Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:924386
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

 

د احکامو له پلوه هم د طلاق دری ډولونه دي : رجعي ، بائن ، مغلظ .

۱- طلاق رجعي :
دېته وايي چې خاوند خپلې م
یرمنې ته یو یا دوه ځله په سوچه تورو کې طلاق ورکړي دساري په ډول ته په ما طلاقه يې اوداسې نور چې دطلاق په تورو صراحت پکې شوی وي .
د طلاق رجعي حکم :
دا دی چې د عدت دپوره کيدو تر مهاله پورې ښځه دسړي په نکاح کې وي او سړی کولای شي د عدت په منځ کې کله چې يې هم زړه وغواړي رجوع کولای شي ( رجوع دې یا په تورو سره وکړي یعنې م
یرمن ته دې ووايي چې ما خپل طلاق اخیستی او يا دې هم میرمنې ته په عملي ډول رجوع وکړي لاس وروړل ښکلول اومستي کول هم رجوع بلل کيږي ) په طلاق رجعي کې په دوهم ځل د نکاح تړلو اړتیا نه ليدل کيږي .
لیکن که عدت ت
یر شو او سړي میرمنې ته په وېنا یا څه کړنې سره رجوع ونکړه نو بیا د دوی دواړو تر منځ نکاح شکیږي او میرمنه دوهم ځای نکاح تړلای شي ، همداراز که له عدت نه وروسته د خاوند او میرمنې تر منځ روغه جوړه وشوه نو بیا هم میړه له میرمنې سره نکاح کولای شي .

۲- طلاق بائن :
دېته وایي چې یاخو سړی م
یرمنې ته په کنايي تورو سره طلاق ورکړي یا هم له طلاق سره کوم داسې صفت ذکر کړي چې په هغه صفت کې د سختې اظهار وي د ساري په توګه خاوند میرمنې ته ووايي (تاته مې سخت طلاق در کړی ، ) یا (تاته مې اوږد طلاق در کړی) او داسې نور .
د طلاق بائن حکم : دا دی چې د طلاق له ور اچولو سره سم د ميړه او م
یرمنې تر منځ بیلوالی راځي ښځه د سړي له نکاح نه وځي ميړه ته د رجوع کولو حق حاصل نه وي ، البته په عدت کې دننه يا له عدت نه وروسته میړه له همدې میرمنې سره نکاح کولای شي .

۳- طلاق مغلظ :
دېته وایي چې سړی م
یرمن ته درې طلاقونه ورکړي ، پدې صورت کې ښځه په میړه باندې حراميږي او له شرعي حلالې پرته نکاح نشي ور سره کولا .

 


 

 

 

 

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com