Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:928452
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

حبشې ته دمسلمانانو هجرت

کله چې رسول الله ر وکتل چې ددوى صلى الله عليه وسلم  وکتل چی د دوی ملګرى په ډيرو سختو ازميښتونو کښې مبتلا دى او دوى صلى الله عليه وسلم دهغوى مدافعت او حفاظت نۀ شى کولے، نو دوى صلى الله عليه وسلم هغوى ته ووئيل چې کۀ تاسو حبشې ته لاړ شئ نو ښه به وى دهغې ځاي دبادشاه دوړاندې څوک په دې خبره په يو بل ظلم نۀ شى کولے دايو لوي ملک دے کيدے شى چې الله تعالى ستاسو دپاره دنجات او فراخۍ څه لار رااوباسى
په دې موقعه دمسلمانانو يوې ډلې حبشې ته هجرت وکړو دا په اسلام کښې اولنے هجرت ؤ دالس سړى وؤ او خپل امير ئې عثمان بن مظعون رض مقرر کړے ؤ بيا ورپسې جعفر بن ابى طالب هجرت وکړو بيا ډير مسلمانان يو بل پسې هلته ورسيدل څه خلق خو پکښې يوازې وؤ او دچاسره خپل ښځی او بچی وؤ چا چې حبشې ته هجرت کړے ؤ دهغوى شمير ٨٣ ښودلے شويدے

د قريشو تعاقب

قريشو چې وکتل چې مسلمانان هلته رسيدلى دى او ښۀ په آرام کښې دى نو دوى عبدالله بن ربيعه او عمروبن العاص بن وائل هلته ولیږل او دوى له ئې دنجاشى او دهغه دجنګيالى سردارانو او سرلښکرانو دپاره ډيرې تحفې او هدئې ورکړې کومې چې به دمکې خاص سوغات ګڼلے کيدے. دا دواړه دنجاشى دربار ته لاړل ددۀ سرلښکرو او سردارانو له ئې قسماقسم تحفې ورکړې او په هغوى ئې دوړاندې نه لاس وهلے ؤ دبادشاه په دربار کښې دواړو نمائندګانو خپلې خبرې اترې څه داسې شروع کړې

((دبادشاه معظم په ملک کښې زمونږ دعلاقې يو څو کم عقلو زلمو پناه اخستې ده هغوى خپل دين هم پريښے دے او ستا دين ئې هم نۀ دے قبول کړے . ولې يو نوے دين ئې جوړ کړيدے چې نۀ خو پرې مونږ پوهيږو او نۀ تاسو. مونږ تاسو ته دخپل قوم سرپنج او ذمه وارو خلقو ( چې هغه ددوى پلاران او ترونه او نزدې خپلوان دى) راليږلى يو، چې تاسو دوى هغوى ته واپس کړئ ځکه چې هغوى ددوى دمعاملاتو نه ښه واقف دى او دوى ته ډير لنډ دى))

کوم سرداران چې دبادشاه چارچاپيره ناست وؤ هغوى په شريکه ووئيل چې دا دواړه بلکل رښتيا وائى تاسو هغوى دوى ته وسپارئ، نجاشى ته په دې خبره غصه ورغله او ددوى دخبرې منلو نه ئې انکار وکړو او دا ئې خوښه نۀ کړه چې څوک ددوى دپناه اخستو دپاره راغلے وى هغوى داسې بې اسرې پريږدى هغه ددې خبرې قسم وخوړو مسلمانان ئې راوغوښتل خپل پادريان ئې جمع کړل او مسلمانانو ته ئې مخ کړو او وې وئيل هغه کوم دين دے چې دهغې په وجه تاسو خپل قوم پريښے دے او دهغې دپريښودو نه پس نه مو زما دين قبول کړيدے او نۀ څه بل معلوم او مشهور مذهب او دين مو اختيار کړيدے؟

دجاهليت تصوير کشى او داسلام پيژندګلو؛ دجعفر بن ابى طالب د خُلې

دغه وخت درسول الله صلى الله عليه وسلم دترۀ زوې جعفر بن ابى طالب رض پاڅيدو او دا تقرير ئې وکړو:

((اے بادشاه! مونږ يو جاهل (ناپوهه) قوم وؤ دبتانو عبادت به مو کولو مردارے به مو خوړلې دهرقسمه په بې حيا يو او ګناهونو کښې اخته وؤ په مونږ کښې طاقتور کمزورى ماتولو مونږ په دې حا ل کښې وؤ چې خدائې پاک زمونږ نه يو رسول را وليږلو دچا دخاندان، حسب او نسب او دچا دريښتينوالى، امانتدارۍ، پاکدامنۍ او پاکبازۍ نه چې مونږ دمخکښې نه خبر وؤ، هغوى صلى الله عليه وسلم مونږ ته دا دعوت راکړو چې مونږ صرف په خدائې ايمان راوړو او صرف دهغه عبادت کوو او مونږ او زمونږ پلار نيکۀ چې دکومو بتانو او ګټو عبادت کولو دا بلکل پريږدو او ددوى نه تعلق قطع کړو. هغوى صلى الله عليه وسلم مونږ ته دريښتيا وئيلو،امانت ادا کولو درشته دارو دخيال ساتلو، دګاونډى سره دښه سلوک کولو، دناجائزه او حرامو خبرو او په ناحقه دوينې بيولو نه دځان ساتلو حکم راکړيدے دبې حيايۍ دکارونو، دروغ، دوکو،ديتيم دمال خوړلو او په پاکدامنو او پاک لمنو ښځو دتهمت لګولو نه ئې منع کړى يو. هغوى صلى الله عليه وسلم مونږته دا حکم راکړيدے چې مونږ صرف ديو خدائې عبادت وکړو او ورسره څوک شريک نۀ کړو هغوى صلى الله عليه وسلم مونږ ته دمونځ، روژې او زکاة ادا کولو حکم راکړيدے. په دې موقع دۀ داسلام څه نورارکان هم بيان کړل. مونږ ددې تصديق وکړو، په دې مو ايمان راوړو او کومه طريقه او تعليم چې هغوى صلى الله عليه وسلم دالله داړخ نه راوړے دے دهغې مو پيروى وکړه صرف ديو خدائې عبادت مو شروع کړو ددۀ سره مو بل څوک شريک نۀ کړل کوم څه چې هغوى صلى الله عليه وسلم حرام وګرځول هغه مونږ حرام ومنل او کوم څه چې هغوى صلى الله عليه وسلم حلال وګرځول هغه مونږ حلال تسليم کړل. په دې زمونږ قوم زمونږ سره دښمنۍ ته تيار شو دوى مونږ ته قسماقسم تکليفونه او ضررونه راورسول او مونږ ئې ددين نه داړولو دپاره په قسماقسم ازميښتونو کښې واچولو دوى ددې پوره کوشش وکړو چې مونږ ديو الله عبادت پريږدو او دبتانو عبادت شروع کړو او کوم ګناهونه او جرمونه چې مونږ مخکښې روا ګڼل هغه بيا روا او حلال اوګڼو

کله چې دوى مونږ سره ډير زور او زبردستى وکړه په مونږ ئې ظلم وکړو، زمونږ ژوند ئې ګران کړو او زمونږ ددين په لاره کې خنډان جوړ شو نو مونږ ستاسو ملک ته دپناه اخستو دپاره راغلو او ددې دپاره مو ستاسو انتخاب وکړو ستاسو دخوا او پناه اراده مو وکړه اے بادشاه! مونږ دلته په دې اميد راغلى يو چې په مونږ به هيڅ قسمه ظلم نۀ کيږى))

نجاشى دا تقرير په ډير ارام سره واوريدو او وې وئيل چې ستاسو نبى صلى الله عليه وسلم چې دالله ج دخوانه څه راوړى دى ددې څه نمونه تاسو سره شته؟

حضرت جعفر رض جواب ورکړو چې هو، شته،

نجاشى ورته ووئيل چې هغه ماته واوروه.

حضرت جعفر رض دسورة مريم اولنى ايتونه تلاوت کړل په دې نجاشى په ژړا شو او په اوښکو ئې ږيره لونده شوه ددۀ ددربار پادريانو هم ژړا شروع کړه تر دې چې ددوى مذهبى صيحفې په اوښکو لوندې شوې

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com