Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:924097
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

 

دجنازې لمونځ
 
دلمانځه نيت
كله چې مسلمان مړ شو نو اوس به يې دجنازې دلمانځه داداكولو لپاره جنازه ګاه ته يوسئ . دجنازې دلمانځه مسنونه طريقه داده چې مړى به مخكې كيږدئ او امام به دهغه دسينې په برابر ودريږي اوامام او خلك به دجنازې دلمانځه دادا كولو نيت وكړي چې په اظهرقول په پښتو ژبه يې توري دادي :
نيت مي كړى لمونځ كوم دجنازې خاص خدای جل جلاله ته دعا كوم دې حاضر مړي ته ( اقتدا مې كړې په دې حاضر امام پسې) مخ مې كړى كعبې شريفي ته
 (امام به داتوري نه وايي چي (اقتدا مې كړې په دې حاضر امام پسې ). او په عربي ژبه يې دنيت لپاره داتوري غوره ګرځول شوي :
 " نويتُ ان اصلي صلاة الجنازة لللهِ تعالى داعيا للميت (اقتديت بهذاالامام )متوجها الى الكعبة الشريفة "
دلته به امام د(اقتديت بهذاالامام ) توري نه وايي .
كله چې مقتدي نيت وكړ نو په سمدستي ډول به (الله اكبر) ووايي او له تكبيره وروسته به دادعا پيل كړي :
" سُبحانكَ اللهُمَ وَبِحَمدِكَ وَتَبارَكَ اسمُكَ وَتَعالى جِدُ كَ وَجَلَ ثناءُ كَ وَلااِلهَ غَيرُ كَ "
كله چي يې دا دعا وويله نو بيا به (الله اكبر) ووايي او له همدې دوهمه تكبيره وروسته به دا درود ووايي
" اللهم صل على محمد وعلى آل محمد كما صليت وباركت ورحمت وترحمت على ابراهيم وعلى آل ابراهيم انك حميد مجيد "
(دلته عام درود هم ويلاي شي يعني)
" اللهم صل على محمد وعلى آل محمد كما صليت على ابراهيم وعلى آل ابراهيم انك حميد مجيد "
كله چې يې درود شريف ووايه نو دريم تكبير(الله اكبر) به ووايي او كه مړى بالغ وو، كه نر وو كه ښځه نو دادعا به ووايي
 " اللهُمَ اغفر لِحينا, وَمَيتِنا, وَشاهِدِنا,وَغائِبِنا,وَصَغيرِنا,وَكَبيرِنا,وَذَكَرِنا وَاِنثانا اَللهُمَ مَن احييتَه مِنا فَاحيه على اِلاسلامِ وَمَن تَوَفَيته مِنا فتوفه عَلى اِلايمان "
بيا به دڅلورم ځل لپاره (الله اكبر) ووايي او له څلورم تكبير وروسته به سمدستي يوې او بلې خواته سلام وګرځوي او هرلورې ته په مخ ګرځولو سره به " السلام عليكم ورحمة الله " وايي .
 
 
دماشوم-ماشومي دجنازې لمونځ
 
كه مړى نابالغ هلك وو نو نور لمونځ يې هماغسي دى البته له دريم تكبير څخه وروسته دې د دعا په ځای كې دا دعا ولولي
" اَللهُمَ اجعَلهُ لَنا فَرَطاً واجعلهُ لَنا اجراً وَ ذخرا واجعلهُ لَنا شافِعاً وَمُشفِعا "
او كه مړى ماشومه وه نو بيا دې له دريم تكبيره وروسته دا دعا ووايي
" اَللهُمَ اجعَلها لَنا فرَطاً وَاجعلها لَنا اجراً وذخرا واجعلها لَنا شافعةً ومشفعة "
 
دجنازې په لمانځه كې پنځه فرضونه دي :
 
څلور تكبيرونه او يوه ولاړه . ځكه نو كه يو تكبير له تكبيرونو څخه پاتې شي نو لمونځ يې نه كيږي , او كه يې دجنازې لمونځ په ناسته وكړ هم نه كيږي .
ثنا ويل او درودشريف ويل سنت دي , او په دعا ويلو كې اختلاف دى څوك يې سنت بولي او څوك يې
فرض .
او سلام ويل دجنازې په لمانځه كې واجب دي .
دجنازې په لمانځه كې مستحب داده چې ښايي لږ تر لږه درې صفونه وي آن تردې كه اووه كسان وو نو يو دې له دوی څخه امام شي او درې دې په لومړي صف كې ودريږي , او دوه دې په دوهم , او يو دې په دريم صف كې ودريږي .او كه تردې ډير وو نو بيادې تر آخيره همداسې طاق صفونه پسې جوړوي .
 

 

 

 

 

 

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com