Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:926397
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

د اعتکاف احکام

معتکف ته دا اجازت نشته چې دجومات نه بهر ووځى البته دطبعى ضرورت لپاره وتلے شى يعنې دوړو او لويو بولو دپاره او دارنګ کۀ دخوړلو څښلو ضرورت ؤ او دراوړلو څوک نۀ ؤ نو دهغې لپاره تلے شى دارنګ کۀ داستنجا اودس غسل ضرورت ؤ او دمسجد په چارديوارۍ کښې ددې ضرورت پوره کولو ځائې نۀ ؤ نو بيا په بهر وتو کښې څه حرج نشته ليکن په دې ټولو صورتونو کښې پس دفراغت دضرورت نه فورا ً راتلل ضرورى دى هسې دې نۀ حصاريږى

دبانګ وئيلو ځائې ته که دروازه دبهر جانبه وه او موذن معتکف ؤ نو کۀ دے دبانګ وئيلو لپاره هغه ځائې ته ځى هم تلے شى کۀ معتکف په داسې جومات کښې داعتکاف لپاره ناست ؤ چې په هغې کښې دجمعې مونځ نۀ کيدو نو چونکې داشرعى ضرورت دے ددې لپاره دصلواة جمعه لپاره بل جومات ته تلے شى ليکن دوخت نه اول دې نۀ ځى بلکې دزوال نه پس دې روانيږى او کۀ ځائې لرې ؤ دنۀ رسيدو ويره وه نو دزوال نه مخکښې په تلو کښې حرج نشته بهر حال داسې وخت دې روانيږى چې هلته ورسى او دتحية المسجد او دسنتونه پس خطبه واورى بيا دفرضو نه پس چې دسنتو نه فارغ شى بيا دې واپس شى ليکن کۀ په هغه جومات کښې ايسار شو اعتکاف ئې نۀ فاسديږى برابره خبره ده چې لږ ساعت ايسار شوے وى او کۀ ډير بلکې کافى اعتکاف کۀ ئې هلته پوره کړو هم نۀ فاسديږى خو داسې کول مکروه دى

هر کله چې بنده په اعتکاف کښې دټولو دنياوى تعلقاتو نه برطرف دخداوند قدوس دعبادت لپاره دهغه په کور کښې په نيت دتقريب کښيناست دۀ له لازم دى چې داعتکاف ختميدلو پورې بې دطبعى يا دشرعى ضرورت نۀ بهر نۀ وځې او ضرورت هغه ته معتبر دے کوم چې ددې نه مخکښې ذکر شوى دهغې نه سيوا دبل ضرورت اعتبار نشته دغه وجه ده چې زمونږ امام اعظم صاحب فرمائى چې معتکف کۀ دوړو بولو وغيره لپاره د جماعت نه ووت او په لار کښې ئې قرضدارے ايسار کړو نو اعتکاف به ئې فاسد شى بلکې په هيره ووت يا جبرا ً يا قهراً وويستلے شو اګر کۀ دلږ ساعت لپاره په دې سره هم اعتکاف نۀ فاسديږى. دارنګ کۀ دمريض دتپوس لپاره يا دډوبيدونکى دراويستو لپاره راووت يا دخپل مريض په وجه ووتو نو ددې ټولو صورتونو حکم دادے چې اعتکاف ئې فاسد شو خو دصاحبينو خلاف پکښې نشته په دې صورتونو کښې په وتلو کښې خو ګناه نشته ليکن دامام صاحب په نزد پرې اعتکاف فاسديږى که مثلاً دوړو بولو لپاره وتلے ؤ دهغې نه پس ئې اتفاقا ً بيمار پرسى وکړه يا په جنازه کښې شريک شو نو په دې سره اعتکاف نۀ فاسديږى دارنګ کۀ معتکف دنذر منلو په وخت کښې دا شرط ذکر کړے ؤ چې دمريض بيمار پرسۍ له به ځم په مجلس دوعظ کښې او په جنازه کښې به شرکت کوم نو بيا دۀ له په تلو کښې څه حرج نشته. په اعتکاف کښې چُپ چاپ کښيناستل او دا باعث دثواب ګڼل مکروه تحريمى دے معتکف له پکار دى چې ناکاره خبره له خُلې نه نۀ اوباسى بلکې ژبه چې خوزوى نو په خير سره لکه تلاوت دقران پاک درس داحاديث شريف تسبيح وتهليل درود واستغفار قصص انبياء حکايات صالحين وغيره وغيره عرض دادے چې کله دے نفل کوى او کله مذکوره خبرې دخير کوى په اعتکاف کښې ددې ټولو ګنجائش شته اودضرورت سره مطابق دنياوى جائزې خبرې هم کولے شى او کۀ چيرته معتکف چاته کنځل وکړى يا ئې ورسره جګړه وکړه توبه ئې وکړه خو اعتکاف پرې نۀ فاسديږى او دمعتکف لپاره اعتکاف په ځائې کښې خوړل څښل اودۀ کيدل وغيره جائز دى دارنګ کۀ دۀ ته دڅه شى دخريدو فروخت ضرورت پيښ شو نو داهم په جومات کښې کولے شى خو هغه شے دې جماعت ته نه راوړى

ښځه کۀ اعتکاف کول غواړى اول دې دخاوند نه اجازت واخلى کۀ اجازه ئې ورکړه نو دکور په جومات کښې يعنې کومه حصه چې دمونځ لپاره خاص کړے شوى وى په هغې کښې دې په نيت داعتکاف کښينى خو هله چې داد حيض ونفاس نه پاکه وى دغه مقام ددې لپاره داسې دے لکه دسړى لپاره جومات باقى احکام چې په سړى کيږى جارى کيږى په دې به هم جارى کيږى. کۀ ښځې ديوې مياشتې داعتکاف نذر منلے وى او ددې نذر دپوره کولو لپاره په اعتکاف کښې ناسته وى کۀ په دې منځ دهغې حيض شروع شو نو چونکې په حالت دحيض کښې نۀ روژه شته او نۀ اعتکاف ددې وجې نه په هغې لازمه ده چې دحيض دورځو اعتکاف قضا راوړى ليکن دا قضا دادا سره متصل کول او مسلسل کول ضرور دى کۀ يوه ورځ ئې په منځ کښې پريښوده بيا به پرې ديوې مياشتې اعتکاف واجب وى

کۀ ښځې نذر او مانه چې هر کله چې وى زۀ به لس ورځې اعتکاف کوم بيا په اعتکاف کښيناسته په دې منځ کښې ئې حيض شروع شو نو لازمه ده چې دپاکۍ په حالت کښې بيا پوره لس ورځې اعتکاف وکړى معتکف کۀ په هيره سره دورځې څه خوراک څښاک وکړه په دې سره اعتکاف نۀ فاسديږى او کۀ جماع ئې وکړه نو فاسد به شى مثلاً معتکف دبولو لپاره کور ته لاړ هلته ئې اتفاقا ً دښځې سره مباشرت وکړه ياښځه ئې هم په جومات کښې معتکفه وه اګر کۀ دښځو لپاره په جومات کښې اعتکاف مکروه دے او چې مجامعت په وکړى په دې سره اعتکاف فاسديږى چې په هيره وى او کۀ قصدا ً کۀ دورځې وى کۀ دشپې او انزال شوے وى او که نه او کۀ انزال ئې دبل طور په جماع سره وشى نو هم پرې فاسديږى خو په احتلام سره نۀ فاسديږى او کۀ ښځې ته ئې په شهوت سره نظر وکړو په دې سره او په فکر سره ئې انزال وشو يا ئې ښځه مسه کړه يا ئې ښکل کړه او انزال ئې ونۀ شو کار ئې بد وکړه او اعتکاف پرې نۀ فاسديږى

په کومو څيزونو چې روژه ماتيږى په هغې هم اعتکاف فاسديږى دا ضرورى نۀ ده چې په کومو شيانو اعتکاف فاسديږى په هغې روژه هم فاسديږى. خاوند کۀ ښځې له د اعتکاف اجازت ورکړه او هغه کښيناسته نو بيا دې د اعتکاف په ورځو کښې جماع نۀ کوى اجازت ورته نشته. په دغه مضمون کښې دلاندې کتابونو څخه استفاده شوې ده

  • فتح البارى وفتح الملهم

  • مشکواة شريف

  • بخارى شريف

  • فتح البارى شرح بخارى

  • الخطيب، در منثور، تفسير کبير

  • تفسير عزيزى، شامى، هدايه

  • شرح التنوير، درمختار

  • فتاوا هنديه، بحروشامى

  • مبسوط ، قاضى خان،

  • فتح القدير وغيره ..

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com