Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:928275
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

 

دریمه نظریه
د پښتنو د اصل او نسل په باب یوه مشهوره نظریه دا ده چې پښتانه د هغو اریایې قبائیلو یوه څانګه دی کوم چی په تاریخ کی د هند او اروپاېې آریاییانو په نامه شهرت لری. دا نظریه د لفظ پښتون او پښتو ژبې په تاریخی او لغوی څیړنی باندی بناء ده.
د پښتو ژبی په باب د اوسنی زمانې ژب پوهانو او عالمانو د څیړونو او تحقیقاتو په نتیجه کې دا خبره منل شوې ده چې پښتو ژبه د نورو ژبو په کورنی کې په آریایې ژبو کې شامله ده.
د دې پوهانو په نظر آریایې قبایل تر کوچیدلو ړومبی په یوه ځاې کې هستوګن وو او مذهب او ژبه یی یوه وه. د آریایې اقوامو دا ړومبنی ژبه چی فرانسوی مځقق ډاکتر لیبان یې د (آریک) په نامه یادوی اوس بیخی ورکه ده.
د نولسمې پیړی په پېل کې چې مغربی عالمانو د مشرقی اقوامو د تاریخ او ژبو پلټنه پیل کړه په دې لړ کې ځینو عالمانو پښتو ژبې ته هم پام راواړاوه په دې لړ کې پروفیسور کلپرټ،پروفېسور ډورن،مسټر راورتی او مسټر بیلوتر نور ډیر مشهور دی. د دې عالمانو نظر دا دی چی پښتو ژبه د سامی ژبو سره هیڅ مطابقت نه لری او دا ژبه د الفاظو د ساخت او ګرامری اصولو له مخې یوه آریایې ژبه ده.
فرانسوی مستشرق مسټر جیمز د پښتو ژبې په باب دا نظر لری چی پښتو ژبه نه په هندی لهجو کې شامله ده او نه د پارسی او نه پهلوی ژبو زیږنده ده، بلکی دا ژبه د (زند) او ستایې ژبه یا د (زند) په شان د یوې بلی ژبی څخه راوتلی ژبه ده.
یعنی د مسټر جیمز په نظر پښتو ژبه د اوستایې ژبو یوه پاتې پرخه ده دا ځکه چی د (زند) له ژبی سره ډیر مشاپهت لری. یو بل مستشرق مسټر جی. اې. ګریوسن د پښتو ژبې په باب ډیر په تفصیل سره بحث کړی دی، نوموړی د پامیر په ژبو کې چې غلچه، بدخشی،او رمړی او بلوچی دی پښتو هم ګډوی او وایی.
چی دا د پښتو ژبه ده چی په لکونو خلک ورباندې خبرې کوی او ویونکو ته یې آریایې افغان ویل کیږې، لکه څنګه چی غلچه،بدخشی او بلوچی ژبې په شرقی کورنی کې د (زند) سره تعلق لری همدغه شان پښتو ژبه هم په شرقی کورنی کې د (زند) سره رابطه لری.
 
 د فرانسې یو بل مستشرق ډاکتر هنری په نظر پښتو ژبه یوه مستقله ژبه ده خو ډیره موده د سانسګرت او (زند) د ژبو سره په ګاونډیتوو کې پاتې شوې ده. د دې ټولو څیړنو لنډیز دا دی چی پښتون هغه قام دی چې ریګ ویدا یې ذکر د (پکتها) او (پکهت) په نامه کړی دی. تر دې وروسته دا قوم د باختر د هستوګنی په وجه په (بخدی،باخدی) مشهور شوی او په اوستا کې د (بخدی) په نوم یاد شوی دی، د بلخ ښار هم په همدغه نامه سره شهرت موندلی دی. تردې وروسته د هخامنشیانو په زمانه کې د یونانی مورخینو لخوا دا خلک د (پکتویس) او (پکتوان) په نامه او ملک یې د پکتیا-پکتیکی او پکتین په نومونو سره یاد شوی دی، دغه ټول الفاظ د اوسنی پښتون ، پښتیخا او پښتونخوا سره مطابقت لری. کله چې مستشرق پروفېسور (لاسن) د باختری یونانیانو تاریخ لیکه په لومړی ځل کې ېې د پکتویس او پښتون د لفظونو مطابقت منلی دی، وروسته نورو مستشرقینو لکه (ترومب) او (ګریورسن) دا مطابقت تائید کړی دی، له دې شواهدو څکه داسې معلومیږی چې پښتون قام د آریایې قبائیلو یوه څانـنګه او ژبه یې د آریایې ژبو له کورنی څخه یوه ځانګری ژبه ده.
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com