Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:924146
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

د روژې ماتوونکى

کۀ چا خُلۀ کنګالوله او روژه ورته ياده وه او په غلطۍ سره اوبه حلق ته لاړې نو روژه ئې ماته شوه قضا لازمه ده يا که ورځ درمضان وه او نيت ئې دروژې نه و کړے او ټوله ورځ ئې په شان دروژه دارو وويستله او روژه ئې نۀ ده شوې قضا پرې لازمه ده کۀ دروژې نيت ئې نۀ ؤ کړے او دورځې ئې خوړل څښل يا نيت دروژې ئې نۀ ؤ کړے دصبح صادق ختلو نه پس ئې نيت وکړو مګر بيا ئې روژه ماته کړه نو په دې صورتونو کښې پرې صرف قضا لازمه ده

داخيال دې نۀ کوى چې په مضان کښې به درورځې خورم څښم نيت دروژې به دشپې نه نۀ کوم نو کفاره به راباندې نۀ راځى ځکه چې درمضان روژه عاقل مسلمان باندې فرض ده کۀ بلا عذره ئې قصدا ً روژې خوړلې نو حکم دادے چې قتل دې شى په حديث شريف کښې راغلى دى درمضان يوه روژه که چاپريښوده نو کۀ ټول عمر نفلى روژې ونيسى هغه پرې نشى پوره کيدے يعنې درمضان ددغې روژې ثواب او فضيلت پرې نۀ شى حاصليدے

کۀ چا دسر يا ګيډې په زخم کښې دوائى واچوله او هغه دماغ يا ګيډې ته ورسيدل نو روژه ئې ماته شوه ګنې نو نه او کۀ معلومه نۀ وه چې رسيدلې ده او که نه؟ نو کۀ دارو وچ ؤ نه ماتيږى او کۀ بهيدونکى ؤ ماته به شى کۀ چا اوومه غوښه وخوړله قضا او کفاره دواړه پرې شته او کۀ بدبو داره وه هم دغه حکم دے البته کۀ ډيره بې کاره شوې وه چې چينجى پکښې هم شوى وؤ بيا پرې صرف قضا ده کفاره پرې نشته

او کۀ چا ګټی، کودړی، بمبته، شيشه، وسپنه، يا خاوره بلا عادت يا مالوچ کاغذ، يا بل داسې څيز تير کړ چې هغه ددارو يا دغذا وغيره خلق نۀ خورى نو صرف قضا پرې لازمه ده روژه ئې ماته شوه

کۀ وچ بادام ئې ژوندے تير کړ سره دپوستکى يا اوچه چغزی نو روژه ئې ماته شوه صرف قضا پرې لازم ده او کۀ اريړه ئې ژوندۍ تيره کړه قضا او کفاره پرې دواړه شته. کۀ چا دبل چا لاړې تيرې کړې يا خپلې هغه لاړې چې اول ئې توکلى وى روژه ئې ماته شوه قضا به ئې راوړى البته کۀ دخپل معشوق دخُلې لاړې ئې تيرې کړې قضا او کفاره پرې دواړه شته

کۀ دروژه دار خُلۀ وينه شوه او وينه ئې لۀ لاړو سره تيره کړه کۀ وينه ئې دلاړو سره برابره وه يا زياته وه قضا به ئې راوړى او کۀ وينه ترې کمه وه نو نۀ ده ماته شوې مګر کۀ په حلق کښې ئې دوينې خوند معلوم شى په دې صورت کښې به هم ماته شى

په چاچې دروژې مياشت داول نه تراخر پورې په حالت دليونتوب کښې تيره شوى وى بيا جوړ شو په هغه درمضان ددغې يوې مياشتې قضا نشته او کۀ په دغه رمضان کښې دليونتوب نه ښه شوے ؤ مثلاً په اولو شلو ورځو کښې ليونے ؤ بيا سم جوړ شو نو ددغه رمضان داولو شلو روژو قضا پرې شته

فرض کړه دروژې مياشت وه لس ورځې تيرې شوې بيا زيد چې اول عاقل بالغ ؤ ليونے شو او دا ليونتوب ئې دڅلورو کالو پورې باقى ؤ چې دپنځم کال دروژې مياشت شروع شوه او پنځلس ورځې تيرې شوې جوړ شو نو په دې ددې ١٥ تيرو شوؤ روژو قضا هم واجب ده

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com