Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:928396
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

رسول الله (ص) سره د قريشو د دښمنۍ او ايذار رسانۍ قسما قسم کوششونه

کله چې ددې زلمو او داسلام په نوم سر ورکوونکو داسلام نه داړولو دا کوششونه چې قريشو کول، ناکامه شو او په رسول الله صلى الله عليه وسلم کښې هم څه نرمى پيدا نشوه نو داخبره داسلام دښمنانو ته ډيره ګرانه پريوته. دوى يو څو کم عقل او بدمعاش قسمه خلق په دوى ص صلى الله عليه وسلم پسې ولګول . هغوى صلى الله عليه وسلم ته دروغژن ووئيل، او قسماقسم تکليفونه ئې ورته رسول شروع کړل. په دوى صلى الله عليه وسلم ئې دجادوګرۍ، شاعرۍ او ليونتوب تورونه پورې کړل او ددوى صلى الله عليه وسلم دايذار رسانۍ دپاره ئې قسماقسم نوې طريقې استعمال کړې او دهر قسمه حربې ئې پرې وازمائيلې

يوه ورځ دمکې سرداران په حجر کښې جمع ؤ چې ناڅاپه رسول الله صلى الله عليه وسلم تشريف راوړو او دطواف کولو په وخت دوى سره نزدې تير شو نو هغوى په دوى صلى الله عليه وسلم پورې څه عکس منې وکړې درې ځله دوى صلى الله عليه وسلم په هغوى تير شو او هغوى دريواړه ځله په دوى صلى الله عليه وسلم پورې ټوقې وکړې په اخر کښې دوى صلى الله عليه وسلم ودريده. او وې فرمائيل چې دقريش خلقو! تاسو واورئ، په هغه ذات مې دې قسم وى دچاپه لاس کښې چې زما ژوند دے ما ستاسو دپاره يوه لويه قربانې راوړې ده. ؟ ددوى صلى الله عليه وسلم دا الفاظ چې ئې واوريدل نو ټول چپ شو او داسې معلوميده چې ساه ترې وتلے وى ددې نه پس بيا هغوى ددوى سره دنرمۍ او تعلق خبرې شروع کړې

بله ورځ هم داسې قيصه وشوه دغه خلق هم په هغه زوړ ځائې کښې جمع وؤ چې رسول الله صلى الله عليه وسلم تشريف راوړوهغوى ټول په يو ځائې په دوى صلى الله عليه وسلم پورې ونښتل او راګير ئې کړل په دوى کښې يو سړي ددوى صلى الله عليه وسلم څادر مبارک داسې راښکلو چې ددوى صلى الله عليه وسلم مرۍ مبارکې ته اذيت ورسيدو ددې په ليدو حضرت ابو بکر صديق رض ددوى صلى الله عليه وسلم او دهغه سړى په مينځ کښې حائل شو او په ژړا ژړا ئې ووئيل : آيا تاسو يو سړے په دې وژنئ چې هغه وائى چې زما رب الله ج دے؟ )) په دې خبره هغوى دوى صلى الله عليه وسلم پريښودل ولې حضرت ابوبکر رض په داسې حالت کښې کور ته لاړل چې سر ئې مات شوے ؤ دږيرې مبارکې نه ئې نيولے، راښکلو ئې او بهر ته ئې بوتلو

يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم بهر ته راووتلو نو ټوله ورځ ئې په تکليفونو کښې تيره کړه هيڅ يو داسې سړے (ازاديا غلام) موندے نۀ شو چې دوى صلى الله عليه وسلم ئې دروغژن نۀ وؤ ګڼلى، او څه نۀ څه تکليف ئې نۀ وى وررسولے کله چې دوى صلى الله عليه وسلم کورته راغلل نو دتکليف دوجې نه ئې څادر واغوسته او څملاستل په دې وخت کښې دسورة مدثر دشروع آيتونه نازل شو او دوى صلى الله عليه وسلم ته د ((يا ايها المدثر)) په کلمې سره خطاب وکړے شو

دکفار قريشو معامله دحضرت ابوبکر رض سره

يوه ورځ حضرت ابوبکر رض دتبليغ په نيت په يوه مجمع کښې ودريدلو او دالله او دهغه درسول صلى الله عليه وسلم اړخ ته ئې خلق رابلل شروع کړل. نو مشرکين په ډيره غصه کښې په دوى ص پورې ونښتل او ډير زيات ئې ووهلو عُتبه بن ربيعه په دوؤ زړو چيترو ددوى ص مخ مبارک دومره ووهلو چې وروستو دوى ص بشره نشوه پيژندے

بنو تميم حضرت ابوبکر رض په داسې حالت کښې بوتلو چې هغوى ته ددوى صلى الله عليه وسلم په مرګ کښې هيڅ شک نۀ ؤ سحر وخت دوى صلى الله عليه وسلم په هوش کښې راغلل نو اوله خبره چې ددوى صلى الله عليه وسلم د خُلې مبارکې نه ووتله هغه داوه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په خيريت سره دے؟ هغوى په دې خبره دۀ ته بدې ردې ووئيلې چې په دې حال کښې هم دۀ سره دخپل ځان نه دهغه صلى الله عليه وسلم زيات فکر دے. دکومې په وجه چې دۀ ته دادومره تکليف ورسولے شو په دې وخت کښې ام جميل چې اسلام ئې قبول کړے ؤ دۀ ته رالنډه شوه نو دۀ دهغې نه درسول الله صلى الله عليه وسلم حال وپوښتلو هغې وويل چې ستا مور نزدې ولاړه ده داخبره وانۀ ورى؟ دوى ووئيل چې هيڅ باک نشته. ام جميل ووئيل چې هغوى صلى الله عليه وسلم په خير خيريت دى هغوى رض ووئيل چې ما پخپل ځان دالله تعالى دا نذر منلے دے چې ترڅو دهغوى صلى الله عليه وسلم په خدمت کښې حاضر نشم خوراک څښاک به بالکل نۀ کوم ولې دا دواړه ايسارې شوې کله چې دخلقو تلۀ راتلۀ بند شو او چار چاپيره خاموشى شوه نو دې دواړو حضرت ابوبکر رض له اوږه ورکړه او درسول الله صلى الله عليه وسلم په خدمت کښې ئې حاضر کړو ددۀ دې حالت په هغوى صلى الله عليه وسلم ډير اثر وکړو دوى صلى الله عليه وسلم ددۀ مور ته ډيره دعا وکړه او دا ئې په اسلام قبلولو اماده کړه او هم په دغه وخت مسلمانه شوه

خلق د رسول الله ص نه په بدګمانه کولو کښې د قريشو تردد او پريشانى

قريش درسول الله صلى الله عليه وسلم په معامله کښې ډير پريشانه وؤ دوى نۀ پوهيدل چې ددوى صلى الله عليه وسلم څه داسې خبره ښکاره کړي چې خلق ترې بد ګمانه شى او خواله ورته نۀ راځى هغوى دا غوښتله چې په څه طريقه هغه قافلې چې دلرې او نزدې نه به راتلې او ددوى صلى الله عليه وسلم پيغام به ئې اوريدو ددوى صلى الله عليه وسلم نه لرې وساتى دوى ټول يو ځائې شو. او وليد بن المغيرة له راغلل (دے په دې ټولو کښې دعمر په لحاظ مشر ؤ او دحج ورځې هم رانزدې وې) او مشوره ئې ترې وغوښته وليد بن المغيره ووئيل چې اے دقريش ټوليه! دحج موسم شروع دے په دې ورځو کښې به دعربو وفدونه راشى او ددې ټولو په غوږ کښې دا خبره پرېوتې ده، نو ددوى صلى الله عليه وسلم په باره کښې څه داسې متفقه فيصله يا خبره وکړئ چې ترې ديو بل ترديد ونشى او ټول يوه خبره وکړئ. تر ډيره وخته پورې په دې خبره غور وشو او قسماقسم تجويزونه وړاندې کړے شو ولې وليد ته په هيڅ يوه خبره تسله ونشوه او دۀ ددوى داټول تجويزونه ناقص وګرځول اوس دوى پخپله ددۀ رائې وپوښتله دۀ ووئيل چې زما په خيال کښې به دټولو نه په زړۀ پورې خبره داوى چې ټول په شريکه دا ووايئ چې دے جادوګر دے او دجادو کولو دپاره راغلے دے دے په خپل جادو پلار دزوې نه، ورور دورور نه، خاوند دښځې نه او کورنۍ دکورنۍ نه جدا کوى. هغوى سره ددې پيغامه دهغه ځائې نه واپس شو کله چې دحج ورځې شروع شوې او دقافلو راتلل شروع شو نو دوى ټول په مختلفو لارو او سړکونو کښيناستل څوک چې به تيريدو، نو دوى به هغه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته نزدې نۀ پريښودو او هغه ټولې خبرې چې فيصله شوې وې به ئې زوتولې

د رسول الله ص په ايذا رسانۍ کښې دقريشو سنګ دلى او بې رحمى

قريشو درسول الله صلى الله عليه وسلم په ايذا رسانۍ کښې دسنګ دلۍ او بې رحمۍ انتها کړې وه. په قسماقسم طريقو ئې ورته تکليفونه ورسول . نۀ خو ئې درشتې او خپلولۍ خيال وساتلو او نۀ ئې دانسانيت څه لحاظ وکړو

يو ځل رسول الله صلى الله عليه وسلم په مسجد حرام کښې په سجده پروت ؤ او نزدې ورته دقريشو خلق ناست وؤ په دې کښې عقبه بن ابى معيط د اوښ لرې کولمې راوړې او درسول الله صلى الله عليه وسلم په ملا مبارکه ئې ور وغورځولې. دوى صلى الله عليه وسلم دغه شان په سجده کښې پراتۀ پاتې شوترڅو چې حضرت فاطمه نه وه راغلې او دغه لرې کولمې ئې دهغوى صلى الله عليه وسلم دشا مبارکې نه لرې کړې نۀ وې او چاچې دا کار کړے ؤ هغه ته ښيرې وکړې رسول الله صلى الله عليه وسلم هم دې خلقو ته ښيرې وکړې

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com