Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:928457
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

عُتبه او درسول الله (ص) سره خبرې اترې

کله چې قريشو وکتل چې درسول الله صلى الله عليه وسلم دحاميانو او ايمان راوړونکو شمير ورځ په ورځ زياتيږى نو عتبه بن ربيعه داتجويز وړاندې کړو چې درسول الله صلى الله عليه وسلم سره دې دخبرو اترو په ذريعه دمفاهمت څه شکل پيدا کړے شى. دۀ دقريشو نه اجازت واخستو چې دے درسول الله صلى الله عليه وسلم سره ملاقات کول غواړى. او ورته څه پيشکش او تجويزونه وړاندې کول غواړى. کيدے شى چې دوى صلى الله عليه وسلم داقبول کړى او دخپل دعوت او تبليغ نه لاس راکاږى قريشو دۀ ته اجازت ورکړو او خپل نمائنده ئې جوړ کړو.

عتبه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغلو مخې ته ئې کښيناستو او وې وئيل، زما ورارۀ! تۀ چې په مونږ کښې دکوم حيثيت خاوند ئې هغه تاته معلوم دے تا په خپل قوم کښې دجګړې يوه خبره راپيدا کړې ده. تا دوى تس نس کړل. دوى دې کم عقل او جاهلان جوړ کړل. ددوى په معبودانو او مذهب دې عيب ولګولو دخپلو مشرانو او پلار نيکۀ دطريقې نه دې انکار وکړو اوس زۀ يو څو خبرې تاته وړاندې کوم کيدے شى چې دې کښې څه خبره تۀ ومنې

رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمائيل: ابوالوليد! وايه زۀ اورم، ابوالوليد ووئيل زما ورارۀ! کومه طريقه او دين چې تا راوړے دے کۀ ددې په وجه تۀ څه مال او دولت حاصلول غواړې نو مونږ به ستا دپاره دومره مال دولت راجمع کړو چې تۀ به په مونږ کښې دټولو نه زيات مالدار شې، کۀ عزت او نوم غواړې نو مونږ به تا خپل سردار ومنو، او ستا دمرضۍ نه خلاف به يوه فيصله هم نۀ کوؤ کۀ بادشاهى غواړې نو مونږ به تا بادشاه جوړ کړو او کۀ چرې په تا دچا پيريانو يا دڅه سيورى اثر شوے وى او تۀ دهغې علاج نۀ شى کولې نو ددې دپاره به مونږ ډاکټران راولو او ددې په لرې کولو به ښه پوره مال خرچ کړو تر دې چې تۀ ددې رنځ نه بلکل ښه شې

کله چې عُتبه دا هر څه ووئيل نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمائيل: تا خپله خبره خلاصه کړه؟

عُتبه ووئيل: هو

رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمائيل: اوس زما خبره واوره!!

ددې نه پس هغوى صلى الله عليه وسلم دسورة فُصلت يو څو آيتونه دسجدې د آيت پورې ددۀ په وړاندې تلاوت کړل. عتبه چې دا کلام واوريدلو نو په خاموشۍ ئې ددې اوريدل شروع کړل. او په دواړو لاسونو ئې خپله شالګولې وه. او کلام ربى ئې اوريدو کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دسجدې آيت ته ورسيدو نو سجده ئې وکړه او وې فرمائيل: ابو الوليد تا هر څه واوريدل اوس چې څنګه تۀ وائې

عُتبه چې کله خپلو ملګرو له راغے نو خلقو چې دے وليدو نو وې وئيل، مونږ په قسم داخبره کوؤ چې دابوالوليد بشره هغه رنګې نۀ ده کومه چې دتلو په وخت کښې وه. بلکې بالکل بدله شوې ده کله چې عتبه کښيناستو نو خلقو ترې تپوس وکړو چې څه خبر دې راوړے دے. وې وئيل خبر دادے چې ماداسې کلام اوريدلے دے چې ددې نه مخکښې ماچرې نۀ وؤ اوريدلے په خداي مې دې قسم وى اے دقريشو خلقو! چې دغه کلام نۀ شعر دے او نۀ سحر، نۀ دپادريانو خبرې دى او نۀ علم نجوم دے زما خبره واورئ او دا سړے په خپل حال پريږدئ په دې هغوى دۀ ته بد رد وئيل شروع کړل هغوى ووئيل چې په خداي مو دې قسم وى ددغې سړى دژبې جادو په تا اثر وکړو عتبه ووئيل زما دا رائې ده باقى ستاسو خوښه ده چې څه کوئ

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com