Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:926175
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

د اسلام بنیادی احکام

انحضرت صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دى چې داسلام بنياد په پنځو څيزونو باندې دى

شهادت کول ددې خرې چې دالله تعالى نه بغير وک همدعبادت لائق نشته او انحضرت صلى الله عليه وسلم دالله تعالى بنده او رسول دے    
 1     
دمونځ قائمول په ښه طيقې سره 2
دزکات ورکول 3
درمضان روژې ساتل 4
او حج کول 5

 

 

 

 

 


ددې نه ثابته شوه چې دمسلمان لپاره داپينځه څيزونه ددۀ دمسلمانۍ لپاره شرط دے يعنې توحيد عقيده او دنبى صلى الله عليه وسلم په نبوت پاندې ايمان راوړل او هغه اخرىپيغمبر ګڼل مونځ ادا کول او زکات ورکول او دمال او دصحت شرط باندې حج کول او د رمضان میاشت روژې ساتل. په دې پنځو خبرو کښې چې يو هم پريږدى هغه داسلام ستن وغورځوله. او اسلام به رخصت شى. مسلمانانو وروڼو دا حقيقت کله هم هيرول نۀ دے پکار دتوحيد ذمه دارى پوره کولو سره مسلمان ژوند دپنځه ارکانو په باغونو کښې تازه کيدل پکار دى او ورسره مومن سړى ته په دنيا کښې تمدنى او معيشى،معاشرتى او اخلاقى ماحول کښې يو معيارى انسان جوړيدل پکار دى چې اسلام په دنيا کښې دالله تعالى خالص عبادت او داوچتو اخلاقو تعليم ورکوى رسول کريم صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دى : زۀ دښو اخلاقو دپوره کولو لپاره راليږلے شوے يم. ( موطا امام مالک)

حسن اخلاق

درسول صلى الله عليه وسلم فرمان دے ستاسو نه ماته دټولو نه زيات محبوب او دقيامت په ورځ دټولو نه زيات نزدې ناست هغه خلق دى چې دهغوى اخلاق دټولو نه ښه وى (ترمذى شريف) دميزان په عمل کښې ښه اخلاقو نه زيات دروند بل څيز نيشته دے. ښه خوی په برکت سره مومن دشپې دعبادت کوونکى او د ورځې دروژې ثواب مومى. دښۀ خوی برابر بل شرافت او بزرګى نشته دے ( ابن ماجه)

ديو بل امداد کول

دانحضرت صلى الله عليه وسلم فرمان دے چې هر يو مسلمان دبل مسلمان ورور دے نۀ دې يو مسلمان په بل مسلمان باندې ظلم وکړى او نۀ په هغه باندې خوک ظلم کولو ته پريږدى چې کوم مسلمان دخپل مسلمان ورور ضرورت پوره کوى نو الله تعالى دهغه ضرورت پوره کوى ( ابو داود)

دهر يو مسلمان خير خواهى وکړئ

کوم سړے چې دبل مسلمان تکليف رفع کړى او ارام ورته ورسوى نو الله تعالى به هغه ته په دنيا او اخرت دواړو کښې ارام رسوى

دکنځلو دلعنت نه لرې اوسئ

دانحضرت صلى الله عليه وسلم فرمان دے مسلمانانو ته کنځل کول ګناه ده. بخارى کوم سړے چې په چا مسلمان باندې بغير دڅه وجې نه لعنت کوى هغه دومره ګنهګار دے څومره چې ديو مسلمان په ناحقه قتل کوونکى دى او کوم سړے چې دچا مسلمان تکفير وکړى هغه هم دومره ګنهګار دے څومره چې دمسلمان قتل کوونکے ( بخارى شريف)

يو سړے درسول الله صلى الله عليه وسلم په وړاندې په هوا باندې لعنت وکړو نو انحضرت صلى الله عليه وسلم وفرمائيل په هوا باندې لعنت مۀ کوه. ولې چې هغه ماموره يعنې حکم منونکې ده. او کوم سړے چې داسې څيز باندې لعنت کوى چې دلعنت لائق نۀ وى نو بيا لعنت کوونکى خپله ملعون دے

مسلمان هغه دے چې هغه دژبې او دلاس دضر نه بل مسلمان سالم يعنې په سلامتيا وى

دالله تعالى په نزد دټولو نه خراب سړے هغه دے چې هغه سره خلق دبدو خبرو په وجه ميلاويدل ويريږى. پرده آچول

انحضرت صلى الله عليه وسلم فرمان دے.واورئ! مسلمانانو ته تکليف مۀ ورکوئ هغوى ته شرم مۀ اړوى او دهغوى عيبونه مۀ لټوى (ترمذى شريف)

انحضرت صلى الله عليه وسلم فرمان دے چې کوم سړے په خپل مسلمان ورور پرده اچوى دقيامت په ورځ دهغه په عيب باندې الله تبارک وتعالى پرده اچوى (ابن ماجه)

تکبر او نشې نه بچ شى

انحضرت صلى الله عليه وسلم ارشاد دے زۀ تاسو ته وښايم دوزخى څوک دے واورئ سخت ويوونکى بخيل او متکبر(بخارى شريف)

دانحضرت صلى الله عليه وسلم فرمان دے چې دچا په زړۀ کښې داورى ددانې هومره تکبر وى نو هغه به جنت ته داخل نۀ شى ( ابن ماجه) دبغض او دکينې ممانعت

دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمان دے حسد او بغض بيخ ايستونکے دے دپښتو تنه ايستونکے نۀ دے بلکې دين دبيخ نه اوباسى. (ترمذى شريف)

درسول کريم صلى الله عليه وسلم ارشاد دے په خپلو کښې حسدمۀ ساتئ او دخدائې بنده ګانو ديو بل ورونۀ جوړ شئ او دمسلمان دپاره جائز نۀ دى چې خپل ورور سره (بغير دڅه شرعى عذر نه) درې ورځو نه زيات ورانه کړى (بخارى شريف)

دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم ارشاد دے چې حسد نه بچ شئ ددې وجې نه چې حسد نيکى خورى، لکه څنګه چې اور لرګى خورى (ابو داود)

دريا کارۍ نه ځان ساتل

دانحضرت صلى الله عليه وسلم فرمان دے جُب حزن نه پناه وغواړئ صحابه ؤ تپوس وکړو چې جب حزن څه څيز دے؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمائيل په دوزخ کښې يوه کنده ده چې دهغې کندې نه دوزخ هم هره ورځ څلور سوه ځله پناه غواړى صحابه ؤ تپوس وکړو چې پ هغې کښې څوک داخليږى؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمائيل داکنده درياکارانو عالمانو دپاره تياره کړے شوې ده.(ابن ماجه)

دانحضرت صلى الله عليه وسلم فرمان مبارک دے چې کومو خلقو دريا کارۍ دپاره مونځ وکړونو هغه شرک وکړو، چاچې درياکارۍ دپاره خيرات ورکړو هغه هم شرک وکړو. (مسند امام احمد)

دوکه ورکولو والا زمونږ نه نۀ دے

دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم ارشاد دے، چې څوک دوکه وکړى هغه زمونږ دډلې نه نۀ دے. (مشکواة شريف)

نوټ: دارو کښې، په خوراک، څښاک کښې، لين دين معاملو کښې ملاوټ کوونکے او تجارت وغيره باطن کښې يو شان او په ظاهره کښې بل شان داټوله دوکه ده

درشوت ممانعت

حضرت محمد صلى الله عليه وسلم وفرمائيل چې رشوت ورکولو والا او رشوت اخستو والا دواړو باندې دالله تعالى لعنت دے (مشکواة شريف)

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com