Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:924435
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135
دزكات داداكولو بيان او نصاب
 
لومړۍ مسئله :
كله چې په مال باندې كال تير شي نو په سملاسي ډول دې زكات ادا شي , ځكه چې په غوره كار كې ځنډ كول ښه خبره نده , هسې نه چې خدای مكړه ناببره مرګ راشي او دزكات دنه ادا كولو ګناه دانسان پر غاړه پاتې شي ,كه چيرې دكال له پوره كيدو سره سم زكات ادا نه كړل شو نو بيا دې په راتلونكي كال كې دلومړني كال دزكات دنه اداكولو له امله په توبې ايستلو سرب
یره ددواړو كلونو زكات په يو وار ادا كړي .لنډه داچې په ژوند كې دې هرو مرو پاتې زكات اداكړې او دا وجيبه دې پر ځان باندې نه پرېږدي .

دویمه مسئله :
دټول مال څلوېښتمه برخه وركول په زكات كې اړين دي یانې په سلو كې دوه نيمې روپۍ او په څلوېښتو كې يوه روپۍ .
 
دریمه مسئله :
 مسكين (بې وسه ) ته دمال دوركولو پر مهال دې په زړه كې هرو مرو دا ور وګرځوي چې زه دا مال دزكات په بڼه وركوم , كه يې داسې نيت نه وي كړى او هسې يې مال فقير ته وركړى وي نو بيا زكات نه ادا كېږي له سره يې ادا كول اړين بلل كېږي ، البته دوركړل شوي مال به ځانته اجر او ثواب وركول كېږي .

څلورمه مسئله :
كه يې مسكين ته دمال دوركولو پر مهال نيت نه وو كړى نو تر كومه مهاله چې هغه مال دفقير په لاس كې وي تر هغو دزكات وركوونكي له لورې نيت پكې سم ( صحیح ) دى او كه يې اوس نيت وكړ هم زكات ادا كېږي ,خو كه فقير هغه مال خرڅ (مصرف ) كړى وي نو بيا دنيت كولو هيڅ اعتبار هم نشته بلكې له نوي سره به زكات وركوي.

پینځمه مسئله :
كه چا له خپله ماله يوه برخه فقيرته دزكات په نيت له نوره ماله را جلا كړه او ويې ويل چې فقير ته به یې دزكات په بڼه وركوم بيا يې هغه كوم فقيرته وركړخو هغه مهال يې نيت هير شو نو بيا هم زكات ادا شو , البته كه يې دجلا كولو پر مهال دزكات نيت په هغه مال كې نه و كړى نو بيا يې زكات هم نه ادا كيده .

شپږمه مسئله :
دزكات په وركړه كې زكات وركوونكي ته اختيار دى چې دزكات ټولې روپۍ يوه مسكين ته وركوي او كه يې په څو مسكينانو وېشي , همداراز كه وغواړي چې ټولې روپۍ په يوه ورځ چاته وركړي او كه وغواړي لږې لږې روپۍترڅو مياشتوهم مسكينانو ته وركولای شي .

اوومه مسئله :
غوره داده چې مسكين ته دومره روپۍ وركړي چې لږ تر لږه یې ديوې ورځې كار خو پرې وشي ,اوپدې ورځ له چا څخه بسپنې اخیستلو ته اړ نه شي .

اتمه مسئله :
يوه مسكين ته دومره مال وركول چې د ډير والي له امله يې په مسكين زكات فرض شي مكروه دي , خو كه بيا هم فقير ته چادومره مال وركړ نوزكات يې ادا ك
یږي , او تردې لږ مال وركول بې له كراهيته روادي .

نهمه مسئله :
كه كومه ميرمن چې تنګلاسي يې ټولو ته څرګنده وي يا هم دپور په نه ادا كولو كې وتلې وي چاته دپور غوښتلو په موخه راشي نو زكات وركوونكى هغي ته دپور په نامه دزكات پيسې وركولای شي البته په زړه كې به يې دا وي چې زه دا روپۍ دې ميرمنې ته دزكات په بڼه وركوم نو زكات ادا ك
یږي , كه څه هم دغه ميرمن به دا فكر كوي چې ګواكې هغې ته دا پيسې دپور په توګه وركړل شوي دي .

لسمه مسئله :
كه چاته دجايزې په توګه روپۍ وركړل شي او په زړه كې يې دا تيره شوې وي چې زه دزكات روپۍ وركوم نو بيا هم زكات ادا ك
یږي .

یوولسمه مسئله :
كه دزكات وركوونكي په كوم مسكين باندې دساري په توګه لس روپۍ پور باندې وې نو زكات وركوونكى دا روپۍ دزكات په بڼه مسكين ته نشي وربښلای , البته كه يې لس روپۍ زكات مسكين ته وركړې او بيا يې بيرته له مسكين نه دخپل پور په بدله واخيستې نو دا روا دي , او زكات هم ادا كيږي .

دوولسمه مسئله :
كه له چا سره دساري په توګه دسپينو زرو دومره ګڼه ( ګاڼه ) وي چې له امله يې دساري په توګه په هغه سړ ي باندې دسپينو زرو درې تولې زكات وركول واجبيږي , او په بازار كې دساري په توګه ددريو تولو سپينو زرو بيه دوه روپۍ ده نو دا سړى اوس د دريو تولو سپينو زرو په ځای دهغو بيه (دوه روپۍ) نشي وركولای ,ځكه چې د دووروپو وزن د دريو تولو سره برابر ندى , او دسپينو زرو په زكات كې كه سپين زر وركول ك
یږي نو دوزن اعتبار يې كیږي نه دبيې .خو كه په همدې مسئله كې دزكات ور كوونكى په نوموړو دوو روپو سره زر واخلي ،يا ګيلټ واخلي ، يا كپړه ( رخت ) يا يو بل شى واخلي او دزكات په بڼه يې وركړي ,يا پخپله درې تولې سپين زر دزكات په بڼه وركړي نو بيا زكات ادا كیږي .

دیارلسمه مسئله :
كه دزكات وركوونكي دزكات روپۍ پخپله مسكين ته ورنكړې بلكې بل چا ته يې وركړې او ورته ويې ويل چې ته دا روپۍ زما له لورې مسكينانو ته دزكات په بڼه وركړه ، نو كه چ
یرې هغه سړي دغه روپۍ مسكينانو ته وركړې ،خو د وركړي پر مهال يې دزكات نيت هم نه وو نو بيا هم زكات ادا كیږي .

څوارلسمه مسئله :
زكات وركوونكي چاته دساري په توګه دوه روپۍ وركړې ، خو هغه چا بعينه دزكات وركوونكي له لورې وركړل شوې روپۍ مسكين ته ورنه كړې بلكې له خپله ځانه يې نورې دوه روپۍ مسكين ته وركړې او له ځانه سره يې وويل چې هغه دزكات وركوونكي دوه روپۍ به زه ځانته راوګرځوم نو پدې صورت كې زكات ادا ك
یږي خو پدې شرط چې دزكات وركوونكي دوه روپۍ به له نوموړي سړي سره موجودې وي او هغه به دخپلو دوو روپیو په بدل كې دزكات وركوونكي ددووروپود اخیستلو نيت هم كړى وي ، ليكن كه چیرې دزكات وركوونكي دوه روپۍ له هغه سړي نه دزكات تروركولو د مخه مصرف شوې وې او له هغه وروسته يې غريب ته خپلي روپۍ وركړې نو پدې صورت كي زكات نه ادا كيږي . همداراز كه يې دخپلو روپو دوركړې پر مهال دا نيت هم نه وو چې دى به دزكات وركوونكي دوه روپۍ ځانته ورګرځوي نو بيا هم زكات نه ادا كيږي . اوس به هغه له سره نورې دوه روپۍ په زكات كې وركوي .

پينځلسمه مسئله :
كه چ
یرې زكات وركوونكي چاته روپۍ نه وي وركړي بلكې يواځې دومره يې ورته ويلي وي چې ته زما له لوري زكات وركړه او هغه سړي دده له لورې زكات ادا كړ نودزكات وركوونكي زكات ادا شو ،او څومره روپۍ چې نوموړي سړي دده له لورې په زكات كې وركړې زكات وركوونكى به هغه روپۍ نوموړي سړي ته وركوي.
 
شپاړلسمه مسئله :
كه چیرې زكات وركوونكي دزكات دوركړې په اړه هيچا ته هم څه نه وو ويلي مګر بيا هم كوم دخدای بنده راولاړ شو اود زكات وركوونكي له اجازې پرته يې دهغه له لورې زكات اداكړ نو دا زكات نه ادا كیږي ،كه چیرې دزكات له وركولو وروسته زكات وركوونكي هغه ته اجازه هم وكړه بيا هم دا زكات نه ادا كیږي ، او هغه روپۍ چې نوموړي سړي دزكات وركوونكي له لوري اداكړې نو د هغو دغوښتلو حق شرعاً دى له زكات وركوونكي څخه نشي كولای .

اوولسمه مسئله :
كه زكات وركوونكي چاته روپۍ وركړې چې ته دا زما له لوري كوم غريب ته وركړه نو دهغه اختيار دى چې پخپله يې كوم غريب ته وركوي او كه يې بل چاته وركوي او ورته وايي چې دا كوم غريب ته دزكات په بڼه وركړه (دنوم وراخستل اړين نه دي چې دفلاني له لوري يې وركړه ) او که هغه سړي دا روپۍ كوم خپل خپلوان يا پلار مور ته چې غريب وو وركړې نو زكات ادا كېږي .خو كه هغه پخپله غريب وو نوځان ته يې نشي ګرځولای .
خو كه زكات وركوونكي ورته ويلي وي چې ته چې څه غواړې پدې پيسو يې وكړه او يا چې چاته يې وركول غواړې وريې كړه نو بيا يې په هغه صورت كې ځانته هم ګرځولاې شي .
 
د زکات نصاب
دكرهڼي دزكات بيان
اتلسمه مسئله :
كه كوم ښار د
كفارو په ولكه كې و او كفار پكې اوسېدل ، بيا مسلمانانو په هغه ښار بريد وكړاو هغه يې تر خپلې ولكې لاندې راوست او هلته يې اسلام خپور كړ ، او اسلامي پاچا هغه ځمكې له كفارو نه راوګرځولې او په مسلمانانو يې وويشلې نو داسې ځمكو ته په شريعت كې عُشري ځمكې وايي . همداراز كه ددې ښار اوسیدونكي پخپله خوښه اسلام راوړي او له هغوی سره دجګړې كولو اړتيا نه وي پیښه شوي بيا هم دنوموړي ښار ځمكو ته عُشري ويل كیږي .او دعربو دهيوادونو ټولې ځمكې عُشري دي . 

نوولسمه مسئله :
كه چاته له پلار نيكه نه دا ځمكې عُشري په لاس ورغلي وي ،يا يې له كوم داسې مسلمان نه اخيستي وي چې آن تر هغه پورې دا ځمكې عُشري تللي وي نو په داسې ځمكو كې چې هرڅه پيدا شي نو په هغه كې صدقه خيرات وركول واجب دي ، چې دزكات دوركړې طريقه به يې  په دې ډول وي :
كه يې كښت اوبه كړى نه وي بلكې يواځې دباران په اوبو يې پيداوار كړى وي ،يا يې دلښتي يا درياب له غاړې په لمده بله ځمكه څه كرلي وي او اوبه يې نه وي پرې لګولي نو دداسې كښت له پيداوار نه لسمه برخه خيراتول واجب دي ،یانې په لسو منو كې يو من او په لسو س
یرو كې يو سیر .
او كه يې چ
یرې كښت ته اوبه وركړي وي او يا يې له نوموړو طريقو پرته په كومه بله طريقه خړوبه كړې وي، نو دداسې پيداوار نه شلمه برخه خيراتول واجب دي ،یعنې له شلو منو نه به يو من او له شلو سیرو نه به يو سیر خيراتوي .او همدا حكم دبڼ هم دى ،پداسې ځمكو كې دصدقې په وركړه كې دلږ يا ډېر پيداوار هيڅ توپير نشته بلكې په هر حال كې دصدقې وركول اړين دي .كه پيدا وار لږوو كه ډير . 

شلمه مسئله :
د دانو ،ساكو،تركاريو،ميوو، او ګلانو يانور هغه څه چې پدې ځمكو كې پيداشي همدا حكم دى . 

یوویشتمه مسئله :
په عُشري ځمكو،غرونو يا ځنګلونوكې كه شات (شهد) راوايستل شي نو په هغو كې هم داصدقه واجبه ده . 

دوویشتمه مسئله :
كه چا پخپل كور كې ونه ولګوله يا يې دتركارۍ كوم شى وكرلواو په هغو كې ميوه راغله نو په هغو كې صدقه واجبه نه ده . 

درویشتمه مسئله :
كه عُشري ځمكه كوم كافر واخلي نو هغې ته اوس عُشري نه ويله كيږي، كه يې بيرته مسلمان واخلي يا يې په يوه بل ډول تر لاسه كړي نو بيا هم هغې ته عُشري نه ويل كيږي .

څلورویشتمه مسئله :
داخبره چې آيا دا لسمه يا شلمه برخه دچا په ذمه واجبه ده : دځمكې دڅښتن ؟ كه د
پيداوار دڅښتن ؟ كه څه هم پدې كې دعلماوو اختلاف دى خو غوره خبره داده چې زكواة دپيداوار دڅښتن په غاړه واجب دى . كه چیرې كښت چاته دنغدوپه بدل کې په ټیکه ورکړي يا دغلې دانې په بدل كې ، نو بيا داصدقه دبزګر(چاچې په ټیكه اخيستى) له غاړې كيږي ، اوكه يې كښت په دهقانۍ وركړى وي (په دوهمه برخه يا دريمه برخه يا چې په څو يې وركړى وي ) نو بيا به دځمكې څښتن او بزګر دواړه هريو يې دخپلې خپلې برخې سره سمه صدقه وركوي .
 
 
 
 
Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com