Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:928440
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

زمونږ پيغمبر داغيارو په نظرکښې

ممکنه ده چې دانتهائى متاثرکن شخصياتو په فهرست کښې دحضرت محمد (ص) شمير دټولونه په اول ذکر کولوباندې بعضې دوستانو ته حيرانتيا اوڅه نه څه اعتراض هم وى ، ليکن دا واحده تاريخى هستې ده کومه چې په مذهبى او دنيوى دواړو محاذونو باندې برابر کاميابه پاتې شوې ده

حضرت محمد (ص) په عاجزۍ سره دخپلو کوششونو ابتدا وکړه اوددنيا په لويو مذهبونو کښې ئې ديو مذهب بنياد کيښودلو اوهغه ئې خور کړلو هغه (ص) يوانتهائى تاثير لرونکے سياسى مشر هم ثابت شو. نن دڅوارلس سوو کالو تيريدلو باوجود دهغه اثرات په انسانانو باندې لاتراوسه مسلم او ژور دى . هغه په مکه کښې په ٥٧٠ء کښې پيدا شو دشپږو کالو ؤ چې مور بى بى ئې وفات شوه اسلامى تاريخ وائى چې هغه امى وو دڅلويښتو کالو په عمر کښې ورسره دالله تعالى فرښته جبرائيل (ع) هم کلام شو هغه ته دا احساس وشو چې زۀ دريښتونې عقيدې دخورولو دپاره منتخب شوے يم

د دريو کالو پورې ئې پخپلو خپلوانو کښې دخپلې نظريې پرچار وکړو تقريباً ٦١٣ کښې هغو عام تبليغ شروع کړو

په مزه مزه دهغه هم خيال خلق پيدا شول ولې دمکې اختيارمندو او با اختياره خلقو دهغه ذات دخپل ځان دپاره خطره وګڼله

٦٢٢ کښې هغه دخپل ځان دحفاظت په خاطر مدينې ته لاړو اوهلته هغه ته ديولوئې سياست دان حيثيت حاصل شو دې واقعې ته هجرت وائى په مدينه کښې دهغه ملګرى ډير زيات شول ډيرزرد هغه اثرات ښکاره شول اوهغه يومکمل فرمانرو جوړ شو

په يوڅوکالو کښې دهغه ملګرى ډير زيات شول اودمدينې اومکې په مينځ کښې يوڅو جنګونه هم وشول چې دهغې خاتمه په ٦٣٠ کښې وشوه اوهغه مکه فتح کړله اوعرب قبائيل ډير په تيزۍ سره په دې نوى مذهب کښې داخل شول هغه په ٦٣٢ کښې وفات شو په داسې حال کښې چې دجنوبى جزيره هائے عرب موثر ترين حکمران جوړ شوے ؤ

دنبى اکرم (ص) ملګرو ابوبکر او اوعمر ابوالخطاب (رض) د لوئې لوئې فتوحات وکړل ولې بياهم مسلمانانو په دغې فتوحاتو اکتفاونه کړه بلکې بحراوقيانوس اوسپين ته هم ورسيدل اوهلته ئې دخپلې فتحې بيرغونه ورپول

په يو دور کښې خولاداسې معلوميده چې مسلمانان به په ټول مسيحى يورپ باندې قبضه واچوى . خوسوال دادے چې مونږ څرنګه په انسانى تاريخ باندې دمحمد (ص) داثراتو تجزيه کولے شو ؟ دټولو مذهبونو په شان اسلام هم دخپلو تابع دارو په ژوند ژور اثرات مرتب کړل په دې کتاب کښې دلويو منصبونو بانيان تقريباً ټول شامل دى

داوخت عيسائيان د مسلمانانو نه دتعداد په لحاظ دوه چنده دى ددې وجې نه دا خبره عجيبه محسوسيږى چې حضرت محمد(ص) ته دعيسى مسيح نه اوچت مقام ورکړے شويدے ددې فيصلې دوه بنيادى وجې دى

اول :- داچې دمسيحيت په ترقۍ کښې ديسوع مسيح دکردار په نسبت د اسلام په ترويج کښې دحضرت محمد (ص) کردار ډير اهم پاتې شوے دے هرڅومره چې دعيسائيت دبنيادى اخلاقى اعتقاداتو په تشکيل کښې د يسوع شخصيت بنيادى پاتې شو

سينيټ پال په صحيح معنوکښې دعيسائى الهياتو په ترويج کښې حقيقى پيش رفت وکړو هغه په عيسائى تابعدارانو کښې اضافه هم وکړه اوهغه دعهدنامه جديد ديوې لوې حصې مصنف هم دے . حضرت محمد (ص) نه صرف داسلام دالهاتو په تشکيل کښې فعال ؤ بلکې دهغه دبنيادى اخلاقى ضابطو بيان ئې هم وکړو

ددې نه علاوه هغه داسلام دترقۍ دپاره کوششونه هم وکړل اوداسلام دمذهبى عبادتونو وضاحت ئې هم وکړو

دعيسى مسيح په مقابله کښې حضرت محمد نه صرف يوکامياب دنيادار ؤ بلکې يو مذهبى لارښود هم ؤ

په حقيقت کښې هغه دعربو دفتوحاتو په شايواصل طاقت ؤ

ددې وجې نه هغه په ټول انسانى تاريخ کښې دټولو نه زيات متاثره کولو والا سياسى قائد ثابتيږى . مونږته دامعلومه ده چې په اوومه عيسوى صدۍ کښې عربو دفتوحاتو په انسانى تاريخ باندې لاتراوسه اثرات موجود دى

داددينى اودنيوى اثراتو يوداسې بې مثاله اشتراک دے چې زماپه خيال حضرت محمد (ص) لره په انسانى تاريخ کښې دټولو نه زيات دمتاثر کولوواله شخصيت د درجې جواز جوړيږى

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com