام وګرزوي . امام سلام په لوړ غږ وايي او مقتديان يې ورو د ځانه سره وایی.
 
Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com