Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:926040
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

د صدقه ورکولو اجر و ثواب

دحضرت ابى امامة رضى الله عنه نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم بيان وفرمائيلو چې يو سړے جنت ته داخل شو نو هغه دجنت په دروازه باندې ليکلى وليدل چې د صدقې اجر اوثواب لس چنده دے او دقرض ورکولو اجر په اتلس چنده دے . ( معجم کبير طبرانى )

تشريح:

په حديث کښې ددې څه اشاره نشته چې حضور (ص) داد کوم سړى په باره کښې وفرمائيل چې هغه جنت ته داخل شو اوهغه دجنت په دروازه باندې پورتنے عبارت ليکلے وليدلو کيدے شى چې داهغه يو صالح سړى دخوب واقعه بيان کړې وى او داهم کيدے شى چې دادهغوى (ص) خپله مشاهده يامکاشفه وى او هغوى (ص) په دې انداز کښې بيان فرمائيلى وى.

دحديثونو په ټوله ذخيره کښې يوڅو حديثونه هغه دى چې هغه دامت عالمانو اوفقهاو ډير اهم اواصولى ګڼلى دى په هغې کښې دنعمان بن بشير روايت کړے داحديث هم دے رسول الله صلى الله عليه وسلم پخپل دې ارشاد کښې دټولونه مخکښې خودافرمائيلى دى چې په شريعت کښې کوم څيزونه اوکوم معاملات په صراحت سره حلال يا حرام ګرځولے شوى دهغې معامله خوصفا او روښانه ده ليکن ددې نه علاوه ډير څيزونه او معاملې داسې دى چې دهغې جائز ياناجائز کيدل په څه صريح دليل سره نشى معلوميدے بلکې ده رای ورکونکو درائې ګنجائش پکښې وى . مثلاً د شريعت داصولو په رڼاکښې هغه جائز او دنورو اصولو په رڼاکښې ناجائز ګرځولے کيدےشى نو دداسې شبهې والا څيزونو او دداسې معاملاتو په باره کښې دمومن بنده طرز عمل داپه کار دے چې دپاره داحتياط اوتقوى دهغې نه هم پرهيز وکړى په دې کښې ددين او دابرو حفاظت دے مخکښې هغه ارشاد فرمائى چې کوم سړے دداسې مشتبهه څيزونو نه پرهيز نه کوى نوهغه د بې احتياطۍ سره عادت شى دمحرماتو هم مرتکب شى بيا داخبره ئې په مثال سره ديو يو دپاره ارشاد وفرمائيله چې مثلاً کوم شپونکے خپل څاروى دسرکارى او محفوظې علاقې سره نزدې وبلکل دهغې په سرحد باندې څروى چې په هغې کښې دعوامو دپاره څاروى څرول جرم وى نو لرې نۀ ده چې دهغه څاروى څه وخت دهغې محفوظې علاقې په حدودو کښې داخل شى او وڅريږى .

پس څرنګه چې دشپونکى دپاره ضرورى ده چې هغه خپل څاروى دسرکارى علاقې نه لرې ساتى هغه له نزدې هم نه ورځى دغه شان مومن بنده له پکاردى چې هغه مشتبه څيزونو او مشتبه معاملاتو نه هم پرهيز وکړى . دغه شان به هغه دمحرماتو اومعصياتونه هميشه محفوظ اوسى دامقام دتقوى دے . په اخر کښې حضور (ص) يوه ډيره اهمه خبره وفرمائيله چې دانسان دوجود روغوالے او ورانے اودهغه دسعادت اوشقاوت دارو مدار دهغه د زړۀ په حال باندې دے کوم چې دانسان په ټول جسم باندې اوټولو اندامونو باندې حکمرانى کوى که هغه درست وو نو دانسان ټول جسمانى نظام اودهغه اعمال او احوال به صحى او صالح وى اوکه په زړۀ کښې فساد او خرابې پيدا شوه اوپه دې باندې دشيطانى او حيوانى جذبې غالبه وشوه نو ټول جسمانى وجود فاسد اوغلط کار شى اود هغه اعمال او احوال به شيطانى او حيوانى وى ، په دې حديث کښې دقلب ( زړۀ) نه مراد دانسان هغه باطنى حس ده چې دهغې رجحان دخير يا شرطرف ته وى دې ته مضفه ( دغوښې ټکړه) ځکه وئيلے شوې ده چې دانسان په سينه کښې ګس طرف ته دصنوبرى شکل چې کوم خاص اندام دے او دغوښې ټکړه ده چې هغې ته قلب يادل وئيلے شى هغه ددې باطنى حس يوخاص محل او ګويا دهغې تخت دے .

رسول الله صلى الله عليه وسلم په دې حديث پاک کښې وړومبے خودمحرماتو نه علاوه دمشتبهاتو نه هم دبچ کيدو او پرهيز کولو تاکيد فرمائيلے دے کوم چې دتقوى بنيادى شرط دے ددې نه پس هغه دقلب په باره کښې دا اګاهى ورکړه او دائې وښودل چې دانسان دسعادت اوشقاوت دارومدار دزړۀ په روغ او ناروغ(صلاح اوفساد) باندې دے . دهغې دحفاظت او نګرانۍ طرف ته ئې توجه راوګرځوله مبارک دى هغه بندګان کوم چې دقلب اوباطن دا اهميت پيژنى او دقالب او خطاهر نه زيات دخپل زړۀ اوباطن فکر کوى .

دحضراتو صوفياو کرامودا امتياز دے او درسول الله صلى الله عليه وسلم ددې هدايت اهميت ته دټولو نه زيات هغوى پيژندلے دےالله تعالى دې ددې دبرکاتونه مونږ نه محرومه کوى . بعضې شارحينو ددې حديث پاک دمضامينودترتيب نه داهم ګڼلې ده چې دقلب وطهارت اوصفايۍ دپاره دا ضرورى ده چې سړے په خوړلو څښلو کښې دمحرماتو نه علاوه دمشتبه څيزونو نه هم پرهيز وکړى

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com