Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:924229
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

لمنځ په حديثونو کښ

حضرت عمر فاروق (رض) نه درسول الله (ص) دا ارشاد مبارک نقل شوے دے چې داسلام بنياد په پنځو ستنو باندې دے دټولونه اول په کلمى طيبې سره ددې ګواهى وکړى چې دالله نه سيوا هيڅوک دعبادت لائق نشته اومحمد (ص) دالله رسول دے دې نه پس مونځ قائمول زکات ادا کول حج کول او درمضان المبارک روژې نيول .

تشريح: داپينځه واړه ارکان داسلام لوئى اصول اوضرورى ارکان دى نبى کريم (ص) په دې حديث پاک کښې دمثال په طور اسلام ئې ديو خيمې په شان ښودلے دے چې هغه خيمه په پنځو ستنو ولاړه وى د شهادت کلمه ئې دخيمې منځنۍ ستنه ښودلې اوباقى څلور ارکان ئې دخيمې دڅلورو ګوټونو ستنو په شان ښودلى دى که چرې منځنۍ ستنه نه وى نو خيمه نه شى اودريدے اوکه چرې دامنځنۍ ستنه وى باقى دګوټونو کومه ستنه نه وى نو خيمه خو به ولاړه وى خودهغې ګټ طرف نه به پريوتے وى دې پاک ارشاد نه پس مونږ ته پخپل حالت باندې پخپله غور کول پکاردى چې داسلام داخيمه مونږ کومې درجې پورې ودرولى ده اوداسلام کوم يورکن داسې دے چې مونږ پوره پوره ادا کړے دے داسلام داپينځه رکنونه ډير ضرورى دى تردې چې داسلام بنياد ئې هم دا مقرر کړے دے او يو مسلمان ته په حيثيت دمسلمان ددې ټولو اهتمام ډير ضرورى دے خودايمان نه پس دټولونه ضرورى عمل مونځ دے . حضرت عبدالله بن مسعود (رض) فرمائى چې مادنبى عليه السلام نه پوښتنه وکړه چې دالله په نزد دټولونه بهترين عمل څه شے دے ؟ ارشاد ئې وفرمائيلو چې مونځ مابيا پوښتنه وکړه چې دې نه پس څه دى ؟ نبى عليه السلام چې دمور اوپلار سره ښۀ سلوک مابيا عرض وکړو چې دې نه پس کوم عمل دے ؟نبى عليه السلام وفرمائيل جهاد .

حضرت ابوذر (رض) فرمائى چې يووارې نبى عليه السلام دژمى په موسم کښې بهر تشريف راوړو او پاڼې دونو نه غورځيدې نبى عليه السلام ديوې ونې څانګه ونيوله اووئې خوزوله دهغې نه پاڼې نورې هم وغورځيدې نبى عليه السلام وفرمائيل اے ابوذره مسلمان بنده کله چې په اخلاص سره دالله تعالى درضا دپاره مونځ وکړى نوګناهونه ترې داسې غورځيږى لکه څنګه چې داپاڼې دونونه وغورزيدې . حضرت ابومسلم (رح) فرمائى چې زۀ د حضرت ابو امامه رض په خدمت کښې حاضر شوم هغه په جومات کښې ناست ؤ ماعرض وکړو چې ماته يو صاحب تاسوله طرفه داحديث نقل کړے دے چې تاسودنبى عليه السلام نه اوريدلې دى چې څوک په ښه شان سره اودس وکړى اوبيا فرض مونځ وکړى نو الله ددې ورځې هغه ګناهونه چې په تلوسره شوى وى اوهغه ګناه چې دهغه لاسونو کړى وى اوهغه ګناهونه چې دهغه غوږونو کړى وى او هغه ګناه چې دهغه د سترګونه شوى وى او هغه ګناه چې دهغه زړۀ کښې پيدا شوى وى ټولې معاف کوى او حضرت ابو امامه وفرمائيل چې والله مادا مضمون څوځلې دنبى عليه السلام نه اوريدلې دې .

دامضمون دڅوصحابه کرامو نه نقل شوے دے لکه حضرت عثمان حضرت ابوهريره ،حضرت انس ، حضرت عبدالله، حضرت عمروبن عبسه وغيره رضى الله عنهم نه په مختلفو الفاظو سره نقل شوى دى اوکوم حضرات چې اهل کشف ؤ هغوى ته دګناهونو لرى کيدل هم معلوميږى لکه دحضرت امام اعظم (رح) قيصه مشهوره ده چې د اوداسۀ اوبو سره به ئې معلوموله چې کومه ګناه په دې وينځلې کيږى . حضرت عثمان (رض) نه په يوروايت کښې دنبى عليه السلام دا ارشادنقل شوے دے چې څوک دې په دې نه مغروره کيږى ددې مطلب دادے چې په دې اميد چې مانځه سره ګناهونه معاف کيږى په ګناهونو زړۀ ورتيانه ده پکار ځکه چې زمونږ دخلقو مونځ اوعبادتونه چې څنګه دى که چرې هغه الله په خپلې مهربانۍ سره قبول کړى نودابه دهغه فضل واحسان وى ګنى زمونږ دعبادتونو حقيقت مونږ ته ښۀ معلوم دے اګر چې لمانځه کښې دااثر ضرور شته چې په دې سره ګناهونه معاف کيږى خوايا زمونږ مونځونه هم ددې قابل دى اګر که هرسړى ته خپل مونځ صحيح ښکارى خو چې کله تبليغ ته لاړشى ياچرته کوم عالم ته کښينى نوبيا به ورته دخپل مانځه پته ولږى .

دخوږنبى (ص) ارشاد مبارک دے چې څوک مونځونه په خپل وخت کښې کوى اودس هم په ښه شان وکړى اوپه خشوع خضوع سره ئې هم وکړى ولاړ هم په پوره وقار (عزت) سره وى بيادغسې رکوع اوسجدې هم په ښه شان په اطمينان سره وکړى عرض دا چې هريو څيز په ښه شان اداکړى نو دغه مونځ ډير روښانه ځليدونکے جوړشى ځى او مونځګزار ته دعا کوى چې الله دې ستاهم داسې حفاظت وکړى لکه تاچې زما حفاظت وکړو او چې څوک مونځ په بد شان وکړى دوخت هم خيال ونه ساتى اودس هم په ښۀ شان ونه کړى رکوع سجده هم په ښه شان ونه کړى نو دغه مونځ بدشکله تور رنګ کښې ده ته ښيرې کوى چې الله تعالى دې تاهم داسې برباد کړى لکه چې تازه ضائع کړم دې نه پس هغه مونځ دزړې کپړې په شان راغونډ کړى شى دمونځګزار په مخ ور وويشتلے شى ..

تشريح خوش قسمته دى هغه خلق چې مونځ په ښۀ شان کوى چې دالله تعالى دټولونه لوې عبادت دهغه دپاره دعا کوى خو عموماً چې څنګه مونځ کولے شى چې رکوع ئې وکړه نو درکوع نه سجدې ته لاړشى ( قومه ونکړى) دسجدې نه ئې لاسر اوچت کړى نه وى چې بيابلې سجدې ته لاړشى هسې دکارغه په شان ټونګې وهل وى دداسې لمانځه چې کوم حال دے هغه په پورته حديث کښې ذکر شو اوبيا چې کله دغه مونځ دبربادۍ ښيرې کوى همدا وجه ده چې نن مسلمان په پريوتودے هرې خوانه دتباهۍ اوازونه راځى .

دنبى عليه السلام ارشاد دے چې کوم مونځ کښې چې رکوع په صحيح طريقې ونه کړے شى چې ملا پوره ټيټه نشى دهغې مثال دهغې زنانه په شان دے چې حامله وى خو چې کله د اولاد پيدا کيدو وخت راشى نوزيان وکړى . يوحديث کښې ارشاددے چې ډير روژه نيوونکى داسې دى چې هغوى ته دلوږې اوتندې نه علاوه نور هيڅ نه ملاويږى اوډير شوګيره کوونکى داسې دى چې هغوى ته سيوادشپې دروڼولو نه نور هيڅ نه ملاويږى .

حضرت عائشه (رض) فرمائى چې مادنبى عليه السلام نه اوريدلى دى چې څوک دقيامت په ورځ پينځه وخته مونځونو سره داسې حاضر شى چې دهغه دوختونوئې هم حفاظت کړے وى اوداسه ئې هم اهتمام کړے وى اودامونځونه ئې خشوع خضوع سره هم کړى وى نو الله(ج) وعده فرمائيلى ده چې هغوى به نه شى عذابولى او چې څوک داسې مونځونه سره حاضر نشى هغوى سره هيڅ وعده نشته ( خوښه ئې ده چې خپل رحمت سره ئې معاف کړى ياعذاب ورکړى) .

دنبى عليه السلام ارشاد دے چې قيامت کښې به دبندګانو په عملونو کښې دټولونه اول دفرض مانځه حساب کولے شى که مونځ ئې پوره اوښۀ راووتو نودغه کس کامياب دے اوګټه ئې وکړه اوکه مونځ ئې بې کاره ثابت شو نو هغه به نامراده اونقصان کښې وى اوکه مانځه کښې ئې څه کمے وى نو الله به وفرمائى چې وګورى دې بنده سره څه نفلونه هم شته چې په هغې سره دافرض پوره کړے شى که چرې راواتل نوهغې سره دافرض پوره کړى شى دغه شان بياباقى دنوروعملونو روژه زکات حج وغيره حساب وشى . (ابوداؤد)

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com