Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:921579
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

 

دلمانځه دادا کولو طريقه


 

 

دلمانځه شروع کولونه مخکې لمونځ کوونکي ته پکار دي  چه څنګه دی دخپل بدن اوجامو پاکي اوصافي کوي دارنګه زړه هم ددنيا يي کارونواوخيالاتو نه پاک کړي ځکه چه دی اوس دخپل رب

 

 

( ج) په خضور کې ودريږي .

 

نيت به وکړي په زړه کې اوکه په ژبه وشی نوبهتره به وي ځکه په ژبه  سره نيت کول د زړه د حضور سره مدد کوي، الله اکبر به ووايي دواړه لاسونه به دغوږونو تر نرميو پورې پورته کړي ، ښځی به خپل لاسونه تر اوږو  پورې پورته کړي،ورسته به لاسونه تر نامه لاندې ونيسي پداسې شان سره چه دښې لاس غټې ګوتې او کوچنۍ ګوتې د چپ لاس مړوند ونيسي او دښی لاس مينځنی دری ګوتې دچپ لاس په ليچي باندی خپری کيږيدي اوښځه به دښی لاس تلی د چپ لاس  په شا نيولی په سينه باندی ونيسي  ثنا يا سبحان اللهم به ووايي :
  سُبْحَانَكَ الّلهُمَّ وَبِحَمْدِكَ وَتَبَارَكَ اسْمُكَ وَتَعَالى جَدُّكَ وَلَآ إِلهَ غَيْرُكَ 
ا

ی زما الله ستا ذات پاک دی     ته دصفت لايق يې       او ستا نوم ډير دبرکت دی       اوستا لويی ډيره لويه ده             اوستا څخه بغير بل څوک دعبادت لايق نشته .

 

ورسته به تعوذ يا اغوذ باالله  اوبسم الله ووايي :
أعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيْمِ، بِسْمِ اللهِ الرَّحمنِ الرَّحِيمِ
زه پنا غواړم په الله ج دشيطان شړل شوی څخه ، (شروع کوم ) په نامه دالله ج چه ډير ذيات مهربان پوره رحم لرونکی دی .‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍
 
 
بيا به دفاتحی سورة الحمدلله ووايی :
 
الْحَـمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ۱  الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ ۲ مَـلِكِ يَوْمِ الدِّينِ۳
ټولی ستاينی خاص الله لره دی چه پالونکی دټول مخلوقاتو دی ، ډير ذيات مهربان او پوره رحم لرونکی دی ،    چه څښتن د ورځی دجزا دی  
إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ ۴ اهدِنَـــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ ۵ صِرَاطَ
ایالله خاص تاته عبادت کوو ، اوخاص له ستا څخه مدد غواړو    ،     يا الله راوښيه مونږ ته لاره سمه  لاره 
الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِــمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّـــالِّينَ ۶
 لاره دهغو کسانو چه تا انغام کړی په هغوی باندی        نه لاره دهغو بدو کسانو چه ګمراهان دي
بيا يو سورة يا کم نه کم دری آيته ولولې :
قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ ۱ اللَّهُ الصَّمَدُ ۲ لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ ۳ وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ۴
ووايه (ای محمده ) شان دادی چه الله يو دی الله بی پروا دی (الله ته هر شی محتاج دی ) نه ده زيږولی هيڅوک اونه دی زيږول شوی له هيچا څخه - اونشته دغه الله لره برابر (سيال ) هيڅوک .
 
 

په قيام کښې به دسجدې  ځای ته ګوري اوددواړو پښو ترمنځ لږ ترلږه بايد دڅلورو ګوټو په اندازه فاصله موجوده وي  د دواړو پښو پنجې  به دقبلې لوري ته وي ، د سورت نه ورسته به الله اکبر ووايي رکوع ته به لاړ شي .

 

 

 رکوع به داسې کوي چه دده دشا ورستۍ حصه ، ملا اوسر دتختې  په شان برابر اوهوار وي  سر ډير ټيټول يا دشا نه اوچت ساتل نه دي پکار د دواړو لاسونو ګوتی به پراخه په ګونډو نيسي ،ښځه به دومره ښکته کيږي  چه لاسونه يی زنګون ته ورسی .

 

 

بيا به ښه په قراره کم نه کم دری ځله سُبْحَانَ رَبِيَّ الْعَظِيْم  ِ(زما لوی پروردګار پاک دی )  ووايي ورسته به قومه ت( خدای پاک اوريدلی دی دهغه چا څخه چه حمد يی ووايه ) به ووايي   اومقتديان به  رَبنَا وَلَكَ الْحَمْدُ  ( ای زمونږ ربه ټول تعريف او ستايش تالره دی ) ووايي اوتنها ګرار به دواړه ووايي ،ورسته به الله اکبر ووايي سجدی ته به لاړشي کم نه کم به دری ځله  سُبْحَانَ رَبِيَّ الاَعلی (زما پروردګار پاک دی چه تر ټولو لوی دی )  ووايي،سجده پداسې  شان کول پکار دی چه لومړی دواړه زنګنونه پر ځمکه ولګوي  بيا د دواړو لاسونو پنځی دغوږونو په برابر کيدي بيا  پوزه اوتندی دواړه پر ځمکه ولګوي ، د دواړو لاسو څنګلی اومړوندونه  دځمکی نه پورته او ګيده د ورنونو نه جلا ساتل پکار دی دلمونځ کوونکی دګيډی اوځمکی ترمنځ دومره ځای پکار دی چه د وزې  وړوکی بچی دهغه لاندی تريدلی شي او دښځو لپاره ورنونه دګيډی سره پيوسته کول اوپښی په ځمکه باندی غوړيدلی ساتل .

 

بيا به الله اکبر ووايي جلسې ته به لاړشی يعنی د دواړو سجدو تر منځ کيناستل پداسې شان چه ښه پوره کيني او دبدن اندامونه ښه تقرر ونيسی او دا دُعا به ووايي رب اغفر لي وارحمني واهدني وارزقني وعافني واجبرني(الحديت ترمذی ،ابوداود،ابن ماجه) يا تنها رب اغفرلي ووايي  دچرګ دټونګې  په شان سجده سره لمونځ نه صحی کيږي بيا به الله اکبر ووايي دوهمی سجدی ته به ولاړشي دری ځله به سبحان ربي الأعلی  ووايي  ورسته الله اکبر ووايي له سجدې  څخه به پورته شی له سجدی څخه به داسې پورته کيږي چه لومړي به تندی او ورسته لاسونه پورته کوي د دواړو لاسونو په پراخه نيولو پنځو به ګونډې ونيسي   او قيام ته به ځی اوس يو رکعت پوره شو ، په دوهم رکعت کې به لومړی بسم الله الرحمن الرحيم ووايي بيا به سورة فاتحه ولولې آمين  به ووايي  بيا به يو سورت يا دری آيته ووايي  بيا به الله اکبر ووايي   رکوع ،قومه ،سجده او جلسه به وکړي   بيا د دواړه سجدو نه پس به قعده وکړي قعده کې  به داسې  کينی چه ښی پښه ولاړه دپښی ګوتې دقبلې په طرف وي اوګينه پښه به څملوي  د پاسه دې پرې کيني او دواړه لاسونه په په ورنو ږدي اوتشهد به وايي ، ښځه به دواړه پښی ښی طرف ته ويستل اوخپل ښی ورون دګين ورون سره جنګول په هغه کيناستل پکار دي او تشهد به وائی :
اَلتَّحَيَّاتُِللهِ وَالصَّلَواتُ وَالطَّيِّباتُ، اَلسَّــلاَمُ عَلَيْكَ أيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُه،
 ټول قولی عبادتونه – اوټول بدني عبادتونه – اوټول مالی عبادتونه خاص الله لره دی ای نبی (صلی الله عليه وسلم ) پر تا دي دالله سلام رحمت او دالله برکتونه وی
اَلسَّلاَمُ عَلَيْنَا وَعَلى عِبَادِ اللهِ الصَّالِحِيْنَ، أشْهَدُ أنْ لاَ إلهَ إلاَ اللهُ وَأشْهَدُ أنْ مُحَمَّدًا عَبْدُه وَرَسُوْلُه(البخاری،مسلم اوترمذی ).
اوسلامتی دي وي پر مونږ او دالله پر نيکو اوصالحانو بندګانو باندی – زه شاهدی ادا کوم چه دالله څخه ماسوا بل څوک د عبادت لايق نشته – اوزه شاهدی اداکوم چه محمد صلی الله عليه وسلم دالله بنده اورسول دی .
 
دلومړی قعدی لپاره همدا تشهد ترپايه لوستل کيږی که آخری قعده وی نو درود اودعا به هم تر يايه ووايي :
 اَللّهُمَّ صَلِّ عَلى مُحَمَّدٍ وَعَلى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَيّْتَ عَلى إبْرَاهِيْمَ وَعَلى آل إبْرَاهِيمَ، إنَكَحمَِيْدُُ مَجِيْدُُ
ای الله رحمت نازل کړی پر محمد صلی الله عليه وسلماو دهغه پر آل (کورنی ) څنګه چه دی پر ابراهيم عليه سلام او دهغه پر آل نازل کړی دی يقينًا ته دتعريف اوبزرګی لايق ئی  
اَللّهُمَ بَارِكْ عَلى مُحَمَّدٍ وَعَلى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلى إبرَاهِيمَ وَعَلى آلِ إبرَاهِيمَ، إنَكَ حمَِيْدُُ مَّجِيْدُُ (بخاری

،مسلم ،ترمذی وابوداود).

 

ای الله برکت نازل کړی پر محمد صلی الله عليه وسلماو دهغه پر آل (کورنی ) څنګه چه دی پر ابراهيم عليه سلام او دهغه پر آل برکت نازل کړی دی يقينًا ته دتعريف اوبزرګی لايق ئی
بيا به دُعا ووايی :
اَللّهُمَّ رَبَّنَا اتِنَا فِی الدُّنْيَا حَسَنَةً وَّ فِی الاخِرَةِ حَسَنَةً وَّ قِنَا عَذَابَ النَّار
 ای زمونږ ربه ! مونږ لره په دنيا کښی هم نيکی راکړی         اوپه آخرت کښی هم او مونږ د اور له غذابه وساتی
 

ورسته به سلام  وګرځوی .

 

 

اَسَّلامُ عَلَيْکُمْ وَرَحْمَةُ الله په ويلو لومړی ښې طرف او بيا چپ طرف ته سلام وګرځوي 

 

ورسته له لمانځه څخه به دا دُعا ووايي :
 اَللهُمَ اَنْتَ السَّلاَمُ وَمِنْکَ السَّلاَمُ تَبَارکْتَ يَاذَالجَلاَلِ وَالاَکْرَامِ (المسلم)

 

 

 

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com