رسول الله صلى الله عليه وسلم دحج په ورځو کښې دعرب قبائلو په وړاندې دې اسلام دعوت پيش کول شروع کړل او ددوى نه ئې حمايت او مدد وغوښتو. رسول الله صلى الله عليه وسلم دوى ته مخاطب شو او وې فرمائيل، اے بنى فلانۍ، زۀ تاسو ته دالله درسول صلى الله عليه وسلم په حيثيت راليږلے شوے يم. چې تاسو ته دالله دعبادت حکم درکوى. چې ورسره بل هيڅوک شريک مۀ ګرځوئ، او دهغه څيزونو سره کوم چې تاسو دخدائى پاک سره برابروئ او عبادت ئې کوئ تعلق ختم کړئ په هغه ايمان راوړئ او تصديق ئې وکړئ او زما تر هغې حفاظت کوئ ترکومې چې الله تعالى ماته کوم څيز راکړے دے هغه زۀ په ښه شان سره بيان کړم
کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم خپله خبره وکړه نو ابو لهب ودريدلو او وې وئيل اے بنى فلان! دے تاسو ته ددې خبرې دعوت درکوى چې تاسو دلات او عزى دبندګۍ او وفادارۍ جغ دخپلو اوږدو نه کوز کړئ او دخپلو مدد ګارو پيريانو سره هم تعلق ختم کړئ او دابدعت او ګمراهى اختيار کړئ کومه چې دۀ راوړې ده نو ځکه تاسو مه ددۀ خبره اورئ او مئ ئې منئ
داسلام لاره
دا لار کومه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم او اسلام اړخ ته تلله، دازغو او هر قسمه انديښنو او خطرو نه ډکه وه او په دې بې دخپل ځان دخطرې اخستلو نه تلل او خپل منزل ته رسيدل ممکن نۀ وؤ
حضرت عبدالله بن عباس رض دحضرت ابو ذر غفارى رض مکې ته درسيدو او درسول الله صلى الله عليه وسلم په خدمت کښې دحاضريدو او داسلام قبلولو کومه واقعه چې بيان کړې ده ددې نه پدې رڼا پريوځى هغه وائى، کله چې ابو ذرغفارى ته درسول الله صلى الله عليه وسلم دبعثت اطلاع وشوه نو هغوى خپل ورو ته ووئيل چې : تۀ ددغې درې ته لاړ شه او لږه ددې سړى پته ولګوه، څوک چې دا دعوه کوى چې دۀ ته داسمان نه وحى راځى، ددۀ خبرې اترې واوره او بيا هغه ماته بيان کړه هغه لاړو درسول الله صلى الله عليه وسلم سره ئې ملاقات وکړو دهغوى صلى الله عليه وسلم خبرې ئې واوريدې بيا واپس لاړو او حضرت ابو ذر رض ته ئې ووئيل ما وکتل چې هغه دډيرغوره او داوچتو اخلاقو تعليم ورکوى او ما داسې کلام واوريدو چې شعر ورته هم نۀ شى وئيلے. حضرت ابو ذر رض ووئيل چې ما څه غوښتل ددې بيان نه دهغې تشفى نۀ کيږى دوى بيا پخپله دسفر تيارے وکړو او يوه کوزه ئې دځان سره واخسته او روان شو مکې ته ورسيدو حرم شريف ته لاړو او درسول الله صلى الله عليه وسلم لټون ئې شروع کړو. دۀ رسول الله صلى الله عليه وسلم نۀ پيژندو او دچانه ئې تپوس هم مناسبت نۀ ګڼل په دې لټون لټون کښې شپه شوه حضرت على دے وليدو او ورته اندازه وشوه چې څوک نا وارد مسافر دے. دے ورپسې شو ولې ديو بل نه ئې تپوس ونۀ کړو. چې سحر شونو خپله کوزه او توښه ئې واخسته او مسجد حرام ته لاړو دا ورځ هم دغه شان تيره شوه . رسول الله صلى الله عليه وسلم هم دے وليدلو بيا ماښام شو او دے بيادخپل اودۀ کيدو ځائې ته لاړو دغه وخت حضرت على رض ددۀ خواته تير شو او وې وئيل چې تر اوسه دې مسافر خپل منزل مقصود نۀ دے معلوم کړے. چې دريمه ورځ حضرت على رض ددۀ خواته راغے دے ئې راپاسولو او وې وئيل، تۀ ماته ووايه چې تۀ څنګه دلته راغلے ئې؟ ابو ذر رض ووئيل چې کۀ تۀ ماسره وعده کوې چې زما رهنمائى به کوې نو بيا درته حال وايم. نو حضرت على رض ورسره وعده وکړه. او نودے ورسره په تلو راضى شو، هغه درسول الله صلى الله عليه وسلم په خدمت کښې حاضر شو نو ابو ذر رض هم ورسره لاړ. درسول الله صلى الله عليه وسلم خبره ئې واوريده او په هغه وخت مسلمان شو. رسول الله صلى الله عليه وسلم دۀ ته وفرمائيل، چې ځه خپل قوم ته لاړ شه او ورته دا دعوت ورسوه. تر دې چې زما خبره ښکاره شى. حضرت ابو ذر رض وويل چې په الله تعالى مې دې قسم وى چې زۀ به دوى ته په چغو چغو دادعوت ورکومه بيا مسجد حرام ته راغے او اعلان ئې وکړو، چې: اشهد ان لا اله الا الله واشهد ان محمداً رسول الله،
په دې وينا خلقو دے راګير کړو او دومره ئې ووهلو چې بې دمه شو او په زمکه څملاستو په دې کښې حضرت عباس راغلو راټيټ شو او دۀ ته ئې وکتل او خلقو ته ئې ووئيل چې تاسو ته معلومه نۀ ده چې داد ((غفار)) قبيلې سړے دے او ستاسو دتاجرانو لار چې تر شام پورې رسى په دې قبيله تيريږى بيا دوى دے بچ کړو بله ورځ هم ابو ذر رض دغه رنګې کار وکړو خلق مشتعل شو او دے ئې ووهلو حضرت عباس رض راغے او ددۀ مدد ئې وکړو
دانصارو داسلام قبلولو اغاز
رسول الله صلى الله عليه وسلم دحج په زمانه کښې داسلام دتبليغ په مفهوم ووتلو دعقبه په خوا کښې دانصارو دخزرج قبيلې يو څو کسان ددوى صلى الله عليه وسلم سره ملاقى شو دوى صلى الله عليه وسلم هغوى ته دالله اړخ ته دعوت ورکړو. دوى ته ئې اسلام وړاندې کړو او دقران پاک تلاوت ئې وکړو دا خلق په مدينه کښې ديهوديانو په ګاونډ کښې اوسيدل او ددوى نه به ئې دا اوريدل چې په نزدې زمانه کښې يو نبى راتلونکے دے دوى په خپل مينځ کښې يو بل ته ووئيل چې داجوړې هم هغه نبى دے، دکوم خبر چې تاسو ته يهوديانو درکولو، ګورئ اوس ستاسو نه په دې کښې څوک وړاندې نۀ شى نو دوى هم دغه وخت ددوى صلى الله عليه وسلم تصديق وکړو او ورته ئې ووئيل چې مونږ خپل قوم پريښے دے او راغلى يو، او په دې قوم کښې چې څومره شر او فساد او پارټى بازى ده، دومره په بل هيڅ يو قوم کښې نشته، کيدے شى ستاسو (محمد صلى الله عليه وسلم) په ذريعه الله تعالى دوى يو کړى مونږ چې واپس شو نو هغوى ته به ددې معاملې حال ووايو او ددې دعوت به ورکړو تاسو هم دوى ته هغه څيزونه وړاندې کړئ کوم چې مونږ قبول کړى دى کۀ چرې الله تعالى ستاسو په ذريعه دوى متحد کړى نو ستاسو نه زيات دعزت خاوند به بيا بل څوک نۀ وى
داخلق دايمان راوړلو نه پس خپل وطن ته واپس شو چې مدينې ته ورسيدل نو خپلو نورو وروڼو ته ئې درسول الله ذکر وکړه او ورته ئې داسلام دعوت ورکړو تر دې چې ددوى په قوم او ورورولۍ کښې اسلام ښه خور شو او دانصارو هيڅ يو کور داسې پاتې نۀ شو چرته چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم چرچا نۀ وى. دعقبه اول بيعت
بل کال دحج په ورځو کښې دانصارو دولس کسان دعقبه داول بيعت په موقعه دوى صلى الله عليه وسلم سره ملاقى شو او دحضور صلى الله عليه وسلم په لاس مبارک ئې دغلا، زنا او دبچو دقتل نه دځان ساتلو په ښو خبرو کښې داطاعت کولو او په توحيد باندې بيعت وکړو کله چې دوى دواپس تلو اراده وکړه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم دوى سره مصعب بن عمير وليږلو او ورته ئې هدايت وکړو چې دوى ته قران پاک وښائى داسلام تعليم ورکړى او ددين مسئلې ورته بيان کړى نو ځکه به دۀ ته په مدينه کښې مقرى وئيلے شو دے داسعد بن زراره ميلمه شوے ؤ او هلته به ئې دامامت فرائض هم ادا کول
دانصارو داسلام قبولو اصل سبب
دخدائى کار ؤ چې داسې نازک وخت کښې دۀ دخپل رسول صلى الله عليه وسلم او دخپل دين دنصرت او حمايت دپاره اوس او خزرج را اوچت کړل (داديثرب دوه ډيرې لوئې او اهمې قبيلې وې) او دوى ته ددې زرينه موقع په لاس ورکړه چې دوى ددې نعمت چې په دنيا کښې ترې بل لوئې نعمت نشته، قدر وکړى. او داسلام په استقبال او قبلولو کښې دخپلو دهم عصرو او دحجاز دخلقو نه وړاندې شى او په داسې وخت کښې دادين خپلو سينو سره ولګوى بلکې ددې په مقابله کښې دخپلو سينو نه ډالونه جوړ کړى کله چې دعربو ټول قبائل او خصوصاً قريشو ددې نه بالکل مخ اړولے ؤ. ( او الله تعالى چې چاته وغواړى نيغه لار ورته ښائى)