Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:924495
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

 

دالله تعالى ويره

دالله تعالى حکمونه په ځائې کول او دګناهونو څخه دنجات موثره ذريعه او مجربه نسخه دالله ج نه ويره ده. هر کله چې دانسان په زړۀ کښې داخبره هر وخت موجوده وى چې دهر قول او فعل په باره کښې به خدائى ج په دربار کښې جواب ورکوم او دالله ج په عدالت کښې به زما پيشى کيږى او دهر عمل په باره کښې به لۀ ماسره سوال جواب کيږى نو نۀ دا چې داسلام په مبارکو تعليماتو به ورته ژوند تيرول اسان وى بلکې لذيذ او خوندور به وى او دداسې شخص لپاره دجنت زيرے دے

ددوؤ جنتونو وعده

دالله ج ارشاد دے

(( څوک چې دخپل رب مخامخ دريدو نه وويريږى نو ددۀ لپاره دوه جنتونه دى)) (سورة رحمان)

دکوم سړى په زړۀ کښې چې دالله تعالى عظمت، لوئې والے او جلال موجود وى هغه همدا فکر کوى کۀ زۀ دګناه ارتکاب وکړم او دالله تعالى دمرضۍ خلاف کار وکړم نو سبا ته به دالله ج دربار کښې څرنګه حاضريږم؟ لۀ خداى ج سره به په کومو سترګو مخامخ کيږم همدغې خوف او ويرې ته ((تقوى) وائى او دطريقت او شريعت حاصل همدا خوف او ويره وى چې په زړۀ کښې داويره پيدا شى چې ماته به دالله مخامخ دريدل وى او ددې وجې نه دنفسياتى خواهشاتو او ګناهونو نه ودريږى نو داداهل جنت نه څخه دى الله تعالى فرمائى، کوم سړے چې دالله ج مخامخ دريدو نه وويريدو او دخپل نفس خواهشات ئې پريښودل بې شکه جنت دداسې سړى ځائې دے

دالله ويره په قدر دمعرفت الهى

چاته چې دالله تعالى معرفت څومره زيات حاصل وى همدومره به لۀ دۀ سره د الله تعالى ويره زياته وى او څومره چې د الله تعالى دمعرفت کمے وى همدومره به د الله تعالى ويره کمه وى لکه وړوکے ماشوم چې لا تر اوسه ناپوهه وى کۀ دده مخامخ څومره غټ سړے راشى خوا که بادشاه ولې نۀ وى نو لۀ دۀ سره به هيڅ ويره او خوف نۀ وى ليکن کوم شخص چې دبادشاه دمقام او مرتبې نه واقف وى نو هغه ته دبادشاه دربار ته دورتګ سره رپيږى زمونږ په علم کښې دالله معرفت دټولو نه زيات پيغمبرانو ته او بيا حضرات صحابه کرام ته حاصل ؤ

دحضرت حنظله ويره

دحضرت حنظله رض غوندې جليل القدر صحابى داوئيل چې ((نافق حنظله)) حنظله منافق شو بيا دحضور ص په پوښتنه وائى چې کوم حالت تاسو سره په مجلس کښې زمونږ وى هغه په خپلو کورونو کښې دښځې او بچو سره نۀ وى ددې لپاره زۀ ويريږم چې منافق شوے يم پيغمبر ص ورته تسلى ورکړه او وې فرمائيل: اے حنظله دويرې خبره نشته دادوخت وخت خبره وى کله په زړۀ کښې نرمى زياته وى او کله کمه، ليکن اصل دارومدار په عملونو باندې دے ترکومه چې دانسان اعمال دشريعت مطابق وى هيڅ خبره نشته . دحضرت ابوبکر صديق (رض) حالت

حضرت ابوبکر صديق رض چې په اجماع دامت دانبياؤ نه وروسته دټولو نه داوچتې مرتبې خاوند دے ددوى په زړۀ کښې دالله تعالى دويرې دا حالت ؤ چې حضرت ربيعه ته ئې کومه سخته خبره وکړه نو وروسته ئې ورته وفرمائيل، تۀ هم ماته داخبره وکړه ترڅو بدل دې واخلې)) دهغه په انکار ئې وفرمائيل، ياراته دا کلمات ووايه يا حضور ص ته شکايت کوم، دفکر خبره داده چې په يو سخته خبره ئې څومره دالله تعالى خوف او ويره زړۀ کښې راځى او زمونږ حالت څه دے

حضرت عمر فاروق رض او دالله ويره

خليفه دوهم سيدنا عمر رض کوم ته چې دنبوت په ژبه دجنت زيرے ميلاؤ شوے ؤ بلکې د معراج نه په واپسۍ ئې په جنت کښې ديو عظيم الشان محل بشارت هم نبى اکرم ص ورکړ ددې ټولو باوجود دنبى کريم ص دوفات نه وروسته دحضرت حذيفه بن يمان رض چاته چې نبى کريم ص دمنافقينو نومونه ښودلى وؤ دهغه څخه به ئې پوښتل اے حذيفه! دخدائې لپاره راته ووايه دمنافقينوپه فهرست کښې خو به زما نوم نۀ وى الله اکبر دالله ويره څومره ددوى په زړونو کښې وه

زما بوج به څوک اوچتوى؟

دحضرت عمر رض هغه واقعه هم مشهوره ده کله چې دوى يوه شپه ديوې ښځې بچى دلوږې نه په ژړا وليدل نو واپس راغے او دبيت المال نه ئې دغلې بورۍ ډکه کړه او په خپلو اوږو ئې اوچته کړه نو خادم ورته غرض وکړو امير المومنين زۀ ئې اوچتوم، نو حضرت عمر رض ورته جواب کښې وفرمائيل، دلته به زما بوج تۀ اوچت کړې مګر دقيامت په ورځ به زما بوج څوک اوچتوى؟ دادالله تعالى نه دمخامخ کيدو ويره ده

سيدنا عمر فاروق رض به دخلافت په زمانه کښې دشپې په کوڅو کښې ګشت کولو او دخلقو حالات به ئې معلومول او ددوى ضرورتونه به ئې پوره کول يو ځل ئې دتهجدو په وخت کښې دمدينې په کوڅو کښې ګشت کولو چې يوې ښځې خپلې لور ته وئيل په شيدو کښې اوبۀ ګډې کړه لور ورته ووئيل امير المومنين ددې نه منع فرمائيلى دى ددې لپاره بايد په شودو کښې اوبۀ ګډې نۀ کړو، مور ورته ووئيل اوس خو امير المومنين يا بل ليدونکے نشته، ددې لپاره به هيچا ته هم څه پته ونۀ لګيږى، لور ورته په جواب کښې عرض وکړو مورې! کۀ امير المومنين مو نۀ ګورى نو دهغه رب الله ج خو مو ګورى))

حضرت عمر رض ددې ښځې په زړۀ کښې دالله دويرې نه دومره خوشحاله شو چې وروسته ئې ددې جينۍ نکاح دخپل زوې حضرت عبدالله بن عمر سره وکړه او بيا ددې ښځې په خاندان کښې عمر بن عبدالعزيز هم پيداشو

زمونږ حالت

نن چې زمونږ په معاشره کښې څومره دګناهونو زور دے دبدامنۍ او بې ارامۍ يو طوفان په معاشرې مسلط دے بل طرف دروغ، غيبت، غلا ، ډاکې، رشوت، په عباداتو کښې سستى او غفلت او دنورو لويو لويو ګناهونو ارتکاب کيږى ددې بنيادى وجه دزړونو نه دالله دويرې وتل دى ترڅو پورې چې په زړونو کښې دالله ويره داخرت فکر او دخدائى ته دورتګ احساس نۀ وى پيدا شوے دګناهونو نه بچ کيدل مشکل دى جرائم نۀ شى ختيمدے بدکارونه لۀ منځه نۀ شى تلے بدامنى او ظلم نۀ شى ختميدے خوا که حکومت هر څومره پهرې کښينوى يا په يوې محکمې بله محکمه او په يو قانون بل قانون جوړ شى بلکې ترڅو چې دزړونو نه دالله ويره رخصتيږى نو درشوت دمخنيوى محکمه په خپله درشوت په مرض مبتلا کيږى دقانون محافظين خپله قانون په پيسو خرڅوى دامن داعيان خپله ظلم او يزيديت ته لاس اچوى دظلم او ستم جوروجفا بدعنوانى رشوت او حرام خورى بد فطرى او بې حيائى عرض هر جرم او ګناه مخنيوے صرف يو شے دے او هغه دالله ج نه ويره ده او ددې نه علاوه ئې بل هيڅ شې مخنيوے نۀ شى کولے

دالله نه دويرې دپيدا کيدو طريقې

١: دمرګ مراقبه: دڅليريشت ساعتو نه يو څو لحظې سهار دمانځه وروسته يادشپې داودۀ کيدو پر وخت دمرګ مراقبه کوئ او دا تصور کوئ چې زۀ دمرګ په بستر پروت يم خپل خپلوان حيران او پريشان مخامخ ولاړ دى روح اخيستونکې پرښتې راروانې

دى درحمت فرشتې هم دى او دعذاب فرشتې هم دى زما روح پرواز وکړ زما لۀ بدن نه جامې وويستل کيږى او غسل راکول کيږى او لږ ساعت وروسته دسپيرو خاورو نه لاندې ښخولو نه وروسته خپل خپلوان ملګرى دوستان راڅخه مخ ګرځوى زما مال هم زما په کار نۀ راځى اوس قبر کښې سوال او جواب روان دے او بله ورځ دالله په دربار کښې حاضريدل دى دغه رنګ روزانه تصور کوئ دحضور ص ارشاد مبارک دے دلذتونو ختمدونکى څيز مرګ ډير ډير يادوئ،

٢: کومو خلقو ته چې الله تعالى دخپل محبت او ويرې زياته برخه عنايت کړى وى دداسې علماء ربانين او بزرګان دين په مجلسونو کښې شرکت او لۀ دوى سره تعلق دالله سره محبت او خوف خدا پيدا کولو لپاره فايده منده نسخه ده. ٣: دکتاب او سنت صحيح علم په زړونو دخدائې ويره پيدا کوى الله ج فرمائى دالله ويره ددۀ بندګانو علماؤ ته حاصل ده

په قران کښې تدبر، په قران او سنت کښې دجنت او جهنم ذکر داهل جنت او دوزخ په حالاتو کښې فکر او همدا دحق ويونکو علماؤ وعظونه هم انشاء الله په زړۀ کښې به دالله سره دمحبت او خوف شمع روښانه کولو کښې معاونت کوى

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com