Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:926086
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

اخلاقى اړخ

دمکې اخلاقى اړخ ډير کمزورے ؤ سيوا دهغې جاهلى رواياتو او قدرونو کوم چې دوی دخپلې سينې سره نيولى وؤ. دجوارۍ کاروبار په دوى کښې عام ؤ دوى به په دې فخر کولو شراب څښل په عام ډول رائج ؤ. دعيش وعشرت ، ګډا او موسيقۍ محفلونه به ډير زيات اهتمام سره ټاکلےشو چې پکښې به دشرابو دورونه چليدل، ډيرې بدکارۍ، ظلم او زياتۍ حق تلفۍ او بې انصافۍ او په ناجائزه ګټې ته ددوى معاشره کښې په بد نظر نشو کتلے

ددې اخلاقى پستۍ (چې په عام ډول په جزيرة العرب او په خاص ډول دمکې په خلقو کښې مونږ ته په نظر راځى) دټولو نه ريښيتنے اونازک تصوير هغه دے کوم چې دقريش يو غړى او دمکې اصلى او پخوانى باشنده جعفر بن ابى طالب دنجاشى په مخکښې پيش کړے ؤ او ددې وخت دعربى استوګنې او جاهلى کردار نقشه ئې راښکلې وه. ددۀ بيان داؤ چې!

اے بادشاه! مونږ دجاهلي عاشق قوم ؤدبتانو عبادت به مو کولو مردارے به مو خوړې و هر قسمه دبې حياۍ کارونه به مو کول خپلوئ به مو پريښودے دګاونډى سره به مو ناکاره سلوک کولو او طاقتور به کمزورے خوړلو

مذهبى اړخ

مذهبى اړخ (په اخلاقى او تمدنى نقطه نظر سره) نور هم زيات کمزورے ؤ او ددې وجه داوه چې دنبوت دزمانې نه ددوى فاصله ډيره زياته وه. جهالت پکښې عام ؤ بت پرستۍ (چې دوى دخپل ګاونډى قومونو نه زده کړې وه) ددوى په زړونو کښې ځائې کړے ؤ. دبُتانو سره دوى يو قسم عشق ؤ که خو صرف دکعبې دننه او په غولى کښې درې سوه شپيته بتان وؤ چې پکښې دټولو نه لوئې هُبل ؤ کوم چې ابو سفيان په جنګ اُحد کښې مخاطب کړے ؤ او وئيلى ئې وؤ((اُعلُ هُبُل)) (هبل دې بر وى)) دادکعبې په مينځ کښې ديوې کندې په غاړه ؤ، په کومې کښې چې به نذرانې جمع کيدې. دابت دسور عقيق نه جوړ ؤ. په انسانى شکل کښې ؤ او ښے لاس ئې مات ؤ قريشو داهم دارنګ بيا موندلے ؤ. په دۀ کښې بيا دوى دسروزرو لاس لګولے ؤ. دکعبې مخې ته به دوه بتان اوسيدل چې پکښې ديو نوم اساف ؤ او دبل نوم نائله يو دکعبې سره بالکل پيوست ؤ. او بل دزمزم په خوا کښې قريشو کعبې ته لنډ بت هم دبل بت خواته منتقل کړو. دا هغه ځائې ؤ چرته چې به عربو قربانۍ کولې. په صفا هم يو بت ولاړ ؤ. چې نوم ئې (نهيک مجاودالريح)) ؤ په مروه باندې چې کوم بف ښخ ؤ ددۀ نوم ((مطعم الطير)) ؤ

دمکې هر کور کښې يو بُت ؤ چې دغې کور والاؤ به ئې عبادت کولو عزى عرفات ته لنډ ؤ. او په دې يوه عبادتخانه جوړه کړے شوې وه دادقريشو په نزد دټولو نه زيات معزز او لوئې ؤ. دوى به ددې په وړاندې په غشو فالونه ويستل ((الخلصه)) نومې بت دمکې په لاندينۍ برخه کښې ښخ ؤ دې بت ته به هارونه اچولے کيدل. دوربشو او غنمو منښته به دۀ ته پيش کولے شوه. ددې به په پيو لامبولے شیان ددۀ دپاره به قربانى کيده. او ددۀ دپاسه به دشُتر مرغ اګۍ ځوړندولے شوې. بتان به په مکه کښې کور په کور خرڅيدل دکليو خلقو به خوښول اخستل به ئې او دخپل کور ښائست به ئې پرې جوړولو

دغه شان داقوم (دخپلو ټولو ځوانمردو، وفادارو او جان نثارو دخپل کريمانه عربۍ اوصاف سره) دبت پرستۍ دبتانو سره محبت او مينې دوهمونو او خرافاتو سره تړون، دصحيح دينى مفهوم نه دناپوهۍ او دپاکيزه, نظيف اولطيف ښکلى نيغ دين او ملت ابراهيمى نه دلرې والى او لا تعلقۍ په هغه لاندې درجه کښې وؤ په کومه چې به ددنيا ډير کم قومونه وى

دادشپږمې صدۍ دمينځ مکه وه کومه چې درسول الله صلى الله عليه وسلم دبعثت او دسوړ او تور افق نه داسلام دنمر ختونه مخکښې مونږ ته په نظر راځى خداي پاک بالکل صحيح وئيلى دى

ترجمه ( دا غالب او مهربان خدائې نازل کړيدے) چې تاسو هغو خلقو ته دچا پلار نيکۀ ته چې خبردارے نۀ ؤ ورکړے شوے خبردارے ورکړئ. هغوى په غفلت کښې پرتۀ دى

 

حسن اخلاق

درسول صلى الله عليه وسلم فرمان دے ستاسو نه ماته دټولو نه زيات محبوب او دقيامت په ورځ دټولو نه زيات نزدې ناست هغه خلق دى چې دهغوى اخلاق دټولو نه ښه وى (ترمذى شريف) دميزان په عمل کښې ښه اخلاقو نه زيات دروند بل څيز نيشته دے. ښه خوی په برکت سره مومن دشپې دعبادت کوونکى او د ورځې دروژې ثواب مومى. دښۀ خوی برابر بل شرافت او بزرګى نشته دے ( ابن ماجه)

ديو بل امداد کول

دانحضرت صلى الله عليه وسلم فرمان دے چې هر يو مسلمان دبل مسلمان ورور دے نۀ دې يو مسلمان په بل مسلمان باندې ظلم وکړى او نۀ په هغه باندې خوک ظلم کولو ته پريږدى چې کوم مسلمان دخپل مسلمان ورور ضرورت پوره کوى نو الله تعالى دهغه ضرورت پوره کوى ( ابو داود)

دهر يو مسلمان خير خواهى وکړئ

کوم سړے چې دبل مسلمان تکليف رفع کړى او ارام ورته ورسوى نو الله تعالى به هغه ته په دنيا او اخرت دواړو کښې ارام رسوى

دکنځلو دلعنت نه لرې اوسئ

دانحضرت صلى الله عليه وسلم فرمان دے مسلمانانو ته کنځل کول ګناه ده. بخارى کوم سړے چې په چا مسلمان باندې بغير دڅه وجې نه لعنت کوى هغه دومره ګنهګار دے څومره چې ديو مسلمان په ناحقه قتل کوونکى دى او کوم سړے چې دچا مسلمان تکفير وکړى هغه هم دومره ګنهګار دے څومره چې دمسلمان قتل کوونکے ( بخارى شريف)

يو سړے درسول الله صلى الله عليه وسلم په وړاندې په هوا باندې لعنت وکړو نو انحضرت صلى الله عليه وسلم وفرمائيل په هوا باندې لعنت مۀ کوه. ولې چې هغه ماموره يعنې حکم منونکې ده. او کوم سړے چې داسې څيز باندې لعنت کوى چې دلعنت لائق نۀ وى نو بيا لعنت کوونکى خپله ملعون دے

مسلمان هغه دے چې هغه دژبې او دلاس دضر نه بل مسلمان سالم يعنې په سلامتيا وى

دالله تعالى په نزد دټولو نه خراب سړے هغه دے چې هغه سره خلق دبدو خبرو په وجه ميلاويدل ويريږى. پرده آچول

انحضرت صلى الله عليه وسلم فرمان دے.واورئ! مسلمانانو ته تکليف مۀ ورکوئ هغوى ته شرم مۀ اړوى او دهغوى عيبونه مۀ لټوى (ترمذى شريف)

انحضرت صلى الله عليه وسلم فرمان دے چې کوم سړے په خپل مسلمان ورور پرده اچوى دقيامت په ورځ دهغه په عيب باندې الله تبارک وتعالى پرده اچوى (ابن ماجه)

تکبر او نشې نه بچ شى

انحضرت صلى الله عليه وسلم ارشاد دے زۀ تاسو ته وښايم دوزخى څوک دے واورئ سخت ويوونکى بخيل او متکبر(بخارى شريف)

دانحضرت صلى الله عليه وسلم فرمان دے چې دچا په زړۀ کښې داورى ددانې هومره تکبر وى نو هغه به جنت ته داخل نۀ شى ( ابن ماجه) دبغض او دکينې ممانعت

دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمان دے حسد او بغض بيخ ايستونکے دے دپښتو تنه ايستونکے نۀ دے بلکې دين دبيخ نه اوباسى. (ترمذى شريف)

درسول کريم صلى الله عليه وسلم ارشاد دے په خپلو کښې حسدمۀ ساتئ او دخدائې بنده ګانو ديو بل ورونۀ جوړ شئ او دمسلمان دپاره جائز نۀ دى چې خپل ورور سره (بغير دڅه شرعى عذر نه) درې ورځو نه زيات ورانه کړى (بخارى شريف)

دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم ارشاد دے چې حسد نه بچ شئ ددې وجې نه چې حسد نيکى خورى، لکه څنګه چې اور لرګى خورى (ابو داود)

دريا کارۍ نه ځان ساتل

دانحضرت صلى الله عليه وسلم فرمان دے جُب حزن نه پناه وغواړئ صحابه ؤ تپوس وکړو چې جب حزن څه څيز دے؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمائيل په دوزخ کښې يوه کنده ده چې دهغې کندې نه دوزخ هم هره ورځ څلور سوه ځله پناه غواړى صحابه ؤ تپوس وکړو چې پ هغې کښې څوک داخليږى؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمائيل داکنده درياکارانو عالمانو دپاره تياره کړے شوې ده.(ابن ماجه)

دانحضرت صلى الله عليه وسلم فرمان مبارک دے چې کومو خلقو دريا کارۍ دپاره مونځ وکړونو هغه شرک وکړو، چاچې درياکارۍ دپاره خيرات ورکړو هغه هم شرک وکړو. (مسند امام احمد)

دوکه ورکولو والا زمونږ نه نۀ دے

دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم ارشاد دے، چې څوک دوکه وکړى هغه زمونږ دډلې نه نۀ دے. (مشکواة شريف)

نوټ: دارو کښې، په خوراک، څښاک کښې، لين دين معاملو کښې ملاوټ کوونکے او تجارت وغيره باطن کښې يو شان او په ظاهره کښې بل شان داټوله دوکه ده

درشوت ممانعت

حضرت محمد صلى الله عليه وسلم وفرمائيل چې رشوت ورکولو والا او رشوت اخستو والا دواړو باندې دالله تعالى لعنت دے (مشکواة شريف

ددين لۀ خاطره سختۍ تيرؤل تکليفونه اؤ مشقتونه زغمل

نبىاکرم(ص) اؤ اصحابو کرامو(رض) ددين په خورؤلو کښې چې څومره تکليفونه اؤ مشقتونه تير کړى دى د هغو تيرؤل خو يؤ خوا، د هغو اراده کؤل هم زمونږ پشان نالائقو ته ګرانه ده. د تاريخ کتابونه ددې واقعاتو نه ډک دى. په هغې عمل کؤل خو جدا خبره ده، مونږ د هغې د معلومؤلو تکليف هم نۀ کوو. په دې باب کښې څو قيصې د نمونې په طور ذکر کؤل دى. په دې کښې د ټولو نه ړومبے په خپله د نبى اکرم(ص) د يوې قيصې نه شروع کؤم ځکه چې د نبى(ص) ذکر د برکت ذريعه ده

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com