Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:924278
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

 

دځنكدن مهال
 
كله چي مسلمان مرګ ته نژدي شي نو ستونې ستاغ يي پرې باسئ , پښي يې دقبلې لورته كړئ , سر يې لږ پورته كړئ ترڅو خوله يې دقبلې لورته شي , او ترڅنګ يي په زوره زوره كلمه طيبه واياست تر څو هغه ستاسې كلمه واوري او پخپله هم كلمه پيل كړي .
كله چې هغه كلمه ووايي نو بيا پټه خوله شه ځكه چي دمرګ په وخت كي دسا ختلو په مهال كې كلمه ويل ضروري نه دي بلكې كه يو وارې يې كلمه وويله نوهمدا كافي ده ,خو كه يې له كلمې ويلو وروسته بيا خبرې وكړې نو بيا ورسره په لوړ آواز كلمه ويل پيل كړئ تر څو هغه بيا كلمه ووايي كله چې بيا كلمه ووايي نو پټه خوله شئ .
قريب الموت ته دكلمې ويلو امر مه كوئ ځكه هغه ډير سخت مهال وي هسې نه چې سړى په عين مهال كي دمرګ دسختۍ له كبله ستاسې ځواب په (نه يې وايم) سره دركړي چې خدای مكړه په دې څه ويلو سره به يې آخيرت تباه او بربادشي .
كله چې دسړي ساسخته او لنډه لنډه كيږي ,پښې يې ډيله او سستې شي , پوزه يې كږه شي ,او غامبوري يې ولويږي نو پوه شه چې ددې سړي مرګ رانزدې شو نو اوس په زوره زوره كلمه شريفه پيل كړه .
په حديث شريف كې راغلي چې دسورة يسين شريف ويل دمرګ په سختيوكې اساني راولي نو ياخو پخپله دزنكدن په مهال دسړي سر ته كينئ او يا هم بل څوك كينوئ تر څو هغه سورة يسين شريف ووايي .او دچا دزنكدن په مهال ددنيا خبرې كول نه دي پكار ځكه هسي نه چي دقريب الموت كس هم د دنيا په لورې پام شي او د دنيا په مينې كې مړشي او دا ډيره ناوړه خبره ده .
كله چې سړى مړشي نو دهغه ټول عضلات ښايي برابر شي او په كومه څيره يې زنه(خوله) ښايي داسي ور وتړله شي چې څيره تر زنې لاندې تيره شي او دڅيرې دواړو خواوو ته دمړي په سرباندې ښايي غوټي ور واچول شي ترڅو خوله يې وازه پاتې نشي او دخولې اونورو عضلاتو دبندولو په مهال ښايي دا دعا ولوستل شي (بسم الله على ملة رسول الله ) ,او ښايي سترګې يې وربندې كړى شي ,او دواړه پښې يې سره نزدې کړى شي اودواړه غټې ګوتې يې سره وتړل شي ترڅو پښې يې سره وازې پاتې نشي .بيا ښايي يو څادر پرې واچول شي او په لمبولو او خښولو كې يې ښايي ډيره بيړه وشي .له مړيني وروسته دمړي تر څنګ دقرآنكري
م تلاوت كول سم كار نه دى . همداراز اړينه ده چې جنب سړى يا ښځه ,حايضه او نفاسه ښځه دمړي له خوا نه ليرې شي .
 
 
 
 
 
 
Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com