Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:921512
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

د سرو او سپينو زرو زکات

علامة دکتور وهبة الزحيلى پخپل کتاب فقه اسلامى وادلته دويم جلد ٧٥٩ مخ کښې په دې حقله داسې ليکلى دى چې:

ترجمه : ((دسره زر نصاب شل مثقاله دے چې دا شل مثقاله بيا دعراق په مثقال سره دسلو ګرامو سره برابر دے او دغه شل مثقاله دعجمى په مثقال سره دشپږ نوى ګرامو سره برابر دے، او دغه شل مثقاله دجمهورو علماو په نزد ديو نوى دوريشت په پنځه ويشت ګرامو سره برابر دے))

د امام ابو حنيفه رح په مذهب باندې يو مثقال د پنځه ګرامو سره برابر دے، او په عجمى مثقال سره څلور د اتۀ سوؤ ګرامو سره برابر دے، او د جمهورو علماؤ په نزد يو مثقال د ٦٠، ٣ ګرامو سره برابر دے، درهم شرعى د امام ابو حنيفه رح په مذهب د درې نيم ګرامو سره برابر دے، درهم شرعى دجمهور علماؤ په نزد 3/208 ګرامو سره برابر دے

نو مونږ د احتياط لۀ وجې په اقل باندې عمل کوؤ چې هغه شپږ نوى ګرامه دے نو خلاصه مطلب دا شو چې دسرو زرو نصاب شپږ نوى ګرامه دے يعنې يو مسلمان نارينه وى او کۀ زنانه چې ٩٦ ګرامه ياددې نه زيات سره زر ولرى نو زکات ورباندې فرض دے نو زکات ئې بيا په دې حساب سره داسې راځى څرنګه چې 2/400 دنيم مثقال سره برابر دے، ځکه چې په شل مثقاله سرۀ زرو کښې نيم مثقال سره زر يادهغه قيمت ورکول فرض دى نو اوس کۀ داندر شير صرافه بازار په ريټ سره ديو ګرام سرۀ زر اووه سوه کلدارې وټاکو. نو حساب ئې داسې راځى

67200=700 X 96 يعنې دشپږ نوى ګرامه سرۀ زر ټول قيمت اووۀ شپيتۀ زره دوه سوه کلدارې شو نو اوس زکات ئې چې نيم مثقال سره زر دے چې دا بيا 2/400 ګرامه او څلور سوه ملى سره برابر دے نو ددې قيمت بيا داسې راځى شپاړلس سوه اتيا کلدارې کيږى نو په همغه حساب سره چې په څلويښتو روپو کښې زکات ئې يو روپۍ دے صحيح او ټيک راځى مثلا ً ١٦٨٠ کلدار زکات

همدارنګې د سپينو زرو دزکات په باره کښې په همدغه فقه اسلامى نومې کتاب کښې داسې ليکل شوى دى.

 ترجمه : ((دسپينو زرو نصاب دوه سوه شرعى درهمه دے چې دا بيا د اووۀ سوه ګرامو سره برابر دے او دجمهورو علماؤ په نزد دوه سوه شرعى درهمه د ٦٤٢ ګرامو سره برابر دے))

نو څرنګه چې دامام ابو حنيفه رح په مذهب دچاندۍ يا سپين زر نصاب اووۀ سوه ګرامه دے نو هر هغه مسلمان چې نارينه وى او کۀ زنانه چې اووۀ سوه ګرامه سپين زر يا ددې نه زياته چاندى ولرى نو زکات ورباندې فرض دے چې داووۀ سوؤ ګرامو څخه بيا اوولس نيم ګرامه چاندى يا سپين زر او يا ددې قيمت ورکړى مثلا ً په اوسنى ريټ سره کۀ مونږ ديو ګرام چاندۍ قيمت څلويښت کلدارې وټاکونو حساب ئې 28000 زره کلدارې کيږى نو زکات ئې بيا 700 روپۍ کيږى

نو په همغه حساب سره چې په څلويښت روپو کښې يوه روپۍ زکات دے حساب ئې ټيک او درست راځى مثلا ً په اتۀ ويشت زره کلدارو کښې زکات ئې داسې دے 28000 تقسيم 40 مساوى 700 کلدارې زکات کيږى

کۀ چاسره دوه پنځوس نيمې تولې سپين زر او اووۀ نيمې تولې سرۀ زر وى نو زکات ورباندې واجب دے

همدارنګه مولانا مفتى محمد شفيع صاحب پخپله رساله اوزان شرعيه ٣٥ مخ کښې هم داسې ليکلى دى: چې د سرو زرو نصاب زمونږ د ښار په وزن اووۀ نيمې تولې دے

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com