Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:926176
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

 

د طلاق توري په دوه ډوله دي : صریح او کنایه 

۱-طلاق صرېح :
دېته وایي چې سړی م
یرمنې ته په داسې سوچه تورو سره طلاق ورکړي چې په هغوی کې هیڅ ډول پټوالی نه وي ، دساري په توګه مېرمنې ته ووايي (ته طلاقه يې ، ته مطلقه يې ،ما تاته طلاق در کړی او داسې نور) .

دطلاق صرېح حکم :
دا دی چې یو طلاق رجعي ور څخه واقع کيږي ، که څه هم سړي له نوموړو تورو څخه د طلاق نیت نه وي کړی .

۲- طلاق کنایه :
هغه طلاق ته وېلی شي چې په نا څرګندوتورو(مبهمویعنې داسی تورو سره چې هغه له طلاقه پرته دنور څه امکان هم لري ) سره خاوند خپلې ښځې ته طلاق ورکړي ، دساري په توګه ميړه ښځې ته ووايي (ته بائنه يې ،ته خلاصه يې ،ستا پړی ستا په غاړه کې دی ، ماته جلا کړي يې ،خپل اهل ته ولاړه شه ، او داسې نور) .
د کنايي طلاق حکم :
دادی چې په داسې ټولو تورو سره د ميړه له لورې د طلاق د نیت په مهال یو طلاق بائن واقع کیږي او که د خاوند نیت د طلاق نه وو نو بیا طلاق هم نه واقع کيږي . البته د علماو په اند دلالة حال هم دنیت قائم مقام کیدای شي یعنې که ميړه او مېرمنې جګړه سره وکړه او ميړه له پورتنو تورو نه کوم توری د مېرمنې په حق کې وکاراوه نو دلته هم طلاق واقع کيږي که څه هم نیت يې نه وي ځکه چې دلته دغصې او غضب حالت د دې ښکارندوینه کوي چې د سړي به هرو مرو دطلاق نیت وو هسې اوس انکار کوي نو کله چې د غصې حالت دطلاق په نیت دلالت کوي ځکه نو پداسې چا ښځه هم په بائن طلاق سره طلاقیږي .
والله اعلم باالصواب
 
 
 
 
 
 
Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com