Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:926141
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

 

 

دشرعي حلالې څیړنه :

په قرآنکریم کې راغلي چې که یوه خاوند خپلې م
یرمنې ته درې طلاقونه ورکړل نو دا میرمنه نوموړي سړي ته حلاله نه ده تر څو دا میرمن له (عدته وروسته) له بل میړه سره (صحیح) نکاح ونکړي او له نکاح وروسته دوهم میړه له دې سره جنسي اړيکې ټینګي نکړي ،بیا يې هغه دوهم میړه مړ شي یا هم طلاق ورکړي او ددې ښځې عدت هم تیرشي نو بیا دا میرمنه په دوهم ځل د لومړي خاوند لپاره حلاله ګرځي اونکاح ورسره تړلای شي ، دېته شرعي حلاله ویل کيږي .
له دریو طلاقو وروسته که ښځې له چا سره پدې شرط نکاح وکړه چې هغه سړی به له جنسي اړیکو وروسته دا طلاقوي او بیا به دا په دوهم ځل له لومړي میړه سره نکاح کوي نو دا شرط باطل دی او په حديث شریف کې په داسې حلاله کوونکي باندې لعنت ویل شوی ، خو له ملعونیدو سره سره که چا له کومې می
رمنې سره په همدې شرط نکاح وکړه او جنسي اړيکې يې سره ټینګې کړې او نوموړي سړي ښځې ته طلاق ورکړاو دښځې عدت تیرشو نو د لومړي سړي لپاره له دې ښځې سره په دوهم ځل نکاح روا ده . او که يې له جنسي اړیکو ټینګیدو پرته طلاق ورکړ نو لومړي سړي ته نه حلاليږي او نکاح يې نه ورسره کيږي .
خوکه کومې می
رمنې له کوم سړي سره له پورتني شرط څخه پرته نکاح وکړه که څه هم د سړي په زړه کې دا خبره وي چې زه به له جنسي اړیکو ټینګولو وروسته نوموړې ښځې ته طلاق ورکوم نو دا صورت بیا د لعنت وړ نه دی ، همداراز که د میرمنې هم دا نیت وو چې له دوهم میړه سره دجنسي اړیکو له ټینګیدو وروسته به بیرته له لومړي ميړه سره نکاح کوي او بیرته به خپل کور ورسره جوړوي نو دا هم ګناه نه ده، ځکه ګناه یواځې دشرط په صورت کې راځي نه د نیت په مهال .

 

 

 

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com