Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:926004
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

 

مړي ته دكفن وراغوستلو طريقه
 
دسړي كفن درې ټوټې سنت دى : 1- څادر 2- ازار یا پا جامه 3- كميس دضرورت په مهال دوه ټوټې هم روا دى البته بې ضرورته مكروه دى .
دښځې كفن پنځه ټوټې سنت دى : 1- كميس 2- ازار 3- سينه بند 4-څادر 5-سربند- دا له ازار څخه نيولې تر پښو پورې وي او څادر تر دې (سربند) يو لاس لوی وي او كميس له غاړې نيولی ترپښو پورې وي ليكن په هغه كې به لستوڼي او ګريوان نه وي او سينه بند به له سينې نيولی تر ورنو پورې اوږد وي اوسور(عرض) به يې دومره وي چي يو پلو او بل پلو يي سره وتړل شي .
* : مړي ته دكفن وركولو په مهال به لومړى څادر اوار كړئ بيا به ازار او په ازار بر سيره به كميس وي بيا به مړى دهغو په سر پري باسئ . لومړى به كميس ور واغوندئ او دسر ويښتان به يې په دوو برخو وويشئ او په سينه به يې ور واچوې يوه برخه ښي لورې ته او يوه كيڼ لورې ته له هغه وروسته به يې سربندپه سر اوويښتانو ور واچوې مګر تړې به يې نه بيا ازآر ور واغونده لومړى يي ښي لورې ونغاړه بيا يې كيڼ لورې . له هغه وروسته يې سينه ور وتړه بيا يې په څادر كې ونغاړه لومړى ښي لورې بيا كيڼ لورې بيا يې په كومه څيره يا ټوټه سره دسر او پښو خواته كفن وتړه او يوه څيره يې تر شا هم وتړه تر څو په لاره كې دهوا چليدو له امله پرا نه نيزي (بېرته نشي ) او دجنازې كولو پر لور يې يوسه .
(داخو دښځينه مړي طريقه ده او نارينه به هم لومړى څادر اوار كړئ برسيره به ازآر او په ازآر برسيره به كميس اواركړئ مړى به دهغه په سر پرې باسئ او لومړى به كميس ور واغوندئ بيا به ازآر ورواغوندئ بيا به يې په څادر كې لومړى ښي لورې بيا كيڼ لورې ونغاړئ او دكفن دواړه سرونه به وروتړئ ) او دجنازې پر لورې يې يوسئ .
 
 
 
 
 
 
 

 

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com